جمعه, اکتوبر 16, 2026
بت شکن
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد أفلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • ابدي ژوندي
    • شعر او ادب
    • سیرت
    • د تاریخ درسونه
    • د اسلافو تاریخ
    • اند او پند
    • تاريخ
  • ګڼې
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه
No Result
View All Result
بت شکن
No Result
View All Result
Home افغانستان او امت

په شام کې د جهاد راتلونکی (پنځمه برخه)

ابو اسامه عبدالعزیز حلاق by ابو اسامه عبدالعزیز حلاق
سپتمبر 14, 2026
in افغانستان او امت
0
په شام کې د جهاد راتلونکی (پنځمه برخه)

بسمِ اللهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
الحمد لله رب العالمين، ولا عدوان إلا على الظالمين، والصلاة والسلام على أشرف المرسلين، وعلى آله وصحبه أجمعين، أما بعد.
النازعات: په شام کې د جهاد د راتلونکي په اړه زموږ د خبرو اترو په دې برخه کې، به موږ له خپل محترم استاد ابو اسامه عبدالعزیز الحلاق حفظه الله سره خپل بحث روان وساتو. له الله تعالی څخه دعا غواړو چې موږ د دغو مهمو پوښتنو د داسې ځوابونو په ترلاسه کولو کې بریالي شو، چې د هغه د خوشنودۍ لامل وګرځي او د ټول شام د سیمې په مبارکه خاوره کې د مجاهدو مسلمانو ځوانانو د لارښوونې او هدایت باعث شي.
اې ابو اسامه! الله دې تاسې سلامت لري، د دې مرکې د ترسره کولو لپاره ستاسې له لېوالتیا او منلو څخه مننه. موږ خپل بحث له دغه وروستي ټکي څخه په روان ساتلو سره پیلوو چې په تېره برخه کې مو پرېښی و، په کوم کې چې موږ د جهاد پر نړیوال کېدو او په شام کې د جهاد د یوه نړیوال جهادي محاذ د جوړېدو پر امکاناتو بحث کړی و، د دې باوجود چې په ډېرو مجاهدینو کې د دغه ناخوښه جهادي طرز د غوره کولو شدیده لېوالتیا لیدل کېږي.
زه به له تاسې څخه په شام کې د شته مهاجرو مجاهدینو د راتلونکي او په اوسني دور کې د شام له سیمې څخه د جهاد په نړیوال کولو باندې د باور لرونکو د ناڅرګند برخلیک په اړه هم ځینې پوښتنې وکړم، په ځانګړي ډول دې حقیقت ته په کتو چې د دوی مشران (د امریکا لخوا) په پرله پسې ډول په نښه کېږي، سره له دې چې د نوې ادارې په نظر د جهادي انقلاب کار پای ته رسېدلی او ورسره سم دا ډلې هم منحل شوې دي.
او په دغو شرایطو کې د شام پر نوې ادارې د هغو مهاجرینو، یتیمانو او کونډو په حق کې کوم فرائض او واجبات راځي، چې د شام د خلکو د مرستې او نصرت لپاره یې خپل هیوادونه پرېښي وو او د جهاد لپاره راوتلي وو او د شامي انقلاب د بریا لپاره یې خپلې قیمتي وینې او مقدس ځانونه قربان کړل.
له همدې امله موږ له الله څخه د مرستې په غوښتلو سره، د جهاد په نیت د شام خاورې ته د هجرت کونکو مهاجرینو د راتلونکي په اړه پوښتنې پیلوو. نو ستاسې په نظر، په دغه پړاو کې د دوی مسؤولیتونه څه دي، په ځانګړې توګه کله چې دوی په ادلب او د شمالي شام په کلیوالي سیمو کې د امریکایي صلیبیانو لخوا په ځلونو په نښه کېږي؟
استاد عبدالعزیز الحلاق: وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته، زما ګرانه وروره! الله دې ستاسې په چارو کې برکت واچوي او خپلو خوښېدونکو کارونو ته دې ستاسې لارښوونه وکړي او تاسې ته دې د دې مېلمه پالنې او حسنِ ظن غوره بدله درکړي. زه هم تاسې ته د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د مبارک رمضان د رارسېدو له امله مبارکي وایم . له الله تعالی څخه دعا غواړم چې په خپل فضل او کرم سره دا میاشت د مجاهدینو په ټولو جبهو کې د اسلام او مسلمانانو د بریا میاشت وګرځوي. زه له الله څخه دعا کوم چې موږ ته، تاسې ته او لوستونکو ته په ایمان او احتساب سره د روژو نیولو، د شپې د قیام، عبادت کولو او د اجر او ثواب د ترلاسه کولو توفیق را په برخه کړي. هغه دې موږ او تاسې د بریالیو کسانو په ډله کې حساب کړي، آمین.
ستاسې د لومړۍ پوښتنې له ځوابولو وړاندې، زه غواړم له تاسې څخه د دې غوښتنې اجازه واخلم چې د پوښتنو اصلي تمرکز دې په شام کې د جهاد پر راتلونکي باندې وي، ځکه په تېره برخه کې او له هغې وړاندې ځینې پوښتنې له دې عنوان څخه بهر وې. زما په عاجزانه نظر، د بحث عنوان په شام کې د جهاد د راتلونکي په اړه اېښودل سم نه دي، ځکه ستاسې ډېرو پوښتنو د شام له تېرو حالاتو سره تړاو درلود. له همدې امله، غوره به دا وي چې د پوښتنو تړاو د بحث له عنوان سره زیات وي.
تر کومه ځایه چې په شام کې د جهاد او د خپلو وروڼو د مرستې په نیت د راوتلو مهاجرو مجاهدینو د راتلونکي په اړه ستاسې پوښتنه ده، زما په نظر د دوی لپاره لازمه ده چې د شام د عزتمندو خلکو له صالحانو او نېکانو خلکو سره خپلې اړیکې ژورې کړي او په غیر علني توګه سم منهج ته د انفرادي دعوت هڅه وکړي، او له خپلو شاوخوا صالحانو سره اړیکې او ناسته ولاړه زیاته کړي، لکه څنګه چې صحابه کرامو رضي الله عنهم په حبشه او مدینه منوره کې کړي وو. زما دا نظر هم دی چې دوی باید د حمص، حلب، دمشق او حماة غوندې د اهل سنتو ښارونو ته مخه کړي ځکه چې دوی په ادلب او د شمالي شام په کلیوالي سیمو کې خورا ډېر ښکاره شوي دي. له همدې امله دوی ته پکار ده چې دغو ښارونو ته موقت هجرت وکړي ترڅو د صهیونیستي صلیبي دښمن په هغو پېژندنو او معلوماتو کې ابهام رامنځته کړي چې د هغو په وسیله د دوی څرک لګوي او دوی په نښه کوي او د ځان لپاره د دغو ښارونو د مسلمانانو له منځه داسې خلک ومومي چې د دوی ملاتړ وکړي، د دوی لپاره پناه شي او دوی د صهیونیستي صلیبي ائتلاف له هدفونو څخه وژغوري. دا هر څه له هغه صحیح حدیث سره سم دي چې رسول الله ﷺ پکې فرمايي:
«خلک زما لپاره د جامې د بهرنۍ برخې په څېر دي او انصار زما لپاره د جامې د د نننۍ برخې په څېر دي. او انصار زما ځانګړي راز داره خلک دي. که هجرت یو مهم امر نه وای، نو زه به هم د انصارو یو تن وم»
په دې پړاو کې د کفارو او منافقینو لخوا مطلوب جهادي مشران هم باید په همدې ډول انتظار وکړي، لکه څنګه چې رسول الله ﷺ تر دریو ورځو پورې په غارِ ثور کې انتظار کړی و. دغه جهادي مشران باید د دې انتظار په جریان کې د ملامتیا، غصې یا ناهیلۍ ښکار نشي، که څه هم دا انتظار تر دریو کلونو پورې اوږد شي؛ ځکه دا هر څه په اوسني دور کې د الله په لاره کې د جهاد او د هغه د اړوندو فرایضو له غوښتنو څخه دي. د دوی بې ځایه ګرځېدل او په کوڅو او بازارونو کې د خلکو په منځ کې ګډېدل، دښمن ته پر دوی باندې د لاسرسي چانسونه ورکوي او دا په هېڅ صورت روا نه دي. دوی باید په سورة الکهف کې د ذکر شویو ځوانانو د معلوماتي امنیت له فهم او پوهې څخه ګټه پورته کړي او د طاغوتي واکمن په لاس له سنګسار کېدو څخه د خپل توحید د عقیدې او ځانونو د ژغورلو لپاره د هغوی له ګامونو څخه سبق واخلي؛ او دوی ته پکار دي چې یاد وساتي کله چې اصحاب کهف د معلوماتي جګړې د مقابلې لپاره حفاظتي تدابیر ونیول، نو الله تعالی د هغوی په اړه څه وفرمایل:

