ملاسیف الرحمن منصور د شهید مولوي نصرالله منصور زوی په کال ۱۳۴۸ هــ ش کې د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د سهاکو د سیمې د هیبت خېلو په کلي کې په یوه دینداره او علمي کورنۍ کې دنیا ته سترګې وغړولې. د سیف الرحمن منصور پلار شهید مولوي نصرالله منصور (چې اصلي او کورنی نوم یې مولوي فضل الرحمن و او وروسته یې په مولوي نصرالله منصور شهرت وموند) له شاهي دور څخه د خپلې سیمې او افغانستان په کچه یو وتلي دیني عالم او سیاسي مبارز و، چې د غزني له نورالمدارس فاروقیه مدرسې څخه فارغ التحصیل او د خدام الفرقان په نامه د دیني علماء کرامو د یوه تنظیم له عالی رتبه مسؤلینو څخه و. مولوي نصرالله منصور له افغانستان شموله سیاسي او دعوتي هلو ځلو سره په څنګ کې د دیني علومو تدریس هم کاوو، او په خپل کلي (هیبت خېلو) کې یې د دیني علومو د تدریس حجره درلوده .
سیف الرحمن منصور د مولوي نصرالله منصور دوهم زوی و چې په یوه درانه علمي کاله کې وزېږېد، دخپل عالم او مجاهد پلار په سیوري کې یې وده وکړه، او له کوچنیوالي څخه په دیني او جهادي روحیه وروزل شو .
د زدکړو سلسله
ملاسیف الرحمن منصور خپلې ابتدائي زده کړې په خپل پلرني ټاټوبي کې له خپل پلار مولوی نصرالله منصور څخه پیل کړې. وړاندې وویل شول، چې شهید مولوي نصرالله منصور د زرمت په هیبت خېلو کې مدرسه درلوده، ملاسیف الرحمن منصور ابتدايي زده کړې همدلته پیل کړې. کله چې د داودخان دواکمنۍ په وخت کې په افغانستان کې په سیاسي فعالیتونو باندې بندیز ولګول شو، او په ځانګړي ډول په سیاسي مبارزو علماء کرامو باندې دژوند کړۍ تنګه شوه، مولوي نصرالله منصور هم د حالاتو د سختیدو له امله د داودخان د واکمنۍ په دوهم کال خپل کور او عیال له خپل کلي (هیبت خېلو) څخه د زرمت ولسوالۍ غرنۍ سیمې (شاهیکوټ) ته نقل کړ، او هلته یې امامت، تدریس او سیاسي اصلاحي فعالیت پیل کړ. سیف الرحمن دلته هم ابتدایي دیني زده کړې تعقیبولې خو وروسته د حالاتو د ډیرو سختیدو له امله مولوي نصرالله منصور صاحب خپل کور بیرته خپل کلي ته واستاوو او خپله یې د ډیورنډ کرښې بلې غاړې (د شمالي وزیرستان میرانشاه ته) هجرت وکړ، وروسته کله چې په افغانستان کې کمونیستان واک ته ورسیدل او مهاجرت لړۍ پیل شوه، سیف الرحمن منصور هم له خپلې کورنۍ سره لومړی میرانشاه او بیا پیښور ته ولیږدیدل. ملاسیف الرحمن منصور څه موده د پښتونخوا د ډيره اسمعیل خان په کلاچي نومې سیمه کې په جامعه نجم المدارس او په ګوجرانواله کې په جامعه عربیه کې زده کړې ترسره کړې، او وروسته یې د ډیرې مودې لپاره د پیښور په بخشي پل او باړه کې په الجامعة نورالمدارس فاروقیه کې زده کړو ته دوام ورکړ . په دې مدرسه کې یې نهم صنف ولوست، او وروسته په جهاد کې دمصروفیت له امله د خپلو زده کړو په پوره کولو ونه توانېد. په مروجو دیني زده کړو سربیره ملاسیف الرحمن منصور د (اسلامي سیاست او اسلامي دعوت) په نامه هغه ځانګړي کورسونه هم ویلي و چې د شهید مولوي نصرالله منصور لخوا به د مدرسو د کلنیو رخصتیو په مهال طالبانو ته ویل کیدل. په دې سربیره ملاسیف الرحمن منصور حربي او نظامي درسونه هم په څوڅو ځله لوستي و. دروس ضد جهاد په مهال د جهادي اعداد په یوه مرکز کې ملاسیف الرحمن منصور له ډيرو نورو ملګرو سره په سپکو وسلو سربیره د څو ډوله توغندیو لکه (میلان، SPG-۹، ۸۲ ملي متري توپ او RPG راکټ) ځانګړې مسلکي زدکړې ترسره کړې، دغه راز دکمونیزم ضد جهاد په وروستیو کلونو کې یې په پکتیا کې د ټانک، توپچي او نظامي نقشو په برخه کې هم عملي زده کړې وکړې، د نوموړي جهادي ملګري وایي، ملاسیف الرحمن منصور په دې سربیره چې یو ماهر ټانکس و، په جګړه کې په استعمالیدونکو ټولو سپکو او درنو وسلو کې یې مهارت درلود او په مؤثره توګه یې استعمالولای شوای .
