لومړی باب
د ښځو حقوق او تعلیم
لکه څنګه چې دا لیکنه یو منظم کتاب نه دی پاتې شوی او لکه څنګه چې لیکوال په تېرو کرښو کې لیکلي دي: «د نړۍ حالاتو او د اسلامي امارت د نصرت او دفاع فریضې لیکوال د دې لیکنې لیکلو ته اړ کړ»، نو نن د ۲۰۲۲ زېږدیز کال په ډسمبر کې مې هوډ وکړ چې د «ښځو حقوق او تعلیم» له موضوع څخه پیل وکړم چې په ښکاره د وخت تر ټولو توده موضوع ده.
اللّٰھم وفقني کما تحب وترضی والطف بنا في تیسیر کل عسیر فإن تیسیر کل عسیر علیك یسیر، آمین!
په پخواني جاهلیت کې د ښځې مقام
د پخوا زمانې په جاهلیت کې (چې موږ پکې د عربو بت پرسته ټولنه، د ایران تمدن، د هندوستان هندویزم او بودیزم، د چین دودونه، د یونان فلسفې او د شرک تصورات، عیسوي اروپا او یهودیت د بېلګې په توګه یادولای شو) د ښځې حیثیت د یوه اهلي څاروي غوندې و. هر چا به چې په هر ډول غوښتل، هغه یې کارولای شوه او دا هر څه د قانون، کلتور او اخلاقو له مخې روا ګڼل کېدل. ښځه به که مور هم وه، د مېړه په مړینه به د میراث په بڼه پر زامنو وېشل کېدله. په ایران کې چې کله د مزدکي افکارو واکمني وه، نو خلکو ته دومره «آزادي» ورکړل شوې وه چې کله به هم د کوم سړي زړه وغوښتل، د هر چا کور ته به ورننوتی شو او په هغه کور کې یې له هرې ښځې سره چې هر څه غوښتل، کولای یې شول؛ بلکې که به یې غوښتل ښځه به یې له ځان سره بیوله او د کور نارینه وو به پرې اعتراض نه کاوه، ځکه دا کار د هغوی د آزادۍ خلاف و او پخپله دغو نارینه وو به هم د نورو په کورونو کې همداسې کول. د ټولنې حالت دومره ویجاړ و چې دا معلومه نه وه چې د کومې ښځې په نس کې د کوم سړي بچی پیدا کېږي؟ بدکاري دومره زیاته وه او ښځه دومره بې ارزښته وه. د مزدکي افکارو له مخې (چې په اصل کې د اوسني کمونیزم بنسټ دی) درې «ز» باید د انسانانو ترمنځ په برابره توګه ووېشل شي، یعني زر (سرمایہ)، زمین (ځمکه) او زن (ښځه)؛ معنی دا چې ښځه انسان نه ګڼل کېدله. په هندوستان کې ښځه (تر نژدې ماضي پورې) ستي کېدله (د مېړه له مړي سره ژوندۍ سوځول کېدله)، د بودیزم او هندویزم په مذهبي کتابونو کې هر ډول بدي او شر ښځې ته منسوبېدل او دا هر څه نن ورځ هم په هغو کتابونو کې شته دي. حتی په انګلستان کې حالت داسې و چې ښځه له «بنسټیزو انساني حقونو» څخه بې برخې وه، په مطلق ډول یې د لوست او لیکنې اجازه نه درلوده، سپکه ګڼل کېدله او یوازې د ټیټې کچې د مزدورۍ اجازه ورته وه1. د یهودانو په نزد د حیض او نفاس په ورځو کې ښځې له کورونو څخه جلا د څارویو په خونو یا د دغسې ورته نورو خونو په څېر ځایونو کې ساتل کېدې. په یونان کې ښځې له ابادیو څخه لیرې، په لږو کړکیو لرونکو کورونو کې تر سختې څارنې او پیرې لاندې ساتل کېدې. په چین کې هغوی په قصدي ډول د نازک بدن خاوندانې ساتل کېدې او د هغوی پښو ته به یې ځانګړی ګرد شکل ورکاوه چې له امله یې هغوی له تګ راتګه بیخي عاجزې پاتې کېدې. په عربو کې له نوې زېږېدلې نجلۍ نیولې تر ځوانو نجونو پورې ژوندۍ تر خاورو لاندې کولو رواج عام و2.
