پنجشنبه, اگست 27, 2026
بت شکن
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد أفلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • ابدي ژوندي
    • شعر او ادب
    • سیرت
    • د تاریخ درسونه
    • د اسلافو تاریخ
    • اند او پند
    • تاريخ
  • ګڼې
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه
No Result
View All Result
بت شکن
No Result
View All Result
Home افغانستان او امت

د بې نظمه کابل پر وړاندې د خلکو او دولت مسؤولیت

بریالی by بریالی
اگست 2, 2026
in افغانستان او امت
0
د بې نظمه کابل پر وړاندې د خلکو او دولت مسؤولیت

پخواني اسلامي خلافتونه او حکومتونه د نورو ویاړونو او افتخاراتو ترڅنګ په دې هم مشهور و چې د دولت مرکز به په خورا ښه او زړه راښکونکي شکل سره جوړ شوی و، که څه هم چې د اسلامي حکومت اولینۍ دنده دا ده څو شریعت پلی کړي، په مسلمانانو باندې لمونځ قائم کړي، زکات ترې راټول کړي، امربالمعروف او نهی عن المنکر وکړي، همدا د ژوند هدف او د اسلامي نظام دندې دي، بلکې د مسلمانانو یوازینۍ هدف د الله تعالی عبادت او هغه ته ځان رسول دي، خو بیا هم د مسلمانانو د سوکالۍ لپاره د منظم او پاک ښار جوړولو ته حضرت عمر رضي الله عنه هم توجه کړې وه او د کوفې او بصرې په شان نور زیات ښارونه یې ودان کړي وو‎، تر څو د الله تعالی د دین د سرلوړۍ لپاره مسلمانان هلته پاتې شي، آرام وکړي، تجارت وکړي او علم او ادب ته کار وکړي. له خلفاء الراشیدینو وروسته د اموي، عباسي او یا له هغوی څخه د وروسته خلافتونو په زمانه کې هم زیات ښارونه جوړ شول چې ځینې یې لکه بغداد، قاهره، مراکش او قرطبه تر اوسه پورې د اسلامي معمارۍ د یو شهکار په توګه یادیږي. بغداد د اموي خلافت په وخت کې جوړ شوی ښار و چې له لومړي سره ورته نقشه جوړه شوې وه او یو له متمدنه ښارونو څخه ګڼل کېده، چې په منځ کې یې له اوبو ډکې ویالې بهېدې او په اموي زمانه کې یې د نفوس شمېر تر یو میلیون کسانو پورې رسیده، همدا شان د پخوا وخت څخه را پاتې بل ښار چې تر اوسه پورې خلک ورته حیران او ګوته په غاښ پاتې هغه د قرطبې ښار دی، چې د اموي کورنۍ اړوند شخص «عبدالرحمن الثالث» لخوا په اندلس کې جوړ شوّدی او د اندلس مرکز یا پایتخت ګڼل کېده، دا ښار به د شپې له طرفه په چراغونو روښانه او له هر ډول کثافاتو څخه پاک وو، په دې ښار کې هغه وخت تر یو میلیون کسانو پورې ژوند کولو په داسې حال کې چې د اروپايي هېوادونو په نورو کفري مرکزونو کې تر پنځه ویشت زره زیاتو کسانو ژوند نشو کولای. د دې ښار ودانی په ځانګړې توګه د الحمراء ماڼۍ، د اوبو رسولو شبکه او د فاضلاتو د ټولولو ترتیب تر اوسه پورې د یوې معجزې په توګه یادیږي، دا هماغه ښار دی چې کله به ورته نور سیلانیان او شاعران راغلل نو حواسو به یې کار پرېښود، لکه څنګه چې فرانسوي شاعر ویکتور هوګو لیکي:

«ای الحمراء! اې الحمراء! اې بې مثاله ماڼۍ! پرېښتو په څومره عجیبه شکل سره جوړه کړې او منظمه کړې یې؛ اې د عزت او ښایست لویې ماڼۍ! تر نن ورځې پورې سپوږمۍ ستا په طلايي دېوالونو باندې خپلې شعاوې غوړوي، په شپه کې ستا له ښکلا څخه داسې نغمې پورته کیږي چې عقل ورته کار پرېږدي»1

