پنجشنبه, اگست 27, 2026
بت شکن
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد أفلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • ابدي ژوندي
    • شعر او ادب
    • سیرت
    • د تاریخ درسونه
    • د اسلافو تاریخ
    • اند او پند
    • تاريخ
  • ګڼې
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه
No Result
View All Result
بت شکن
No Result
View All Result
Home شعر او ادب

یو کلنه پاچاهي او د راتلونکي تیاري (لنډه کیسه)

يحیی تمیم by يحیی تمیم
اگست 2, 2026
in شعر او ادب
0
یو کلنه پاچاهي او د راتلونکي تیاري (لنډه کیسه)

په پخوا وختونو کې یو داسې ښار و چې د ښار خلکو به پاچا پخپله ټاکه او هغه به یې یوازې د یو کال لپاره پاچا یا واکمن جوړولو، کله چې به د پاچا د واکمنۍ موده پای ته ورسېده، نو هغه به یې یوې لرې ټاپو ته لېږه، څو خپل پاتې عمر هلته تېر کړي او خپله به یې د ځان لپاره بل پاچا ټاکه.
یو ځل د یوه پاچا د واکمنۍ موده پای ته ورسېده، خلکو ورته قېمتي جامې ورواغوستې، پر یوه لوی فیل یې سپور کړ او د ښار په کوڅو کې یې وګرځاوه او د مخه ښې مراسم یې ترسره کړل، دا شېبې د همدې پاچا او له هغه څخه د مخکینیو ټولو پاچاهانو لپاره د غم او درد له پلوه تر ټولو سختې شېبې وې.
وروسته یې هغه په یوه بېړۍ کې کښېناوه او هغې لرې ټاپو ته یې ولېږه، څو هلته خپل پاتې ژوند تېر کړي، بېړۍ بېرته ښار ته روانه شوه. د راستنېدو پر مهال یې یوه ډوبه شوې بېړۍ ولیده او یو ځوان یې وموند چې د لرګي په یوه ټوټه پورې نښتی او پر اوبو لامبو وهي د ښار خلکو هغه وژغوره او خپل ښار ته یې راوست.
د ښار خلکو ترې وغوښتل چې د یوه ک پاچاهانو مړي یې پر ځمکه پراته ولیدل. پاچا پوه شو چې کله به پخواني پاچاهان ټاپو ته راوستل شول، نو ځنګلي حیواناتو به ووژل او وبه یې خوړل.
پاچا بېرته ښار ته ستون شو، سل تنه ځواکمن او قوي کارګران یې راټول کړل او ټاپو ته یې بوتلل. هغوی ته یې امر وکړ چې ځنګل پاک کړي، د حیواناتو او پخوانیو پاچاهانو پاتې شوني لرې کړي او بې ځایه ونې پرې کړي. پاچا به هره میاشت ټاپو ته تلو او د کار پرمختګ به یې په خپلو سترګو کتلو.
کار په چټکۍ سره روان و له یوې میاشتې وروسته، ډېری مضر حیوانات او ګڼې بې ځایه ونې له منځه ولاړې. په دویمه میاشت کې ټاپو بشپړه توګه پاکه شوه. بیا پاچا امر وکړ چې په ټوله ټاپو کې باغونه جوړ کړي او ګټور حیوانات لکه چرګې، هیلۍ، وزې او غواګانې پکې وروزي.
د درېیمې میاشتې په پیل کې یې کارګرانو ته امر وکړ چې یو لوی کور او د بېړیو لپاره یو بندر جوړ کړي. وخت تېر شو او ټاپو په یوه ښکلي ځای بدل شو.
پاچا هوښیار و؛ په ښار کې به یې ساده جامې اغوستې او پر خپل ژوند به یې لږ لګښت کاوه، خو هغه مال او شتمني چې ورته ورکړل شوې وه، ټول یې د ټاپو په ابادولو لګول.
کله چې نهه میاشتې تېرې شوې، پاچا وزیران راوغوښتل او ویې ویل: «زه پوهېږم چې باید د واکمنۍ له پیل څخه ۱۲ میاشتې وروسته ټاپو ته ولاړ شم، خو غواړم همدا اوس ولاړ شم.»
وزیرانو وویل: «د قانون له مخې باید درې نورې میاشتې هم انتظار وباسې.»
درې میاشتې نورې هم تېرې شوې او د پاچا د واکمنۍ یو کال بشپړ شو، خلکو بیا هم هغه ته ښکلې جامې ورواغوستې، پر لوی فیل یې سپور کړ او ورته یې ویل: «خدای پاماني، ای پاچا!»
خو دا پاچا، د پخوانیو پاچاهانو پر خلاف، خندل او موسکېده. خلکو ترې وپوښتل: «ولې خاندې؟»
هغه وویل: «پوهان او حکیمان وایي: کله چې ته پیدا شې، ته ژاړې او ستا شاوخوا ټول خاندي؛ نو داسې ژوند وکړه چې کله مرګ درته راشي، ته وخاندې او ستا شاوخوا خلک وژاړي.»
هغه زیاته کړه: «پخواني پاچاهان د خپلې واکمنۍ پر مهال د مال او ښار په خوندونو بوخت وو، خو ما د راتلونکي په اړه فکر وکړ، ما پلان جوړ کړ، ټاپو مې ورغولو او په یوه کوچني جنت مې بدله کړه، څو خپل پاتې ژوند پکې په ارامۍ او راحت سره تېر کړم.»
له دې کیسې څخه زده کوو چې دا دنیا د آخرت کرونده ده، موږ باید د دنیا په خوندونو کې دومره ډوب نه شو چې آخرت هېر کړو، که څه هم ژوند مو د پاچاهانو وي. باید ساده ژوند وکړو او د خپل ابدي ژوند او کور په لور تیاری وکړو.
اللهم ارحم في الدنيا غربتنا، وارحم في القبور وحشتنا، وارحم موقفنا غداً بين يديك، واجعلنا من عبادك الذين يستمعون القول فيتبعون أحسنه.

Previous Post

رښتینی امریکايي

Next Post

بت شکن مجله، اسد ۱۴۰۵ هـ.ش

اړوند مطالب

No Content Available
Next Post
بت شکن مجله، اسد ۱۴۰۵ هـ.ش

بت شکن مجله، اسد ۱۴۰۵ هـ.ش

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

© 2025 - 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد أفلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • ابدي ژوندي
    • شعر او ادب
    • سیرت
    • اند او پند
    • د اسلافو تاریخ
    • د تاریخ درسونه
    • تاريخ
  • ګڼې
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه

© 2025 - 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Go to mobile version