جمعه, اکتوبر 16, 2026
بت شکن
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد أفلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • ابدي ژوندي
    • شعر او ادب
    • سیرت
    • د تاریخ درسونه
    • د اسلافو تاریخ
    • اند او پند
    • تاريخ
  • ګڼې
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه
No Result
View All Result
بت شکن
No Result
View All Result
Home افغانستان او امت

اسراۍيل الکبری (له نیله تر فراته لیدل شوی صهیونستي خوب)

محمد طنین by محمد طنین
اکتوبر 12, 2026
in افغانستان او امت
0
اسراۍيل الکبری (له نیله تر فراته لیدل شوی صهیونستي خوب)

څرنګه وخاندم پداسې حال کې چې اقصی أسیره ده؛ څرنګه خوشحالي وکړم پداسې حال کې چې د أقصی په انګړ کې د صلیبي آسونو طبیلې دي؛ بیت المقدس هغه مبارکه ځمکه چې د أسمانونو برکات او د أنبیاوو د قدمونو خوشبویي لا هم پکې حس کیږي؛ اوس یې هم منارونه پر دې انتظار هسک ولاړ دي چې بیا به ایوبي صلاح الدین رحمه الله د اسلام توغ پرې نصبوي، د زنګي نورالدین رحمه الله ممبر به بیا پخپل مکان نصب او پر سر به یې علماء، ځوانان د جهاد او قتال سنګرونو او د خپلو وروڼو نصرت ته سوق کوي.
أقصی د هر مؤمن د زړه تپېدا، د أیمان نښه، د عزت سنګر او د تاریخ یو زرین باب دی؛ د أقصی پر منارو، مستحکمو برجونو، دروازو، لا هم د صبر، ازادۍ او قربانۍ کیسې حک شوې معلومیږي!
أقصی د هر مؤمن د عقیدې محور دی، دلته زموږ خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ټولو أنبیاوو د امامت شرف تر لاسه کړی؛ له همدې ځایه متعال رب خپلو أسمانونو ته بللی، دا د معراج او مسری مکان دی!
پدې مبارکه ځمکه کې د انبیاوو دعاګانې، د شهیدانو وینې د مؤمنانو اوښکې او د مظلومانو آهونه امانت ساتل شوي دي!
په فلسطین کې د زیتون هره ونه د صهیونیستي غاصب رژیم تر تاریخ اوږد عمر او ژورې ریښې لري؛ ددوی نیکونه په اروپا کې رټل کېدل چې دلته مؤمنانو د زیتون حاصل راټولولو! فلسطین لکه څرنګه چې مسلمانانو ته ارزښت لري عیسویان هم ورته په احترام قایل دي، دلته د عیسی “ع” د روضې په شتون باوري دي او هم د خپلو مقدسو اماکینو د شتون دعوه داران دي؛ د عیسویانو تر څنګ یهود یې هم دعوه لرونکي دي او ورته د وعده کړل شوې ځمکې په نظر ګوري؛ همدارنګه د سیلماني هیکل آبادولو او له همدې ځایه پر نړۍ د حکومت خوبونه ویني.
دا ځمکه تل د شخړو او جنګونو میدان پاتې شوې ده، سترود سترو قوتونو تل د دې ځمکې د حصول په پار خپل زور ازمویلی ده، تاریخونو پر فلسطین واک پر ټوله آسیا د واک په معنی تعبیر کړی دی.
د ستر عمر “رضي الله عنه” د خلافت په دور کې فلسطین د اسلام په سرحداتو کې داخل شو، دا خاوره د اسلام تر حاکمیت لاندې وه، د هر دین وګړي په آزادانه ډول ورته راتلای او خپل دیني رسومات یې ترسره کولای شول، د مساجدو تر څنګ د یهودو او عیسویانو کلیساوې هم ودانې او هیڅ بندیز پرې نه وه؛ تر دې چې صلیبیانو د صلیبي جګړو په نتیجه کې اشغال او څه موده وروسته ایوبي صلاح الدین رحمه الله یې یو ځل بیا له منګولو په ژغورلو د مومنانو سترګې یخې کړې.