کابل هم په نن ورځ کې د ځمکې پرمخ د یوازیني، سوچه، اسلامي حکومت مرکز ګڼل کیږي، دا ښار که له یوې خوا د وخت ناخوالو آرامۍ، سوکالۍ او آبادۍ ته ندی پرېښی، له بلې خوا په دې ښار پخوانیو واکمنو حاکمانو او عام ولس هم ورسره هغه ډول وفا نده کړې څنګه چې باید شوې وای، دلته مو مطلب دا دی چې دولتونو اکثره د دې ښار جوړوېدو ته د هماغه ورځې له نظره کتلي، د اوږد مهال پلان یې ندی جوړ کړی، د لویو لارو، د کورونو د نقشو، د نفوسو د کنټرول، د منظمې اوبو رسولو د شبکې، د منظم فاضلاب د سیستم، او منظمو مارکېټونو جوړولو ته خو له سره توجه نه ده شوې، له همدې امله نن ورځ مونږ وینو چې په دغه څو میلیوني ښار کې نه نظم شته، نه منظم او معیاري کورونه، نه د نفوس په اړه څوک دقیق خبر لري او نه هم د اوبو د بحران لپاره کار شوی دی؛ البته باید ووایو چې د دولتونو ترڅنګ عام ولس هم له خپل ټاټوبي او ښار سره د وفا اراده نلري، هرڅوک غواړي یوازې یو کور ولري چې سر یې پکې پټ وي او ژوند یې پکې راحت شي، نور په دې فکر نه کوي چې آیا دا کور په قانوني ځمکه باندې جوړیږي یا د غصب په ځمکه، په منظم شکل جوړیږي او که غیر معیاري، د موټر ایستلو په وخت د ترافیکو قوانین نه مراعات کیږي، د کثافاتو او نورو خوراکي توکو پاتې شوني په سرک غورځول کیږي، د اوبو په مصرف کې اسراف کیږي، د کور او دوکان مخه د خپلې ګټې لپاره استعمالوي او نور دا فکر نکوي چې دا به نورو خلکو ته تاوان رسوي کنه، د عامو خلکو د ګټې لپاره کارېدونکو وسایلو ته توجه نکوي او اکثره یې په لوی لاس خرابوي.

دا چې اسلامي امارت له یوې خوا د افغانستان له پاک او سپېڅلي حریم څخه د جهاد په نتیجه کې اشغالګر وشړل، امنیت یې ټینګ، فساد یې ورک او د امر با لمعروف او نهی عن المنکر فریضه یې تر اوسه په ښه توګه اداء کړې ده، د الله تعالی څخه غواړو چې نور هم دغې برخې ته متوجې شي او د نړیوالو له ټولو فشارونو سره سره بیا هم په دې برخه کې سستي ونکړي، له بلې خوا یې د مسلمان ولس د خدمت او هوساینې لپاره شپه ورځ یوه کړې او غواړي دا ښار آباد کړي نو خپله دولت او ولس ته ښايي چې ځینې ځینې نقطې په نظر کې ونیسي، تر څو نه د ښار په آبادۍ کې خنډ رامنځ ته شوی وي او نه هم عام مسلمان ولس ته زیان او تاوان رسیدلی وي او یا یې ورځنۍ چارې ګډې وډې شي:

  1. د کابل پر ځای د نورو ښارونو آبادول: دا چې کابل د خپل جوړښت له لومړۍ ورځې څخه د کومې نقشې او پلان په اساس ندی جوړ شوی او اوس مهال یې نفوس تر میلیونونو اوړي نو ځکه خو اوس وخت کې د دې ښار منظمول خپله یو لوی کار او زیات مصرف ته اړتیا لري، په اوسنیو شرایطو کې ممکن نه بریښي چې کابل په هغه ډول جوړ شي کوم ډول چې باید یو ښار او یا د یوه دولت مرکز واوسي، له بلې خوا د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې د پروګرام (هبیات) د یوه راپور له مخې چې څو اونۍ وړاندې یې نشر کړ، ډېری افغانان هڅه کوي چې ښارونو ته لاړ شي، د راپور له مخې تر ۲۰۶۰ میلادي کال پورې به د افغانستان د نفوس تر نیمايي زیاته برخه په ښارونو کې ژوند کوي، نو دولت ته ښايي تر څو دغې برخې ته له اوس څخه پلان جوړ کړي، د کابل پر ځای باید ځینې نور لوی ښارونه آباد کړي، تر څو د نفوس د زیاتوالي په وخت کې هغه ډول ناخوالې تکرار نشي کومې چې اوس مهال د کابل په ښار کې لیدل کیږي. باید یادونه وکړو چې اسلامي امارت په عملي توګه د نوي کابل ښار د جوړولو کار پیل کړی دی، چې د میلیونونو خلکو لپاره به یو منظم ښار وه اوسي، دا یوه ستره لاسته راوړنه ده او په دې برخه کې د اسلامي امارت هڅې د ستایلو دي، البته چې هغه ښار باید د ټولو اوسنیو او راتلونکو معیارونو په نظر کې نیولو سره جوړ شي او یوازې په نوي کابل باندې بسنه ونشي، بلکې په نورو ځایونو کې هم دې ته د ورته پروژو ضرورت لیدل کیږي، د دې لپاره یوه منظم کار ته اړتیا ده، باید ښارونه مشخص، پلان او نقشې ورته جوړې، د اوبو او خوړو، لارو او سرکونو، بازار او دوکانونو غم یې وخوړل شي او چاته اجازه ورنکړل شي چې په خپل سر آبادۍ او بې پلانه معمارۍ وکړي، البته چې یادونه باید وشي، چې د کابل د مشکل د حل لپاره د کابل نېږدې اور لري ولایتونو کې د دا ډول ښارونو د جوړولو اړتیا تر نورو ځایونو زیاته ده.