فَابْعَثُوْٓا اَحَدَكُمْ بِوَرِقِكُمْ هٰذِهٖٓ اِلَى الْمَدِيْنَةِ فَلْيَنْظُرْ اَيُّهَآ اَزْكٰى طَعَامًا فَلْيَاْتِكُمْ بِرِزْقٍ مِّنْهُ وَلْيَتَلَطَّفْ وَلَا يُشْعِرَنَّ بِكُمْ اَحَدًا؀ اِنَّهُمْ اِنْ يَّظْهَرُوْا عَلَيْكُمْ يَرْجُمُوْكُمْ اَوْ يُعِيْدُوْكُمْ فِيْ مِلَّتِهِمْ وَلَنْ تُفْلِحُوْٓا اِذًا اَبَدًا؀ (سورۃ الکهف: ۱۹، ۲۰)
«اوس له خپلو ځانو څخه یو تن د دې سپینو زرو له سکې سره ښار ته ولېږئ، هغه دې لاړ شي او ودې ګوري چې په کومه سیمه کې ډېر پاک خواړه (موندل کېدای) شي. بیا دې له هغه ځایه ستاسې لپاره څه د خوړلو راوړي، او هغه ته پکار ده چې په ډېره هوښیارۍ سره کار وکړي او هېڅوک ستاسې له حاله خبر نه کړي. ځکه که د دغه (ښار) خلکو ته ستاسې پته ولګېده، نو دوی به تاسې په کاڼو ووژني، یا به تاسې خپل دین ته په بېرته ګرځېدو مجبور کړي، او که داسې وشول، نو تاسې به هېڅکله بریالي نه شئ».