د طریقت بیعت
ملاسیف الرحمن منصور لکه څنګه چې له کفارو او د هغوی له پیروانو سره د وسلوالې مبارزې د ډګر مجاهد و همدارنګه یې له نفس اماره او شیطان سره د جهاد لاره هم په پوره میړانه پاللــه. څرنګه چې د ده پلار شهید مولوي نصرالله منصور د کابل د قلعه جواد له حضرت ضیاء المشائخ محمد ابراهیم مجددي (رحمه الله) سره نږدې تعلق او بیعت درلود، ملاسیف الرحمن منصور هم دنقشبندیه مجددیه طریقي وتلی صوفي او سالک و .
ملاسیف الرحمن منصور په پیل کې له مرحوم خلیفه صاحب فضل الدین (مشهور د ارغندۍ په خلیفه صاحب) سره بیعت کړی و. او د هغه له وفات وروسته یې د زرمت له خلیفه صاحب دین محمد او د وردګو د جغتو له خلیفه صاحب احمدضیاء سره همیشنی تعلق او رابطه درلوده .
د تصوف د لارې د یوه لاروي په توګه ملاسیف الرحمن منصور په شخصي توګه خورا تقوی لرونکی و، چې د جهادي مشرتوب په مهال یې په ملګرو همیشه ځینې فوق العاده معمولات مقررول، د بیلګې په توګه د پنځه لمونځونو له جماعت وروسته پنځه سورتونه لوستل (سهار سورت یاسین، ماسپښین سورت الفتح، مازدیګر سورت النباء، ماښام سورت نوح، ماخستن سورت الملک) دغه راز سهار له لمانځه وروسته دخوب په ځای وظیفه یا سپورت کول او مازدیګر (ختم خواجه ګان) کول هم د ملاسیف الرحمن منصور له معمولاتو څخه و. ملا سیف الرحمن منصور د ژوند په وروستیو کې د تصوف مروج مراحل پای ته رسولي وو، د نوموړي جهادي ملګري په بیلابیلو جهادي مراحلو کې د ده د کراماتو کیسې کوي، چې ترټولو ښکاره کرامت یې دشهادت په ورځ لیدل شوی و.
د کمونیزم ضد جهاد او په اسلامي امارت کې یې خدمات
ملاسیف الرحمن منصور له ماشومتوبه په جهادي روحیه روزل شوی او له جهادي عشق او جذبې ډک زړه یې درلود، د نوموړی د کشرتوب یو ملګری (قاري اکمل) وایي: هغه وخت چې د ملاسیف الرحمن منصور عمر یوازې ۱۲ کاله و او د ډيره اسمعیل خان په کلاچي نومې سیمه کې یې درس وایه، کله به چې په مدرسه کې ختم کیده، یا به دعا کیدله، ده به د دعا په وخت سخت ژړل او بې دریغه اوښکې به یې تویولې، قاري اکمل وایي: یوه ورځ مې ترې وپوښتل، ولې داسې ژاړې؟ ملاسیف الرحمن په ځواب کې راته وویل (ګوره موږ دلته په ارام په مدرسه کښي ناست یود افغانستان په غرونوکي به څومره مجاهدین نن بیا په شهادت رسیدلي وي، الله تعالی دي ماته ځواني په نصیب کړي چي د مقدس جهاد لپاره زه هم دمجاهدینو په صفونوکښي وردننه شم د الله تعالی په لار کې وجنګیږم او د شهادت مقام مې په نصیب شي)
د همدې جهادي فطري مینې له امله و چې ملاسیف الرحمن منصور له تاندې ځوانۍ بیا د ژوند تر وروستۍ شیبې پورې ټول ژوند په جهادي هلوځلو کې تېر کړ. نوموړی ۱۶ کلن و چې په لومړي ځل یې په ننګرهار ولایت کې د روسانو او د هغوی د مزدورانو په خلاف په جهادي عملیاتو کې برخه واخیسته، چې په دې لومړي جهادي سفر کې ټپي هم شو، وروسته یې دخوست په ولایت کې هم په جهادي عملیاتوکې ګډون درلود، دغه راز یې په ۱۹۸۷ ـــ ۱۹۸۹ کلونو کې دپکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې په بیلابیلو جهادي تعرضونو کې شمولیت درلود، چې په دې کلونو کې هم د ګردیز په دفاعي پوستو دیوه تعرض په مهال ټپي شو، په ۱۹۸۹ کال کې چې کمونیستو ګلم جم ملیشو د زرمت په ولسوالۍ برید وکړ، په دې وخت کې ملاسیف الرحمن منصور دیوه جهادي ګروپ مشري په غاړه درلوده .
کله چې د کمونیزم ضد اسلامي جهاد بریالی شو، ملا سیف الرحمن منصور د پکتیا په ګردیز کې په خپل کور کې اوسېده، په ۱۳۷۱/۱۱/۲۰ هــ ش نیټه کله چې مولوي نصرالله منصور په یوه ناځوانمردانه برید کې په شهادت ورسید، سیف الرحمن منصور ته دخپل کور په چارو سربیره د خپلو جهادي ملګرو د سمبالښت اومشرتوب چارې هم ورله غاړې شوې. په دې موده کې نوموړی دپکتیا په ګردیز کې د ۱۵ مې زغره والې لواء قومندان او د شهید منصور صاحب دجهادي ملګرو له مشرانو څخه و، چې ورځنی مصروفیت یې د خپلې ترواک لاندې سیمې د امنیت ساتل او د جهادي ملګرو اعداد او نظامي تربیه وه. په دې موده کې نوموړی په ګردیز کې د هغه کسانو په مقابل کې په کلکه ودرید چې غوښتل یې دښار امنیت اخلال کړي، چې له همداسې کسانو سره په یوه برخورد کې یو ورځ د چپ لاس په ورغوي ټپي هم شو، او دری ګوتې یې له کاره ولوېدې .
