په خراسان کې د القاعده تنظیم د مرکزي مشرتابه پر عهده فائز او د نړۍ په بېلابېلو جهادي محاذونو کې د اوږدې مودې له پاره په جهاد بوخت مجاهد، دیني عالم شهید شیخ عطیة الله (رحمه الله) دا لیکنه په ۲۰۰۷م کال کې د انټرنټ پر «انا المسلم فورم» په يوه مباحثه کې لیکلې وه. له دې لیکنې څخه لکه څنګه چې د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د سیرت ځینې مهم اړخونه روښانه کېږي، همداراز د افغانستان د اسلامي امارت شرعي موقفونه هم ورڅخه څرګندېږي. الله تعالی دې د اسلامي امارت امراوو او مسؤولینو ساتنه وکړي او د دین د اقامې او شریعت د نفاذ په لار کې دې هغوی ثابت قدم ولري. آمين. (اداره)
زما محبوبو وروڼو!
په دې فورم کې د مباحثې پر مهال یو محترم ورور وویل چې موږ د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر (حفظه الله) نوم یوازې د خلکو به سترګو کې د خاورو شیندلو له پاره اخلو. په الله قسم! هغه رښتیا ونه ویل، الله دې یې وبښي! د دې ورور خبرې ماته ډېر تکلیف راکړ، نو ما پرېکړه وکړه چې په دې موضوع په لنډو ټکو کې د څه لیکلو له پاره قلم راپورته کړم.
ګرانو وروڼو!
ما په خپلو پخوانيو لیکنو کې مخکې هم یادونه کړې ده چې ماته دا خوښه نه ده، چې د ژوندیو خلکو په ستاینه کې څه ولیکم، ځکه موږ له خپلو سلفو دا زده کړي چې تر هغه وخته پورې چې یو انسان په دنیا کې وي، ددې خبرې هیڅ حتمي تضمین نه شته چې هغه به په فتنه کې نه مبتلا کېږي. له همدې امله موږ وینو چې علماء اکثر پر هغو صالحینو یو څه لیکي، چې له دنیا څخه تللي وي او د هغه چا په اړه چې موږ دا ګمان کوو، چې هغوی ته د خیر او نیکۍ خاتمه په برخه شوې ده، نو موږ د دوی د ښېګڼو ذکر کوو، د دوی نیک صفات عام یادوو، ترڅو د دوی د عزت او تکریم حق څه نا څه اداء کړوو، وفا ورسره وشي او مؤمنان د دوی د پاکو سیرتونو په لوستلو سره دعاګانې ورته وکړي او د دوی د نېکۍ شاهدي ورکړي. همدارنګه داسې لیکنې د لوستونکو په زړونو کې د هغو صالحینو په نیکو اعمالو پسې د اقتدا او د د هغوی په څېر ځانګړتیاوې په خپلو ځانونو کې د پیدا کولو د جذبې سبب کېږي او همداراز داسې لیکنې د نوې نسل د تربیت او د دعوت الی الله د خپرولو وسیله ګرځي. برعکس، د ژوندیو کسانو په اړه زه کوشش کوم چې لومړی ورباندې خبرې ونکړم او که د خبرو اړتیا شي، نو په ډېر احتیاط او اعتدال یې وکړم. له همدې امله ما د شیخ اسامه (حفظه الله) د سیرت په اړه هم له ډېر څه لیکلو څخه پرهېز کړی؛ او که چیرې لږ څه مې لیکلي وي، نو هغه یوازې د مسلمانانو د همت او حوصلې او په دوی کې د نېکۍ امید د راپارولو له پاره وو. نو په همدې نیت دلته زه د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (نصره الله) په اړه خپل څو پاشلي، بې ترتیبه یادښتونه دلته قلمبند کوم، ښايي د یو چا له پاره ګټه ولري.