په نوي جاهلیت کې د ښځې مقام
پخوانی جاهلیت خو داسې و، د نن ورځې نوی جاهلیت که د مذهبي نظر پر ځای یوازې د عقل په نظر هم وګورئ، نو روښانه کېږي چې نن ورځ هم ښځه د تېر وخت د تعصب او حقارت ښکار ده. په ټولنه کې د ښځې حیثیت د انسان نه دی، بلکې د یوه داسې بې روحه شي غوندې دی چې یوازې کارول کېږي، بلکې له هغې ناوړه ګټه اخیستل کېږي. نوی جاهلیت له پخواني جاهلیت څخه ډېر بدتر دی! په عقلي توګه فکر وکړئ، کله چې یو ښکلی سړی بهر ټولنې ته وځي، آیا هغه د سړیو یا ښځو د نظرونو مرکز ګرځي؟ عموماً نه! خو یوه ښځه که په حجاب کې هم بهر ووځي، نو نظرونه ورباندې لګېږي. نو کومه ښځه چې بې حجابه بهر ووځي، هغه به په کومه کومه زاویه او کوم کوم نظر سره نه کتل کېږي؟ سید قطب شهید په خپل مضمون «The America I Have Seen» «أمريكا التي رأيت» کې د امریکایۍ ښځې انځور تر ډېره په بې باکه بڼه بیان کړی دی او د سید قطب دا لیکنه په امریکایي ټولنه کې د ښځې مقام، د هغې حیثیت او د هغې «کارول» ښکاره کوي؛ امریکایي ټولنه یعني د نوې نړۍ تر ټولو لوړ او هسک معراج!
د کور څراغ د کور په فانوس کې په سلو رنګونو او رڼاوو کې ځلېدلای شي، چې دا ښه ښکاري او په دې توګه هغه په امن او حفاظت کې پاتې کېږي. خو کله چې شمعِ انجمن (د ټولنې او بنډارونو ډېوه) ترې جوړه شي، نو بیا یې د سر د وېښتانو له رنګه نیولې د پښو تر پازېبه پورې هر څه «عامه ملکیت» ګرځي. نن په لوېدیځه نړۍ کې د ښځو لپاره د قانوني او رواج شوي لباس معنی پرانیستی ګرېوان او بربنډې پښې دي، په داسې حال کې چې د سړي له مخ او لاسونو پرته نور هر څه پټ وي؛ د غاړې تر وروستي حده نېکټایي او پښې یې په بوټانو کې بندې وي او د کمیس کف یې تر مړونده پورې رسېږي. په زوړ نړیوال نظم کې ظلم په بې قانونۍ سره کېده، خو نوي نړیوال نظم کټ مټ دغه چنګېزي قانون ته د ډیموکراسۍ نوم ورکړی دی. پخوا به د سیمو د لاندې کولو په هوس کې پاچاهي کارول کېدله، خو اوس له آئزن هور څخه نیولې تر جارج بوش پورې ټول د خپلې آزادۍ، پرمختګ او برابرۍ د ارزښتونو او خپل ژوند د سټایل د خوندي کولو په نوم کټ مټ هماغه جګړې پر خلکو تپي. کله فکر وکړئ چې په هر دفتر کې د هر صاحب سکرتره ولې ښځه وي؟ د نارینه وو لپاره د موټرو جي پي ایس (GPS) سېستمونه ولې د ښځې په غږ کې له لارښوونو سره عیار شوي وي؟ د ږیرې خریلو د بلیډ اعلان وي خو ورسره ښځه ولاړه وي؛ دروند بايسکل نارینه چلوي خو په ناوړه لباس کې شاته پر یوه عجیبه سېټ باندې (چې سړی هم ورباندې کښېني په عذابېږي) ښځه ناسته وي؛ د قیمتي او لویو انجنونو لرونکي موټرونه نارینه چلوي خو د هغو له بونټ سره یا پر بونټ باندې ښځه پرته وي. نن په نړۍ کې داسې په سلګونو صنعتونه شتون لري چې دوه سوه کاله وړاندې یې تصور هم نه شوای کېدای او د دغو ټولو محور یوازې ښځه ده. کمال خو دا دی چې د ښځې د بدن هر هر غړی په بازار کې لیلامېږي او هغه ته د ښو ښو نومونو په ورکولو سره یې پلوري. نن د اوکراین په جګړه کې له جګړې څخه د تښتېدلو پناه غوښتونکو (کډوالو) لپاره د اروپا خلک خپل کورونه وړاندې کوي، خو پخپله اروپایي رسنۍ دا بیانوي چې اروپایي سړي (په ځانګړي ډول د انګلستان سړي) یوازې له ښځو سره د خواخوږۍ اشتهارونه او د هغوی د سرپرستۍ اعلانونه کوي، بیا هغوی خپلو کورونو ته راولي او خپلې جنسي غلامانې ترې جوړوي (د پناه ورکولو په دغو اعلاناتو کې د ښځو د عمر د کچې حد بندي هم شتون لري).
