سه شنبه, جون 2, 2026
  • Login
بت شکن
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد أفلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • ابدي ژوندي
    • شعر او ادب
    • سیرت
    • د تاریخ درسونه
    • د اسلافو تاریخ
    • اند او پند
    • تاريخ
  • ګڼې
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه
No Result
View All Result
بت شکن
No Result
View All Result
Home زما تګلاره

له کفارو څخه د برائت قرآني عقیده

محمد طیب by محمد طیب
مې 25, 2026
in زما تګلاره
0 0
0
له کفارو څخه د برائت قرآني عقیده

قرآن… یو فرقان کتاب

قرآن کریم خپل نوم په خپله “فرقان” غوره کړی دی، چې د حق او باطل تر منځ د تفریق باعث کیدونکی دی. د تشریعاتو په لړ کې دې فارق او فاصل کلام په خپلو نازلېدولو سره اسلام له کفر څخه، امانت له خیانت څخه او حق دین له ټولو باطلو دینونو څخه بالکل ښکاره جلا کړ. پر امتونو د خالق او مخلوق تر منځ توپیر مبهم شوی و. چا د اللهﷻ ځانګړې صفتونه د بنده ګانو لپاره غوره کړي وو، ځینو بیا د مخلوق ناقص صفتونه د الله ﷻلپاره ګڼلي وو. دې فاصل کتاب ټول شرکي پېوندونه وشکول، توحید یې له شرک څخه داسې بېل کړ، چې تر منځ يې هیڅ اشتباه او ګډوډي پاتې نه شوه. د معروف او منکر حدود یې معلوم کړل. امتونو پر معروف د منکر او پر منکر د معروف ګمان کړی و، دې فرقان او فیصل کتاب د معروف حدود په ټاکلو سره له منکره جلا کړل. پر معروف یې د عمل کولو امر وکړ او له منکر څخه یې منع وکړه. د طیب او خبیث تر منځ فرق د امتونو هېر شوی و. دې فاصل کلام یې تر منځ فرق روښانه کړ، طیبات یې حلال او خبیثات یې حرام کړل.

د مسلمان او کافر تر منځ د قرآن ټاکلی برید

چېرې چې دې فرقان او فاصل قول د اسلام او کفر، معروف او منکر، طیب او خبیث، حلال او حرام، حق او باطل په منځ کې بېلتون راووست، هلته یې د نړۍ په قومونو کې د دنیوي او هم د اخروي ژوند له پلوه امتیاز او تفاوت رامینځ ته کړ، چې په پایله کې یې ټول بشریت په دوو ډلو وویشل شو، ترڅو د سعید او سخت زړي، نیک عمله او بد عمله، منونکي او سرکښه، مسلمان او کافر، اولیاء الرحمن او اولیاء الشیطان په منځ کې هیڅ تلبیس او ګډوډي پاتې نه شي. یو ځای دا مبین کتاب فرمایي:

اَفَنَجْعَلُ الْمُسْلِمِيْنَ كَالْمُجْرِمِيْنَ (القلم : ۳۵)

آیا موږ به د امر منونکو حال د مجرمانو په څېر کړو؟

بل ځای فرمایي، چې مؤمن او مفسد دوه بېلابېل ډولونه دي، چې هیڅ کاذب ورته والی او شباهت نه لري:

اَمْ نَجْعَلُ الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ كَالْمُفْسِدِيْنَ فِي الْاَرْضِ اَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِيْنَ كَالْفُجَّارِ

(ص: ۲۸)

آیا موږ هغه خلک چې ایمان راوړي او نیک عملونه کوي او هغه کسان چې په ځمکه کې فساد کوونکي دي، یو شانته کړو؟ آیا موږ پرهېزګاران د بدکارانو په څېر وګرځوو؟

بل ځای د نیکانو او بدو خلکو تر منځ توپیر بیانوي، چې د دوی مرګ او ژوند او هر څه باید یو له بل سره متفاوت وي.

اَمْ حَسِبَ الَّذِيْنَ اجْتَرَحُوا السَّيِّاٰتِ اَنْ نَّجْعَلَهُمْ كَالَّذِيْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ سَوَاءً مَّحْيَاهُمْ وَمَمَاتُهُمْ سَاءَ مَا يَحْكُمُوْنَ ( الجاثیة: ۲۱)

آیا هغه خلک چې بد کارونه کوي، داسې انګېري، چې موږ به دوی له هغو خلکو سره برابر کړو، چې ایمان یې راوړی دی او نیک اعمال کوي، چې د ټولو مرګ او ژوند سره یو شانته شي؟ ډیره ناوړه فیصله ده، چې دوی یې کوي.

بل ځای فرمایي، چې ښه او بد په خپل منځ کې داسې توپیر لري، لکه بینا او ړوند، دا دواړه به هيڅکله هم سره برابر نه شي.

وَمَا يَسْتَوِي الْاَعْمٰى وَالْبَصِيْرُ وَالَّذِيْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَلَا الْمُسِيْءُ قَلِيْلًا مَّا تَتَذَكَّرُوْنَ

(غافر: ۵۸)

او دا نه شي کېدای، چې ړوند او سترګې لرونکی یو شاتنه شي او ایمان لرونکي صالح خلک او بد کاره سره برابر شي، خو تاسې ډېر لږ پوهېږئ!