خو یوه بله مسئله هم شته چې ډېر صالحین ورته پام نه کوي، هغه دا ده چې له دغو وروڼو څخه ډېر یې د خپلو مالي مجبوریو له امله د دغو حفاظتي تدابیرو پر پرېښودلو او د خپلو کورنیو د سرپرستۍ لپاره د حلال رزق په ګټلو مجبوره کېدای شي. له همدې امله پر صالحو، شتمنو او مالدارو مسلمانانو واجب دي چې د دوی مالي مرسته وکړي او په ټولنیزه توګه د دوی لاسنیوی وکړي، ترڅو زموږ امت نور هغه ځوانان مسلمانان له لاسه ورنکړي چې ان شاء الله په راتلونکو ورځو کې به د اسلام او مسلمانانو په نصرت او په ځانګړي ډول له غاصبو یهودو او صلیبیانو سره په جګړه کې خورا لوی رول ولوبوي. دا وروڼه د هغو پخوانیو مهاجرینو څخه دي چې د انقلاب په پیل کې د جهاد د فریضې د ادا کولو لپاره د شام خاورې ته رسېدلي وو، له همدې امله مسلمانانو ته پکار دي چې د ټولنیز پیوستون له لارې د دوی ساتنه وکړي. د دوی مرسته باید خامخا وشي ځکه دوی د انقلاب په کلونو کې جهادي تجربه ترلاسه کړې ده. صهیونیستي – صلیبي دښمن پوهېږي چې دا ځوانان او دا مشران هغه خلک دي چې د مسلمانانو د هیوادونو او د مسجد اقصی د ازادولو لپاره، له الله وروسته، تکیه پرې کېدای شي؛ ځکه دوی پراخې جګړېزې، دعوتي، ټولنیزې او تنظیمي تجربې لري. نن چې موږ څه ګورو چې د امریکا، اسرائیلو او ترکیې په مشرۍ د ائتلافي الوتکو په واسطه مجاهدین په نښه کېږي، هدف یې دا دی چې د سترو جګړو خاوره شام د اسلامي هېوادونو په زړه کې د صهیونیستي – صلیبي توطیو د ناکامولو له وړ ځوانانو مجاهدینو او مشرانو څخه خالي کړي. وإلى ربنا المشتكى او الله تعالی د قیامت د ورځې وخت مقرر کړی دی.
همدارنګه، د شام نوې اداره باید له دې ځان ‌غوښتونکي او متعصب ذهنیت څخه راووځي چې «موږ د دې امر نه و کړی او له دې امله موږ ته هېڅ زیان هم نه دی رسېدلی» او په دغو بریدونو کې د مجاهدینو د په نښه کېدو پر وړاندې باید خپله چوپتیا ماته کړي؛ ځکه دا چوپتیا د صهیونیستي – صلیبي لوېدیځ د ګټو په خاطر د خپلو وروڼو د وینو او سرونو د قربانۍ ورکولو په مانا ده. دوی باید د خپل دغه شعار د رښتیني کولو لپاره عمل وکړي چې اوس مهال یې د «انقلاب او ډله ‌بازۍ له ذهنیت څخه د دولت او مسؤولیت د ذهنیت لور ته د ګام اخیستلو» په نوم پورته کوي. دوی باید لږ تر لږه دومره خامخا وکړي چې پر خپلو مجاهدو وروڼو او په انقلاب کې پر شاملو ملګرو باندې د دغو صلیبي بمباریو غندنه وکړي او د شام پر ځمکنۍ بشپړتیا باندې د بریدونو د دغه بهیر د درولو هڅه وکړي. د ۲۰۲۴ زېږدیز کال د ډسمبر له ۸مې نېټې وروسته د شام له خاورې سره په هغه پخواني ذهنیت چلند کول روا نه دي، په کوم ذهنیت چې دوی له دې وړاندې له «ازاد شوي شمالي شام» سره کاوه. له دې وړاندې په پاکستان کې پر صلیبي ډرون بریدونو باندې د پاکستان د حکومت سختې خالي غندنې او دغه راز پر تېرو صلیبي بمباریو باندې د اسد د حکومت سختې غندنې، د شام له نوې ادارې څخه غوره کېدای نشي. د مسلمانان باید یاد وساتي چې الله تعالی دوی ته په دغو الفاظو خطاب کړی دی:

وَمَنْ اَحْيَاهَا فَكَاَنَّمَآ اَحْيَا النَّاسَ جَمِيْعًا (سورۃ المائدۃ: ۳۲)
«او چا چې یو ځان وژغوره، نو ګواکې هغه ټول بشریت ژغورلی دی».