  2. په یو وخت کې د زیاتو پروژو له شروع څخه ډډه کول: له کله چې اسلامي امارت راغلی دی نو د کابل ښاروالۍ هڅه کړې ده تر څو د کابل آبادۍ او ودانولو ته کار وکړي، د همدې موخې لپاره یې زیاتې پروژې شروع کړې هم دي چې ځینې یې بشپړې شوې او په ځینو باندې اوس هم کار روان دی، خو دا چې له یوې خوا افغانستان د اقتصاد له پلوه یو غني او مالداره هېواد ندی او له بله پلوه په کابل ښار کې په میلیونونه کسان ژوند کوي نو ځکه خو د پروژو د پلي کولو سرعت کم او د خلکو بیروبار او مشکلات زیات شوي دي، د مثال په ډول ویلای شو چې په سرکونو د کار له امله راه بندۍ او د ترافیکو زیاتوالی باعث شوی دی چې خلکو ته تکلیف ورسیږي، د کابل ښاروالۍ ته ښايي تر څو د کابل ښار په هره لاره او کوڅه باندې په یو وخت کار شروع نکړي، بلکې خپلې مالي او بشري منابع دې پر یو ځای راټولې کړي او د یو ځای له جوړېدو وروسته باید چې بل ځای کار شروع کړي.

  3. د عامه پوهاوي په برخه کې کار کول: د کابل ښاروالۍ او اړونده ادارې د ښار په نظافت باندې خورا زیات مصارف کوي، سرکونه پاکوي، ویالې او سیند پاکوي خو له یوې هفتې وروسته د سرکونو په سر او د ویالو په منځ کې بیرته هغومره کثافات پیدا کیږي چې باید حتما پاک شي، په دې برخه کې ولس خورا بې باکه چلند لري او تر اوسه پورې د خپل ښار پاکوالي ته هېڅ توجه نه کوي، نو ښاروالۍ ته ښايي تر څو د خپلو مصارفو یوه برخه په عامه پوهاوي ولګوي، د نورو ادارو سره د همکارۍ تړونونه وکړي، د حج او اوقافو د وزارت په مرسته د مسجدونو امامان اړ کړي ترڅو خلکو ته په دې اړه پوهاوۍ ورکړي، د پوهنې وزارت په مرسته په ښوونځیو کې سیمینارونه ورکړي، د ښوونځیو زده کوونکي په نوبتي شکل سره د اشر یا ګډ کار لپاره را وباسي تر څو هغوی زده کړي چې د ښار پاکوالۍ یعني څه؟ همدا شان د تحصیلاتو وزارت سره په همکارۍ د پوهنتون محصلین په عملي او نظري توګه وروزي، اشر ته یې وباسي، ښار ورباندې پاک کړي، له ښاري فرهنګ سره یې آشنا او په غوړېدنه کې یې برخوال کړي.

  4. د خلکو لپاره ځایونه مشخصول: په تېرو څو کلونو کې د کابل ښار د نظم په برخه کې په کار بوختې او اړوندې ادارې یوازې په دوو برخو کې لاسته راوړنې لري، لومړی د لاسي کراچیو لپاره د ځایونو مشخصول او دوهم د ولایتي موټرو د اډو لپاره د ځایونو مشخصول، اګر چې په دې اړه اقدام شوی دی خو بیا هم دا هرڅه یوازې یو پلان پاتې شوی دی، ځکه چې نه خو لاسي ګاډۍ په مشخصیو ځایونو کې دریږي او نه موټر مشخصو اډو ته ځي، نو اړونده ادارې باید توجه ورته وکړي او د دې ترڅنګ په ښار کې د عامه پارکېنګ لپاره ځایونه مشخص، جوړ او آماده کړي تر څو خلک اړ نشي چې د سرک په سر خپل موټر یا نور وسایط پارک کړي.