بل ځای فرمایي، چې کله مشرک له مؤمن څخه بالکل جلا دی، بیا نو دواړه کله یو کېدای شي؟

ضَرَبَ اللّٰهُ مَثَلًا رَّجُلًا فِيْهِ شُرَكَاءُ مُتَشٰكِسُوْنَ وَرَجُلًا سَلَمًا لِّرَجُلٍ هَلْ يَسْتَوِيٰنِ مَثَلًا اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُوْنَ (الزمر: ۲۹)

الله ﷻ یو مثال بیانوي، یو خو هغه سړی (غلام) دی، چې په ملکیت کې یې څو بد خویه باداران سره شریکان دي، چې هر یو یې خپل لوري ته راکاږي او بل سړی دی، چې ټول د یوه سړي (غلام) دی، آیا د دواړو حال یو له بل سره یو شانته کېدای شي؟

بل ځای فرمایي، چې د غلامۍ په ځنځيرونو تړلی انسان څنګه له آزاد سړي سره برابر شي؟

ضَرَبَ اللّٰهُ مَثَلًا عَبْدًا مَّمْلُوْكًا لَّا يَـقْدِرُ عَلٰي شَيْءٍ وَّمَنْ رَّزَقْنٰهُ مِنَّا رِزْقًا حَسَـنًا فَهُوَ يُنْفِقُ مِنْهُ سِرًّا وَّجَهْرًا هَلْ يَسْتَوٗنَ اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُوْنَ (النحل: ۷۵)

الله ﷻیو مثال راوړي چې یو غلام دی، د بل چا مملوک دی، په خپله څه واک نه لري او بل څوک داسې دی، چې هغه ته موږ له خپل لوري څخه غوره روزي ورکړې ده او هغه ورڅخه په ښکاره او پټه نفقه کوي، آیا دغه دواړه سره برابر دي؟

بل ځای فرمایي، چې شل شوی سړی او د سالم وجود خاوند څنګه سره برابر شي؟

وَضَرَبَ اللّٰهُ مَثَلًا رَّجُلَيْنِ اَحَدُهُمَآ اَبْكَمُ لَا يَـقْدِرُ عَلٰي شَيْءٍ وَّهُوَ كَلٌّ عَلٰي مَوْلٰىهُ اَيْنَـمَا يُوَجِّهْهُّ لَا يَاْتِ بِخَيْرٍ هَلْ يَسْتَوِيْ هُوَ وَمَنْ يَّاْمُرُ بِالْعَدْلِ وَهُوَ عَلٰي صِرَاطٍ مُّسْتَــقِيْمٍ (النحل: ۷۶)

الله ﷻیو بل مثال راوړي: دوه سړي دي، یو ګونګ کوڼ دی، هیڅ کار نه شي کولای، پر خپل بادار باندې پېټی دی، چې هر چېرته یې ولېږي، ښه کار نه ورڅخه صادرېږي، دوهم سړی داسې دی، چې پر عدالت حکم کوي او په خپله پر سمه لاره برابر دی، ووایاست، آیا دغه دواړه سره یو شان دي؟

نو د الله ﷻبابرکته کلام دا خبره روښانه کړه، چې کله په تکویني او فطري اعتبار سره په دوو ضد او نقیض شیانو یعني حق او باطل کې یو والی، اتفاق، اتحاد او ګډ ژوند ممکن نه دی، نو بیا تشریعي حکم همدا دی، چې تاسې په خپل اختیار سره هم حق او باطل سره جلا کړئ او په دوی کې وژونکی اختلاط او ګډوډی مه راولئ!

وَلَا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُوا الْحَــقَّ وَاَنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ (البقرة: ۴۲)

او باطل ته د حق جامه مه ور اغوندئ او له پوهېدو سره د حق د پټولو هڅه مه کوئ!

هغه یو والی چې د قرآن کریم هدف دی

قرآن کریم سره له دې چې د یووالي بلنه ورکوي، د ادیانو او د هغو د پیروانو په منځ کې د بیلتون او امتیاز ملاتړی دی. هو! د قرآن کریم د یووالی هدف همدا دی، چې ټول ملتونه ختم شي، پر اسلام سره را ټول شي او داسې څو امتونه پاتې نه شي بلکې یو امت جوړ شي، څو ادیان پاتې نه شي او فقط یو دین شي. د “لیکون الدین کله لله” معنی همدا ده. قرآن کریم داسې یووالی نه غواړي، چې بدي پر خپل بڼه پاتې شي او له نیکۍ سره ګډه شي، چې نه تیاره پاتې شي او نه رڼا، بلکې یو دریم شی ورڅخه جوړ شي! که قرآن کریم ته دا د منلو وړ وای نو خامخا به یې دا هم خوښ کړي وو، چې نه قرآن کریم پاتې شي او نه هم قرآني امت، نه د اسلام رښتینی دعوت پاتې شي او نه اسلامي امت. ځکه التباس هغه تیاره ده، چې د هر شي اصلي وجود په لومړي سر کې په کې پټېږي او وروسته بالآخره باطل ګرځي.

