جمعه, جولای 17, 2026
بت شکن
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد أفلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • ابدي ژوندي
    • شعر او ادب
    • سیرت
    • د تاریخ درسونه
    • د اسلافو تاریخ
    • اند او پند
    • تاريخ
  • ګڼې
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه
No Result
View All Result
بت شکن
No Result
View All Result
Home افغانستان او امت

د امریکا د خپلواکۍ ۲۵۰ مه کلیزه؛ تور تاریخ، قاتل هېواد او بې افتخاره ملت

سید بهرام خان هاشمي by سید بهرام خان هاشمي
جولای 4, 2026
in افغانستان او امت
0
د امریکا د خپلواکۍ ۲۵۰ مه کلیزه؛ تور تاریخ، قاتل هېواد او بې افتخاره ملت

امریکا نن ورځ د خپلواکۍ ۲۵۰ مه کلیزه لمانځي، ولسمشر یې په ډېر افتخار سره د خپل ځان، خلکو او هېواد ستاینه کوي، نور چارواکي او رسنۍ یې داسې تبلیغات کوي چې سړی به فکر وکړي چې ګواکې دا هېواد د جوړېدو او کشف له ورځې څخه عدالت او بشر دوستۍ ته کار کړی دی، د دوی لهجې او خبرې چې وګورې نو به فکر وکړې چې ګواکې د دوی پلرونه او نېکونه اصیل خلک پاتې شوي دي، ځان داسې ښکاره کوي چې یعني د سلګونه میلیونه خلکو په وینو یې لاسونه نه دي لړلي او په ریښتیا به سړی فکر وکړي چې امریکا خو نن ورځ د نړۍ په یوه جګړه کې هم ښکېله نه ده، خو تاریخ او واقیعت بیا د امریکا لپاره بیخي جلا تعریف لري.

د امریکا په وچه کې زرګونه کلونو مخکې ژوند پیل شوی دی، که څه هم د امریکا اصلي اوسېدونکو به هغه وخت شاید له ځینو خلکو سره راشه درشه کوله خو نوره نړۍ د دې لویې وچې له شتون څخه ناخبره وه، په ۱۴۹۲ مـ. کال کې تقدیر له اروپا څخه د هند په لور روانه بېړۍ بې لارې کړه، د بېړۍ کپتان کولمبس نومېده چې ګمان یې کاوه هند ته رسېدلی دی. له همدې ورځې او یا څو کاله وروسته د نورو خلکو سفرونو چې په تاریخ کې په زیاتو جزئياتو لیکل شوي دي د امریکا اصلي اوسېدونکو ته د بدبختۍ زیري راوړل. ځکه له دې وروسته داسې خلک ورباندې خبر شول چې اصلا یې هېڅ کوم انساني قانون نه پېژانده، بلکې یا خو لوټماران وو، یا له اروپايي هېوادونو څخه شړل شوي مجرمین وو، چې په خپلو هېوادونو کې یې د زیاتو جرمونو له وجې ځانته ځای نه لیده.

که چېرې د امریکا لپاره یو تعریف ولټوو نو د شیخ عبدالله عزام رحمه الله له تعریف څخه غوره تعریف به پیدا نکړو، هغه رحمه الله وايي: «امریکا عبارت د هغه پستو او بدکارو خلکو له ځای څخه ده چې خپلې ټولنې یې له خپل ځان څخه شړلي وو، نو ولاړل او یوه نوې ځمکه یې پیدا کړه چې هلته سور پوستو خلکو ژوند کولو، نو یې د هغوی تنګولو او وژلو پسې مټې راونغښتې، تر دې چې له هغوی څخه یوازې څو میلیونه کسان پاتې شول.»1

اکثره تاریخ لیکونکي لیکي چې له دې مخکې د امریکا په وچه کې تر سلو میلیونو زیاتو خلکو ژوند کولو، خو د اروپايي صلیبيانو له ورتګ، وژلو او ځپلو وروسته هلته یوازې ۴ میلیونه اصلي سور پوستي کسان پاتې شول.2