  5. د قانون ماتوونکو لپاره جزايي اصول وضع کول: په نړۍ کې اکثره ترافیکي قوانین د ترافیکي جریمو په زور پلي کیږي، څوک چې په ښار کې ګرځي نو باید ټولو اصولو ته پام وکوي کنه نو د دوی له بانک اکونټ څخه د جریمې په اندازه پیسې ګرځول کیږي، همدا شان نورو برخو کې هم دغه ډول اصول شته، حتی ځینو ځایونو کې په اصولو ماتوونکو باندې عامه کارونه کیږي، د مثال په ډول که یو څوک خپل کثافات د سرک په سر واچوي نو دولت هغه سړی مکلف او مجبوروي چې د یوې ورځې لپاره په ښار کې کثافات ټول کړي، په دې سره بیا دا سړی کوښښ نکوي چې بل ځل دا غلطي تکرار کړي او همدا د یوې ورځې په نتیجه کې یې یوه اندازه نور ښار هم پاکیږي. نو دا خو د خارجو هېوادونو حال وو، دا چې په افغانستان کې هم دا ډول غیرقانوني کړنې کیږي نو د نورې نړۍ د جریمو برعکس2 باید چې دلته د مجازاتو او تأدیب (ادب ورکولو) لپاره یوه واضحه تګلاره موجوده وي، د مثال په ډول دلته په ترافیکي برخه کې اکثره شکایت دا وي چې د دولت پورې اړوند کارمندان په خپلو دولتي موټرونو کې ترافیکي اصولو ته توجه نه کوي، له بلې خوا په ټولو دولتي ادارو کې د اړونده نقیله واسطې او د هغوی د چلوونکي په اړه ټول معلومات موجود وي، نو که چېرې ځینې هغه کسان چې دا ډول غیر اصولي کړنې کوي محکمه او مجازات شي او نقلیه واسطه یې قید شي، نو به نورو خلکو ته عبرت ګرځېدلي وي او بیا به هېڅکله دا ډول کړنې تکرار نشي.

  6. د دولت او خلکو متقابله همکاري: دا چې دولت په ټولو امورو کې نشي کولای مداخله وکړي او یا دومره وس او توان نلري نو خلکو ته هم ښايي چې د دولت ترڅنګ ودریږي، که څوک هرڅومره د یوه دولت خلاف وي بیا هم باید چې هغه ډول اصولو کې مخالفت ونکړي د کومو چې ګټه او منفعت عامو خلکو او مسلمان ولس ته رسیږي، خلک باید چې د دولت له زور پرته خپلو خپلو چارو ته متوجې شي، موټروان باید خپل موټر د اصولو له مخې وچلوي، ټکسي وان باید هغه ډول لاړ شي او خپله ټکسي واني وکړي کوم ډول چې د دولت له خوا ورته ویل کیږي، کراچی وان باید د دولت له خوا ورته مشخص کړل شوي ځای ته لاړ او د سرک سر باندې خپله کراچۍ ونه دروي، تجاران د خپل لوی موټرونه د شپې لخوا ښار ته داخل کړي، د کور جوړونکی باید چې کور جوړولو پروخت د ښاروالۍ اصول او د اسلام د مبارک دین هغه لارښوونې په نظر کې ونیسي چې په واسطه یې خطر هم له خپل ځان او هم له ګاونډیانو څخه خوندي کیږي، د کور اوسېدونکي او ښار ته راوتونکي باید خپل کثافات په منظم ډول ټول کړي او بیا یې یو مشخص ځای کې واچوي په لار د کثافاتو او پلاستیکونو اچول خورا ناوړه کار دی او له دې ټولو سره سره باید دولت هم په خلکو باندې څار وکړي او دې چارو ته یې متوجې او مجبور کړي.