کله چې د عامه فساد په مقابل کې له کندهار څخه د طالبانو او دیني علماء کرامو تحریک پیل شو، ملاسیف الرحمن منصور او دده ملګرو (چې زیاتره یې طالبان وو) دیوه هیئت له لیږلو وروسته سمدستي ترې ملاتړ اعلان کړ. د ده ځیني ملګري د یوه کاروان په شکل دطالبانو سره د پیوستون په خاطر د کندهار په خوا وخوځیدل، دوی دښرنې او شلګر له لارې تر مقر پورې ورسیدل، چې دا وخت د طالبانو تحریک هم همدې سیمې ته راورسید او دوی ورسره یوځای شول او په ګډه یې د غزني د ښار په لور حرکت پیل کړ، کله چې په غزني ښار برید کیده خپله ملاسیف الرحمن منصور د پکتیا له خوا له څوټانګونو او مسلحو ملګرو سره په عملیاتو کې برخه واخیسته، دغزني په یونټ باندې عملیات د اسلامي امارت په پلوۍ د نوموړي لومړني جهادي عملیات وو. د غزني له نیول کیدو وروسته داسلامي تحریک د مشرانو لخوا ملاسیف الرحمن منصور او د ده ملګرو ته د ټانکونو او نورو زرهي او توپچي وسایطو مسؤلیت وسپارل شو، څرنګه چې د منصور صاحب ملګرو له وړاندې په دې برخه کې زده کړې درلودې، دوی په غزني کې موجود ټانکونو هم سمبال کړل، دغه راز یې له کندهار ښار څخه هم څو ټانکونه راوستل، له دې وروسته ملاسیف الرحمن منصور په میدان ښار، لوګر او چهاراسیاب کې داسلامي تحریک په پرمختیایي عملیاتو کې برخه واخیسته، د کابل له فتحې څه موده وړاندې د پکتیکا په اورګون کې چې د (پري) په نامه دیوه جګړه مار په خلاف عملیات ترسره شول، هم ګډون یې په کې درلود چې ددې عملیاتو وروسته یې دفتحې په هغه کاروان کې دتحریک د نورو مشرانو ترڅنګ د یوه ډلګۍ مشر په توګه سفر پیل کړ، چې له پکتیا څخه روان شو، ځاځي، سپینه شګه، ازره او حصارک یې تصفیه کړل، جلال اباد یې ونیو او وروسته یې کابل فتحه او احمدشاه مسعود یې د پنجشیر تر (دالان سنګ) تنګي پورې په شا وتمباوو.
د کابل له فتحې وروسته ملاسیف الرحمن منصور د قرغې داتمې فرقې دمعاون او د ټانک کنډک د مسؤل په صفت دنده پیل کړه، نوموړی بیا په افغانستان باندي د صلیبیانو د برید ترمهاله په همدې دنده او د کابل د شمال په دفاعي خطوطو کې پاته شو، چې په دې ترڅ کې یې ډيره موده د شکردرې دلومړنۍ جنګي کرښې دمسؤل په صفت هم دنده ترسره کړه .
په شمالي کې د اسلامي امارت په څو واریزو پرمختګونو کې په ټولو کې ملاسیف الرحمن شرکت درلود، چې د نوموړي دوروڼو له جملې ملا منصور الرحمن منصور هم په همدې استقامت په شهادت ورسید، کله چې په ۱۹۹۷ میلادي کال کې داسلامي امارت مجاهدین دسالنګ له تونل څخه ووتل، ملاسیف الرحمن منصور او ملګري یې هم د دې کاروان برخوال وو، د دې عملیاتو په مهال نوموړی پلخمري ته نږدې د رباتک په سیمه کې په نس کې په مرمۍ ولګېد، او سخت ټپي شو، چې دهلیکوفتر په واسطه دجګړې له سیمې کابل ته انتقال کړای شو .
تردې وروسته د کابل په شکردره کې د مسؤلیت په مهال دهاوان په چره دنوموړي ښی لاس سخت زخمي شو، دښي لاس دڅنګلې هډوکی (مفصل) یې له منځه لاړ او لاس یې په بشپړ دول له کاره ولوېد، تردې ټپ وروسته د نوموړي په دواړو لاسونو کې یوازې د چپ لاس دوو کوچنیو ګوتو حرکت کاوو، نوریې د بیا بیا زخمونه له وجې لاسونه له کاره لویدلي وو، په شمالي باندې دوروستیو تهاجمي عملیاتو په مهال کله چې ملا سیف الرحمن منصور له خپلو ملګرو سره د دښمن له خوا محاصره شو، نو دنجات د یوازیني لوري په توګه یې د غوربند په خوا پرمختګ وکړ، په دې توګه نوموړی له ډيرو مجاهدینو سره یوځای د دښمن له ضرر څخه په امن شول، په دې عملیاتو کې هم نوموړی په سر باندې ټپي شو، خو دا ځل یې ټپ ډیر ژور نه و.