له کفارو سره د مشابهت او اختلاط پایله

په دې اړه بې احتیاطي او د نورو قومونو ځنې خپل قومي هویت متفاوت نه ساتل د دې لامل کیږي چې لومړی قوم خپل وجود له لاسه ورکوي او بالآخره فنا او په هغه بل قوم کې جذبیږي، د کوم قوم سره چې دې قوم خپل عملي او عملي مراسم ګډ کړي وو. ددې حدیث (“من تشبه بقوم فهو منهم” چا چې له کوم قوم سره مشابهت اختیار کړ، هغه له هغوی څخه دی) همدا مفهوم دی.

نو د هر صداقت د له منځه تللو لومړی پړاو التباس، اختلاط او شباهت دی……ځکه نو قرآن کریم له یوه اړخه په متعددو مثالونو سره د اسلام او کفر تر منځ تلبیس او د حق او باطل د برابر ګڼلو په اړه خپله نارضایتي څرګنده کړه. بیا یې په يو مستقیم او جدي امر صادرولو سره د تلبیس څخه منع وکړه. وروسته یې پر دې هم بسنه ونکړه بلکې په متعددو آیاتونو کې یې د تلبیس د رېښو پرې کولو یوه عملي لائحه وړاندې کړه، چې په هغې کې یې یوازې له کفارو سره له مشابهت څخه نه بلکې د هغو لارو چارو د مخنیوي لپاره يې هم له هر هغه عمله منع کړې ده، چې د شباهت علت کیدی شي، تر څو د مسلمان او کافر تر منځ هیڅ ظاهري یا معنوي شراکت، هیڅ مناسبات او هیڅ مماثلت رامینځ ته نه شي.

له کفارو څخه د برائت بېلابېلې مرتبې

له کفارو سره د زړه د رابطې خاتمه

قرآن کریم حکم کړی دی، چې هيڅ مسلمان به هیڅ يو کافر ته د رفاقت، صمیمانه دوستۍ او د زړه له کومې د اړیکو لاس نه ور اوږدوي، ځکه زړه د وجود د اقلیم پاچا دی، نو ځکه یې اړيکې هم بالآخره د انسان پر نیت، اراده او ټولو کړنو باندې اغیزه کوي. په نتیجه کې قلباً او قالباً (په ظاهر او باطن دواړو کې) له کفارو سره مشابه کېږي، په داسې حال کې چې له کفارو سره مشابهت له قرآني تعلیماتو سره په ښکاره ټکر کې دی. نو ځکه یو ځای قرآن کریم له یهودو او نصاراوو سره د دوستۍ پرېښودلو حکم کړی دی:

يٰٓاَيُّھَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوا الْيَھُوْدَ وَالنَّصٰرٰٓى اَوْلِيَاء (المائده: ۵۱)

اې مؤمنانو!یهود او نصارا خپل ملګري مه نیسئ!

بیا یې له اهل کتابو او عامو کفارو او حتی له هغو خلکو سره هم د دوستانه ارتباط د پرې کولو حکم وکړ، چې په دیني موضوعاتو او قضیاوو باندې تمسخر او استهزاء کوي:

يٰٓاَيُّھَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوا الَّذِيْنَ اتَّخَذُوْا دِيْنَكُمْ هُزُوًا وَّلَعِبًا مِّنَ الَّذِيْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَالْكُفَّارَ اَوْلِيَاءَ وَاتَّقُوا اللّٰهَ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِيْنَ (المائدة: ۵۷)

اې مؤمنانو! له تاسې څخه د مخکنیو اهل کتابو کومو خلکو چې ستاسې دین د ټوکو او ساعت تیري مورد ګرځولی دی، هغه او نور کافران خپل دوستان او ملګري مه نیسئ. له الله ﷻڅخه ووېرېږئ، که مؤمنان یاست.

بیا یو ځای فرمایي، چې کافر خو کافر دی، یو مسلمان له داسې چا سره هم د زرې په اندازه د زړه مینه نه شي پاللی، چې هغه د الله ﷻاو د هغه د رسول ﷺ مخالف وي، برابره خبره ده، که هغه کفر کړی وي یا یې په ښکاره فسق یا بدعت کړی وي:

لَا تَجِدُ قَوْمًا يُّؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَالْيَوْمِ الْاٰخِرِ يُوَادُّوْنَ مَنْ حَادَّ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ وَلَوْ كَانُوْٓا اٰبَاءَهُمْ اَوْ اَبْنَاءَهُمْ اَوْ اِخْوَانَهُمْ اَوْ عَشِيْرَتَهُمْ اُولٰىِٕكَ كَتَبَ فِيْ قُلُوْبِهِمُ الْاِيْمَانَ وَاَيَّدَهُمْ بِرُوْحٍ مِّنْهُ (المجادلة: ۲۲)

ته به هیڅکله دا ونه مومې چې کوم خلک پر الله او آخرت باندې ایمان لرونکي دي، هغوی دې له هغو خلکو سره مینه کوونکي واووسي چې د الله او د هغه د پیغمبر مخالفت یې کړی دی، که څه هم د هغوی پلرونه وي، یا د هغوی زامن وي، یا د هغوی وروڼه وي، یا د هغوی ټبر او کورنۍ وي. دا هغه کسان دي، چې الله ﷻیې په زړونو کې ایمان ثبت کړی دی او له خپل لوري د یو روح په ورکولو سره یې دوی تقویه کړي دي.

