«د کوم ځای یې؟ د کابل یم! د کابل د کوم ځای؟ د پکتیا!»
داسې لطیفې موږ مخکې هم له افغان وروڼو اورېدلي وې، خو په خپلو سترګو مو داسې حالت نه و لیدلی. څو ورځې وړاندې چې تورخم کې یوې در به دره شوې معصومې افغانې نجلۍ دا خبره وکړه، نو زړه ته مې تر ټولو ژور ټکان ورسېد. دا نجلۍ له هغو میلیونونو مسلمانانو څخه یوه وه چې ښایي د لومړي ځل له پاره خپل اصلي وطن افغانستان ته راتله.
د افغان مسلمانانو دربدري داسې موضوع ده چې څومره پرې د غم او قهر څرګندونه وشي بیا هم کمه ده. د دې پرېکړې کوونکو خاینان پر عقلونو څومره ژړا وشي، لږه ده!
افغان مسلمانان زموږ ویاړ دي … زموږ د سرونو تاجونه دي! د دوی په برکت د پاکستان او هند میلیونونه انسانان د اسلام په نعمت سرشاره شوي دي. د دوی د عظمت برجونه تر اوسه هرځای ولاړ دي. د دوی شهیدان زموږ په خاورو کې خښ دي او زموږ شهیدان د دوی په خاورو کې خښ دي! او دا خبره د دواړو ملتونو عزت زیاتوي. بلکې دا خبره هم بې ځایه ده چې زموږ خاوره او ستاسې خاوره، ځکه دا ټول یو هېواد دی. بې له افغانستانه پاکستان نیمګړی دی او بې له پاکستانه افغانستان نیمګړی!
کله چې پاکستانی مسلمان د ایمان، استقامت او جرئت مثال ورکوي، نو د افغان، کشمیري یا فلسطیني مسلمان مثال ورکوي. له افغان سره مینه د دوی د ایمان په وجه ده … که د انګریز پر ضد د تیرې پېړۍ په پیل کې جهاد وي، یا د همدې پېړۍ په پای کې د روس پر ضد جهاد وي او که په دې نوې پیړۍ کې د صلیبیانو او صهیونیانو پر ضد د جهاد داستانونه او د دوی د عظمت کیسو او نعرو د پاکستان په هره کوڅه کې انګازې کولې. له ماشومتوبه مو افغان مسلمانانو ته په څومره مینه کتل … الله پرې شاهد دی. والله! موږ په خپل ژوند کې هېڅکله داسې نه دي لیدلي چې یوه پاکستاني، که له پنجاب، سند، بلوچستان یا کشمیره وي، د افغان مسلمان پر ضد تعصب کړی وي، خو دا پوځ او پولیس چې د انګریز روزلي دي … په رګونو کې یې د انګریز وینه بهیږي … د افغان مسلمانانو پر وړاندې تعصبي چلند لري، ځکه چې کله انګریز پر هندوستان یرغل وکړ، د هغوی پر وړاندې په بغاوتونو او جګړو کې مخکښه همدا افغان او پښتون قوم و. نو انګریز تل دوی خپل دښمنان بلل او دا درس یې خپلو نوکرانو سپاهیانو ته ورکاوه او همدا سپاهیان وروسته د پاکستان او هند پوځونه شول، خو بیا هم زه کله کله فکر کوم، چې که د دې پوځ لږ عقل او له خپل وطن سره لږ اخلاص وای، نو د دې فاتح قوم د مهاجرینو ، چې درې سپر طاقتونه یې مات کړي دي، به یې داسې سپکه نه کوله او نه به یې شړل، خو حقیقت دا دی چې دا پاکستان د دې پوځ کور نه دی او نه یې دوی ریښتني ساتونکي دي. دوی ته چې کوم حکم هم د دوی باداران امریکا، برتانیه او د کفر نړیوال نظام وکړي، نو هماغه عملي کوي. دوی زموږ د هېواد او ملت دښمنان دي. دوی غواړي د الله غضب راوړي. دوی غواړي چې د افغان ملت هغه جګړه چې د الله او د رسول ﷺ په نوم پیل شوې وه، په قومي جګړه بدله کړي. دوی نه غواړي چې په افغانستان کې شرعي نظام د نړۍ له پاره د بېلګې په توګه پاتې شي. دوی نه غواړي چې د افغان اقتصاد ښه والی او د خلکو سوکالي د پاکستان مسلمانانو ته دا درس ورکړي چې که د شریعت له پاره پورته شئ، الله به مو نه یوازې آخرت، بلکې دنیا هم سمبال کړي.
بل لور ته، د امریکا او د کفر نړیوال نظام کلونه کېږي چې هڅه کوي د افغانستان اړیکې له هند سره جوړې شي او هغه ددیني، تاریخي او د وینې تړاوونه چې له پاکستان سره یې لري پرې کړي. د همدې له پاره د پاکستان دیني مدرسې بدنامه کړې، د دیني تشخص او بیداري او د جهاد مینه یې د ای ایس ای سازش وبلله او که یو افغان مسلمان پاکستان ته لاړ شي او د دین درسونه زده کړي، نو پر هغه د پاکستان د غلام تهمت لګوي. دا د افغانستان د پخواني حکومت او اوسنيو رسنیو پخوانۍ لوبه ده. دا یو پراخ سازش دی چې سرغنه یې امریکا ده. عجیبه دا ده چې په دې سازش کې خپله د پاکستان حکومت د خپل وجود په خلاف کار کوي. ژر ده چې د دې پرېکړې کوونکي د خپل کار بد انجام وویني.
اې الله! ته د دې بې کوره شویو خلکو سرپرست شه. د دوی په یخنۍ او غربت کې یې په خپل رحمت وپوښه. پر دوی له اسمانه د نعمتونو باران وکړه. د دې جرم کوونکي په خپل ګرفت کې واخله. هغه وینه بهونکي بې کوره کړه چې افغان مسلمانان یې بې کوره کړل. اې الله! ته د دوی ټول جرمونه ښه پېژنې. دوی په بلوچستان، سوات، باجوړ، خیبر، اورکزۍ او وزیرستان کې میلیونونه مسلمانان بې کوره کړل. د هغوی قتل عام یې وکړ … د هغوی جوماتونه او مدرسې یې ورانې کړې. اې الله! پر دوی خپل عذاب نازل کړه. اې الله! همدې خلکو اسلاماباد کې په لال مسجد کې ستا د قرآن حفظ کوونکو هلکانو او نجونو وینه توی کړه. دوی په کراچۍ، لاهور، کوټه، پېښور او د هر ښار په کوڅو کې د اولیاوو لاشونه پر سړکونو وغورځول. بیا همدا دوی وو، چې عرب او عجم مجاهدین یې نیول او امریکا ته یې سپارل. دوی د افغانستان په صلیبي اشغال کې خپل مستقیم تور رول لوبولی دی. اې الله! ته د دوی هر جرم پېژنې. اې الله! د پاکستان او افغانستان مظلومو خلکو ته د دوی له شره نجات ورکړه. اې الله! د ټولو په زړونو کې د دغو خاینانو پر وړاندې د پاڅون توفیق واچوه. د دوی خپلمنځي وروري نوره هم پیاوړې کړه او ټول د هر مظلوم مرستې ته چمتو کړه. آمین یا رب العالمین!
وآخر دعوانا أن الحمد لله رب العالمین۔ وصلی الله علی نبینا محمد وعلی آله وصحبه اجمعین۔