Greater Israel (لوی اسرائیل)

اسرائیل الکبری هغه جغرافیه چې مکمل فلسطین د 26790 کیلو متره مربع مساحت په لرلو؛ ټول لبنان د 10452 کیلومتره مربع مساحت په لرلو سره، مکمل اردن چې مساحت یې 89213 کیلو متره مربع ده، د سوریې نیمه برخه چې ۹۲٬۵۹۰ کیلومتره مربع کیږي، د عراق دوه پر درې برخه ۲۹۲٬۲۱۳کیلو متره مربع، د سعودي عربستان یوه پر درې برخه چې ۷۱۶٬۵۶۳ کیلو متره مربع د مدینې منورې او خیبر په شمول، د سینا نیمه برخه چې ۳۰٬۰۰۰ کیلو متره مربع راځي اسرائیل الکبری رسم شوي خطوط بلل کیږي؛ چې د یهودو په کتاب د صهیونیستي مشرانو پروتوکولونو کې ښکل شوي دي.
د اسرائیل الکبری فکر د دوی دیني او توراتي مراجعو ته ورګرځي چې ارض میعاد یې بولي. صهیونیستي رژیم خپلو ولسونو او نوي نسل ته دا عقیده ور تلقین کړې چې له نیله تر فراته مکمله ساحه د یهودو دیني، قانوني او ملکي حق دی؛ همدارنګه یې په بیرغ کې دوه شنې لیکې د نیل او فرات سیند ته منسوبې دي.
حاخام یهودا لیب فشمن چې وروسته د اسرائیلو لومړی د مذهبي چارو وزیر شو، په ۱۹۴۷ کال کې ملګرو ملتونو ته (UNSCOP) ویلي و چې د میعاد ځمکه یوه پراخه ځمکه ده، د مصر له نهر څخه تر فرات پورې.
ډېویډ بن ګوریون د اسرائیلو لومړی رئیس الوزراء پخپله یوه وینا کې وایي: د فلسطین اوسنۍ نقشه د بریتانیا انتداب لخوا رسمه شوې ده؛ یهودي خلک او ولس بله نقشه لري چې په تورات کې یې پر اړه راغلي ” وهبتک یا اسرائیل ما بین دجله والنیل ”
نو زموږ پر ځوانانو او لویانو واجب ده چې یې باید بشپړه کړي او هغه له نیله څخه تر فرات پورې ځمکه ده.
یاسر عرفات د ۱۹۹۰ مکال د مې په ۲۵مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې، په جنیوا کې ترسره شوه د خپلو خبرو په ترڅ کې یوه سکه د سند په توګه وړاندې او داسې تشریح کړه: غواړم د امنیت شورا پام د اسراییل الکبری په اړه یو سند ته رواړوم، لکه څنګه چې پر دې سکه کې انځور شوی دی.
هغه وویل چې دا سند د امریکا په Jewish Journal کې د ۱۹۸۹ د فبرورۍ پر ۱۹ خپور شوی و، د عرفات په وینا، په سکه کې پټه انځور شوې نقشه د اسراییل الکبری نقشه ده چې پر سر یې شمعدان نقش شوی ده.
هغه ادعا وکړه چې دا نقشه لاندې سیمې رانغاړي: ټول فلسطین، ټول لبنان، ټول اردن، د سوریې نیمه برخه، د عراق دوه پر درې برخه د سعودي عربستان یوه پر درې برخه، تر مدینې منورې پورې، او د سینا ټاپووزمې نیمه برخه یعنې عرفات ویل چې د دې نقشې پیغام د مدیترانې له سیمې تر بین‌النهرین، او د سره سمندرګي له خوا تر فرات پورې د ستر اسرائیل جوړونې د قلمرو تصور دی.