نو دوی ته پکار دي چې هڅه وکړي او د خپلو مجاهدو وروڼو د وینو ملاتړ وکړي، هغوی ته پناه ورکړي، د هغوی سرپرستي وکړي او د هغوی د خوندي ساتلو لپاره هر ډول ممکن ګامونه پورته کړي. که نه نو، د غفلت او ناکامۍ پایله به د هر باصلاحیته شخص لپاره سخته سزا وي. او زموږ پروردګار رحمان دی، د هغو خبرو پر وړاندې چې دوی یې جوړوي، یوازې له هغه څخه مرسته غوښتل کېږي.
النازعات: خو اې ابو اسامه! تاسې پوهېږئ چې دا ځوانان او مشران د «هیئة تحریر الشام» غړي نه دي، بلکې له نورو ډلو سره تړاو لري. نو د «هیئة تحریر الشام» مسؤولینو ته څنګه پکار دي چې د دوی د ساتنې لپاره هڅه وکړي او پر دوی باندې د دغو بمباریو غندنه څنګه وکړي؟
استاد عبدالعزیز الحلاق: دا یو دیني او سیاسي فرض دی او یو اداري مسؤولیت دی چې هر دولت یې د خپلو خلکو او خپلې خاورې لپاره سرته رسوي. له همدې امله ما وویل چې دوی باید له خپل شعار سره سم عمل وکړي، یعني «د انقلاب له فکره د دولت تر فکره». هر کله چې یو قانوني دولت د خپلو خلکو، خاورې او ځمکنۍ بشپړتیا په وړاندې خپل مسؤولیتونه پوره کوي، نو په انقلاب کې د دوی د ملګرو او په وسلو سمبالو وروڼو حق خو له دې څخه په ځلونو زیات دی؟
رښتیا خو دا دي چې په شام کې څه روان دي هغه ښه نه دي، که هغه د نوې ادارې له لوري وي او که د پاتې انقلابیانو او مجاهدینو له خوا؛ ځکه دا تیاره چوپتیا یوازې د تسلیمۍ، په ګونډو کېدو او له صلیبیانو څخه د وېرې یو اغېز ګڼل کېدای شي، چې ورسره یو ځای په پراخه کچه د ملاتړ پرېښودل او بې وفایي ښکاري او دا هر څه به په شام کې د جهاد پر راتلونکي خورا منفي اغېز وکړي. نو دوی ته پکار دي چې ګام پورته کړي، مخکې له دې چې د «زه هماغه ورځ خوړل شوی وم په کومه ورځ چې سپین غویی خوړل شوی و » کیسه تکرار شي. ولا حول ولا قوة إلا بالله.
زما ګرانه وروره! هر څوک چې د شام په ځمکه کې د جهاد د راتلونکي په اړه په راغلو صحیحو احادیثو کې غور وکړي، هغه به په دغو احادیثو کې د فکري تنوع او د جهادي ډله ‌بازیو نښې ومومي او په دغو احادیثو کې به ورته د شام خاورې ته د بهرنیو مجاهدینو د هجرت پېشبني تر سترګو شي. نه یوازې دا، بلکې په دغو احادیثو کې به د نړیوال جهاد یا سیمه ییز جهاد د غوره کولو په برخه کې د مهاجرو مجاهدینو او مقامي مجاهدینو ترمنځ د اختلاف نښې هم پیدا کړي. خو په دغو ټولو جهادي ډلو کې د خیر، صلاح او رښتینولۍ د معیار یو خورا مهم صفت دا دی چې دوی پر خپلو مسلمانو مجاهدو وروڼو باندې د صلیبیانو برلاسي او واکمني په غوڅ ډول نه مني، د دې باوجود چې په منځ کې یې یو څه اختلاف شتون لري. لکه څنګه چې په صحیح مسلم شریف کې حدیث بیان شوی دی، رسول الله ﷺ فرمایي:
«قیامت به قائم نشي تر هغه چې رومي لښکرې په اعماق یا دابق کې واړوي، نو له مدینې څخه به په دغه وخت کې د ځمکې پر مخ د غوره خلکو څخه جوړ یو لښکر د هغوی لور ته روان شي، کله چې هغوی صفونه تړي، نو رومیان به ووایي: تاسې زموږ او د هغو کسانو ترمنځ لاره پرېږدئ چا چې زموږ خلک بندیان کړي وو، موږ غواړو له هغوی سره جګړه وکړو. مسلمانان به ووایي: نه، په الله قسم! موږ به ستاسې او د خپلو وروڼو ترمنځ لاره خالي نکړو، نو هغوی به له دوی سره جګړه وکړي، چې له امله به یې یو پر دریمه برخه ماتې وخوري، الله به د هغوی توبه هېڅکله قبوله نکړي او یو پر دریمه برخه به پکې ووژل شي چې هغوی د الله په نزد د لوړې درجې شهیدان دي او یو پر دریمه برخه به بریا ترلاسه کړي، هغوی به هېڅکله په ازمېښت کې وانه چول شي، او هغوی به قسطنطنیه فتحه کړي ».
شېخ ابو قتاده فلسطيني حفظه الله فرمايلي دي چې دا حدیث زموږ پر زمانې باندې منطبق کېدای شي او شونې ده چې په دې کې زموږ د زمانې احوال شتون ولري. زه داسې ګڼم چې د شام د جهاد اهل ته باید د دې حدیث درس ورکړل شي او دا باید یاد کړي او غور او فکر ورباندې وکړي، ځکه په دې کې ستر درسونه شته او په شام کې د جهاد د راتلونکي په اړه پېشبینۍ دي. د بېلګې په توګه، په دې حدیث کې د جهادي طبقو او مجاهدینو درې ډلې بیان شوې دي. یوه ډله د صلیبي دښمن په وړاندې تسلیمېږي او د هغوی ملګرتیا کوي، ځکه هغوی د دوی له ځواک، برترۍ او تمدن څخه اغېزمن وي او د نړیوال کفر د مشر پر وړاندې جګړه ورته درنه ښکاري. په دې مبارک حدیث کې د حرمین شریفین له خاورې څخه د جهاد لپاره د شام لور ته د تلونکي یو لښکر تفصیل هم ښودل شوی دی. په دې کې له مسلمانانو سره د مشورې پرته له صلیبیانو څخه د بندیانو د اخیستونکي یوه جهادي ګروپ تفصیل هم شتون لري. او په دې مبارک حدیث کې دا هم شامل دي چې صلیبیان د ټولو مجاهدینو مخالف نه دي، بلکې په دې کې د مجاهدینو د دوه اړخیزو اړیکو د ختمولو لپاره د صلیبیانو لخوا د یوې ځانګړې جهادي ډلې د جوړولو د هڅو تفصیل هم ورکړل شوی دی، کومه چې لوېدیځ منلای شي او د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه او تعاقب کې به دغې ډلې ته استثناء حاصله وي. په حقیقت کې، لوېدیځ په یوې ځانګړې ډلې باندې تمرکز کوي چې د روایتي جهاد ملاتړ کوي او د هغې ترهګریز اقدامات له نړیوال قانون څخه سرغړونه بلل کېږي. له همدې امله صلیبیانو د شام د خاورې پر ځینو برخو ولکه وکړه او بیا یې د مجاهدینو له دغې ډلې سره خبرې اترې وکړې او ورته یې وویل: «تاسې زموږ او د هغو کسانو ترمنځ لاره پرېږدئ چا چې زموږ خلک بندیان کړي وو، موږ غواړو له هغوی سره جګړه وکړو». په دې مبارک حدیث کې د موحدو مجاهدینو د یوې ډلې تفصیل هم شتون لري چې د لوېدیځوالو صلیبیانو د دې وړاندیز له منلو منکره ده، نو دا منکره ډله له دغې ډلې سره تړاو لرونکي خپل مجاهد وروڼه بې یاره او بې کومکه نه پرېږدي او ملاتړ یې کوي او صلیبیانو ته دا ځواب ورکوي چې: «نه، په الله قسم! موږ به ستاسې او د خپلو وروڼو ترمنځ لاره خالي نکړو، هغوی به له صلیبیانو سره جګړه وکړي». په دې شریف حدیث کې د مجاهدینو د سختې جګړې احوال هم ذکر شوي دي او دا هم بیان شوي دي چې بریا او نصرت یوازې د جهاد د پیلوونکو لپاره نه دی، بلکې د هغو کسانو لپاره به وي چې په دې کې مخلص دي او له سختې ازموینې سره سره جهاد ته دوام ورکوي او دا هم چې دا بریا او نصرت به د دغې کوچنۍ او په شمېر کې د لږې ډلې لپاره وي چې په شام کې د ټولو شته مجاهدینو څخه به یوازې ۳۳ سلنه وي، او الله ښه پوهېږي.
النازعات: محترم استاده، کوم حدیث چې اوس تاسې بیان کړ، ستاسې په نظر د هغه له مخې د هغې جهادي ډلې تر ټولو مهمې ځانګړتیاوې څه دي چې د صلیبي لوېدیځ په وړاندې به د تسلیمۍ سر ټیټ کړي؟ او هغه کومې لارې چارې او اسباب دي چې د شام په خاوره کې شته مجاهدین یې باید غوره کړي ترڅو له هغه خطر څخه وژغورل شي چې په حدیث کې ذکر شوی چې: «له دوی څخه به یو پر دریمه برخه ماتې وخوري، الله به د هغوی توبه هېڅکله قبوله نکړي؟»
استاد عبدالعزیز الحلاق: شاید د هغې ماتې خوړلې ډلې تر ټولو خطرناکه ځانګړتیا چې الله به یې توبه هېڅکله قبوله نکړي، دا وي چې هغوی خپل ځوان مجاهدین په داسې یو ډول روزي چې د اسلامي شریعت له مخې د غندنې وړ دي؛ یعني د شرعي نصوصو د تحریف او تاوولو راتاوولو له لارې د خپل مطلب ایستل دي، لکه د دغه مستند حدیث پر یوې برخې باندې د خپلو مجاهدینو روزل چې امام ابو داود روایت کړی دی، نبي ﷺ فرمايلي دي:
«ډېر ژر به تاسې له رومیانو سره یوه پر امنه صلحه وکړئ، بیا به تاسې او هغوی په ګډه له داسې یو دښمن سره جګړه وکړئ چې ستاسې تر شا دی، پر هغه به بریا ترلاسه کړئ او د غنیمت مال په اخیستلو سره به روغ رمټ بېرته راستانه شئ» .
له همدې امله به تاسې به لیدلي وي چې ځینو علماوو ځوانان له صهیونیستي – صلیبي لوېدیځ سره د سولې اهمیت ته هڅولي دي او هغوی ته یې دا ور فهمولې ده چې مجاهدین به له صلیبیانو سره په ګډه له رافضیانو، نصیریانو، روس او چین سره جګړه کوي او پر هغوی به بریا ترلاسه کوي، غنیمت به ګټي او خوندي به پاتې کېږي؛ او له هغه وروسته به صهیونیستي – صلیبي لوېدیځ زموږ د دولت قانوني حیثیت تسلیموي، موږ ته به د واک د سمبالولو او دولت د چلولو اجازه راکوي او بیا به په ملګرو ملتونو کې د څوکۍ په ورکولو سره پر موږ احسان کوي ترڅو موږ په نړیواله ټولنه کې د پرېکړو کولو خپل حق وکاروو او داسې نورې خبرې.
دا ټول د شرعي نصوصو د غندنې وړ تحریف او ناوړه تفسیر دی، ځکه چې پوره حدیث شریف په دې ډول دی:
«تر هغه چې تاسې د غونډیو لرونکي یو داسې میدان ته کښته شئ، بیا به د نصرانیانو له منځه یو تن صلیب پورته کړي او وبه وایي: صلیب غالب شو، په دې اورېدو سره به د مسلمانانو له منځه به یو تن په غوسه کې راشي او هغه به ووژني، په دغه وخت کې به رومیان عهدشکني وکړي او د لویې جګړې (ملحمې) لپاره به خپل خلک راټول کړي».
له همدې امله امام ابو داود رحمة الله علیه دا حدیث تر لاندې فقهي عنوان لاندې ذکر کړی دی: «باب: له رومیانو سره د کېدونکو لویو جګړو بیان».
نو بنسټیز اصول دا دي چې زموږ امتِ مسلمه به له صلیبیانو سره په دوامداره او مستقله جګړه کې وي. که چېرې سوله وي، نو هغه د «موقت امن» په مانا ده. نو سوله له دغو دوو محدودیتونو «مؤقتي امن» سره ده، لکه څنګه چې په روایت کې راغلي دي. ځکه نو په پورتني ډول د نصوصو تاوول راتاوول او د دې حدیث داسې تفسیر کول او په دغه ناوړه او د غندنې وړ طریقه ځوانانو ته د هغه تعلیم ورکول، خورا لویه تېروتنه ده.
تر کومه ځایه چې د دې خبرې تړاو دی چې د شام د خاورې مجاهد باید له دغه خطرناک مصیبت څخه د ژغورلو لپاره کومې لارې چارې او اسباب غوره کړي، نو مجاهد ته پکار ده، چې تر هر څه لومړی د خپل رب کتاب قرآن مجید او د هغه د رسول ﷺ سنت په کلکه ونیسي، د الله رب العالمین لپاره خپلې جهادي ارادې خالصې کړي، خپل زړه له الله تعالی څخه پرته د بل هر چا له تعلقه پاک کړي او خپل قیمتي وخت د دیني، شرعي او سیاسي علم په زده کړه کې تېر کړي ترڅو په آسانۍ سره دوکه نشي او یوازې د یو اجیر عسکر په توګه د ځان غوښتونکو مشرانو لپاره خپل ژوند په خطر کې وانه چوي. بیا ورته پکار دي چې د امت له رښتینو د علم خاوندانو او معتبرو مشرانو سره اړیکه ونیسي، مشوره ورسره وکړي او فتوا ورڅخه وغواړي او په ټولو پړاوونو کې د حالاتو د بدلونونو او د دندې د ترسره کولو پر مهال چې کله هم له ستونزو سره مخ شي، د هغوی له نظر سره سم عمل وکړي. زه هیله لرم چې په دغه ډول عمل کولو سره به یوه مجاهد ته د الله له لوري توفیق او هدایت په برخه شي.