حقیقت دا دی، چې که د مسلمان په زړه کې له کفارو سره د محبت او له منکرینو سره مینه د یوې ذرې په اندازه وي نو په هغه اندازه یې په زړه کې د اسلام د عظمت او محبت کمی هم ځای لري، که داسې نه وي نو بیا د اسلام او کفر تر منځ تضاد نه شي پاتې کېدای. د دې حقیقت په پېژندلو سره بابصيرته او د حقیقت درک لرونکو دا دعوه کړې ده، چې له کفارو سره په مینه لرلو سره په ایمان کې فساد راځي، بلکې سهل بن عبدالله تستري رحمه الله داسې فرمایي، چې د چا ایمان او توحید سوچه وي، هغه له یو بدعتي سره هم علاقه نه شي ساتلای، څه معنی له کفارو سره! او هغه هم د محبت او مینې په شکل کې! که د مسلمانو د زړونو څخه د کفارو پر وړاندې شدت او سختي ووځي نو خالي ځای به یې خامخا د هغوی مینه او محبت نیسي او له کفارو سره د زړه د مینې له جوړولو وروسته هغه ورځ لیرې نه وي، چې دا مسلمان سړی له هغې کافرې ډلې سره یو ځای شي او په وضع قطع او په خوی بوی د هغوی په څېر شي.

قرآن کریم د موالات د دې پایلې څرګنده یادونه کړې ده:

وَمَنْ يَّتَوَلَّهُمْ مِّنْكُمْ فَاِنَّهٗ مِنْهُمْ (المائده: ۵۱)

او څوک چې په تاسې کې له دوی سره دوستي کوي، هغه پرته له شکه له دوی څخه دی.

نو د محبت د پرېښودلو او د موالات د قطعه کولو په لړ کې د یو مسلمان لومړنی فرض دا دی، چې تر هرڅه وړاندې د ذکر شوي آیت په رڼا کې له کفارو سره خپل صمیمانه روابط او د زړه تعلقات دې په بشپړه توګه له منځه یوسي. بالکل داسې لکه څنګه چې د دغه آیت په پیروۍ کولو سره ابو عبیده بن الجراح رضی الله عنه له خپل پلار سره قلبي تعلقات پرې کړي وو او بالآخره یې د بدر په غزا کې په خپله قاتل هم شو او لکه څنګه چې د دې تعلیم “أشداء علی الکفار” په اتباع کې مصعب بن عمیر رضی الله عنه له خپل ورور عبید بن عمیر سره د زړه مینه پای ته ورسوله او په خپله یې د احد په غزا کې وواژه. حضرت عمر رضی الله عنه خپل ماما عاص بن هشام په بدر کې وواژه، حضرت علي، حمزه او عبیده بن الحارث رضی الله عنهم عتبه، ولید بن عتبه او شیبه بن ربیعه په بدر کې ووژل، چې د دوی نژدې قریبان هم وو، خو نوموړو په دغسې کولو سره د اسلامي غیرت او پر دين د منګولو ښخولو يو داسې بې ساری مثال وړاندې کړ، چې تل به امت ننګ او غیرت ته رابولي.

په ژبه سره له کفارو څخه د نفرت او برائت اعلان

بیا قرآن کریم پر دې کفایت ونکړ، بلکې حکم یې وکړ، چې د هر راز دوستۍ پرېښودلو، بیزاري او د زړه د کرکې خپل دغه اعلان په زغرده بیان کړئ، چې کافر ستا له قلب او قالب څخه د هیڅ شي هیله ونه لري، لکه څنګه چې الله ﷻله کفارو څخه د خپل رسول ﷺ د برائت اعلان په ښکاره سره کړی و:

اِنَّ الَّذِيْنَ فَرَّقُوْا دِيْنَهُمْ وَكَانُوْا شِيَعًا لَّسْتَ مِنْهُمْ فِيْ شَيْءٍ (الانعام: ١٥٩)

کومو خلکو چې خپل دین ټوټه ټوټه کړ او ډلې ډلې شول، په یقیني توګه له هغوی سره ستا هیڅ اړیکه نشته.

دا بېلتون ښه روښانه کړی شو، چې “لست منهم” ( ته له دوی څخه نه یې) یعني ستا او د دوی خبره سره یوه نه ده. ستا او د دوی معامله یوه نه ده. ته او دوی بیخي سره جلا یاست. ته د هیڅ شي په اعتبار له کفارو څخه نه یې، د هغوی شریک نه یې او له دوی سره متحد نه یې. د همدې لپاره یې په سورة الکافرون کې د همدې بیزارۍ او بیلتون لا زیات وضاحت وکړ:

قُلْ يٰٓاَيُّهَا الْكٰفِرُوْنَ۝ۙ لَآ اَعْبُدُ مَا تَعْبُدُوْنَ ۝ۙ وَلَآ اَنْتُمْ عٰبِدُوْنَ مَآ اَعْبُدُ ۝ۚ وَلَآ اَنَا عَابِدٌ مَّا عَبَدْتُّمْ۝ۙ وَلَآ اَنْتُمْ عٰبِدُوْنَ مَآ اَعْبُدُ ۝ لَكُمْ دِيْنُكُمْ وَلِيَ دِيْنِ۝ۧ (الکافرون)

ووایه چې اې کافرانو! نه زه (همدا اوس) د هغو خدایانو عبادت کوم، چې تاسې یې عبادت کوئ اونه تاسې (همدا اوس) د هغه ذات عبادت کوونکي یاست، چې زه یې عبادت کوم او نه زه (وروسته) د هغو خدایانو عبادت کوونکی یم، چې تاسې یې عبادت کړی دی او نه تاسې وروسته د هغه ذات عبادت کوونکي یاست، چې زه یې عبادت کوم. ستاسې لپاره ستاسې (د شرک) دین دی او زما لپاره زما (د اسلام) دین دی.