امریکا هغه هېواد او اوسېدونکي یې هغه ملت دی چې زېږدنه او شروع یې په ټول وژنه او وحشت سره شوې ده، هماغه ډول لکه چې مشهور امریکايي څېړونکی او خبریال کرېس هېجز په خپل یو درس کې وايي چې «مونږ باید دا حقیقت ومنو چې د امریکا او امریکايي ملت هسته نجسه ده، مونږ هغه ملت یو چې اساس او تهداب مو په ټول وژنې او ځورونې سره اېښودل شوی دی او دا هم باید ومنو چې په مختلفو شکلونو سره مو تر نن ورځې دې کارونو ته دوام ورکړی دی»3 البته چې امریکا له دغې ټول وژنې وروسته هم آرام ندی کړی بلکې د نړی په ګوټ ګوټ کې د میلیونونو کسانو په مرګ کې مستیقیم لاس لري، چې د افریقا په لویه وچه کې د سلګونو زره کسانو وژل، د اروپا په جنګونو کې د مستقیمې مداخلې څخه وروسته هلته د لسګونو میلیونه کسان وژل کېدل، د ویتنام په جګړو کې د څو میلیونه کسانو وژل، د جاپان په ښارونو باندې د اټومي حملو په پایله کې د سلګونو زره کسانو مرګ ژوبله او معیوبېدل، د افغانستان، عراق، سوریې او نورو هېوادونو په جګړو کې د سلګونه زره مسلمانانو شهیدانول، او په آخر کې په اوکراین، غزه، ایران، وینزویلا او د منځني ختیځ په نورو هېوادونو کې وروستۍ فوځي مستقیمې او غیر مستقیمې مداخلې یې له لمر څخه روښانه مثالونه دي، نو د نجسې هستې او له مجرمو صلیبي اروپايي وحشیانو څخه په پاتې نسلونو کې به انسانیت او شرافت چېرې پیدا شي؟ او دا چې نن ورځ هغوی په خپلو دغو ډول پلرونو باندې افتخار کوي او هغوی شریف خلک یادوي نو د دوی بد خلک به څه ډول وي؟!

د امریکا د دې وحشتونو، ظلمونو او تور تاریخ په هکله دیني عالم، مجاهد او مرابط، شهید شیخ خالد بن عبدالرحمن الحسینان رحمه الله ډېره ښه تشریح او وضاحت ورکوي او مجاهدینو ته په خپله یوه خطبه کې وايي: «امریکا او پخواني طواغیت په ځانکړې توګه فرعون په وژلو، نړولو او د وینې په بهولو کې یو له بل سره ډېر زیات ورته والی لري، همدغه حال د فرعون هم وو، څنګه چې الله تعالی فرمايي:

اِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِي الْاَرْضِ وَجَعَلَ اَهْلَهَا شِيَعًا يَّسْتَضْعِفُ طَاۗىِٕفَةً مِّنْهُمْ يُذَ بِّحُ اَبْنَاۗءَهُمْ وَيَسْتَحْيٖ نِسَاۗءَهُمْ ۭ Ě (سورة القصص:۴)

ژباړه: بېشکه فرعون په ځمکه کې لويي را اخیستې وه او د دې (ځمکې) اوسیدونکي یې ډلې ډلې کړي وو، په دوی کې یې یوه ډله ډېره ضعیفه کوله د دوی بچیان به یې ذبح کول او د دوی ښځې یې ژوندۍ پریښودلې.

او همدا ډول امریکا هم د خپل پیدایښت له لومړۍ ورځې څخه د خلکو ترمنځ، ډار، وېره او خپله تسلط خپروي او پراخوي، له خلکو څخه د هغوی مالونه اخلي او ترې غلا کوي یې، د خلکو آزادی محدودوي او د ځمکې غصبوي، نو آیا له امریکا څخه کرغېړن او غټ دهشتګر هم شته؟!

او مونږ په ټول صراحت سره ویلای شو چې امریکا یوازې د مسلمانانو نه، بلکې د ټول انسانیت او هر قوم دښمنه ده او د دلیل لپاره ورشئ له افریقا وپوښتئ، له چاپان پوښتنه وکړئ، له جنوبي امریکا وپوښتئ، چېرې چې دغې امریکا په میلیونونه قتلونه او جرمونه کړي دي. او مونږ به هېڅکله هغه جرمونه او قتل عام هم هېر نکړو کوم چې خپله امریکا کې د سور پوستو سره سره شوی دی، هغه چې غیر مسلمان تاریخ پوه یې د بشریت په تاریخ کې تر ټولو ستر قتل عام او ټول وژنه يادوي.»4

د امریکايي ولس نیکونه نه تنها چې د لسګونو بلکې سلګونه میلیونه خلکو قاتلین دي، د خپل وخت تر ټولو پست فطرته، مضر او شړل شوي کسان هم وو، د «آرجې کلارک» په نوم یو ادیب او تاریخ دان لیکي چې د ۱۷۱۸ څخه تر ۱۷۷۵ کال پورې لږ تر لږه ۵۲۰۰۰ کسان له بریتانیا څخه امریکا ته شړل شوي وو، دا ټول هغه کسان وو چې په فساد او جرمونو کې ښکېل وو، نوموړی زیاتوي چې یو پادري وايي چې «د دې انتقال سبب دا وو چې جامعه له خباثت او ناپاکی څخه پاکه شي.