کله چې په افغانستان امریکا برید وکړ، ملا سیف الرحمن منصور هم د اسلامي امارت د نورو مجاهدینو سره د شمال په دفاعي خطوطو کې تر وروستۍ شیبې مقاومت وکړ، کله چې داسلامي امارت ځواکونو له کابل څخه عقب نشیني وکړه ملا سیف الرحمن منصور هم له خپلو څو تنو ملګرو سره لوګر ته راغی، په دې وخت کې نوموړي داسلامي امارت نورو مسؤلینو او جهادي ملګرو ته مشوره ورکړه، چې دشمالي ټلوالې د پرمختګ دمخنیوي لپاره دې په لوګر یا د تېرې په کنډو کې دفاعي خط جوړ شي، خو څنګه چې دامریکایانو لخوا سخت بمبار روان و وروسته مصلحت دا وبلل شو، چې د جبهه یي مقاومت په ځای دې چریکي جنګونه پیل شي، په دې توګه ملا سیف الرحمن منصور له خپلو ملګرو سره خپلې سیمې (د پکتیا زرمت) ته راغی، په همدې وخت کې سره له د چې حالات نامساعد وو نوموړي د عالیقدر امیرالمؤمنین د لیدلو او هدایت ترلاسه کولو په نیت کندهار ته سفر وکړ، د دې سفر په مهال نوموړي د عالیقدر امیرالمؤمنین په لیدلو بریالی نه شو، خو د مخابرې له لارې یې دا پیغام او هدایت ترې ترلاسه کړ، چې (ټولو مجاهدینو ته ووایئ چې غرونو ته وخیږي، او په هر ډول چې ممکنه وي دامریکایانو په خلاف جهاد ته ادامه ورکړئ) له کندهار څخه له راګرځیدو وروسته نوموړي بې له ځنډه د شاهیکوټ په غره کې دجهادي قرارګاه په جوړولو او چریکي جهاد په پیلولو شروع وکړه
د مهاجرو مجاهدینو برخلیک او د شاهیکوټ جګړه
ملاسیف الرحمن منصور داسلامي امارت د واکمنۍ په مهال هم له مهاجرو مجاهدینو سره ځانګړی تعلق او خواخوږي درلوده، نوموړي به ملګري همیشه په دې مامورول چې د دې مهاجرینو سره ښه او له تبعیضه پاکه ګوزاره وکړي ده به ویل (موږ ته کیدای شي کله ناکله دخاورې یاقدرت سوچ راولویږي خو دې خلکو یوازې د الله تعالی د دین په خاطر خپل وطنونه پرې ایښي او موږ ته یې پنا راوړې) د کابل له سقوط وروسته د مهاجرو مجاهدینو په سلګونو کورنۍ هم له کابل څخه د پکتیا په خوا وکوچېدې، سره له دې چې له دوی سره لویان او نارینه هم وو، خو زیاتره یې بي سرپرسته تورسرې او ماشومان وو چې مشران یې یا پخوا شهیدان شوي وو او یا د هیواد په شمال کې بند پاته وو.
په دوی کې پیژندل شوې څيرې قاري محمدطاهر فاروق، ابوخباب المصري، عبدالرحمن کنیډي، شیخ ابوعلي، ابواللیث اللیبي، سیف العدل، ابومصعب السوري، زیدالخیر، ابومحمد او عبدالهادي وو، چې ورسره د عربي، شیشاني، ازبکي، او ترکستاني مهاجرینو په سلګونو مجاهدین او کورنۍ وې. ملاسیف الرحمن منصور دخپل یوه ملګري (د جنوبي وزیرستان اوسیدونکي شهیدنیک محمد) سره په ګډه د دغو مهاجرینو د خوندي کولو او نجات لپاره داسې ترتیب جوړ کړ، چې په پایله کې یې په زرګونو مجاهدین او مسلمانې مهاجرې تورسرې د امریکایي وحشي یرغلګرو له ضرر څخه په امن او زیاتره یې خپلو اصلي هیوادونو ته ورسول شوې، دوی په لومړي قدم کې په زرمت او د پکتیا او پکتیکا په نورو سیمو کې د ولسي افغانانو په منځ کې د دې مهاجرینو د خوندي کولو کوښښ وکړ، شهید نیک محمد په وزیرستان کې د دوی دورتګ لپاره زمینه برابره او ځایونه پیدا کړل، او له هغه ځایه یې ترخپلو هیوادونوپورې د دوی درسولو پروګرام عملي کړ. ددې مهاجرینو موټران او نور د خرڅلاو وړ وسائل په نغدو پیسو خرڅ کړای شول او دوی ته یې پیسې تسلیم شوې وروسته د یوه پټ او منظم پروګرام په ترڅ کې د دې مجاهدینو تورسرې او ماشومان وزیرستان او له هغه ځایه د کراچۍ ترساحله رسول کیدل، او له هغه ځایه د هوا یا سمندر له لارې خپلو هیوادونو ته ستنیدل، د دې بهیر په پایله کې په سلګونو کورنۍ په ځانګړي توګه د عربو مجاهدینو په عزت سره خپلو اصلي ټاټوبیو ته ورسول شوې .