الوعد الالهي یا هم ارض میعاد:

د اسرائیل الکبری طرحه او پلان یهود خپل تحریف شوي تورات (Bible) ته منسوبوي چې په یوه برخه کې داسې راځي:
في ذالک الیوم عقدالله میثاقا مع ابراهیم قائلا:
سأعطي نسلک هذه الارض من وادی العریش الی نهر الکبیر نهر فرات، ارض القنیین والقنزیین، والقدمونین، والحثیین، والفرزیین، والرفائیین، والاموریین، والکنعانین، والجرجاشیین، والیبوسیین.( سفرالتکوین ” 21 , 15, 18 “)
ژباړه: په هماغه ورځ الله تعالی له ابراهیم سره تړون وکړ او ورته یې وویل: زه به ستا اولاد ته دا ځمکه ورکړم، د مصر له نهر (وادي العریش) څخه تر هغه لوی سیند، فرات سیند پورې؛ د قینیانو، قنزیانو، قدمونیانو، حثیانو، فرزیانو، رفائیانو، اموریانو، کنعانیانو، جرجاشیانو او یبوسیانو ځمکه.
فلسطین ته د یهودو د راستنېدو فکر لومړی ځل په اروپا کې د پروتستانت عیسوي اللورډ شافتسبري چې په 19م پیړۍ کې را څرګند شو وړاندې کړ؛ یهود یې د دوی په اصطلاح ارض میعاد یعنې فلسطین ته تللو ته وهڅول، او دیته یې متوجه کړل چې هلته تګ ستاسو د دیني مسؤلیتونو له جملې څخه دی، وروسته ډاکتر تیودر هرتزل خپل کتاب الدولة اليهودية (Der Judenstaat / The Jewish State) په ۱۸۹۶ کال کې خپور کړ؛ دا کتاب د صهیونیزم د سیاسي غورځنګ د بنسټ د ډبرې په توګه وګڼل شو او تر ننه د صهیونیزم د بنسټ او مرجع په توګه ترې استفاده کیږي؛ هرتزل پخپل کتاب کې دا نظر وړاندې کړی و چې د یهودو د ستونزو یوازینی حل یو خپلواک یهودي دولت په فلسطین کې جوړول او فلسطین ته کوچېدل دي؛ له دې کتاب یو کال وروسته یعنې په ۱۸۹۷ م کال کې ډاکتر تیودر هرتزل په سویس کې د بازل په ښار کې لومړی صهیونیستي کانګرس جوړ کړ، چې د نړۍ د ټولو یهودو نماینده ګان ورته را دعوت کړای شوي وه؛ چې همدا غونډه او کانګریس د نړیوال صهیونیستي تشکیلاتو پیل وو؛ پدې جریان کې هر یهودي مشر ته دا وظیفه ورکړل شوه تر څو خپل ولسونه او تر تسلط او خبرې لاندې یهود فلسطین ته په تللو قانع او له دیني، سیاسي، فرهنګي او اقتصادي اړخه یې په اهمیت وپوهوي؛ هغوی هم په پوره دلچسپۍ سره دې کار ته مټې راونغاړلې.
هغه وخت چې په ۱۹۲۴م ترکي الاصله یهودي مصطفی کمال اتاترک ۶۰۰ کلن اسلامي خلافت ونړاوه، د خلافت له نړیدو وروسته انګریزانو فلسطین اشغال کړ.
د انګریزي استعمار په دوران کې فلسطین ته د یهودو مهاجرتونه د یو طرحه شوي پلان پر اساس پیل شول، د نړۍ له ګوټ_ګوټ څخه اسرائیل ډلې ډلې په ځانګړو طیارو او کښتیو کې چې د مؤسسو تر عنوان لاندې یې فعالیتونه کول او د غرب بشپړه ملتیا یې مل وه کې راوړل کیدل، یوه کال کې ۶لکه یهود د نړۍ له کونج کونج څخه را جمع او فلسطین ته راوړل شول، د فلسطین هغې برخې ته به منتقل کیدل چې زراعتي او د ښې آب او هوا درلودونکې ځمکه وه، له میشت کېدو بعد یې ځمکې له فلسطیني مسلمانانو په زور وپیرلې تر څو د اوړو پزه ځانته جوړه کړي او نورې ځمکې به یې بیا غصب کولې او مسلمانان به یې له خپلو کورونو او کلیو هجرت کولو ته مجبورل، یهودو د مسلمانانو څخه پدې غصب شویو ځمکو کې په کرنه پیل وکړ، کله چې لږ ځواکمن شول له فلسطینیانو څخه یې د ځمکو په غصب پیل وکړ، د مظلومو فلسطینیانو کورونه یې په زور نیول او یا به یې ویجاړول.
د انګریزانو له وتلو څخه څو ساعته وروسته په ۱۹۴۸م د مې په ۱۴ یهودي دولت اعلان کړل شو، چې سمدلاسه د امریکا او شوروي اتحاد لخوا په رسمیت وپیژندل شو!