کله چې امریکا د افغانستان پر ضد بریدونه پیل کړل او په ځانګړي ډول پر کابل او قندھار هوایي بمبارۍ پیل شوې، نو امیرالمؤمنین (حفظه الله) خپل محافظین راټول کړل او هغوی ته یې اختیار ورکړ چې که غواړي نو له هغه سره دې پاتې شي او که غواړي نو خپلو کورونو ته دې لاړ شي. هغه وویل: «زه تاسې پر دې مجبورول نه غواړم چې په دې سختو حالاتو کې له ما سره پاتې شئ؛ څوک چې په خپله خوښه له ما سره پاتې کېدل غواړي، پاتې دې شي او څوک چې خپلو کورونو ته ستنېدل غواړي ستانه دې شي، زما له خوا بشپړه اجازه ده».
کله چې د طالبانو ځینو مسؤولینو د ۱۱ سپټمبر له پیښو وروسته د شیخ اسامه بن لادن په اړه ناخوښي وښوده او ویې ویل چې شیخ اسامه زموږ خبره ونه منله، نو امیرالمؤمنین (حفظه الله) خپلو ټولو مسؤولینو ته دا لارښوونه وکړه چې: «تاسې څخه هېڅوک په دې موضوع کې هېڅ خبره له خولې مه باسئ!» همدا راز یې خپلو ملګرو ته په دې سخت پړاو کې د صبر او استقامت پر وړاندې کولو او په الهي تقدیر د راضي کېدو سپارښتنه وکړه.
د امیرالمؤمنین یو تره / اکا چې ډېر سپینږیری شوی و. یوه ورځ امیر المؤمنین د هغه پوښتنې ته لاړ او ورڅخه ویې پوښتل چې: «ګرانه اکا! که تاسې ته کوم څه پکار وي نو راته وواياست». تره یې وویل: «ما ته د قرآن مجید د لوی حجم یو مصحف پکار دی، چې لوستل یې زما له پاره اسانه وي، ځکه زما سترګې د سپین ږیرتوب له امله ضعیفې شوې دي او ماته په تلاوت کې ستونزه ده.» سبحان الله!
ما ته ډېرو ملګرو دا خبره کړې ده، چې د امیرالمؤمنین د عاجزۍ او خاکسارۍ په وجه موږ هغه په لومړي ځل نه دی پېژندلی؛ او د نورو ګډونوالو او امیرالمؤمنین ترمنځ به یې هیڅ توپیر نه و محسوس کړی. بېشکه الله تبارک وتعالی ددې قوم په طبیعت کې داسې عاجزي، داسې اعلی اخلاق او داسې ښه خصلتونه ایښي دي، چې په دې ماده پرسته دور کې په نورو قومونو کې ډېر کم موندل کېږي. یقینا دا ټول د الله فضل دی، چې چاته یې خوښه وي، هغه ته یې ورکوي.
ملا بدین صاحب راته وویل چې کله د امریکایي یرغل وروسته امارت سقوط وکړ او موږ له کندھاره شاتګ کاوه، نو زه د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر (حفظه الله) د لیدو له پاره لاړم. هغه زما پر مخ د خپګان نښې ولیدې او پوښتنه یې وکړه: «په تا څه شوي دي؟» ما ورته وویل چې د امارت د سقوط غم دی! اوس خو کندھار هم سقوط کېدای شي، نور هیڅ پاتې نه دي! په دې اورېدلو سره امیرالمؤمنین وفرمایل: «یو وخت داسې هم و چې موږ هیچا هم نه پېژندلو، موږ لا د قندھار واکمنان هم نه وو او افغانستان هم زموږ نه و. موږ خو هیڅ هم نه دي بايللي؛ یوازې موږ بیرته هماغه ځای ته راستنېږو، چیرې چې موږ مخکې وو، نو په دې کې د خپګان څه خبره ده؟» الله اکبر! پاک دی هغه ذات چې له خپلو بندګانو څخه هر چا ته چې وغواړي د زهد او يقین په دولت یې نازوي.
د لیبیا مشهور مجاهد عالم دین شیخ ابو منذر ساعدي (حفظه الله) او نور ډېر شخصيتونه چې له امیرالمؤمنین سره یې لیدلي او په کندهار کې یې ملاقات کړی دی، ماته یې وویل، چې کله د امیرالمؤمنین د اوسېدو ځای ته ورغلو، نو هغه پر ځمکه خپل افغاني څادر غوړولی و او ورباندې ناست و، تا به ویل چې یو عادي انسان دی، نه داسې لکه چې د ریاست مشر وي. د کور ماشومان یې هم تر څنګ په ساده لوبو بوخت وو او د هغوی جامې هم دغسې په خاورو لړلې وې، لکه په عامو کوڅو کې د ګرځېدونکو ماشومانو جامې! د هغه د زامنو او د یوه عام افغان د زامنو تر منځ هیڅ فرق نه ښکارېدی. پاک دی هغه رب چې په خپل مخلوق کې یې چاته خوښه شي، د عاجزي او له دنیا څخه د بې رغبتي په نعمت یې نازوي.
