له تېرې یوې میاشتې راهیسې په کرفیو کې یعني له لیدلو سره سم د قتلولو ‘عملي‘ امر، نیونې، په هر ځای کې تالاشۍ، تر دې چې د ژوند د بنسټیزو اړتیاوو د خوراکي توکو لکه د اوړو پر لېږد او رسولو هم بندیز دی. دا د فلسطین یا د غزې خبره نه کېږي او نه هم دا د هند تر ولکې لاندې د جمو او کشمیر ذکر دی، بلکې دا د ازاد کشمیر یادونه ده!
په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان له جوړېدو څو اونۍ وروسته، سیمه ییزو مجاهدینو د مهاراجه هري سنګ په ولکه کې د «کشمیر ریاست» د ازادولو لپاره جهاد پیل کړ، چا چې له هند سره د یوځای کېدو پرېکړه کړې وه او د څو اونیو سرښندنو او هڅو په پایله کې په پونچ او بیا راجوري ولسوالۍ کې دغو مجاهدینو ته د الله له لوري بریا په برخه شوه.
له دغو ځانګړو کشميري مجاهدينو سره د پاکستان له قبايلي سيمو څخه راغلي مجاهدین هم ملګري شول او وروسته د پاکستان د پوځ سره مربوط عسكر هم په دغه جهاد کې شريک شول. د کم او زيات یو کال جهاد په پایله کې د کشمیر درېیمه برخه سيمه ازاده کړای شوه چې نن پکې د پاکستان په شمالي سيمو کې ګلګت بلتستان او داسې نور او د ازاد جمو او کشمیر د ریاست تر ولکې لاندې د مظفر اباد، باغ، کوټلي، ميرپور، بھمبر، راولاکوټ، حویلي او سدنوتي سيمې شاملې دي.
تاریخي روایت ښیي چې دا مجاهدین، چې د هغه وخت د پاکستان د پوځ سرتېري هم پکې شامل وو، سرینګر ته ننوتي وو. دا مجاهدین د سرینګر پر هوایي ډګر هم قابض شوي وو، چې د پاکستان د پوځ او حکومت «لوړپوړې قومندانۍ» د لومړي ځل لپاره د دغو مجاهدینو د یوازې پرېښودلو پرېکړه وکړه. په پایله کې د نن ورځ سرینګر، د کشمیر درې ډېره برخه د جمو او لداخ ډېره برخه د هند په ولکه کې پاتې شول، چې د کشمیر دوه پر درېیمه برخه جوړوي.
د ۱۹۴۹ کال په پیل کې د پاکستان او هند حکومتونو د اوربند اعلان وکړ، چې له مخې یې د ازاد شوي او تر ولکې لاندې کشمیر ترمنځ د اوربند کرښه جوړه شوه. دا کرښه وروسته د ۱۹۷۲ کال په شملې تړون کې د لاین آف کنټرو (Line of Control) په نوم ونومول شوه. کوم چې د پاکستان د قیام په وخت کې د شاه رګ حیثیت درلود، هغه کشمیر نن «مسئله کشمیر» جوړ کړل شوی دی. بقولِ اقبالِ لاهوريؒ:
آج وہ کشمیر ہے محکوم و مجبور و فقیر
کل جسے اہلِ نظر کہتے تھے ایرانِ صغیر
«نن هغه کشمیر دی محکوم، مجبور او فقیر
پرون چې د اهلِ نظر په ژبه و ایرانِ صغیر»
وړاندې تر دې چې مخکې لاړ شو، دلته د «جهادِ کشمیر» د پرېښودلو پر خبره باندې لږ تم کېدل اړین دي. بلکې د دغه پرېښودلو د نظریې یا ابن الوقتي (فرصت طلبۍ) او یا هم د غدارۍ څو نورې بېلګې په خورا لنډ ډول کتلو ته اړتیا شته.
له نن څخه پنځلس کاله وړاندې جنرال اشفاق پروېز کیاني د کاریان کینټ سیمې دوره وکړه، په دې دوره کې هغه افسرانو ته په وینا کې د «پاکستان ریاست» یوه داسې تګلاره بیان کړه چې پر پاکستان باندې د قابضې امریکایي غلامې اشرافیې د خبرو، بیانیې او لیدلوري ډېر ښه وضاحت کوي، هغه اشرافیه چې له دوو، دوه نیمو پېړیو راهیسې په دې سیمه کې د شته اشرافو تسلسل دی، یعني شیطاني مثلث؛ پوځ، افسر شاهي یا سېول بیوروکراسي او شل–دوه ویشت پانګوالې او خانسالارې سیاسي کورنۍ. جنرال کیاني روښانه کړه چې زموږ تګلاره «ملي ګټې» دي او د همدې ملي ګټو په خاطر موږ چې هر څه وکړل، نو وموکړل، تر دې چې موږ مجبور شو چې په کشمیر کې د ازادۍ له غورځنګ څخه لاس واخلو ځکه چې دا زموږ په ملي ګټو کې نه و.
د ملي ګټو تګلاره پټه نه ده او په فاسدو حکومتونو کې عامه ده، خو اصلي خبره د جنرال کیاني له خولې د دې اقرار دی چې د همدا اقرار د السحاب برصغیر اداري لخوا خپور شوی. د «نیو ورلډ ارډر» وروسته، د ظلم او دیکتاتورۍ بڼه بدله شوې او په ښکلو ټکو کې بیانېږي. د دې موضوع په اړه نور جزئیات د السحاب برصغیر په خپرونو کې موندل کیدی شي.
«ملي ګټې» هم له دغو اصطلاحاتو څخه یوه ده. د هر پاچا، هر جنرال، او د هر تخت ناستي فیلډ مارشال خبرې او د هغه کردار او عمل په خپله «ملي ګټې» ګرځي او د دغو ملي ګټو په خاطر هر څه کول روا وي، که څه هم د شپږ ۶ لکه ځانونو او د انساني تاریخ د تر ټولو لوی هجرت په پایله کې د جوړ شوي پاکستان د مملکت دوه ټوټې کول یې برخلیک شي!
د پاکستان له جوړېدو وروسته په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د کشمیر مجاهدین په ۱۹۴۸–۴۹ کلونو کې یوازې پرېښودل شول. په ۷۱ کال کې په ختیځ پاکستان کې «رضاکاران» یوازې پرېښودل شول، په کارګل کې د مجاهدینو په یوازې پرېښودلو او د خپلو سرتېرو د مړیو په پرېښودلو سره پوځ وتښتېد، په ۲۰۰۱ کال کې د افغانستان اسلامي امارت یوازې پرېښودل شو، د عرب او عجم په زرګونو مجاهدین او د امت لور عافیه صدیقي یوازې پرېښودل شول، له ناین الیون (9/11) وروسته د کشمیر د جهاد مشرتابه او دا جهاد یوازې پرېښودل شو او نن په خپله په ازاد کشمیر کې د مقبوضه کشمیر منظرونه تکرارېږي.
دلته د پاکستان د پوځ د هېواد او هېوادوالو سره د غدارو جنرالانو د کردار له بیانولو وروسته اړینه ده چې یو مهم ټکی بیان شي. دا مهم ټکی باید په پاکستان او برصغیر کې د ټولو شته دیني او جهادي ډلو له بنسټیزو ټکو څخه یو وي. د پاکستان مملکت د لکونو ځانونو او د میلیاردونو روپیو د سرمایې او مالونو له قربانۍ وروسته وجود ته راغلی، د دغه مملکت د جوړولو او د هغه په خاطر د قربانیو یوازنی هدف د «لا الٰه الا اللّٰه» نفاذ او د «محمد رسول اللّٰه» (علیه ألف صلاۃ وسلام) د شریعت قائمول و.
په حقیقت کې د پاکستان د بنسټ اېښودونکو موخه د برصغیر پر دغه ټوټه ځمکه د داسې یو اسلامي انقلاب رامنځته کول وو، چې په لومړي ګام کې اسلام په بشپړ ډول پکې قائم شي او د ایمان، عزت، ځان، مال او عقل ساتنه پکې وشي. شیخ الاسلام علامه شبیر احمد عثماني د داسې یوه نظریاتي سرلوړي مملکت لومړی بیرغ پورته کړی و، چې د اسلام یو داسې کلک بنسټ وګرځي ترڅو د شهید نواب سراج الدوله ، شهید سلطان فتح علي ټیپو او سید احمد شهید ارمانونه او موخې پکې پوره شي؛ د اسلام هغه پیاوړې اډه چې د اسلام د پرمختګ لښکرې ترې چمتو شي او د اندلس او اقصی پر لور ترې کاروانونه روان شي؛ د اسلام هغه سنګر چې د غواګانو د عبادت کوونکو له بریدونو څخه د بابري جومات او د هند تر ازهر (دارالعلوم دیوبند) پورې دفاع وکړي او د کور ته راستنېدلو، او جهاد او مسلمانانو ته د غلو ویونکو د اکھنډ بهارت د لمانځونکو مخه ونیسي؛ هغه پاکستان چې د «غزوهٔ هند» د نبوي وړاندوینې لپاره یو پیلامه وي.
