بت شکن
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد افلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • سيرت
    • اند او پند
    • د اسلافو تاریخ
    • د تاریخ درسونه
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد افلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • سيرت
    • اند او پند
    • د اسلافو تاریخ
    • د تاریخ درسونه
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه
No Result
View All Result
بت شکن
No Result
View All Result
Home ليکنې او اندونه

مېلمه

ابو عیسی دېبلي by ابو عیسی دېبلي
جنوري 31, 2026
in ليکنې او اندونه, سرمقالې
0 0
0
0
SHARES
0
VIEWS

له ماشومتوبه به مو اورېدل چې مېلمه د الله رحمت وي. کله به چې مېلمه راتلو، نو موږ به یوازې دا وېره درلوده چې هسې نه خواړه لږ شي، خو څومره چې لویېدو، د مېلمه او د برکت معناوې مو درک کړې.

زموږ ځینې وروڼه هم مېلمانه شول او زموږ کور ته راغلل. له نن څخه شاوخوا څلوېښت کاله مخکې، کله چې د افغانستان او شوروي اتحاد تر منځ جګړه وشوه او میلیونونو افغان کډوال پاکستان ته راغلل، د پاکستان دولت د هغوی له پاره د مېشتېدو کوم رسمي پلان نه درلود. د ۲۰۲۱م کال په یو علمي ژورنال (Journal of Humanities, Social & Management Sciences) کې د خپرې شوې مقالې له مخې، په اتیایمو کلونو کې چې کله دا کډوال په لوی شمېر راغلل، د کډوالو له پاره ځانګړي کمپونه نه وو جوړ شوي، نو دوی د ښارونو او کلیو په کرایي کورونو کې اوسېدل پیل کړل. له هماغه وخته تر اوسه د کډوالو یوه کمه برخه کمپونو کې پاتې شوه، خو زیاتره یې ښارونو ته ورغلل، چې ډېری یې په پېښور کې مېشت شول.

همدارنګه هغه افغانان چې له اقتصادي پلوه کمزوري وو، کلیوالو سیمو ته لاړل، ځکه هلته کرایه کمه وه. ځینې خو به د خلکو په کورونو کې وړیا اوسېدل او د کور خاوند له پاره به یې کار کاوه.

د UNHCR د ۲۰۲۳م کال د جون میاشتې د ارقامو له مخې، په پاکستان کې ۱۳ لکه (۱.۳ میلیونه) راجستر افغان کډوال اوسېږي، چې شاوخوا ۷ لکه یې په پېښور کې، درې لکه یې په بلوچستان کې او نور په نورو ښارونو کې مېشت دي. سربېره پر دې د افغان سیټیزن کارډ لرونکي افغان کډوال چې په ۲۰۱۷م کې نادرا ورکړی و، شمېر یې ۴ لکه دی. یعنې ټولټال شاوخوا ۱۷ لکه افغان کډوال د قانوني اسنادو له مخې په پاکستان کې مېشت دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د اټکل له مخې، شاوخوا ۱۷ لکه نور افغانان غیرقانوني دلته اوسېږي او هغوی ته د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې په رضا کارانه توګه د بېرته ستنېدو له پاره وخت ورکړل شوی و. کله چې دغه وخت تېر شو، نو د هغوی د ایستلو عملیات پيل شول. یوازې د یوې میاشتې په موده کې د پښتونخوا د کورنیو چارو وزارت د وینا له مخې د طورخم له لارې څخه له ۲ لکه ۲۵ زره څخه زیات افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شول.

خو اوس پوښتنه دا ده چې د جګړو ځپلي خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي افغانان په څه حالت کې دي؟ ایا له مېلمه سره همداسې چلند کېږي؟ ایا موږ د امریکا د ملګرتیا په بدل کې همدا افغانان له خپلو کورونو وتلو ته اړ نه کړل؟ او اوس چې یې په زوره شړو، ایا ځان ته دښمنان نه جوړوو؟ تر کله به موږ د خپلو مسلمانانو پر وړاندې عملیات کوو؟ دا هغه غیرتمند افغانان دي چې روس او بیا امریکا یې د الله تعالی په مرسته مات کړل. همدغه هېوادونو غوښتل له افغانستان وروسته پر پاکستان هم یرغل وکړي، خو افغانانو د خپل هېواد ترڅنګ د پاکستان دفاع هم وکړه. د اشرف غني د حکومت پر مهال دلته د هند اغېز ډېر و، چې د پاکستان د امنیت له پاره خورا خطرناک و. خو کله چې طالبانو واک په لاس کې واخیست، د هند ډېرې موخې شنډې شوې، تر دې چې په بېلابېلو ښارونو کې یې قونسلګرۍ وتړل شوې او هغوی بېرته خپل هېواد ته ستانه شوو.