د مهاجرو مجاهدینو له خوندي کولو او لېږد سره سره ملاسیف الرحمن منصور او ملګري یې دامریکایانو په خلاف دمنظم مقاومت جاري ساتلو او لومړنیو امادګیو ته هم متوجه وو، دوی د همدې لپاره د زرمت ولسوالۍ په جنوب ختیځ کې د شاهیکوټ په غرونو کې (چیرته چې دروس ضد جهاد په مهال دمجاهدینو یوه قوي جبهه موجوده وه) دیوه جهادي مرکز په جوړولو پیل وکړ، دې مرکز ته که له یوې خوا له ګردیز اونورو سیمو څخه سپکې او درنې وسلې او مهمات انتقال شول، له بلې خوا د شاهیکوټ درې په ټولو خواوو کې دمحکمو مورچلو او سنګرونو دجوړولو او د دافع هوا په شمول دبیلابیلو وسلو نصبول هم روان وو.
مجاهدینو د ۲۰۰۱ لومړي کال له دسمبر څخه د ۲۰۰۲ کال ترمارچ پورې په خورا سختې یخنۍ او پیچلو شرایطو کې د دې مرکز دجوړولو او استحکام لپاره کار کاوو، دا داسې وخت و چې امریکایي یرغلګر د ځمکې او هوا له لارې د مجاهدینو په تلاش کې وو، او افغان مجاهد اولس په ټولیزه توګه له سخت عدم اطمنان او ناهیلۍ سره لاس او ګریوان و.
ملاسیف الرحمن منصور د ناهیلیو په دې سخت او امتحاني پړاو کې یوازې په الله تعالی باندې توکل وکړ، دحالاتو نامساعدتیا، د وسائلو او ملګرو کموالي او یوازیتوب یې عزم متزلزل نه کړ، او نه یې د جهاد او تعقل د ځینو هغو پخوانیو مدعیانو تبلیغاتو او مخالفت ته توجه وکړه، چې د امریکایانو په مقابل کې د ملا سیف الرحمن منصور وسلوال مقاومت یې لیونتوب او بغاوت باله، ملا سیف الرحمن منصور په خپلو ملګرو او مخالفینو د اتمام حجت لپاره یوه ورځ خپل ټول مخالفین او موافقین د زرمت ولسوالۍ مرکز ته نږدې په یوه خټین مسجد کې راټول کړل، لومړی یې دهغوی نظریات واوریدل، چې د هرچا نظر جلا و، او وروسته یې په صریحو ټکو ټولو حاضرینو ته وویل (زه که پوره عالم نه یم، خو الحمدلله دومره پوهیږم چې امریکایان متجاوز کافران دي او په مقابل کې یې جهاد فرض عین دی، له بلې خوا د خپل شرعي امیر (عالیقدر امیرالمؤمنین) لخوا هم ماته همداسې هدایت دی، چې د امریکایانو په مقابل کې مسلح جهاد ته ادامه ورکړم، زه نه غواړم تاسو ته اوږدې خبرې وکړم، د وروستي ځل لپاره درته وایم، که څوک غواړي له موږ سره په جهاد کې ملګرتیا وکړي، نو له موږ سره دې (بیعت بالشهادة) وکړي، موږ له جهاد پرته بله هیڅ لاره نلرو) په شاهیکوټ کې د امریکایانو په خلاف جګړه دملاسیف الرحمن منصور په مشرۍ د شاهیکوټ مجاهدینو پروګرام درلود، چې په دې ستراتیژیکه سیمه کې د یوه محکم سنګر له جوړولو وروسته د هوا له تودېدو سره په هوارو سیمو کې د امریکایانو په خلاف چریکي مقاومت پیل کړي، په دوی کې دپکتیا، پکتیکا او غزني ولایتونو د مجاهدینو سربیره یو شمیر مهاجر مجاهدین چې زیاتره یې د قاري طاهرجان ملګري وو هم وو، چې دټولو مجموعي شمیر تقریبا ۱۰۰ تنو ته رسیده، د ۲۰۰۲ میلادی کال دمارچ په دریمه نیټه امریکایانو دمخکنیو اطلاعاتو له مخې په دې سیمه حمله وکړه، چې ورسره مجاهدینو سخت مقاومت پیل کړ، دې جګړې چې له امریکایي کوماندویانو سره د افغاني مجاهدینو لومړنۍ مخامخ اوږده جګړه وه څه کم دوه اونۍ دوام پیدا کړ، چې په امریکا سربیره د ډنمارک، استرالیا، کاناډا، فرانسې، جرمني او ناروې ځانګړو ځواکونو هم په کې برخه درلوده .
ددې جګړې په مهال مجاهدینو دخورا دقیق پروګرام او طرح ریزۍ له مخې امریکایي دیسانټ ځواکونه په بیا بیا په پیچلو غرنیو سیمو کې راګیر او له منځه یووړل، مجاهدینو چې تقریبا په ټولو حاکمو نقطو یې دافع هوا وسلې نصب کړې او مورچلونه جوړ کړي و، دښمن ته یې موقع ورکوله، چې د دوی تر اور لاندې سیمو کې له چورلکو څخه ځواکونه پیاده کړي، خو کله به چې له دې پیاده شویو عسکرونه چورلکې پورته شوې، مجاهدینو به برید پرې وکړ، او دمجاهدینو دافع هوا به د دښمن چورلکو ته د دې اجازه نه ورکوله، چې خپل په جګړه کې ښکیل عسکر له سیمې وباسي .