په آخر کې ویلای شو چې د افغانستان په څېر د یوه اسلامي هېواد او دولت پایتخت باید مثال وي او لکه د پخوانیو اسلافو غوندې باید موږ هم د نورو دیني او دنیوي چارو ترڅنګ دې برخې ته متوجې واوسو، لکه څنګه موږ امر بالمعروف او نهی عن المنکر ته د فریضې په سترګو ګورو او زیات فکر مو باید چې په همدې برخه وي، همدغه شان باید د مسلمانانو د هوساینې لپاره کار کولو ته هم د عبادت په نظر وګورو، خلکو ته امکانات برابر شي تر څو خلک د همدغو امکاناتو څخه په استفادې سره خپل آخرت ته لا زیاته آمادګي ونیولای شي، خلک په دې برخه کې د ځان ملګري کړو، عملي او مؤثر اقدامات ترسره کړو تر څو زمونږ ټول ښارونه په ځانګړې توګه د کابل ښار له دې ناخوالو او بیروبار څخه خلاص شي.

دا یو څو کلمې وې چې د دې ښار د یوه اوسېدونکي له لوري د هغه د شخصي تجربو او لیدنو په اساس لیکل شوې دي، د کابل ښاروالۍ تر دې زیاته پوهه او مسلکي کدرونه لري، هغوی باید په خپلو کارونو کې جدي شي او په سنجیده، مسلکي، واقعي او عملي توګه خپلې چارې پرمخ بوزي او د دې خواږه ښار څخه یو ځل بیا هغه کابل جوړ کړي چې په نېږدې ساحه کې به یې سیال نه لیدل کېده، همدا شان د خپل پلانونه د راتلونکو پنځوسو کلونو لپاره جوړ کړي نه دا چې د نن ورځې لپاره پلان جوړیږي او د سبا غم نه وي. خلک هم باید د خپل دولت ملاتړي شي، د اسلامي حکومت سره خپلې همکارۍ ته د عبادت په نظر وګوري او د خپلو اولادونو د راتلونکي لپاره فکر وکړي.

اِنْ اُرِيْدُ اِلَّا الْاِصْلَاحَ مَا اسْتَطَعْتُ ۭ وَمَا تَوْفِيْقِيْٓ اِلَّا بِاللّٰهِ

زه خو اصلاح کول غواړم ترڅو مې چې وس رسیږي او زه چې د څشي سرته رسول غواړم هغه په ټوله معنا د الله په توفیق پورې تړلي دي.

❊❊❊❊

1 من روائع حضارتنا، مصطفی السباعي

2 مالي جریمې د شریعت د مقدس دین په رڼا کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په امر بندې شوې دي، نو ځکه دلته د نړۍ برعکس باید چې جریمې نه وي او پرځای یې د تأدیب او ادب ورکولو لپاره اصول او مقررات وي.

Previous Post

په جګړه کې د ایډیالوژۍ اهمیت او د الله تعالی د حاکمیت لپاره د جګړې ستراتیژیکه اړتیا

Next Post

د ژبې له بد کارولو او بدګمانۍ څخه ځان وساتئ!

اړوند مطالب

د فتحې پنځمه کلیزه مو مبارک شه …!
افغانستان او امت

د فتحې پنځمه کلیزه مو مبارک شه …!

اگست 15, 2026
په شام کې د جهاد راتلونکی (څلورمه برخه)
افغانستان او امت

په شام کې د جهاد راتلونکی (څلورمه برخه)

اگست 2, 2026
په مرمیو باندې مینه کړئ!
افغانستان او امت

په مرمیو باندې مینه کړئ!

اگست 2, 2026
د امریکا د خپلواکۍ ۲۵۰ مه کلیزه؛ تور تاریخ، قاتل هېواد او بې افتخاره ملت
افغانستان او امت

د امریکا د خپلواکۍ ۲۵۰ مه کلیزه؛ تور تاریخ، قاتل هېواد او بې افتخاره ملت

جولای 4, 2026
په شام کې د جهاد راتلونکی (دریمه برخه)
افغانستان او امت

په شام کې د جهاد راتلونکی (دریمه برخه)

جون 30, 2026
له فتحې وروسته…!
افغانستان او امت

له فتحې وروسته…!

جون 30, 2026
Next Post
د ژبې له بد کارولو او بدګمانۍ څخه ځان وساتئ!

د ژبې له بد کارولو او بدګمانۍ څخه ځان وساتئ!

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

© 2025 - 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد أفلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • ابدي ژوندي
    • شعر او ادب
    • سیرت
    • اند او پند
    • د اسلافو تاریخ
    • د تاریخ درسونه
    • تاريخ
  • ګڼې
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه

© 2025 - 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Go to mobile version