له کفارو څخه د رسول الله ﷺ دا برائت او بېزاري داسې ده لکه د کفارو او خپل کافر پلار څخه د ابراهیم علیه السلام برائت:

وَاِذْ قَالَ اِبْرٰهِيْمُ لِاَبِيْهِ وَقَوْمِهٖٓ اِنَّنِيْ بَرَاءٌ مِّمَّا تَعْبُدُوْنَ (الزخرف: ۲۶)

هغه وخت (یاد کړه) چې کله ابراهیم (علیه السلام) خپل پلار او خپل قوم ته وویل: تاسې چې د کومو شیانو بندګي کوئ، زما له هغو سره هیڅ اړیکه نشته.

او همدا راز چې کله د ابراهیم علیه السلام قوم دا وویل او له مشرکینو څخه یې د برائت اظهار وکړ:

اِنَّا بُرَءٰؤُا مِنْكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ (الممتحنة: ۴)

موږ له تاسې او ستاسې له دغو معبودانو څخه چې د الله ﷻپر ځای يې بندګي کوئ، بېزار یو.

کله چې د انبیاء علیهم السلام طریقه له کفارو څخه د کرکې او بېزارۍ اعلان کول دي، نو بیا د هغوی پیروان او خادمان به څنګه پر همدې لار رهي کولو ته اړ نه کړل شي؟ هغوی خو ټول د رسول الله ﷺ د طریقې د پیروۍ ادعا کوي! په هر حال د یوه مؤمن د زړه او ژبې دواړو تعلق له کفارو څخه پرې کړل شو او همدا دواړه غړي د انسان اصل دی.

لسان الفتی نصف ونصف فؤاده

فلم یبق الا صرد اللحم والـــدم

د سړي نیم وجود ژبه او نیم یې زړه دی، که دا ترې لیرې شي، نو د غوښې او وینې یخ ډنډ به پاتې شي.

په ټولو اعمالو کې د کفارو له پیروي څخه ځان ژغورنه

بیا یې پر دې هم بس نکړه، بلکې د زړه او ژبې سره یې د عادي ژوند چارو او کړه وړو کې هم مسلمانانو ته له کفارو څخه بیل او جلا تشخص ورکړ. د دې لپاره چې مسلمان نه د دوی کومې لائحې او طریقې ته ژمن پاتې شي او نه د دوی په کوم شعار پسې لاړ شي. ځکه حضرت موسی او هارون علیهما السلام ته وفرمایل شول، چې کله تاسې ته علم او هدایت در په برخه شو، نو بیا په بې لارو او جاهلانو پسې مه کېږئ. الله جل جلاله حضرت موسی او هارون علیهما السلام ته وفرمایل:

فَاسْتَقِيمَا وَلَا تَتَّبِعَآنِّ سَبِيلَ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ (یونس: ۸۹)

ثابت قدم اوسئ او د هغو خلكو د کړنچاري پيروي هيڅكله مه كوئ چي علم نه لري.

همدا وصیت موسی علیه السلام کوه طور ته د تګ په وخت کې هارون علیه السلام ته کړی و، چې ته د خپلې اصلاح او نورو ته د اصلاح پر لاره ثابت اوسېږه او د مفسدینو پیروي مه کوه:

وَقَالَ مُوسٰى لِأَخِيهِ هٰرُونَ اخْلُفْنِى فِى قَوْمِى وَأَصْلِحْ وَلَا تَتَّبِعْ سَبِيلَ الْمُفْسِدِينَ (الاعراف: ۱۴۲)

موسى (علیه السلام) د تلو په وخت کې خپل ورور هارون (علیه السلام) ته وويل: “له ما څخه وروسته ته زما په قوم کې زما ځای ناستی اوسه؛ او د اصلاح فعاليت كوه او د ورانكارو په لاره مه ځه.”

نو کله چې د انبیاء علیهم السلام لاره صراط مستقیم ده، چې هغوی له علم، تقوی او استقامت سره ورباندې قائم دي، نو بیا د کفارو د جهل او فساد پر مختلفو لارو تګ ته څه حاجت دی؟ مسلمانانو ته خو دا زرین اصول ورکړل شوي دي، چې:

وَأَنَّ هٰذَا صِرٰطِى مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ وَلَا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَن سَبِيلِهِۦ (الانعام: ۱۵۳)

دغه راز د هغه لارښوونه دا ده چې همدا زما سمه لاره ده، نو تاسې پر همدې لاړ شئ او په نورو لارو مه ځئ، چې هغه به تاسې له هغې لارې واړوي، تيت او پرك به مو کړي.

