سه شنبه, جون 2, 2026
  • Login
بت شکن
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد أفلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • ابدي ژوندي
    • شعر او ادب
    • سیرت
    • د تاریخ درسونه
    • د اسلافو تاریخ
    • اند او پند
    • تاريخ
  • ګڼې
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه
No Result
View All Result
بت شکن
No Result
View All Result
Home زما تګلاره

نوې نړۍ زیږي او زوړ نظام مري!

معاذ ابراهیم زی by معاذ ابراهیم زی
مې 25, 2026
in زما تګلاره
0 0
0
نوې نړۍ زیږي او زوړ نظام مري!

د نړۍ حالات په دومره تېزۍ بدلېږي چې د انساني تاریخ په اوږدو کې یې بېلګه نه تر سترګو کېږي. د سهار کیسه تر ماښامه زړېږي او د نن ماښام سبا سهار داسې ښکاري لکه پخوانۍ افسانه. نړۍ بدلېږي او په ډېرې چټکۍ بدلېږي. خو د دې ټولو بدلونونو په منځ کې یوه خبره ثابته ده. د باطل د ماتې او د حق د بریا پرېکړه، چې د ازل له پیله یا تر هغه مخکې لیکل شوې وه. نړۍ په خپلو سترګو ګوري چې یو ستر بدلون رامنځته کېدونکی دی. څوک د شام خاورې ته ګوري، څوک د فرات سیند اوبه اندازه کوي. د باب المندب تنګي دواړو غاړو ته د وینې تویېدو نښې ښکاري. د سند او هند په ځمکو کې فساد خپل اوج ته رسېدلی؛ یو لور ته د الهي قانون پر ځای د باطلو قوانینو نافذول او هغه د حق په نوم وړاندې کول دي او بل لور ته ښکاره کفر، بت پرستي او شرک دی.

په لرې لوېدیځ کې امریکا د پخوا په پرتله لا زیاته سرکښه شوې او د «أنا ربكم الأعلى» په غرور خپلو ګاونډيو هېوادونو ته ننوتې ده. هغه امریکا چې ځان د سولې، انصاف، عدل او مساوات ملاتړې او د بشري حقونو اتله بولي، د وینزویلا د ولسمشر کور ته د شپې په تیاره کې ننوزي، هغه او د هغه ښځه نیسي، تشدد پرې کوي او بې ‌شرمۍ لا دا ده چې د مادورو ښځه له وهلو ټکولو وروسته یوې تش په نامه امریکایي محکمې ته وړاندې کوي. په غزه کې د روان انساني تاریخ تر ټولو ستر قتل عام د درولو لپاره چې هره پرېکړه د ملګرو ملتونو له لارې وړاندې کېږي، امریکا یې ویټو کوي. دا نړیوال زبرځواک د غزې په نوم د سولې کمیټه جوړوي، چې د نړۍ لوی لوی غله پکې شاملوي او بیا له همدې کسانو د غړیتوب په بدل کې یو میلیارد ډالر هم غواړي. امریکا ښکاره غواړي پر ګرینلنډ قبضه وکړي او د هغه معدني شتمنۍ تر خپل تصرف لاندې راولي. آیا زموږ له منځه داسې څوک شته چې د دې ټولو پېښو شاهد نه وي؟

همدغه امریکا او د همدې امریکا ستر زبرځواک ټرمپ ته، له ټولو دغو نړیوالو کړنو وروسته، د پاکستان شهباز شریف (د عاصم منیر په اجازه)، د اماراتو ابن زاید، د سعودي ابن سلمان، د قطر تمیم، د مصر سیسي، د اردن عبدالله او د ترکیې اردوغان د سولې غوښتونکی، د سولې ټینګونکی او د سولې ساتونکی وایي. ریښتینی پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي:

سَيَأْتِي عَلَى النَّاسِ سَنَوَاتٌ خَدَّاعَاتُ يُصَدَّقُ فِيهَا الْكَاذِبُ وَيُكَذَّبُ فِيهَا الصَّادِقُ وَيُؤْتَمَنُ فِيهَا الْخَائِنُ وَيُخَوَّنُ فِيهَا الْأَمِينُ وَيَنْطِقُ فِيهَا الرُّوَيْبِضَةُ قِيلَ وَمَا الرُّوَيْبِضَةُ قَالَ الرَّجُلُ التَّافِهُ یتکلم فِي أَمْرِ الْعَامَّةِ ” (سنن ابن ماجة)

«پر خلکو به داسې فریب کونکي کلونه راشي چې دروغجن به رښتینی په کې ګڼل کېږي او رښتینی به په کې دروغجن بلل کېږي، خائن به باوري وګڼل شي او باوري به خائن وبلل شي او رویبضه به د خلکو په عامو چارو کې خبرې کوي. وویل شول: رویبضه څوک دی؟ ویې فرمایل: هغه سپک او بې قدره سړی چې د عامو خلکو په چارو کې خبرې کوي.»