له خپلواکی وروسته:

له خپلواکۍ وروسته هم امریکا د خپلو پلرونو او نیکونو عادت یعني چور، تالان، وژل، نړول، وېرول او نور بد کارونه هېر نکړل، د ۲۰۱۵ کال د فبروری په ۲۰ نېټه یوه تحقیقي بنسټ چې د «ګلوبل ریسېرچ» په نوم دی، یو راپور خپور کړ، دا راپور چې د «دانیوس» په نوم شخص لیکلی دی پکې ویل شوي وو چې امریکا د ۱۷۷۶ کال یعني د امریکا د خپلواکۍ څخه وروسته تر ۲۰۱۵ کال پورې د خپل عمر ۹۳ سلنه وخت په جګړو کې تېر کړی دی، هغوی یو اوږد لېست خپور کړی چې اکثره پکې د امریکا نظامي مداخلې لیدل کیږي چې په نورو هېوادونو کې یې کړې دي.

که وغواړو چې د امریکا خباثت او جرمونه بیان کړو نو ډېر زیات وخت ته اړتیا ده، بلکې کتابونه به پرې ډک شي، نو ځکه خو ویلای شو چې امریکا د نړی پر مخ د سرطان دانې غوندې ده، چې لاس د سلګونه میلیونه خلکو په وینو سره دي او د بشر د حقونو یا د ځان بشر دوست ښودلو ټولې نعرې یې یوازې دوکې دي، د دوی اصلیت دا دی چې دوی د غلو، ډاکوګانو، چورکوونکو، قاتلانو او مجرمانو اولاده ده چې هېڅ کوم تهذیب او تمدن نلري، بلکې د وخت د فرعون په شان یې یوازې په زور او وینو بهولو سره خپله امپراطوري ساتلې ده.

الله تعالی دې دا امپراطوري زمونږ په لاسونو ونړوي او د فساد دا جرړې د الله تعالی ختمې کړي. آمین

∗∗∗∗

1 لماذا يکره المسلمون امريکا، الکتائب میډیا

2 تحقيقي راپور: https://dia.upenn.edu/en/content/WilliamsC003/

3 یوټیوب ويډیو: The collapse of the American Empire – Lecture featuring Chirs hedges

4 د ۱۴۳۳ هـ.ق کال د اختر خطبه، چې عنوان یې «طاغية العصر وفرعون الزمان» دی، السحاب اداره

Previous Post

په شام کې د جهاد راتلونکی (دریمه برخه)

اړوند مطالب

په شام کې د جهاد راتلونکی (دریمه برخه)
افغانستان او امت

په شام کې د جهاد راتلونکی (دریمه برخه)

جون 30, 2026
له فتحې وروسته…!
افغانستان او امت

له فتحې وروسته…!

جون 30, 2026
حجاب؛ د مسلمانې خور د حياء او عفت نښه…!
افغانستان او امت

حجاب؛ د مسلمانې خور د حياء او عفت نښه…!

جون 30, 2026
د علماوو غوښې مسمومې دي!
افغانستان او امت

د علماوو غوښې مسمومې دي!

مې 25, 2026
په شام کې د جهاد راتلونکی (دوهمه برخه)
افغانستان او امت

په شام کې د جهاد راتلونکی (دوهمه برخه)

مې 25, 2026
په افریقا کې د جهادي مسیر ګړندی بهیر
افغانستان او امت

په افریقا کې د جهادي مسیر ګړندی بهیر

مې 25, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

© 2025 - 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد أفلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • ابدي ژوندي
    • شعر او ادب
    • سیرت
    • اند او پند
    • د اسلافو تاریخ
    • د تاریخ درسونه
    • تاريخ
  • ګڼې
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه

© 2025 - 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Go to mobile version