د کفارو سره د هر راز معاملاتو قطع کول

بیا الهي شریعت یوازې پر همدومره جدايۍ او بیلتانه اکتفاء ونکړه، بلکې د دې امتیاز او تفریق په لا زیات واضحولو سره یې له کفارو سره د ټولو معاملاتو د پریکون حکم وکړ. نو که چېرته د اسلام برم او پرتم حاکم و، د حکومت بیرغ یې رپېدی او شرعي عدالتونه خلاص وو، نو د راشده خلافت او دیني حکومت د دستور مطابق به مسلمانان له کفارو څخه مرسته نه اخلي، په سیاسي مسائلو کې به هغوی نه شریکوي او له هغوی سره له ګډ کار کولو څخه به د امکان تر حده ځان ساتي، ځکه د معاملاتو دا ظاهري شراکت هم بالآخره هماغه موالات او مینه و محبت پیدا کوي. د سیدنا فاروق اعظم رضی الله عنه ژور سیاست پر دې اصولو خورا ښه رڼا اچولې ده.د خلافت ترواک لاندې سیمو کې یې دا فرمان صادر شوی و:

… أن لا تکاتبوا أهل الذمة فتجري بینکم و بینهم المودة، ولا تکنوهم و أذلوهم، ولا تظلموهم.

له ذمیانو سره د مکاتبت تعلق مه ساتئ، کنه ستاسې او د دوی تر منځ به محبت پیدا شي. هغوی ته پناه مه ورکوئ او هغوی ذلیل کړئ خو ظلم مه ورباندې کوئ .

همداراز د سیدنا عمر فاروق او سیدنا ابو موسی اشعري رضی الله عنهما د ښکته ذکر شوو خبرو اترو څخه په دې تعلق قطع کولو کې د پروت حکمت په بشپړ ډول اندازه لګېدلی شي. امام احمد بن حنبل رحمه الله په خپل مسند کې په صحیح سند سره روایت کوي:

أبو موسی (رضی الله عنه) : قلت لعمر رضی الله عنه: أن لي کاتبا نصرانیا.

ابو موسی (رضی الله عنه): ما حضرت عمر رضی الله عنه ته وویل، چې له ما سره یو نصراني کاتب دی.

عمر (رضی الله عنه) : مالک! قاتلک الله! أما سمعت الله یقول: (يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصٰرٰىٓ أَوْلِيَآءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍ) ألا اتخذت حنیفا؟

حضرت عمر (رضی الله عنه) وفرمایل: په تا څه شوي دي! الله دې مړ کړه! آیا تا د الله ﷻدا حکم نه دی اورېدلی، چې: اې مؤمنانو! يهوديان او عيسويان خپل ملګري مه نيسئ، دوى په خپلو منځو کې سره ملګري دي. ولې دې مسلمان سړی نه دی درسره مقرر کړی؟

أبو موسی(رضی الله عنه): یا امیر المؤمنین! ان لي کتابته وله دینه .

حضرت ابو موسی (رضی الله عنه): اې امیر المؤمنینه! زما خو یې له کتابت سره کار دی او دین د هغه خپل کار دی (یعني زما یې د هغه له دین سره څه؟)

په یو بل ځای کې راځي چې حضرت عمر رضي الله عنه فرمايي:

لا اکرمهم اذا أهانهم الله و لا أعزهم اذا أذلهم الله ولا أدنیهم اذا أقصاهم الله (جل جلاله).

زه هغه چاته عزت نه ورکوم، چې الله ﷻیې توهین کړی وي، نه یې درناوی کوم، چې الله ﷻذلیل کړی وي او نه یې را نژدې کوم، چې الله ﷻلیرې کړی وي .

نو چې د کوم مخلوق الله ﷻاکرام نه وي کړی او نه یې د هغوی لپاره یوه ذره عزت خوښ کړی وي، د هغه خالق د عبادت کوونکو له غیرت او حمیت سره دا مخالفه ده، چې د هغه د دښمنانو درناوی وکړي او هغه چې څوک شړلی وي دوی محبت ورسره وکړي، کنه نو بیا خو دا د اسلام تر نامه لاندې د الهي مقرراتو سپکاوی دی او په خپله د الله ﷻد افعالو له صریح تکذیب کولو سره یو شان ته دی. نعوذ بالله منه.

له کفارو سره له ناستې ولاړې ځان ساتنه

بیا د دین او ملت د خونديتوب په موخه شریعت یو بل ګام هم واخیست او له کفارو سره یې له ناستې ولاړې هم ممانعت وکړ. که له هغوی سره ناسته ولاړه او تګ راتګ عام شي، نو کرار کرار له هغوی سره د مینې او موالاتو پیدا کېدلو قوي اندېښنه شته، چې له امله به یې د مسلمانانو ځانګړې ملي او مذهبي شعائر به له منځه تلل پیل شي او دین به ضائع شي. ځکه د کفر او نفاق د مجلسونو عمومي چاپیریال همدا وي، چې د دین سپکاوی په کې کېږي او په قول او فعل سره د اللهﷻد آیاتونو توهین کېږي، نو ځکه په دې غونډو کې د ګډون په پایله کې د مسلمانانو له خپل دین څخه له لیري والي پرته بل څه کېدای شي؟ ځکه نو قرآن کریم وفرمایل:

وَقَدْ نَزَّلَ عَلَيْكُمْ فِى الْكِتٰبِ أَنْ إِذَا سَمِعْتُمْ ءَايٰتِ اللَّهِ يُكْفَرُ بِهَا وَيُسْتَهْزَأُ بِهَا فَلَا تَقْعُدُوا مَعَهُمْ حَتّٰى يَخُوضُوا فِى حَدِيثٍ غَيْرِهِۦ ۚ (سورة النساء: ۱۴۰)

الله په دې كتاب کې، تاسې ته پخوا امر کړی دى چې كه په هر ځاى کې واورئ، چې د الله د ايتونو پر خلاف اواز پورته کېږي او مسخرې ور پوري کېږي، هلته مه کښېنئ، تر هغه چې خلك په كومه بله خبره کې مصروف شي.