پدې زماني مقطع کې عربي ممالک لکه مصر، سوریه، عراق اردن او لبنان ځواکونه له اسرائیلو سره د جګړې په پار متحد شول، سترې جکړې وشوې اسرائیل ضعیف شول، زیاتې ساحې بیرته ترې فتحه شوې، چې په همدې وخت کې ملل متحد د اوربند غوښتنه وکړه او په ۱۹۴۹م کې د اوربند هوکړه وشوه. د توافق او اوربند پدې موده کې ټول غرب او امریکا د اسرائیلو ترڅنګ ودریده، قوي یې کړل، حربي ځواک یې ورته په یوه پرمختللي او معاصر ځواک بدل کړ، ویې روزل او تقویه یې کړل.
صهیونیستي رژیم یو ځل بیا د عربو پر خلاف جګړه پیل کړه چې دا ځل یې عربي ځواک ته داسې ماتې ورکړه چې تر ننه ترې په ډار دي؛ د یهودو دې بریا او عربو ماتې چې تر شا یې د امریکا او غرب نصرت وه له یهودو یو ناسور او اژدها جوړه کړه چې تر ننه لدې سرطاني غدې د نړۍ وجود په درد ده.
وروسته ورو ورو عربي ممالک د فلسطین له قضیې څخه په شا کیدل او له اسرائیلو سره یې اړیکې جوړولې.
لومړی اسلامي هېواد چې له اسرائیلو سره یې په ۱۹۷۹م صلح وکړه هغه مصر وه، ۱۹۹۴م کال کې اردن صلح ورسره وکړه، او کرار کرار نورو اسلامي هېوادونو له اسرائیلو سره د هوکړې مزي غزول، تر دې چې عربستان هم دا پست عمل وکړ.
او د امت قضیه، د ستر عمر رضي الله عنه او صلاح الدین رحمه الله څخه را پاتې اقصی یې پر یهودو وپلورلو، مظلوم فلسطینیان یې د وحشي درنده ګانو پنجو کې بند پریښودل.
یهودو د امریکا جمع ټول غرب او اروپا په ملتیا فلسطین کې خپل قوت پیاوړی کړ او پر مټ یې ورځ په ورځ د خپل غاصب رژیم د تحکیم ساحه پراخوله.
له ۱۹۴۸م کال را وروسته د فلسطین مبارکه جغرافیه ټوټه ټوټه شوه؛ میلیونونه فلسطینیان ورونه مو له خپلو کورونو او ځمکو وشړل شول او په غزه، لوېدیځه غاړه، ختیځ بیت‌المقدس، اردن، لبنان، سوریه کې او د نورې نړۍ مختلفو برخو ته د کډوالۍ ژوند ته اړ شول، نن د فلسطینیانو مسلمانو ورونو ورته پاتې اصلي سیمې تر ډېره غزه او لوېدیځه غاړه ده؛ چې دوه لسیزې غزې د یو سرخلاصي زندان بڼه ځانته غوره کړې وه او د تېرو درې کلونو په موده کې پکې د بیزوګانو د اولادې یهودو لخوا یوه بې رحمه نسل وژنه پکې تر سره کیږي او په لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلي پوځي کنټرول، پوستو او مېشت‌ ځایونو له امله د فلسطینیانو سیمه‌ واله پیوستون سخت کمزوری شوی دی، محلي اربکي ډوله بدماشان د مسلمانانو کلیو ته اورونه اچوي، ماشومان او ښځې په زور ترې بیایي، فصلونه یې ویجاړوي، څاروي یې په زور ترې بیایي.
دا هر څه د یو منظم پلان په اساس کیږي، تر څو د فلسطین له خاورې مکمل مسلمانان وباسي او نوموړې جغرافیه په بشپړه توګه یهودي کړي.
د کتائب القسام نظامي مسؤل او د طوفان الأقصی د مبارکو عملیاتو طراح أبو خالد محمد الضیف تقبله الله ددې یهود نړونکو بریدونو د پیل د اعلان په سهار پخپله تاریخي او ایماني وینا کې د ستر اسرائیل جوړولو او اقصی د اشغال موضوع داسې روښانه کړه:
صهیونیستي رژیم زموږ خاورې اشغال کړې، زموږ ولسونه یې هجرت ته مجبور کړل، زموږ ښارونه، کلي او بازارونه یې ونړول، او زموږ د خلکو په حق کې د سلګونو جرمونو مرتکبین شول، ماشومان، شیوخ او خویندې مو وژني، نړیوال ټول قوانین یې تر پښو لاندې کړل، او هیچا د څه ویلو جرئت ورته ونشو کړلای!