پاکستاني علماوو له امیرالمؤمنین سره د لېدو له پاره کندهار ته د یوه لوی پلاوي په شکل تګ وکړ چې د بعضو مسائلو په اړه ورسره مشورې وکړي. په هغه ناسته کې یو کس راته وویل چې وفد تر ډېره وخته چوپ ناست وو، ځکه د امیرالمؤمنین د عظمت له امله هیچا دا جرئت نشو کولای، چې خبرې پیل کړي. وفد يوه تن ته د خبرو کولو مسؤولیت ور سپارلی و، خو د هغه هم ژبه بنده شوه، شاوخوا پنځه څلوېښت دقیقې داسې تېرې شوې چې وفد په بشپړه چوپتیا د امیرالمؤمنین مخې ته ناست و. دا یوازې یوه بېلګه ده چې الله څنګه امیرالمؤمنین ته ځانګړی رعب او جلال ورکړی و. زما خیال دا دی چې الله دا رعب د هغه د عاجزي، زهد او ايمان له امله ورته ورکړی و، ځکه نه له هغه سره د محافظینو او درباریانو داسې غټه ډله نه وه چې له هغه څخه د وېرې سبب شي او نه کوم شاهي جاہ و حشمت و او نه د نن د واکمنانو رواجي پروټوکول څخه یو شی و!
تر کومه حده چې د امیرالمؤمنین له عربو ملګرو سره مینه او شفقت او د هغوی درناوی دی، پر دې چې هر څومره خبرې وشي، لږ دي. ما چې مخکې د ۱۱ سپتمبر په پس منظر کې د شیخ اسامه (حفظه الله) کومه واقعه ذکر کړه، هغه یې یوازې یوه بیلګه وه، له موږ سره ددې مثالونو کمی نه شته. الله تعالی دې امیرالمؤمنین ته د هغه د شفقت بهترین اجر ورکړي!
د امیرالمؤمنین یوه بله څرګنده ځانګړنه د هغه نرمي، رحمت قلبي او عفو او درګذر دی. چې څوک په هغه دوره کې په افغانستان کې موجود وو، هغوی ته به خامخا د «ابو مبتسم» جاسوس کيسه ياده وي. دغه کس له شام څخه و او د خپل ژوند ډېر وخت یې په عربي اماراتو کې تیر کړی و. هلته امریکایي استخباراتو هغه استخدام کړ او د یو مجاهد په شکل یې افغانستان ته واستاوه. دلته عربو ملګرو هغه وپېژندی او بندي یې کړ او د هغه قضیه یې د اسلامي امارت محمکې ته وړاندې کړه، چې هلته د هغه د جاسوسي شواهد په قطعي دلائلو سره ثابت شول او هغه پخپله هم په دې اقرار وکړ، چې جاسوس دی. په همدې موده کې د دې جاسوس مور له خلیج څخه افغانستان ته راغله او څو ورځې یې داسې تیرې کړې چې کله به د طالبانو یوه مسؤول ته ورتله او ژړل به یې او کله بل ته او په عاجزانه ډول به یې غوښتنه کوله چې د زوی ته یې بخښنه وکړي. یو ځل ما پخپله هم ولیدله چې کله زه د القاعده له مرکزي مسؤولینو څخه له یوه سره د کندهار یوه دفتر ته لاړم نو ام مبتسم زما لمن ونیوله او خپله غمیزه یې راته بیان کړه. دغې ښځې دلته په تګ راتګ کې له هر مسؤول سره همداسې کول. د اسلامي امارت مسؤولینو له دې ښځې څخه حیا کوله او ددې مخ ته به يې سر ټیټ کړ یا به یې خپل نظرونه اړول او په ډېره نرمي سره به یې سلوک ورسره کاوه. هغوی به تل دا یو ځواب ورکاوه، چې دا قضیه امیر المؤمنین ته لېږل شوې ده او ان شاء الله هغه به ښه پرېکړه وکړي. ما له ماسره ملګري مشر شخصیت ته وویل، چې زما په خیال به امیر المؤمنین دا جاسوس معاف کړي او زه په دې کې هیڅ شک نه وینم. دا امکان نه لري، چې هغه د یو عرب د قتل فیصله وکړي، تر هغه وخته چې د بخشش یې یوه معمولي ذره فرصت وي! او رښتیا هم همداسې وشول، یوازې یوه یا دوې ورځې وروسته د امیر المؤمنین فیصله راغله…… امیر المؤمنین هغه ته بخښنه وکړه!