په #MeToo (مي ټو) تحريک کې څومره نارینه مخې ته راغلي دي چې جنسي استحصال یې شوی وي؟ دا یوازې ښځې دي چې هم کارول کېږي او هم ورسره تېری کېږي. فحشا او فاحشه ګري عامه ده، خو اوس په ځانګړو اډو او کورونو کې نه، بلکې هر ځیرک ټلیفون او هر کمپیوټر د فحشا یوه اډه ده او د خپل بدن پلورونکې همدا بېچاره ښځه ده. ګډ (مخلوط) او نوي تعلیمي نظام ټولنه له ريښو څخه ونړوله. په تېر وخت کې له کورونو څخه د نجونو د تېښتې پېښې خورا لږ وې، خو اوس خو ښځې ته د بې لارې کولو او تښتولو اړتیا هم نشته؛ ښځه له خپلو ټولو حقونو سره د پلار په کور کې اوسېدلای شي او له پردي سړي سره ناسته ولاړه هم کولای شي. تاسې به د هغې هندوستانۍ «مسلمانې» نجلۍ ویډیو شاید په ټولنیزو رسنیو کې لیدلې وي چې وایي: «نجلۍ حق لري له چا سره چې غواړي او څنګه چې غواړي ژوند وکړي، که هغه غواړي نو له واده وروسته له خپل مېړه سره په یو ځای کې بوائ فرينډ (پردی ملګری) هم ساتلای شي، دا د هغې ژوند دی، دا د هغې خپله خوښه ده!» .
د دې ټولې بې باکۍ په بیانولو عذر راسره ومنئ؛ «زما بدن، زما خوښه» خو یوازې پیل دی، په ټوله نړۍ کې دا منډيي اوس په بشپړه توګه پرانیستې ده، چې پکې بې غیرته او بې حیا (دیوث) زاړه سړي چې شاید په ویلچیرونو کې راښکل کېږي، د ښځو د هر رنګ او زاویې ارزونه کوي. د ښځمنپالنې (فیمینیزم) د دغه بې بندوباره کلتور د چټیاتو ذکر خو بې کاره دی. «خپل خواړه پخپله ګرم کړه» او «چای پخپله جوړ کړه» په شعارونو کې په ښکاره کومه ستونزه نشته. د لسګونو لاملونو له امله هره ښځه که هغه مور وي، خور وي، لور وي او یا په دغو دریو رشتو کې د تړاو ترڅنګ د چا مېرمن وي، هغه په خپل کور کې دا ټول کارونه خپل مېړه ته د کولو لپاره ویلای شي؛ حتی سخته خبره ورته کولای شي، بلکې د غوسې څرګندونه او ګیله هم کولای شي3. خو کله چې کټ مټ همدا خبره یو شعار وګرځي چې ښځه باید هر هغه کار وکړي چې سړی یې کوي او سړی باید هر هغه کار وکړي چې ښځه یې کوي (د خوړو له ګرمولو نیولې د ماشومانو د پیمپرو تر بدلولو پورې، چې په ټولنه کې ډېری نارینه دا کارونه کوي)، نو د دغه وضعیت د یوه تحریک او ناندرۍ په توګه وړاندې کولو څخه یوازې یوه پایله راوځي او هغه د انسان د بنسټیزې ټولنیزې اډانې یعني د «کور» نړېدل دي. پخپله لوېدیځو مفکرینو څو لسیزې وړاندې د «ښځو پیاوړتیا» (ویمن ایمپاورمنټ) په اړه د تبصرې پر مهال لیکلي او ویلي دي چې: «د جنسیتي برابرۍ او په فلمونو، ډرامو او کیسو کې ښځو ته د اصلي یا مرکزي رول ورکولو موخه په ټولنه کې د انسان د بنسټیزې اډانې نړول دي» او دا پایله موږ هر سهار او ماښام په خپلو سترګو ګورو.
که څه هم دا د سریزې خبرې خورا اوږدې شوې، خو د ښځې د آزادۍ په نوم د غلامۍ او د انساني ټولنې د نړولو د کلتور بیان – که هغه زوړ جاهلیت وي او که نوی – په تېرو کرښو کې په خورا ساده توګه په لنډ ډول خلاص شوی دی.