دوی په القدس الشریف، اقصی او دریم حرم کې د سترو جنایتونو مرتکبین شول، مسلمانان یې مسجد ته له داخلېدو او هلته له لمانځه منع کړل، له سپیو سره د دوی پوځیان د اقصی مسجد ته داخلیږي؛ د طوفان الأقصی مبارک عملیات د یهودو، د اشغال، پر مؤمنانو د ظلمونو، د خپلو خاورو د بیرته نیولو، او خپلو بندي مؤمنو ورونو او خویندو د ازادۍ او د اقصی نړونې او د سلیماني هیکل د جوړونې د پلان د خنثی کولو په پار پیل شول؛ د اسلام د لومړي دفاعي سنګر ستر سپه سالار محمد الضیف تقبله الله ټولې اسلامي نړۍ او عربي هېوادونو ته په خطاب کې وویل: د طوفان الأقصی عملیات د هغه چا څخه د غچ اخیستنې په تکل پیل شول چې زموږ د خوږ پیغمبر سپکاوی یې کړی ده؛ نن د اقصی غضب انفجار کړی، داد امت غضب دی، داد احرارو غضب دی؛ اې مجاهدینو دوی ووژنئ هر چیرې مو چې وموندل، له هغو ځایو یې وباسئ چې تاسو یې ویستلی وی، ماشومان او بوډاګان مه وژنئ، وجنګیږئ او ملایکې له تاسو سره په یو صف کې د دښمن پر وړاندې ولاړې او جنګیږي.
ټول عربي او اسلامي پوځونه ددې غاصب رژیم د نړونې په پار متحد شئ؛ اې اسلامي امته همدا نن نه سبا د اقصی پر لور راوخوځیږئ، هیڅ تحریم او سرحدي کرښې مو لدې سپیڅلي جهاد او د اقصی د آزادۍ سره له اشتراکه منع نکړي.
سپک او درانه راووزئ د الله تعالی په لاره کې پخپلو مالونو او ځانونو سره جهاد وکړئ؛ همدا نن یې ورځ ده، څوک چې ټوپک لري راوادې خلي او راودې وځي او که څوک ټوپک نلري خپل ساطور او چاړه دې راوخلي، خنجر دې راوخلي او یا دې په بوتل کې تېل واچوي او راودې وز‎ځي.
همدا نن یې ورځ ده راشئ د تاریخ یو زرین باب پرانیستل کیږي، هغوی چې غواړي خپل نوم د هېواد او قوم نوم یې په نوراني الفاظو پکې ولیکل شي.
د اسلام دې نومیالي سالار د طوفان الأقصی د مبارکو عملیاتو د پیل څخه شپږ میاشتې بعد بیا وایي:
دا جګړه د الله تعالی په مرسته روانه ده د بل هیچا مرسته نشته راسره، موږ په الله جل جلاله دا ایمان لرو چې موږ او زموږ د ولس قربانې به نه ضایع کیږي، د دنیا اسباب ختم شول مګر د ناصر رب اسباب پر هغه باندې د توکل له امله نه ختمیږي، اې دوه میلیارده امته تاسو راپورته نشوی دا زموږ هیله وه چې زموږ امت به د اقصی د ازادی او له موږ سره د نصرت په پار د فلسطین د پولو په لور راوخوځیږي خو داسې ونشول، موږ لسګونه کلونه ددې عملیاتو لپاره په چمتوالي تېر کړي دي لدې عملیاتو سره د امت شرکت شرط مګر داسې ونشول.
د اسلام د لومړي دفاعي سنګر دې ساتونکي مجاهد او سرلښکر د اقصی د ازادۍ په لار کې ځان، د سنګر ملګري او د کورنۍ نژدې وګړي قربان کړل؛ داسې د میړانې او شجاعت داستانونه یې تر شا پریښودل چې معاصر تاریخ په خپله حافظه کې نلرلو او له امته څخه د یوه دنیا ګیلو سره مل د رب دېدار ته ورغی!
تر څنګ یې د امت جرارې ژبې او مخ پټي زلمي ابوعبیدة تقبله الله به چې هر ځل د سکرین پر پرده راښکاره شو امت یې د اقصی آزادۍ ته رابللو، د یهودو پلانونه یې بربنډول، مګر هیڅ نتیجه پرې نشوه مرتبه، برعکس په یوه کوچنۍ جغرافیه کې یې مسلمانان د صهیونیستي ځناورو وحشتونو ته يوازې پرېښودل شول.
الله تعالی امت ته د یحیی سنوار ابو ابراهیم په څېره کې یو نوی صلاح الدین راواستوه مګر امت یې نصرت ونکړ، نوموړي خپل مسؤلیت په پوره توګه ادا او تر آخري سلګی یې له اقصی او اسلامي شعائرو دفاع وکړه او شهید شو!