هیله لرم چې دا څو بې ترتیبه مثالونه به د امیرالمؤمنین د کردار د عظمت یو څه انځور وړاندې کړي. دا د دې نیک صفته مشر د معطر سیرت یوازې څو اړخونو ته اشاره وه. الله تعالی دې د هغه نصرت وکړي او دا صالح اعمال دې د هغه د نېکیو په پله کې شامل کړي، آمين! زه یو ځل بیا یادونه کوم چې د ژوندیو خلکو ستاینه مې نه ده خوښه، خو په دې فورم کې د بحث پر مهال یوه ورور دداسې تاثر وړاندې کولو هڅه وکړه، چې موږ د امیر المؤمنین ذکر خیر نه کوو، یا یوازې د هغه نوم د یوه خاص غرض له پاره اخلو. نو په مقابل کې یې د ځواب په توګه دا څو کرښې لیکل اړین و. له الله تعالی څخه هیله لرم، چې دا کرښې ګټورې ثابتې شي.
د امیرالمؤمنین (الله دې د هغه عزت زيات کړي) د سیرت هغه مشهور او عام اړخونه چې هر خاص و عام پرې خبر دي، ما په پورته کرښو کې ذکر نه کړل. مثلا د هغه د بدھا بت ماتولو کیسه، له علماوو سره یې اړیکې، له پاکستاني حکومت سره د هغه صریح موقف، د شیخ اسامه کفارو ته له تسلیمولو څخه انکار، د کوکنارو پر کرکیله بندیز او نور…… له دې څخه د هر یوه کیسه داسې ده، چې په جلا توګه ثبت او راتلونکو نسلونو ته خوندي کړل شي. د امت ژوند د داسې اتلانو د یادونو په برکت دی چې د دوی اعمال ددوی د عظمت شاهدي ورکوي!
همدا ډول د امیرالمؤمنین ځینې نادر او د یادولو وړ کلمات هم شته! داسې ښکاري چې الله تعالی د هغه پر ژبه د حق کلمات ویل جاري کړي و او هغه ته یې د حق د وینا په فصاحت سره د بیان کولو وړتیا ورکړې وه. الله تعالی هغه ته داسې ايماني نور، ژور فهم او عمیق بصیرت ورکړی چې په الفاظو کې یې تشریح کول هم سخت کار دی. لکه څنګه چې د شیخ اسامه مشهور قسم زموږ په سینو کې د ایمان او یقین برق پیدا کوي:
«په هغه ذات قسم چې آسمانونه یې بې ستنو پورته کړي دي! امریکا او هلته مېشت خلک به په خوب کې هم امن ونه ویني تر هغه وخته چې زموږ وروڼه په فلسطين کې حقیقي امن ونه مومي او تر هغه چې ټول کفري پوځونه د محمد عربي ﷺ له خاورې څخه نه وي وتلي!»
په همدې ډول او حتی تر دې هم زیات باور او يقین د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (حفظه الله) دا تاریخي وینا زموږ زړونو ته ورکوي:
«زما مخې ته دوې وعدې دي، الله د فتحې او نصرت وعده راکړې او بش د شکست او ماتې وعده راکړې ده. ما د الله وعده نیولې ده او ولاړ یم او ډېر ژر به هر څوک وویني چې د چا وعده رښتینې ده!»