النازعات: تاسې به په دې وروستیو کې د اسرائیلو بیانونه او د شام د نوي حکومت پر وړاندې د هغوی د دښمنانه ګواښونو زیاتوالی لیدلی وي. د دغو بیاناتو لامل څه دی، سره له دې چې دمشق د اسرائیلو پر وړاندې یو لفظ هم نه دی ویلی؟ ایا موږ د دمشق پر وړاندې له احتمالي بریدونو او صهیونیستي تاوتریخوالي سره مخ یو او په شام کې د مجاهدینو پر وړاندې د اسرائیلو د دغه تېري حل څه دی؟
استاد عبدالعزیز الحلاق: زما ګرانه وروره! اسرائیل په یقیني توګه پوهېږي چې د شام له مجاهدینو سره د دوی جګړه حتمي ده، خو هغه په سیمه کې د صهیونیستي – صلیبي پلان د پلي کولو له لارې د دې جګړې د ځنډولو او په هغې کې د خنډونو د رامنځته کولو هڅه کوي. دغه راز د دغو دښمنانه ویناوو او د شامي پوځ پر سنګرونو باندې د صهیونیستانو د پرله پسې بمباریو یو هدف د اسد د حکومت د عناصرو او د هغوی د موادو ژغورل او په شام کې د فرقه‌ييز اور بلول دي. که چېرې اسرائیلو غوښتل پخپله بشار الاسد له واکه لیرې کړي، بیا یې هم نه غوښتل چې د هغه د حکومت بنسټونه او د صهیونیستي وجود وفادار عناصر له منځه یوسي. د دې ترڅنګ د دوی هدف پر نوې اداره باندې فشار راوړل دي ترڅو هغوی مجبور کړي چې د جنوبي شام د نویو سیمو د پرېښودلو لپاره نور امتیازات هم ورکړي. د دې هر څه مقصد د اسرائیلو لپاره د یوه نوي او فعال حکومت رامنځته کول دي چې په نړۍ کې د صهیونیستي – صلیبي ګټو د پلي کولو لپاره ترې کار واخیستل شي او بیا هغوی د اړیکو د عادي کولو (نارملایزېشن) لور ته بوځي، لکه څنګه چې د شام د نوي حکومت وروڼو عربي حکومتونو د نارملایزېشن بهیر ترسره کړی دی. اسرائیل د شام د نویو مشرانو له رواني او فکري طبیعت څخه ښه خبر دی، ځکه هغه باوري دی چې د دغو په څېر کسان په ټولو اسلامپالو کې تر ټولو زیات د رنګ بدلولو، تسلیمېدو او د بهرنیو فشارونو پر وړاندې د سر ټیټولو وړتیا لري او دا د هغې خورا زیاتې عملیت ‌پسندۍ (پراګماتېزم) له امله ده چې د شام نوي مشرتابه په تېرو دوو میاشتو کې ښودلې ده؛ همدا لامل دی چې صهیونیستي یهود غواړي پر نوې ادارې باندې نور کنټرول هم ترلاسه کړي او واک ته له رسېدو وروسته د هغې قانوني، اخلاقي او سیاسي شتمني له منځه یوسي.
او تر کومې کچې چې د امریکا تړاو دی، هغه د شام حقیقت له څلورو واړو لورو څخه د خپلو ګټو موافق جوړولو لپاره انجینري کوي او په پوره زیار او هڅې سره کوښښ کوي ترڅو د شامي انقلاب له همدغو مشرانو څخه د انقلاب ضد مشران پیدا کړي او د انقلاب په نوم د انقلاب ضد شعارونه او بیرغونه هم رامنځته کړي. له همدې امله، د شام پر وړاندې توطیه خورا لویه ده، او هېڅ یوه ډله، حتی د شام هېڅ یو حکومت به د دغو توطیو او د دې روښانه حقیقت مقابله ونکړای شي، پرته د یو داسې امت له ژور تصور څخه چې په شام او ستر شام (بلاد الشام) کې د یو داسې جامع جهادي خوځښت له لارې چې د شام له خاورې څخه د ټولو غاصبینو د اېستلو وړتیا ولري، مسلمانان سره یو ځای کړي. له همدې امله موږ باید په شام کې د ثبات لپاره د هڅو او د اسرائیلو پر وړاندې د «طوفان الاقصیٰ» غوندې د بې مخینې سخت تاوتریخوالي د یوې لویې څپې د پیلولو لپاره د جدي چمتووالي ترمنځ یو توازن رامنځته کړو، که څه هم پر دې څو لسیزې وخت مصرف شي. په دې ځای کې، زه داسې ګڼم چې د شام خلک باید د راتلونکو کلونو لپاره په جدي توګه تیاری ونیسي او د انقلاب بېرته راستنېدو او د ادلب لور ته یو ځل بیا د شاتګ احتمال په پام کې وساتي. دوی باید نن د شمالي شام پر پیاوړي کولو باندې تمرکز وکړي ترڅو دا د انقلاب لپاره یو قوي مرکز وګرځي په داسې حالت کې چې انقلابیان، خدای مه کړه، د شام او اسرائیلو د جګړې په پیل کې د هغه لور ته بېرته ستنېدو ته اړ ایستل شي، کومه جګړه چې په راتلونکي کې خامخا پېښېدونکې ده. په شام کې شته مجاهدین باید دا احتمال رد نکړي چې اسرائیل به هغوی په هوايي بریدونو او د ځمکې پر مخ له جنوبي شام څخه د خپلو اجیرو سرتېرو په خوځښت او ناڅاپي پرمختګ سره حیران کړي ، ځکه چې فکري اسرائیل د جهادي حقیقت په اړه تر ټولو زیات باخبره دي او هغوی په تېرو دوو لسیزو کې د جهادي خوځښت له لارې د ترلاسه شویو سترو بریاوو څخه پوره خبر دي. هغوی وېره لري چې د جهادي نصرت دا عروج به د بیت المقدس تر دروازو پوري ځي او بیا به درېږي.