شیخ احمد یاسین د اقصی د آزادۍ او خپلو اسلامي خاورو د بیرته نیولو د جګړې د لومړۍ کرښې لپاره یو نسل چمتو او وروزه، مګر امت په یې تر شا ونه درېده او تک تنها یې پریښودل، دوی خپل مسؤلیت اداء کړ او پر امت یې خپل حجت قائم او هسکه غړۍ د خپل رب په لور وکوچېدل او لا هم له بنیان مرصوص په څېر ولاړ دي!
صهیونیستي غاصب رژیم غزه مکمله ونړوله او لا یې هم پر نړولو بوخت دي، د پاتې فلسطین خاوره یې مکمل تر خپل تسلط لاندې راوستلې، ددې غاصب رژیم اساسي هدف د أقصی نړول او د سلیماني هیکل بیاځلې جوړول دي، په همدې اساس دوی د مسجد الأقصی تر تهدابونو لاندې سترې سترې کیندنې کوي، په لسګونو متره ژوروالي او سلګونو متره اوږدوالي سره یې تونلونه ویستلي، د اقصی تهدابونو ته یې ژور ضرر رسولی دی، په دېوالونو کې یې ستر ستر درزونه پیدا شوي، چې د وخت په تېریدو سره د یوې زلزلې او یا هم ددوی د پلان شوی انفجار په پایله کې مکمل ونړیږي او پر ځای یې سلیماني هیکل ورغوي.
یهودي صهیونیستي رژیم یوازې پر فلسطین بسنه نکوي، بلکې د اسرائیل الکبری د لیدل شوي خوب د تحقق په پار شپه او ورځ په هڅو او زیار بوخت دي؛ د ۲۰۲۵ کال د اګست په میاشت کې د اسراییلي i24NEWS له بنیامین نتنیاهو سره یو مرکه کې شارون ګال ورته یو مډال ورکړ چې پرې د وعده شوې ځمکې او اسراییل الکبری نقشه رسم شوې وه؛ بیا یې له نتنیاهو وپوښتل چې ایا له ته له دې لیدلوري سره تړاو لرې؟
نتنیاهو ځواب ورکړ: ډېر زیات.
یعنې ایا ته د اسرائیل الکبری له لیدلوري سره تړاو احساسوې؟
نتنیاهو وویل: ډېر زیات.
همدرانګه د هر صهیونیستي پوځي پر مټه یوه نقشه ټومبل شوې چې د اردن، لبنان، سوریې، سینا، او سعودي خاورې پکې شاملې شوي او پرې لیکل شوي:
ארץ ישראל השלמה یعنې بشپړه د اسراییلو ځمکه یا د اسراییلو بشپړه خاوره.
نو یهود چې تر شا یې ټول نړیوال کفر ولاړ دی، پدې هڅه کې دي چې د اسرائیل الکبری خوب ته د تحقق جامه په تن کړي او پدې لاره کې ورځ په ورځ پرمختګ کوي.
موږ د مسلمانانو په توګه نه د اسرائیل الکبری او نه د اسرائیل الصغری بلکې په اسلامي خاورو خصوصًا فلسطین کې د یوې لویشتې په اندازه هم د یهودو د شتون منونکي نه یو، دا زموږ لومړی قبله او دریم حرم شریف دی، دلته زموږ خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم د یولک څلورویشت زره زیات او کم پیغمبرانو د امامت سعادت خپل کړی، داد معراج او مسرای ځای او ځمکه ده.
نو فلسطین زموږ دی، شام زموږ دی، عراق زموږ دی، سعودي، مصر، اردن او لبنان زموږ دی؛ او پر موږ د دې خاورو ژغورل واجب دي. د شیخ امام عبدالله عزام شهید رحمه الله د وینا پر اساس او فتوای لاندې: جهاد پر اسلامي امت باندې تر هغه وخته فرض عین دی چې تر څو مو اندلس بیرته فتح کړی نه وي، أقصی مو ازاده کړې نه وي او د مسلمانانو ټولې اشغال شوې خاورې مو بیرته د اسلام او یو واحد اسلامي قیادت تر چتر لاندې را یوځای کړې نه وي.
خپل اولادونه مو پر دې وپوهوئ چې فلسـطین اشغال دی، اقصی اسیره ده، ازادول یې پر موږ فرض دي، صهیونیستي رژیم مو دښمن دی، امریکا د دوی بل مخ دی، پر وړاندې یې مقاومت عزت او شرف دی او د اسرائیلو په نوم دولت وجود نلري!
نو ټول قوت دې پکار واچوه تر څو د اسلام لپاره ژوند وکړې او د اسلام او خپل دین لپاره قربان شې!