همدارنګه د هغه دا بلیغه جمله تر اوسه زموږ په غوږونو کې انګازې کوي او د هغه د ايماني بصیرت شاهدي ورکوي چې: «بېشکه امریکا یو لوی ملک دی، خو عقل یې کوچنی دی او د حقایقو د منلو پر ځای په فریب کې غرق دی.»
زه الله جل جلاله او د الله تعالی ټول مخلوقات شاهدان نیسم او وایم، چې زه له امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد سره ډېر زیاته مینه لرم، که څه هم ماته د هغه لیدو شرف نه دی را په برخه شوی! او یقینا ټولې چارې د الله تعالی له لوري دي او بېرته هم هغه ته تللې دي! زه له الله څخه دعا کوم چې امیرالمؤمنین پر حقه لار ثابت قدم وساتي او موږ او هغه ته دې د غوره خاتمې توفیق را نصیب کړي، آمين!
اې الله! لکه څنګه چې ستا دغه بنده ستا د دین نصرت وکړ، ته یې هم نصرت وکړه!
اې کریم و منان! اې وهاب! اې رحمان و رحیم! ستا دغه مجاهد بنده ستا پر وعده باور وکړ او ستا د خبرې تصدیق یې وکړ او هر څه یې پرېښودل او يوازې له تا سره یې امېدونه تړلي…… نو اې الله! هغه نامراده مه لېږه، بلکې په خپل فضل سره د هغه نصرت وکړه!
اې الله! که ته د خپل دغه بنده نصرت ونه کړې نو ستا بنده ګان به په فتنه کې ولوېږي. بېشکه ته چې چاته وغواړې نو ګمراه کوې یې او چاته چې وغواړې هدایت ورته کوې. ته زموږ مولا یې، نو زموږ مغفرت وکړه او پر موږ رحم وکړه؛ بېشکه ته تر ټولو غوره مغفرت کوونکی یې، آمين!
په پای کې زه وایم چې په هر لحاظ سره حقیقتا کامل ذات يوازې د الله تبارک وتعالی دی. نور مخلوقات چې چېرې غوره صفات او کمالات لري، نو همالته په هغوی کې څه ناڅه کمزورۍ او عیوب هم حتما وي، خو زموږ دین موږ ته دا ښوونه کوي چې د خلکو محاسن بیان کړو او پر عیوبو یې پرده واچوو او د نېکۍ توفيق يوازې د الله له لوري دی. په الله قسم! زما ګمان دا دی چې ملا محمد عمر (حفظه الله) د تاریخ د هغو عظیمو شخصیاتو له ډلې څخه دی چې ستر کردارونه یې ادا کړي دي او په تېرو پېړیو کې د زمانې له نادرو شخصیاتو څخه دی. انساني سترګو د هغه په څېر شخصیات ډېر لږ لیدلي دي! او بېشکه هر ډول ستاینه د الله له پاره ده، له هغه پرته بل کوم معبود نه شته او نه بل رب شته.
الحمدلله، امیرالمؤمنین او د هغه ټول عرب او عجم ملګري خپل عهد ته ژمن دي او ان شاء الله د حق پر لار ثابت قدمه مخکې روان دي؛ نه د چا لاس اخیستل او نه د چا بې ځایه مخالفت هغوی ته زیان رسولای شي تر هغه وخته ترڅو چې د الله تعالی فیصله راځي. له الله تعالی څخه غواړو چې هغوی قوي وساتي، د هغوی تکلیفونه او مشکلات له منځه یوسي، هغوی ته نصرت او ثبات ورکړي او له خپل لوري څخه خاص مرسته ورسره وکړي، بېشکه هغه د غوره مرستې کولو صفت لري او د مؤمنانو پر مرسته قادر دی، آمين! والحمد لله رب العالمین.
…
- واضحه دې وي چې د دې لیکنې د لیکلو پر وخت شیخ اسامه بن لادن (رحمه الله) ژوندی و.
- د شیخ عطیة الله رحمه الله شهادت د شیخ اسامه له شهادت درې میاشتې وروسته، په۲۲ اګست ۲۰۱۱م کې وشو. د شیخ د شهادت پر وخت امیرالمؤمنین ملا محمد عمر رحمه الله ژوندی و.