همداراز چې کله یوه منافق ته د هغه د ظاهري ناستې پاستې او تش د خولې په خبرو مسلمان ویل کېدای شي نو آیا پر یوه سوچه مسلمان به له کفارو سره د مجلسونو او ناستو له امله د کفر او نفاق احکام نه شي جاري کېدای؟ قرآن کریم په خپله فیصله کړې ده:

إِنَّكُمْ إِذًا مِّثْلُهُمْ (النساء: ۱۴۰)

اوس كه تاسې داسې كوئ، نو تاسې هم د هغو په څېر ياست.

د کفارو له خواهشاتو سره مخالفت

له دې ټولو پړاونو وروسته شریعت نور هم مخته لاړ او له کفارو سره یې د رابطې دا تار هم پرې کړ، چې مسلمانان دې د کفارو د نفس په غوښتنو او جاهلانه خواهشاتو غوږ وګروي یا د هغوی د نفساني احساساتو یوه ذره احترام وکړي، ځکه که د دوی له لوېدلو خواهشاتو څخه دې یوه ته لبیک ووایه، نو دا یوه پیروي به ستا لپاره د نورو وسیله هم شي او د هغو لپاره به بیا د نورو خواهشاتو وړاندې کولو او د هغو د منلو قوي سبب او حجت شي او بیا نو عاقبت يې په تیاره کې دی چې بالآخره به د دې خواهشاتو او غوښتنو لړۍ ځني د اسلام څومره شتمني قربانول شي، اګر که په رضايت سره وي او که په نارضايتۍ سره. نو قرآن کریم را وښودله، چې د دې جاهلانو پیروي کول په حقیقت کې له حق څخه د اوښتلو په معنی دی. الله ﷻخپل رسول ﷺ ته خطاب کوي او ورته فرمایي:

ثُمَّ جَعَلْنٰكَ عَلٰي شَرِيْعَةٍ مِّنَ الْاَمْرِ فَاتَّبِعْهَا وَلَا تَتَّبِعْ اَهْوَاءَ الَّذِيْنَ لَا يَعْلَمُوْنَ (الجاثیة: ۱۸)

بیا موږ ته د خپل دین پر یوه ځانګړې طریقه برابر کړې، نو ته پر هغه لاره لاړ شه او د دې جاهلانو پر خواهشاتو مه ځه.

یو بل ځای فرمایي:

وَلَا تَتَّبِعْ اَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنَ الْحَقِّ (المائدة: ۴۸)

او کوم حق کتاب چې تاته راغلی دی، له هغه څخه په مخ اړولو سره د هغوی د غوښتنو پیروي مه کوه.

وَاَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَآ اَنْزَلَ اللّٰهُ وَلَا تَتَّبِعْ اَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ اَنْ يَّفْتِنُوْكَ عَنْ بَعْضِ مَآ اَنْزَلَ اللّٰهُ (المائدة: ۴۹)

نو (اې محمده ﷺ ) ته د الله ﷻله نازل کړي قانون سره سمه ددې خلکو د چارو فیصله وکړه او د هغوی د خواهشاتو پیروي مه کوه. پام کوه چې دا خلک تا په فتنه کې وانه چوي، یوه ذره قدري دې هم له هدایت څخه وانه ړوي چې خدای تاته درلېږلی دی.

یو بل ځای فرمایي:

وَلَىِٕنِ اتَّبَعْتَ اَهْوَاءَهُمْ بَعْدَمَا جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللّٰهِ مِنْ وَّلِيٍّ وَّلَا وَاقٍ (الرعد: ۳۷)

اوس كه ته له دې علم سره سره چې تا ته راغلى دى، د خلكو د غوښتنو پيروي وکړې؛ نو د الله په مقابل کې نه څوك ستا ملاتړ او مرستندوى دى او نه څوك د هغه له نيونې څخه تا ژغورلای شي.

په هر حال په آیت کې د کفارو د خواهشاتو له پیروي څخه په ډيری بلاغت سره ممانعت راغلی دی او ورسره یو ځای د “علم” بل ځای د “حق” بل ځای د “شریعت” او بل ځای د “ما انزل الله” په کلماتو دې لوري ته هم رهنمایي شوې ده، چې د اتباع لپاره دا شیان هم بسنه کوي. بیا آیا له دې وروسته هم د کوم دوهم شي او هغه هم د کفارو د خواهشاتو د پیروي اړتیا پاتې کېږي؟ هيڅکله نه! بلکې د دې خواهشاتو که پیروي وکړې نو ته به د علم پر ځای د جهالت، د حق پر ځای د باطل او د شریعت پر ځای د باطلو لارو او د “ما انزل الله” پر ځای د “القاءالشیطان” په خړو اوبو کې را ایسار شې. أتستبدلون الذي هو أدنی بالذي هو خیر؟