لږ فکر وکړئ! ایا دا نبوي وینا له ټرمپ څخه نیولې د هغه تر پیروانو او غلامانو پورې پر ټولو نه پلې کېږي؟ ایا تاریخ کله تر ټرمپ او د هغه تر ملاتړو لکه شهباز شریف، تمیم، ابن زاید او نورو هم ټیټ او سپک خلک لیدلي دي؟ ایا کله داسې نااهله او سپک اشخاص د نړۍ د واک پر څوکۍ کېنستلي وو؟

هره بدي یو حد لري او تر څو چې هغه بدي خپل وروستي حد ته ونه رسېږي، د هغې د زوال بهیر نه پیلېږي. د نړۍ په بدلېدونکو حالاتو د پوهېدو لپاره نه د بقراط غوندې لوی عقل ته اړتیا ده او نه د جمشید جام ته اقبالِ لاهوري ووايي:

شفق نہیں مغربی افق پر یہ جوئے خوں ہے، یہ جوئے خوں ہے!

طلوع فردا کا منتظر رو كه روش و امروز ہے فسانہ

وہ فکر گستاخ جس نے عریاں کیا ہے فطرت کی طاقتوں کو

اس کی بے تاب بجلیوں سے خطر میں ہے اس کا آشیانہ

«دا چې د لوېدیځ پر افق ښکاري، دا سور شفق نه دی، د وینو سیلاب دی!

د سبا سهار انتظار وکړه، ځکه پرون او نن یوازې کیسې ګرځېدلې دي

هغه سرغړاند فکر چې د طبیعت ځواکونه یې لوڅ کړي دي

د هغه له بې ‌صبره برېښناوو سره یې خپل ځاله هم په خطر کې ده.»

نړۍ بدلېږي، له زاړه نړیوال نظام وروسته راتلونکی نوی نړیوال نظام ډېر ژر د سقوط پر لور روان دی. که څوک دا نوی تمدن ونه نړوي، بیابه هم دا فاسد تمدن د خپل ګډوډ جوړښت د وزن له امله پخپله را لوېږي. خو په دې ټولو حالاتو کې دوې مهمې پوښتنې شته! موږ د مسلمانانو په توګه د الله له لوري په عبادت مکلف یو او په همدې عبادت کې د روژې، لمانځه او زکات تر څنګ د جهاد او د نبوي منهج پر بنسټ د خلافت د اقامت پابند هم یو. یعنې موږ مکلف یو چې د شرعي طریقې له مخې له نړۍ څخه باطل له منځه یوسو او حق غالب کړو. نو د نړۍ په دغو بدلېدونکو حالاتو کې موږ مسلمانان څه کوو؟

دوهم دا چې د باطل نظام، په ځانګړي ډول امریکا او د هغې د ملاتړو له زوال وروسته، موږ مسلمانان چې الله موږ ته د «كنتم خير أمة أخرجت للناس» مقام راکړی، د نړۍ د مشرتابه لپاره څه چمتووالی لرو؟ ایا موږ خپل ځان او راتلونکو نسلونو ته هغه تعلیم، روزنه، فکر او مهارت ورکوو چې راتلونکی یې له موږ څخه غوښتنه کوي؟

له دې پوښتنو وروسته رښتینی حقیقت دا دی چې موږ ټول په فردي توګه څه کوو؟ که باطل ماتېږي او حق بریالی کېږي، نو پوښتنه دا ده چې لیکوال او لوستونکی هر یو په خپل ځای د الله په لار کې د دې فرض د ترسره کولو لپاره څه کوي؟ زمانه د اقبال لاهوري په وینا موږ ته غږ راکوي او موږ ته وایي:

ہر ایک سے آشنا ہوں لیکن جدا جدا رسم و راہ میری

کسی کا راکب، کسی کا مرکب، کسی کو عبرت کا تازیانہ

نہ تھا اگر تو شریک محفل، قصور میرا ہے یا کہ تیرا

مرا طریقہ نہیں کہ رکھ لوں کسی کی خاطر مئے شبانہ

«زه له هر چا سره بلد یم، خو لار مې له هر چا بېله ده

ځینې خلک زما د هڅو وسیله دي، ځینې مې د زده کړې او عبرت له پاره مثالونه دي

که ته په مجلس کې راسره شریک نه وې، دا زما ګناه ده که ستا؟

زما طریقه نه ده چې د چا لپاره د شپې شراب وساتم»

❊❊❊❊

Previous Post

دښمن پیژندنه (صهیونېزم اوماسونیت)

Next Post

د علماوو غوښې مسمومې دي!

اړوند مطالب

دښمن پیژندنه (صهیونېزم اوماسونیت)
زما تګلاره

دښمن پیژندنه (صهیونېزم اوماسونیت)

مې 25, 2026
له کفارو څخه د برائت قرآني عقیده
زما تګلاره

له کفارو څخه د برائت قرآني عقیده

مې 25, 2026
د اوسنیو نړیوالو بدلونونو په رڼا کې، د اسلام راتلونکی
زما تګلاره

د اوسنیو نړیوالو بدلونونو په رڼا کې، د اسلام راتلونکی

مې 3, 2026
دښمن پیژندنه (یهود)
زما تګلاره

دښمن پیژندنه (یهود)

مې 3, 2026
Next Post
د علماوو غوښې مسمومې دي!

د علماوو غوښې مسمومې دي!

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

© 2025 - 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد أفلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • ابدي ژوندي
    • شعر او ادب
    • سیرت
    • اند او پند
    • د اسلافو تاریخ
    • د تاریخ درسونه
    • تاريخ
  • ګڼې
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه

© 2025 - 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Go to mobile version