نو د دې مملکت د نظریاتي او جغرافیایي پولو ساتنه باید د اهلِ ایمان او په دې سیمه کې د هرې دیني او جهادي ډلې تګلاره وي. په دې پوهېدل هم اړین دي چې نن له امریکا څخه تر هندوستان پورې ټول غواړي چې دا هېواد ټوټې ټوټې کړي او ملتپالونکو ته یې وسپاري، لکه څنګه چې پرون د ملتپالنې تر عنوان لاندې بنګله دېش جوړ کړای شو، همداسې د سندودېش، جناح پور، ازاد بلوچستان، سراییکستان، پښتونستان او د « خپلواک کشمیر به جوړېږي » په شعارونو او اجنډاوو کې دا هېواد ووېشل شي.
له دغو خبرو څخه ډېر مهم سوال دا دی چې د دې امریکايي او هندي توطیې د بریالي کولو لپاره د پاکستان په خاوره کې تر ټولو لوی ځواک کوم یو دی؟ د پاکستان د وېشلو پر اجنډا باندې په خپلې سازشي او ډېری وخت د نادانۍ، ناپوهۍ او متکبرانه فکر سره څوک کار کوي؟ راتلونکې کرښې به د همدې ځواک نور کردار او عمل روښانه کړي.
که څه هم د بنګله دېش په جوړېدو، یعني د پاکستان په دوه ټوټې کېدو کې د هند توطیه شامله وه او بې شکه چې بوټو او شیخ مجیب دواړه د واک په هوس کې ختیځ او لوېدیځ سره جلا کړل، خو بنګالیان ملتپالنې ته د هڅولو اصلي لامل د پاکستان سېول او پوځي اسټیبلشمنټ و. د دغه اسټیبلشمنټ له لوري له بنګالیانو سره سپکاوی کوونکی چلند، هغوی ته د تورو، ټیټ قامته او د انګرېز غوندې پر مېز د چاقو او پنجې په واسطه د ډوډۍ خوړلو له ادابو څخه د بې برخې کېدو پېغورونه ورکول وو. د اسټیبلشمنټ له لوري بنګالیان له خپلو بنسټیزو حقونو څخه بې برخې کول، د هغوی د وسایلو لوټ تالان او د یو ملت په توګه د بنګالي قوم زبېښل د دې لامل شول چې بنګالیان د «جې بنګله» شعار پورته کولو ته اړ شي.
موږ د شېخ مجیب ادنا غوندې ملاتړي هم نه یو، خو که د شېخ مجیب ژوند په غور سره وکتل شي او د هغه پر سیاسي ژوند نظر واچول شي، نو په ډاګه معلومېږي چې د پاکستاني اسټېبلشمنټ چلند هغه «بنګا بندھو» (د بنګال دوست) کړ. دوی (پوځي ادارې) خلک بې برخې کوي، بې برخې کوي، بې برخې کوي او بیا هغوی دې ته اړ کوي چې د بغاوت لاره غوره کړي.
همدا منظر په بلوچستان کې تکرار شو او نن دا منظر په ازاد کشمیر کې تکرارېږي. کشمیریان پوهېږي چې د ازاد کشمیر د حکومت ډېرې مهمې او بنسټیزې پرېکړې په مري کې ناست د پاکستان د پوځ (Div Commander) کوي، د منګلا او د هغې وړاندې سیمه د پاکستان د پوځ لپاره اسټراتیژیک اهمیت لري. پر کشمیر باندې د خپل تسلط د ساتلو لپاره د ازاد کشمیر سیاست یو ښکاره قمار او جواري ده. د پاکستان ملاتړی پوځي اسټېبلشمنټ او په ځانګړې توګه (ISI) لپاره ازاد کشمیر د شطرنج یو میدان دی، د داسې شطرنج میدان چې د دواړو خواوو څخه یې په خپله ISI) ) لوبوي.