امریکایانو چې دې عملیاتو ته یې د اناکونډا (ښامار) نوم ورکړی وو وویل چې دعملیاتو په مهال یې تر لسو زرو ډیر بمونه ورولي دي، چې زهري، کیمیاوي او اکسیجن ختموونکي بمونه هم په کې شامل وو، څرنګه چې د دې جګړې په دریمه ورځ د شاهیکوټ په غرونو درنه وواره وورېده، او دتودوخې درجه د جګړې په سیمه کې ترصفر ښکته وه، نوځکه د دشمن زهري وسلو مجاهدینو ته دپام وړ زیان نه رساوو.
دجګړې له پیل دوه اونۍ وروسته د مارچ په ۱۸ مه په افغانستان کې امریکایي مشر جنرال ټومي فرانکس ددې عملیاتو پای اعلان کړ، نوموړي په رسمي توګه وویل چې په دې عملیاتو کې یې ۲ چورلکې نسکورې شوې، ۸ عسکریي وژل شوي او ۸۲ نور یې ټپيان دي، خو هغه څه چې د دې جګړې برخوالو مجاهدینو د سر په سترګو لیدلي، او یا وروسته د دې جګړې ګډونوالو امریکایي سرتیرو په خپلو خاطرو کې لیکلي، د امریکا تلفات تردې څو چنده زیات ښیي .
د بیلګې په توګه یوامریکایي سرتیری (سارجنټ براون) په شاهیکوټ کې یوازې د لومړۍ ورځې د جګړې کیسه داسي کوي (په لومړۍ ورځ د جګړې له پیل لږ ساعت وروسته زموږ یوه له سرتیرو ډکه چورلکه وویشتل شوه او وغورځیده، چې ځيني سرتیري یي مړه او ځیني ټپیان وو. زه د ژغورنې په ټیم کې وم، چې هڅه مو کوله ټپي سرتیري وژغورو، خو موږ دلویدلي چورلکې ۲۰ مترۍ ته لانه وورسیدلي چې دتوغندیو او سپکو وسلې ډزې راباندې پيل شوې، د ژغورنې د ډلې څلور تنه سرتیري ووژل شول، په دې ورځ زموږ او دښمن ترمنځ جګړې ۱۴ ساعته دوام وکړ، جګړه په دومره نږدې واټن کې وه چې زموږ بریدکوونکي الوتکه له ۵۰۰ پاویزو بمونو سره زموږ په سر تاویدله خو له دې امله ورته د بمبار اجازه نه کیده چې له دښمن سره زموږ دتلفاتو ویره هم وه، وروسته معلومه شوه، چې ۷ تنه امریکایي سرتیري وژل شوي دي) (له افغانستان تروروستي افغانه کتاب ۴ ټوک څخه په لنډیز)
په دې جګړه کې د امریکایانو ګڼې چورلکې د مجاهدینو په بریدونو کې نسکورې شوې خو دا چې د جګړې سیمه پراخه وه او په بیلابیلو برخو کې جګړه روانه وه دغه راز امریکایانو هم ټوله هڅه کوله چې تلفات پټ کړي، دقیقا نه شي ویل کیدای چې امریکایانو ته څومره تلفات ورسیدل، خو دا اټکل کیدای شي، چې د غورځولو شویو چورلکو شمیر تر۵ ډېر او د وژل شویو امریکایانو شمیر تر ۱۰۰ تنو زیات وو.
په دې جګړه کې د ۴۰ په شاوخوا کې مجاهدین هم په شهادت ورسیدل، چې دشهیدانو په ډله کې د مجاهدینو مشر ملاسیف الرحمن منصور او مرستیال یې ملا فدا محمد جواد هم وو.
د شاهیکوټ جګړه یوه عادي جګړه نه وه، په دې جګړه کې په لومړي ځل دامریکایي ټیکنالوژۍ او پوځي برترۍ پوښلی ضعف رابرسیره او د مجاهدینو مورال ورسره خورا لوړ شو، د جګړې له پيل دوه اونۍ وروسته سره له دې چې امریکایانو خپل عملیات پای ته رسیدلي او موفق اعلان کړل، خو د دوی په وړاندې مقاومت په ټول افغانستان کې په یوه نوي روحیه جاري پاته شو.
دملاسیف الرحمن منصور شهادت
ملا سیف الرحمن منصور دبل هر رښتیني مجاهد غوندې له پیله د شهادت تمنا لرله، او په ټول زړه ورته اماده و، د شاهیکوټ د جګړې په مهال نوموړی د جګړې له پیل څخه د مخابرې له لارې له ټولو استقامتونو او مجاهدینو سره په تماس کې و او د (ثابت) په مستعار نامه یې دجګړې وضعیت کنترولاوو، دجګړې په مهال نوموړی په بیا بیا دامریکایانو ترسختو بریدونو او بمبار لاندې راغی، خو الله تعالی ترې وساته، تر څو یې دجګړې په اوومه ورځ په ۱۳۸۰/۱۲/۱۹ هــ ش نیټه چې د ۲۰۰۲/۳/۱۰ میلادي سره سمون خوري د شهادت ارمان پوره شو.