موږ د افغان کډوالو خبره کوله، دا وروڼه دلته تش لاس راغلل، یوازې پر الله یې باور درلود او خپل کورونه یې پرې اېښي وو. موږ څه وکړل؟ هغوی مو امریکا ته وسپارل! نن ډېر نېک سیرته طالبان چې د پاکستان په زندانونو کې یې کلونه کلونه تېر کړل، هماغه نن له پاکستان سره د برابرۍ پر بنسټ ملاقات کوي.

ماته د خپل ماشومتوب وخت یاد شي، زموږ د کور ښځې ډېر لږ بازار ته تللې. زه چې لږ پوه شوم، زموږ کور ته به یو لالا راتلو، چې افغاني پګړۍ به یې په سر وه او پر شا به یې د کالیو پنډه تړلې وه. زما انا به ترې کالي اخیستل. ورو ورو له هغه سره ښه اړیکه جوړه شوه، هغه چې پر موږ او نورو کورنیو به یې جامې پلورلې اوس زموږ د کورنۍ برخه ښکارېده. ډېر ساده سړی و، زموږ کور ته چې به راغی، ډوډۍ به یې خوړله او لږ به ویده کېده. بېچاره به ټوله ورځ په پښو ګرځېده، کور په کور به یې کالي پلورل، چې د خپلو اولادونو له پاره حلاله روزي پیدا کړي. موږ هغه وخت په خپلو پخو کورونو کې ارام اوسېدو، له دې څخه خبر نه وو چې په نړۍ کې څه روان دي، خو دې بېچاره افغانانو خپل هر څه له لاسه ورکړي وو، یوازې دین یې پاتې و چې پر هغه یې سازش ونه مانه. الله تعالی دې د هغوی قربانۍ په خپل دربار کې قبولې کړي. آمین.

هغه سادګي چې ما د ماشومتوب په وخت کې په افغانانو کې لیدلې وه، کلونه وروسته مې افغانستان ته د یوه سفر په ترڅ کې بیا ولیده او هغه لالا را یاد شو.

افغان ملت چې د دین له پاره کومې قربانۍ ورکړې، د هغو له برکته نن د امت مسلمانان په لوړ سر ګرځي. د عثماني خلافت تر ړنګېدو وروسته دا د اسلام تر ټولو ستره فتحه وه، خو افسوس چې د اسلامي نړۍ ډېر هېوادونه دا یوازې د یوه هېواد فتحه ګڼي. دا له افغان طالبانو او د افغان ملت له قربانیو سره ستره جفا ده. نن د نړۍ ټولې جهادي ډلې او حرکتونه د طالبانو او د افغان ملت احسان مند دي، ځکه دوی مسلمانانو ته د ژوند کولو سمه لار وښوده.

په پای کې د پاکستان حکومت او ولس ته یوازې دومره وایم، چې کور ته مو د راغلي مېلمه عزت وکړئ، کېدای شي سبا تاسې هم د چا په کور مېلمانه شئ! دعا کوم چې الله زموږ ګناهونه وبخښي او موږ ته د یو بل د مرستې توفیق راکړي. آمین.

Previous Post

په ذوالجلال رب قسم! زه له امیرالمؤمنین سره مینه لرم

Next Post

له افغان سره زما مینه د ایمان له پاره ده!

Next Post
له افغان سره زما مینه د ایمان له پاره ده!

له افغان سره زما مینه د ایمان له پاره ده!

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recent Posts

  • ابو عبیده: زما استوګنځی اسمان شو!
  • نبوي سیرت او پندونه
  • د بت شکن مجله
  • د غزې طوفان
  • مجله

Recent Comments

No comments to show.

© 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد افلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • اند او پند
    • سیرت او تاریخ
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه

© 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.