په ازاد کشمیر کې هیڅ کومه سیاسي ډله ثبات نلري، له واکمن کونکي اسټېبلشمنټ سره د دې سیاست لپاره داسې مهرې؛ پیاده، سپاره، فیلان، چلوونکي، وزیران او پاچاهان شته چې د ښه او بد له توپیر پرته، کله یوې خوا ته وي یا کړل شي او کله بلې خوا ته. د داسې سیاسي چلند په پایله کې د الله له رحمته لیرې په جمهوریت کې د عام وګړي لپاره چې کوم بنسټیز حقونه او اسانتیاوې وي، هغوی له هغو څخه هم بې برخې دي. د لاین آف کنټرول دې غاړې ته مېشت کشميري قوم چې د «اسلام په نسبت او د اسلام په رشته پاکستاني» شوي وو، کله چې د خپلو بنسټیزو حقونو لپاره پاڅېږي او غږ پورته کوي، نو د پاکستاني اسټېبلشمنټ هماغه پخوانی زوړ او تکراري منطق وړاندې کېږي چې د دې مظاهرو ترشا د «را» (RAW) لاس دی.
موږ له دې خبرې انکار نه کوو چې د بنګله دېش د جوړېدو پر مهال په اګرتلا کې سازش شوی و او نن به هم له مظفر اباد څخه تر میرپوره پورې د «را» (RAW) ډېر کارکوونکي کار کوي، نن به هم د ازاد کشمیر په سیاسي غورځنګ کې د شېخ مجیب په څېر د «را» خدمتګاران شتون ولري، خو پوښتنه دا ده چې «را» ته د کار کولو لپاره ځمکه چا هواره کړې ده؟ «ریاست باید د مور په څېر وي» خو کوم ریاست چې خپل ټول ژوند له خپل اولاد سره د مور او میرې په څېر چلند کړی او یې هغوی د هرې مړۍ محتاج کړي دي؟ بیا همدا اولاد چې کله لوی شي، او له ظلم او جبر څخه په تنګ راشي او کوڅو او بازارونو ته راووځي، نو یو ځل نه بلکې سل ځله «را» د هغوی څخه ګټه پورته کولی شي.
د کشمیر د یادونې ترڅنګ د بلوچستان په کراچۍ کې د حب له سیمې څخه پر لویه لاره سفر پیل کړئ، کویټې ته لاړ شئ او له کویټې څخه نوشکي او له هغه ځایه د مکران په لور لاړ شئ، اوس له اسلام اباد څخه د لاهور پر لور روان شئ او له لاهور څخه د ملتان او بهاولپور په لور … د سړک دا سفر به تاسې ته خورا روښانه پیغام درکړي چې دا د یو هېواد دوه ولایتونه خو دي خو یو غریب ده او بل شتمن، سره له دې چې ریاست باید د مور په څېر وای. اوس که له بلوچستان څخه ځینې ناپوهه کسان پاڅېږي، بیا که هغوی په لکونو ځله ناسم او په غلطه هم وي خو د اسلام او پاکستاني اسټېبلشمنټ په یو ځای کولو سره سیکولر شي او بیا له هند سره یوځای سازشونه وکړي، نو ووایاست چې لومړی به د مور تادیب او سمونه کوئ که د دغه اولاد؟
د اسلامي دولت او واکمنۍ له لومړنیو دندو څخه د عامو خلکو د عقائدو او دین اصلاح کول دي، ایا «زموږ» ریاست هم دا کار کوي او که بر عکس د امریکایي ورلډ ارډر تبلیغ کوونکی دی، بلکې د اسلام ضد په توګه د ټرمپ په «بورډ آف پیس» کې د اسراییلو د دفاع په خاطر ناست دی؟
بې شکه چې «را» په ډېرو ځایونو کې ښکېل ده، خو لکه څنګه چې محترمې فاطمې جناح ته د «را» ایجنټه وویل شول، بنګالیانو ته د «را» ایجنټان وویل شول، مجاهدینو ته د «را» ایجنټان وویل شول، نو په دې توګه د خپلو حقونو په خاطر د پاڅېدلو کشمیريانو پر وړاندې لومړی د دې تور پورې کوونکو خپل کردار هم وګورئ چې هغوی پټ نه بلکې په ښکاره د «سي آی اې» (CIA) ایجنټان دي.