له کفارو سره عملاً دښمني… جهاد في سبیل الله

د زړه او وجود ددې ټولو تړاوونو له پرې کولو وروسته اوس شریعت یو بل ګام واخیست چې د اللهﷻ دوستان “مسلمانان” که د الله ﷻله دښمنانو سره کوم تړاو ساتي نو هغه باید د عداوت او البغض في الله تړاو وي، نه د مینې او محبت. ځکه دوی د الله ﷻدښمنان دي، دوی او د دوی ستر مشر “شیطان” د خپلې بې اندازې زیاتې دښمنۍ له امله غواړي ټول مسلمانان د جهنم په لور ټیل وهي:

اِنَّ الشَّيْطٰنَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوْهُ عَدُوًّا اِنَّمَا يَدْعُوْا حِزْبَهٗ لِيَكُوْنُوْا مِنْ اَصْحٰبِ السَّعِيْرِ (فاطر:۶)

په حقيقت کې شيطان ستاسې دښمن دى، نو تاسې هم هغه خپل دښمن وګڼئ. هغه خپل پيروان خپلې لارې ته د دې لپاره رابولي چې هغوى د دوزخيانو له جملې څخه شي.

همداراز چې کله دغه عداوت د یوې نفساني غوښتنې پايله نه وي، بلکې یوازې د دې لپاره وي، چې هغوی د حق پر وړاندې د بغاوت بیرغ پورته کړی دی، نو د دې اساس بیا یوازې پر رښتینولۍ شو. له دې امله نو بې له وېرې دغه اعلان هم وکړه، تر څو د الله ﷻدښمنان خپل لوري ته ستا له ور مائل کېدلو څخه مایوسه شي، لکه ابراهیم علیه السلام چې څنګه اعلان کړی و او ښکاره یې فرمایلي وو:

كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ الْعَدٰوَةُ وَالْبَغْضَآءُ أَبَدًا حَتّٰى تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَحْدَهُۥ (الممتحنة: ۴)

موږ له تاسې او ستاسې له دغو معبودانو څخه چې د خداى پر ځاى يې بندګي كوئ، په ټینګه بېزار يوو. موږ له تاسې څخه منكر شوي يو او زموږ او ستاسې تر منځ د تل لپاره دښمني او كينه ولويدله، تر څو پوري چې پر يوه الله ايمان رانه وړئ.

بیا یې وفرمایل، چې د دښمنۍ له اعلان وروسته آرام مه کښېنه، د خپل توان په اندازه د جنګ د اسبابو لپاره هم په امادګۍ بوخت شه، تر څو دا دښمني مو تر هغه وخته ټینګه وي، تر څو چې هغوی له خپل کفر څخه توبه نه وي ایستلې:

وَأَعِدُّوا لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِۦ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَءَاخَرِينَ مِن دُونِهِمْ (الانفال: ۶۰)

او تاسې د خپل توان مطابق ډېر زيات طاقت او تيار زين کړي آسونه، د هغوى د مقابلې لپاره برابر کړئ، تر څو چې په دې وسيله د الله پر دښمنانو، پر خپلو دښمنانو او پر هغو نورو دښمنانو هيبت راولئ!

د خبرو خلاصه

خلاصه دا چې له کفارو سره دښمنۍ ته د ځان چمتو کولو، د هغې د اعلانولو او بیا ورباندې د دوام کولو په وجه دوی ته د الله ﷻدا خطاب نازل شو: “أشداء علی الکفار” او دوی د الله ﷻد هغه لښکر سرتیري شول، کوم چې الله ﷻ د خپل دښمن سره د مقابلې لپاره غوره کړ. مسلمان او کافر دوه لښکرې دي، چې تل یو د بل پر وړاندې صفونه تیاروي او په دوامداره توګه جنګیږي. تل د یوه لښکر مرسته د جنود الملئکة (د ملائکو د لښکرو) او د بل مرسته د جنود الشیطن (د شیطان د لښکرو) له لوري کېږي او تل د لومړي لښکر لپاره د بریا او کامیابۍ دروازې پرانیستل شوې او د وروستي لپاره عواقب له ذلت او رسوایي پرته بل څه نه دي پاتې.

❊❊❊❊

Previous Post

د حج او عمرې د مشروعیت حکمتونه

Next Post

دښمن پیژندنه (صهیونېزم اوماسونیت)

اړوند مطالب

نوې نړۍ زیږي او زوړ نظام مري!
زما تګلاره

نوې نړۍ زیږي او زوړ نظام مري!

مې 25, 2026
دښمن پیژندنه (صهیونېزم اوماسونیت)
زما تګلاره

دښمن پیژندنه (صهیونېزم اوماسونیت)

مې 25, 2026
د اوسنیو نړیوالو بدلونونو په رڼا کې، د اسلام راتلونکی
زما تګلاره

د اوسنیو نړیوالو بدلونونو په رڼا کې، د اسلام راتلونکی

مې 3, 2026
دښمن پیژندنه (یهود)
زما تګلاره

دښمن پیژندنه (یهود)

مې 3, 2026
Next Post
دښمن پیژندنه (صهیونېزم اوماسونیت)

دښمن پیژندنه (صهیونېزم اوماسونیت)

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

© 2025 - 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد أفلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • ابدي ژوندي
    • شعر او ادب
    • سیرت
    • اند او پند
    • د اسلافو تاریخ
    • د تاریخ درسونه
    • تاريخ
  • ګڼې
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه

© 2025 - 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Go to mobile version