نن ورځ اسرائیل، له افغانستان څخه د امریکایي او لوېدیځو صلیبیانو په اېستلو او د ظالمانو له زندانونو څخه د بندیانو په ازادولو کې د افغان مجاهدینو بریا ته د افسوس په سترګه ګوري. هغوی د دمشق په ازادولو او د نصیریانو له زندانونو څخه د بندیانو په خلاصون کې د شام د مجاهدینو بریا ته په قهر او غوسې سره ګوري. هغوی په ذلت سره ګوري چې څنګه د غزې مجاهدین د دوی له خوښې پرته له زندانونو څخه د خپلو وروڼو او خویندو په راخلاصولو کې بریالي شول. دوی نن هم په کرکه سره ګوري چې د اسلامي مغرب او صومالیې مجاهدین د خپلو سیمو د پراخو برخو په ازادولو، د بندیانو په خلاصولو او له خپلو هېوادونو څخه د امریکایي، فرانسوي، روسي او افریقایي غاصبینو په اېستلو کې څنګه بریالي شول او د اسرائیلو لپاره تر ټولو وېرونکې خبره دا ده چې د هرې سیمې مجاهدین له دوو کلمو څخه جوړ یو ډول شعار پورته کوي: «قادمون يا أقصیٰ!» (اې مسجد اقصی! موږ در روان یو). نو اسرائیل څنګه کولای شي په نړیوال ډګر کې دا ټول ستر بدلونونه له پامه وغورځوي؟ له همدې امله زه وایم چې د شام مجاهدین باید پر خپل ځان باور نور هم پیاوړی کړي او تل یاد وساتي چې د اسلامي امت د جهاد لومړي خط د خپلو خاورو او بندیانو په ازادولو او د الله په لاره کې د جهاد له لارې د خپل باور په بېرته ترلاسه کولو کې سترې او شاندارې بریاوې خپلې کړې دي او د دغو بریاوو ترلاسه کولو ته دوام ورکوي. په پایله کې، جهادي خوځښت په نړۍ کې د ځان او خپل اسلامي امت لپاره د یوې اغېزمنې قوې په توګه په نړیواله کچه پېژندنه ترلاسه کوي، که څه هم د ځمکې پر مخ ظالمان او طواغیت د خپلې کینې او حسد له امله د دغه حقیقت اعلان ونکړي. همدارنګه، جهادي خوځښت په خپلو ټولو بېلابېلو بڼو کې، د سپټمبر له ۱۱مې څخه نیولې د اکتوبر تر ۷مې او د ډسمبر تر ۸مې پورې په سیمه کې ځان د یو ستر لوبغاړي په توګه درولی دی. له دغې ورځې وروسته، د ټولو سترو سیمه ییزو او نړیوالو لوبغاړو د شتون په درشل کې، اسلامي نفوذ په پرله پسې او هڅاند ډول د پراخېدو په حال کې دی. اسلامي امت له خپل جهادي لومړي خط سره، اوس په اسلامي نړۍ کې له هندوستان، پاکستان او افغانستان څخه نیولې تر شام، صومالیې او اسلامي مغرب پورې د نظامي خوځښت او تاکتیکونو لپاره خورا زیات او پراخ ډګر په لاس کې لري.
نن ورځ، تاسې ګورئ چې د نړۍ د ګوټ ګوټ ډېری هېوادونه دې پایلې او باور ته رسېدلي دي چې د اسلامي امت د جهاد لومړی خط د راتلونکي هغه ځواک دی چې باید تکیه ورباندې وشي او په دې وروستیو کې د اکتوبر له ۷مې وروسته، ډېری لوېدیځ راپورونه د دې ټکي ښکارندويي کوي چې د سیمې هېوادونه په دې خبره زیات قانع شوي دي چې له جهادي ځواکونو سره تړون او هغوی خپل ملګري کول د راتلونکي یوازنۍ لاره ده چې د هغوی سیمه ییز نفوذ او د هغوی جیوپولیټیک او شخصي ګټې به خوندي وساتي، که څه هم یوازې د یوې لنډې مودې لپاره وي. ان هغه هېوادونه چې زموږ د خلکو پر وړاندې یې د انقلاب ضد مشري کوله او په تېره یوه لسیزه کې یې د جهادي لاسته راوړنو د محدودولو لپاره خپلې تر ټولو زیاتې فکري هڅې او نظامي انرژۍ په کار اچولې وې، هغوی هم نن د بې ثباتۍ او ناڅرګندتیا په حالت کې دي؛ ځکه په سیاسي کچه د دغه «طوفان» او «ردع العدوان» له څپو څخه په راتلونکي کې د رامنځته کېدونکي پراخ سیمه ییز نفوذ له امله وېره لري او د هغوی لنډ مهاله راتلونکي ته د ورپېښو دغو ټولو خطرونو او له اسلامپالو او جهادیانو سره د هغوی د پوره باور د نشتوالي په درشل کې، د هغوی لپاره له خپلې خوښې پرته، په اسلامي نړۍ کې له راپیدا کېدونکو جهادي ځواکونو سره له مجبوره تعامل پرته بله هېڅ لاره پاتې نه ده.
خو سره له دې هم موږ ته پکار نه دي چې دا هېر کړو چې دوی له دې هر څه سره سره زموږ د اسلامي امت د تېرو ارزښتونو او جهادي لاسته راوړنو د له منځه وړلو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي او د امت له سترګو څخه د اوسني دور د جهاد د پټولو او د هغه د عظمت د پناه کولو لپاره د درواغو جالونه غوړوي. خو زموږ د امت بریالي او پر سمه لاره روان ځوانان په دې حقیقت پوهېږي او ګوري چې د سېپټمبر د ۱۱مې، د اکتوبر د ۷مې او د ډسمبر د ۸مې معنا څه ده؟ او هغوی د دغو سترو معناګانو او د دغه عظیم جهاد په ژورتیا او عظمت پوهېږي. هغوی په دې هم پوهېږي چې په دغه پړاو کې الله تعالی له دوی څخه څه غواړي. له همدې امله تاسې به هغوی تر نن ورځې پورې د الله په لاره کې د خپلو مالونو او ځانونو په قربانولو کې بوخت ومومئ، هغوی د خطر متوجه کونکو، خیانت کونکو او نافرمانه خلکو هېڅ پروا نه ساتي؛ ځکه هغوی د خپل ایمان په سیوري کې او د خپل رب د شریعت تر چتر لاندې د ژوند پر ارزښت پوهېږي او هغوی د توحید له کلمې (لا اله الا الله محمد رسول الله) سره د تړاو پر بیه او قیمت خبر دي. همدا سترې قربانۍ او فدایي جذبه زموږ د معاصرو ستونزو حل دی او همدا زموږ د لوټل شوي شان او شوکت د بېرته ترلاسه کولو یوازنۍ لاره ده. زما ګرانه وروره! پوره باوري اوسه چې نن د اسلام ټول دښمنان په پوره یقین سره پوهېږي چې دا سیمه په ټولیزه توګه او شام په ځانګړې توګه به ډېر ژر د نړیوالې ترهګرۍ لپاره یو د توغولو ځای (لانچنګ پیډ) او د نړیوال جهاد بنسټیزه سرچینه وي. همدا لامل دی چې هغوی په خپل ړوندوالي کې هک پک دي او په خپلو تېروتنو کې ډوب پاتې دي. نو هغوی پریږده چې په تمه اوسي، ځکه موږ هم له هغوی سره په تمه یو.