نن په ازاد کشمیر کې د مقبوضه کشمیر په څېر حالت روان دی، د ازاد کشمیر د ځینو ښارونو داسې محاصره او بند شوي لکه د غزه. حبیب جالب ویلي وو:
محبت گولیوں سے بو رہے ہو |
مینه په مرمیو باندې کرئ! د وطن مخ په وینو مینځئ! تاسې ګومان کوئ چې لاره لنډېږي، زه باور لرم چې منزل له لاسه ورکوئ.
له دغو حقایقو سره سره، د ازاد کشمیر د مجاهد صفته او د کشمیر د جهاد د مرستندویانو او ملاتړو ولسونو په ګډون د ټولو غیرتي پاکستاني مسلمانو وګړو، په ځانګړې توګه د علماوو، د دین د داعیانو، دیني او سیاسي مشرتابه، د ملت د مشرانو، شاعرانو، خبریالانو، ادیبانو، او د فکر او پوهې د خاوندانو لپاره اړینه ده چې هغوی په پوهه یا ناپوهۍ کې د یو ظلم په وړاندې د بل ظلم ملاتړي جوړ نشي.
د حقونو چمتو کول که چېرې کله موندل کېږي، نو یوازې د اسلامي نظام په قائمولو کې دي. له ذات څخه نیولې تر اجتماع پورې، د خوب له بستره بیا د حکومت تر ایوانونو پورې، د شریعت نفاذ په خپله د حقونو ضامن او په دنیا او اخرت کې د بریا او فلاح لاره ده. پاتې نور نو که د تش په نامه جمهوریت وي او که د نن ورځې هایبرډ مارشل لایي د آمرانه نظام، دا ټول سراب دي.
پاکستان که د اسلام کلا وي، نو هغه وخت کېدای شي چې دلته د اسلام نظام قائم وي، او که چېرې کوم مسلمان له پاکستان سره مینه لري یا یې باید ولري، نو یوازې د اسلام په خاطر یې باید ولري او دا مینه د وطن پرستۍ او د وطنیت په توګه د اقبال په وینا د یوې سیاسي نظریې په بڼه بدله نشي. موږ او زموږ دیندارو مشرانو ته پکار ده چې پوه شو، نږدې اتیا کلونه پوره کېدونکي دي خو دا هېواد د اسلام کلا جوړ نشو، دلته هغه اسلامي انقلاب رانغلو چې د هغه په خاطر دا هېواد جوړ شوی و. دا که د کشمیر د خلکو حقونه وي او که د بلوڅانو د حقونو چمتو کول، د دې ټولو یوازنۍ لاره د اسلامي نظام د قائمولو په برکتناکه هڅه کې ده. په هر ځای کې چې دا هڅه د وعظ او نصیحت په واسطه باثمره کېدی شي، باید وشي. د تزکیې، دعوت او تبلیغ له لارې د اسلامي نظام لپاره لاره هواره کړای شي. د ولسي انقلابي غونډو په تنظیمولو او په عامه کچه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د خوځښتونو په بڼه د دین د اقامت او قائمولو هڅې وشي.
د امت غم، د اقصی درد، او له فلسطین او د غزې له خلکو سره په قول او عمل کې د همدردۍ او مرستې فضا عامه کړای شي. بیا د دې هر څه کولو پر مهال دا هم باید په ذهن کې وي چې په پاکستان کې اوسنی قائم نظام زموږ پر غاړو باندې د ټوپک په زور نافذ شوی دی. د کوم پوه وینا ده چې شاعري ډېره ښکلې چاره ده، خو د میدان سړی پوهېږي چې کوم کار په شاعرۍ کېږي او د کوم کار لپاره د تورې اړتیا وي.
لهذا که د خپلو خلکو مجلس وي نو شاعري او نظم ښه دي، خو که د پردیو او د هغوی د تورو انګرېزي قوانینو له نفاذ کوونکو سره مخامخ کېدل وي، نو توره او د جګړې میدان غوره دی!