د نوموړي کشر ورور ملا عبدالرحمن منصور چې د همدې جګړې برخوال و په دې اړه دسترګو لیدلی حال داسې بیانوي (موږ ته دیوه بل مجاهد شهید جواد صاحب د شهادت خبر راورسید، او د هغه په خو ا ور روان وو چې جسد یې ترلاسه کړو، مازدیګر مهال و د شاهیکوټ درې په جنوبي څنډه کې د مارزکو له کلي لاندې د خوړ په غاړه روان وو، چې یو ډېر خوږ توږم (بوی) مو حس کړ، ملګري د همدې خواږه بوی په خوا روان شوو، نږدې شل متره لرې، څو شهید جسدونه پراته وو، او شاوخوا د بمبار نښې وې، ما چې وکتل د قومندان صاحب (ملاسیف الرحمن) د خړرنګه ملتانۍ لونګۍ ټوټې مې وپیژندې چې په شاوخوا ونو کې بندې وې، جسدونه مو وپلټل د یوه جسد خاص خوشبویي تله، مخونه یې له منځه تللي و، خو ما چې وکوت د چپ لاس د ورغوي او د نس له پخوانیو پرهارونو مې وپيژانده، چې همدا جسد دقومندان صاحب دی، څلور جسدونه نور هم ورسره په خواکې وو، چې یوه د فضل محمد په نامه د زرمت ولسوالۍ د اوسیدونکي یوه مجاهد و، او دری نور مهاجر مجاهدین وو، په همدې ساعت د دې اجسادو په تجهیز او تدفین بوخت شوو، د قومندان صاحب شهید جسد مو په همدې شپه زرمت ته راکوز کړ، او د ځینو رازدارو علماءکرامو په حضور کې مو له جنازې وروسته خاوروته وسپاره) د شهیدملاسیف الرحمن منصور د شهادت خبر د عامو مجاهدینو دروحیاتو دلوړساتلو لپاره په خورا رازدارۍ پټ وساتل شو، تردې چې امریکایي استخباراتو هم د کلونو له تیریدو سره سره دغه راز معلوم نه کړای شو، او له شهادت څوکاله وروسته یې هم په سیمه کې دده تصویرونه له فضاء څخه شیندل، او په سر یي انعام مقرراوو، چې دا مسئله د امریکایي استخباراتو د ضعف یو څرګند مثال بلل کیدای شي .
دشهید ملاسیف الرحمن منصور دتقوی او دیانت ځینې خاطرې
قومندان سیف الرحمن منصور الله تعالی له کوچنیوالي څخه په ښو اخلاقو، تقوی او دیانت باندې ښایسته کړی و. دلته که دنوموړي دبیلابیلو حسنه اخلاقو په اړه خاطرې په تفصیل را اخلو ښایي کیسه ډیره اوږده شي، نو ځکه به په څو واقعو کفایت وکړو .
له عبادت او تهجد سره مینه
د نوموړي یو پخوانی د مدرسې ملګری (قاري اکمل) د ده د هغه مهال کیسه کوي چې ملا سیف الرحمن ۱۳ کلن و(یوه شپه دګوجرانوالې په مدرسه عربیه کې د اوسیدو په مهال چې ډیر د یخ موسم و، د شپې راویښ شوم، ومې کتل، سیف الرحمن په خپل ځای کې نشته، اندیښنه مې شوه، بهر ووتم هرځای مې وکوت، خو نه و، اخر د مدرسې بام ته وختلم، ګورم چې ملاسیف الرحمن یوازې یو کمیس اغوستی او په دې سخت یخ کې د تهجد په لمانځه ولاړ دی، زه یي هم ترشا غلی ودریدلم، د تهجد لمونځ یې خلاص کړاو بیا یې په دعا پیل وکړ، په دعا کې په ژړا شو، او د دعا الفاظ ترې په زوره شول، الله تعالی یې په داسې الفاظو مخاطباوو لکه مخامخ چې الله تعالی ویني او زارۍ ورته کوي، د ژړا او دعا دې حالت یې بیخي ترډیره دوام وکړ، اخر زه له یخ نه سخت په تنګ شوم بیرته کوټې ته راغلم، خو له صبح صادق نه لږ مخکې پوه شوم چې ملاسیف الرحمن بیرته خپل ځای ته راغی، ماپوښتنه ترې وکړه چیرې تللی وې ده یوازې دا راته وویل (زړه مې لږ ډک و تش مې کړ)
دنوموړي یوبل ملګری مفتی فیض محمد صاحب او ځیني نور ملګري یي هم وایي، چې دشپې عبادت د ملا سیف الرحمن له همیشنیو عاداتو څخه وو، چې د تعلم، جهاد او حتی د زخمیتوب په حالت کې یې په هسپتال کې هم نه قضاء کاوو.