ادامه لري ان شاء الله …
❊❊❊❊

Previous Post

د جهاد او استشهاد په لار مزل، د امت د ټولو ستونزو حل

Next Post

زموږ شرقي أندلس؛ له یاده وتلی اسلامي هندوستان

اړوند مطالب

زه کابل ابادېدونکی وینم
افغانستان او امت

زه کابل ابادېدونکی وینم (دوهمه برخه)

اکتوبر 12, 2026
د شطرنج د لوبې برخه نه یو، بلکې موږ جلا یو!
افغانستان او امت

د شطرنج د لوبې برخه نه یو، بلکې موږ جلا یو!

اکتوبر 12, 2026
په شام کې د جهاد راتلونکی (شپږمه او وروستۍ برخه)
افغانستان او امت

په شام کې د جهاد راتلونکی (شپږمه او وروستۍ برخه)

اکتوبر 12, 2026
اسراۍيل الکبری (له نیله تر فراته لیدل شوی صهیونستي خوب)
افغانستان او امت

اسراۍيل الکبری (له نیله تر فراته لیدل شوی صهیونستي خوب)

اکتوبر 12, 2026
د شام خاوره: دا هماغه سهار نه دی، د کوم چې موږ انتظار کاوه!
افغانستان او امت

د شام خاوره: دا هماغه سهار نه دی، د کوم چې موږ انتظار کاوه!

سپتمبر 14, 2026
زموږ شرقي أندلس؛ له یاده وتلی اسلامي هندوستان
افغانستان او امت

زموږ شرقي أندلس؛ له یاده وتلی اسلامي هندوستان

سپتمبر 14, 2026
Next Post
زموږ شرقي أندلس؛ له یاده وتلی اسلامي هندوستان

زموږ شرقي أندلس؛ له یاده وتلی اسلامي هندوستان

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

© 2025 - 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد أفلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • ابدي ژوندي
    • شعر او ادب
    • سیرت
    • اند او پند
    • د اسلافو تاریخ
    • د تاریخ درسونه
    • تاريخ
  • ګڼې
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه

© 2025 - 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Go to mobile version