❊❊❊❊

Previous Post

د شیخ أسامه رحمه الله أنصار؛ شهید معلم اول ګل

Next Post

جنت او أقصی دواړه؛ د تورو تر سیوري لاندې دي!

اړوند مطالب

زه کابل ابادېدونکی وینم
افغانستان او امت

زه کابل ابادېدونکی وینم (دوهمه برخه)

اکتوبر 12, 2026
د شطرنج د لوبې برخه نه یو، بلکې موږ جلا یو!
افغانستان او امت

د شطرنج د لوبې برخه نه یو، بلکې موږ جلا یو!

اکتوبر 12, 2026
په شام کې د جهاد راتلونکی (شپږمه او وروستۍ برخه)
افغانستان او امت

په شام کې د جهاد راتلونکی (شپږمه او وروستۍ برخه)

اکتوبر 12, 2026
د شام خاوره: دا هماغه سهار نه دی، د کوم چې موږ انتظار کاوه!
افغانستان او امت

د شام خاوره: دا هماغه سهار نه دی، د کوم چې موږ انتظار کاوه!

سپتمبر 14, 2026
زموږ شرقي أندلس؛ له یاده وتلی اسلامي هندوستان
افغانستان او امت

زموږ شرقي أندلس؛ له یاده وتلی اسلامي هندوستان

سپتمبر 14, 2026
په شام کې د جهاد راتلونکی (پنځمه برخه)
افغانستان او امت

په شام کې د جهاد راتلونکی (پنځمه برخه)

سپتمبر 14, 2026
Next Post
جنت او أقصی دواړه؛ د تورو تر سیوري لاندې دي!

جنت او أقصی دواړه؛ د تورو تر سیوري لاندې دي!

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

© 2025 - 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد أفلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • ابدي ژوندي
    • شعر او ادب
    • سیرت
    • اند او پند
    • د اسلافو تاریخ
    • د تاریخ درسونه
    • تاريخ
  • ګڼې
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه

© 2025 - 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Go to mobile version