په اسلامي تاریخ کې داسې پېښې هم شوې دي، چې د جهاد او سرښندنې په لومړي صف کې جنګېدونکو ځینو مجاهدینو به له فتحې وروسته دا فکر وکړ، چې نور نو جهاد ختم شو او موږ به خپل عادي ژوند ته ور وګرځو، خپل تجارت، زراعت یا بل هر کسب چې پخوا یې د جهاد په وجه پرېښی و، خو د الله تعالی سنت او طریقه داسې نه ده، الله جل جلاله جهاد د نورو عباداتو په څېر نه دی ګرځولی، چې د بنده ګانو له ذمې څخه په یو وخت کې ساقط شي. یعني نه لمونځ دی، چې په ورځ کې پنځه ځله فرض دی، نه روژه ده، چې په کال کې یې یوه میاشت نیول فرض دي، نه زکاة دی، چې پر صاحبِ نصاب باندې په حولانِ حول سره فرض ګرځي او نه هم حج دی، چې په ټول عمر کې په مالدارو خلکو یو ځل فرض دی، بلکې دا فرض پر هر بالغ مسلمان چې شرعي عذر ونه لري، دائمي فرض دی.
دا فکر چې جهاد هم شاید ساقط ګرځي په خیر القرون کې او د نبي الملاحم صلی الله علیه وسلم په لښکر کې هم د مکې مکرمې له عظیم الشانه فتحې وروسته په ځینو صحابه کرامو رضی الله عنهم کې پیدا شو، چې هماغه مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې فکري ناروغۍ علاج وکړ او ویې فرمایل:
کذب؛ الآن الآن جاء القتال
هغه درواغ وایي؛ اصلي قتال اوس پیل شو
دا جمله یوازې د یوې شیبې خبره نه وه، بلکې د یوه شرعي دریځ او مفکورې بنسټ او اساس و، چې امت ته یې له فتحې وروسته له خپلې سلاح، داعیې او هدف څخه د غفلت نه کولو درس ورکړ. د اسلام تاریخ شاهد دی، چې مسلمانان تل هغه وخت له ماتې سره مخ شوي دي، چې همدا مصطفوي ﷺ پیغام یې هېر کړی وي او یوازې د بريا په نغارو او شعارونو یې ځانونه تېر ایستلي وي، له همدې امله یې نظم کمزوی شوی وي، صفونه یې ګډوډ شوي وي او د مسئولیت احساس یې د احساساتو او خوښیو قرباني شوی وي.
دا زرینه جمله خو یوازې د بدر، احد او فتح مکې د ګډونوالو غازیانو له پاره نه وه، بلکې د امت د هر مجاهد له پاره ده. امت هغه وخت نه لوېږي، چې دښمن یې ځواکمن وي، بلکې هغه وخت لوېږي، چې خپل ځان ته درواغ ووایي، چې ګواکې خطر کم شوی دی، امتحان پای ته رسېدلی دی او نور نو قربانۍ ته اړتیا نشته.
نن چې الحمد لله په افغانستان کې له شل کلن اشغال څخه د بې شمېره قربانیو په بدل کې ازادي اخیستل شوې ده او د الله تعالی د دین کلمه لوړه ده، دلته هم مجاهدین له همداسې حالته تېرېږي، نو دا ډېره اړینه ده، چې هر مجاهد د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا مبارک قول په ذهن کې وساتي، چې اصل د جهاد میدان اوس پرانیستل شوی دی، د اسلام د غالب راوستلو او د کفر د ځپلو له پاره اوس زمینه مساعده شوې ده او افغانستان د اسلام او مسلمانانو یوه ارامګاه او مرکز د جوړولو فرصت اوس مهیا شوی دی، نو پورته خبرو ته په نظر کولو سره په کار دی، چې هوش سنبال کړو، خپل هدف ته متوجه شو او له دې عظیم نعمت څخه داسې استفاده وکړو، څنګه چې یې حق ده، تر څو هم د الله تعالی په وړاندې خپل مسئولیت په اکمله معنی سره ترسره کړو او هم مو خپلو نسلونو ته د استقلال او آزادۍ رښتینی تاریخ جوړ او پرېښی وي.
و ما ذالک علی الله بعزیز