تقوی او حق ګویي
شهید ملا سیف الرحمن منصور به د خپلې شخصي تقوا ترڅنګ خپلو ملګروته هم تل دتقوا توصيه کوله او ويل به يي ګورئ دا تقوا ډيره سخته نده فقط يواځې خپل نفس ترپښو لاندې کړئ وروسته تقوا اختيارول آسانه کار ده. مفتي فیض محمد وایي: دنوي ځوانۍ په مهال یو وخت زه ملاسیف الرحمن منصور د ده له والد شهید مولوي نصرالله منصور سره د چا کره په میلمستیا لاړو، هلته ډیر خلک راغلي وو، خو ملاسیف الرحمن منصور چې کله په دې پوه شو، چې کوربنو تردې پخوا غیرشرعي مالي کاروبار کاوو، د ډوډۍ په مهال ملاسیف الرحمن منصور له ډوډۍ نه لاس ونیو، او له هرڅومره ټینګارسره یې څکه هم پرې ونه کړه، زموږ داګومان شو چې روژه به یې وي، خو چې خپل ځای ته راغلو ده ډوډۍ وغوښته، دغه راز یې خپل پلار شهید مولوي نصرالله منصور صاحب ته وویل، چې ولې د داسې خلکو میلمستیا ته ځي، چې ډوډۍ یې حلاله نه وي، خو هغه په ځواب کې ورته وویل چې دا خلک اوس د مجاهدینو خواخوږي دي، اوس یې ګټه پاکه ده، نو ځکه یې ډوډۍ خوړل کوم شرعي حرج نه لري .
له بیت المال سره احتیاط
د تحریک په مهال د دوهم ځل زخمي کیدو نه وروسته، چې دلاس هډوکی یې له منځه لاړ، ملا سیف الرحمن منصور په کندهار کې د عالیقدر امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد ملاقات ته لاړ، ملا صاحب ورته وویل، چې د لاس د علاج لپاره به دې خارج ته واستاوو، خو ده په ځواب کې ورته وویل چې زه یوځل له وتلي جراح (موسی وردګ) سره مشوره کوم، چې که د خارج د علاج په واسطه زما لاس د دې جوګه کیږي، چې وسله پرې وچلوم، نو لاړ به شم، کنه نو ولې هسې د بیت المال پیسې خرچ کړم، ډاکټر موسی وردګ ده ته وویل چې که هرډول علاج وکړي، په لاس کې به دې یوازې یوڅه حرکت پیدا شي، نور د دې وړ نه شي کیدلای چې بیا وسله پرې وکاروې، له همدې امله نوموړی له دې معالجې او سفر څخه منصرف شو .
دغه راز د ده یوه ملګری (قاري حبیب) وایي ملاسیف الرحمن منصور د تحریک په مهال د خپل ورور په واده کې شرکت ونه کړ، کله مې چې پوښتنه ترې وکړه، نو اول یې نورې بهانې کولې خو اخر یې اصلي خبره راته وکړه، او راته ویې ویل (ما دا فکر وکړ، چې که د دې واده په وخت کې له خپل موټر سره کورته لاړ شم، نو د واده په وخت کې ضرور د خپلوانو د وړلو او راوړلو لپاره دموټر ضرورت پیښیږي، او داد بیت المال موټر ده چې زه نه غواړم په شخصي ژوند کې یې ا ستعمال کړم.
دشریعت په تعمیل ټینګار او په دې برخه کې انډیوالي نه پالل
د امارت په مهال د زرمت ولسوال چې یو مشهور مولوي او د ملاسیف الرحمن منصور له خورا نږدې او اوږد مهالو ملګرو څخه و دغه راز د همدې سیمې دوه تنه پیژندل شوي، او پیسه دار خلک چې له دوی سره یې ډیر کومکونه کړي وو، کله چې په یوه مسئله کې د رشوت خبره پرې ثابته شوه، ملا سیف الرحمن منصور دوی ټول د کابل په قرغه کې خپلې قرارګاه ته وروغوښتل له هغه ځایه یې، په خپل موټر کې واچول، او نظامي محکمې ته یې وسپارل، چې بیا تر پایه بندیان وو، په دې کارسره نوموړي ثابته کړه، چې د شریعت او الهي قانون په تعمیل کې هیڅ ډول خپلوي، ملګرتیا او نور ملحوظات ورته د اهمیت وړ نه دي .
له جهاد سره مینه
قاري حبیب وایي د کمونیزم ضد جهاد په مهال د ملاسیف الرحمن منصور د واده مراسم وو او دی په یوه جهادي مرکز کې په نظامي تعلیم بوخت وو پلار یې احوال ورکړ، چې د واده په شپو کې کورته راشي، خو دی د جهاد شوق په مخه کړی وو اخر یې پلار مولوي نصرالله منصور خپله په موټر کې د تعلیم ځای ته ورغی او له لاسه یې راووست، چې تر کوره یې په موټر کې هم په دې ټینګار کاوو، چې باید جهادي تعلیم وکړم .
له شهادت سره شوق
مولوي ذاکر الله ذاکري وایي، دکمونیزم ضد جهاد په مهال د ګردیز په دفاعي پوستو د تعرض په مهال یې په یاد دي چې ملا سیف الرحمن منصور د تعرض له پیل نه وړاندې د شهادت په هیله خپله زنه په خپله وتړله، خو په دې جګړه کې دی شهید نه بلکې زخمي شو.
اولادونه
دشهید ملا سیف الرحمن منصور څلور اولادونه (چې څلور واړه زامن دي) ترشا پرې ایښي، چې همدا اوس په دیني زده کړو بوخت دي، الله تعالی ته سوال کوو، چې د شهید قومندان صاحب برکات په دوی باندې کیږدي، ترڅو همداسې د دین او جهاد سرلوړي اتلان ترې جوړ شي .
امین یارب العلمین