په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې د اسلامي امارت له قائمېدو وړاندې د افغانستان وضعیت
د ښځې غېږه هغه ځای دی چې له لومړي پلار حضرت آدم علیه السلام او لومړۍ مور حضرت حوا علیها السلام پرته، نور ټول انسانیت پکې وزېږېد. انبیاء، صدیقین، شهیدان او صالحین ټول له ښځې څخه پیدا شول. د نړۍ څلورو تر ټولو عزتمندو ښځو ته وګورئ؛ د آسیه علیها السلام په غېږ کې د فرعون د نړونکي حضرت موسی علیه السلام روزنه وشوه. د حضرت مریم علیها السلام له نس څخه حضرت عیسی مسیح علیه السلام پیدا شو. حضرت خدیجه رضي الله عنها له الله او د هغه له رسول (صلی الله علیه وسلم) وروسته د نبي علیه السلام د ژوند ملګرې او د یوې بلې تر ټولو غوره ښځې مور ده. د جنت د ښځو سرداره حضرت فاطمه رضي الله عنها د حضرت علي کرم الله وجهه مېرمن او د جنت د ځوانانو د سردارانو حسن او حسین رضي الله عنهما مور ده، او د همدې حضرت فاطمه رضي الله عنها له لارې د رسول الله صلی الله علیه وسلم نسل تر قیامت پورې جاري او روان دی. د همدغو ښځو په غېږ کې ابن قاسم زېږېدلی دی، له طارق بن زیاد او صلاح الدین نیولې تر ملا عمر، اسامه بن لادن او ایمن الظواهري پورې ټول د همدغو میندو په غېږو کې رالوی شوي دي او چې کله لویان شول نو د نړۍ تاریخ یې بدل کړ.
د افغانستان اسلامي امارت اسلام ته یو ژمن حکومت دی. په اسلام کې د ښځې مقام قرآن او سنت واضح کړی دی. د ښځې حقونه یې هم ښودلي دي او واجبات یې هم. د سلفو او خلفو د سلګونو علماوو په سلګونو تصنیفات او لیکنې پر دغې موضوع موجود دي او د دغو لیکنو څخه ورهاخوا له ښځو سره د نارینه وو تعامل او په مسلمانه ټولنه کې د ښځو رول نه یوازې د محبوب رسول محمد صلی الله علیه وسلم له بعثت څخه تر نن ورځې پورې، بلکې د ادم علیه السلام له پیدا کېدو او له هغه سره د حضرت حوا علیها السلام له شتون څخه تر نن ورځې پورې د مسلمانو مېرمنو کردار تلپاتې او ژوندی دی.
ښځه په ټولنه کې یو کلیدي رول لري. په ځینو ځایونو کې د دغه رول ارزښت له نارینه څخه کم دی، په ځینو ځایونو کې برابر او په ځینو ځایونو کې له نارینه څخه هم زیات دی. د دین له یوه محترم داعي څخه پوښتنه وشوه چې: «آیا په اسلام کې د ښځې مقام له نارینه سره مساوي دی؟» نو دغه محترم داعي خورا ښکلی ځواب ورکړ چې: «د ښځې او نارینه مقام اسلام «متوازن» کړی دی». په دې کائنات کې هر شی له یوه توازن سره وجود لري او قائم دی، د اقبال په وینا:
هر ایک چیز سے پیدا خدا کی قدرت ہے
کوئی بڑا، کوئی چھوٹا، یہ اس کی حکمت ہے
نہیں ہے چیز نکمی کوئی زمانے میں
کوئی برا نہیں قدرت کے کارخانے میں
«له هر شي څخه د خدای قدرت څرګندېږي، څوک لوی دی او څوک کوچنی، دا د هغه حکمت دی. په دغه زمانه کې هېڅ شی بې کاره نه دی، د قدرت په دغه کارخانه کې هېڅ شی بد نه دی».
اوبه له هوا سره نه دي برابرې او هوا له اوبو سره نه ده برابره، دښتې په خپل ځای ښې دي او ځنګلونه په خپل ځای غوره دي. بیا به د عقل کمزوري کسان ووایي چې د ښځې په مثال کې دې بې روحه شیان وړاندې کړل. آیا د امریکا ولسمشر او د امریکا د سي آی اې مشر سره برابر دي؟ دا دواړه نارینه دي خو د هغوی حقونه هم جلا دي او واجبات یې هم بېل دي. د کائنات دا نظام همداسې چلېږي، متوازن او له توازن سره.
دلته بیا په تکرار سره عرض کوم چې د افغانستان اسلامي امارت د نظام او کردار د بیانولو پر مهال په دې لیکنه کې زموږ معیار د خپل توان هومره اسلامي احکام، اداب، اخلاق او تعامل دی او د عقل، د ټولنې د ارزښتونو، عرف او دودونو پام ساتل هم دي.
د افغانستان اسلامي امارت چې کله د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د اګست پر ۱۵مه په ټول افغانستان کې قائم شو، نو په افغانستان کې هم د ښځو د کارولو او استحصال په طریقو کې د نړۍ د نورو برخو په پرتله کوم ځانګړی توپیر نه و. بلکې په افغانستان کې تر هغه وخته د زاړه جاهلیت ځینې مستقیمې اغېزې هم موجودې وې. په یوه زمانه کې د کابل ښار ته د اسیا پاریس ویل کېده. کوم خلک چې د پاریس له «صفاتو» خبر دي هغوی ښه پوهېدلی شي چې کابل ته ولې پارس ویل کېده. افغانستان د هپیانو مرکز پاتې شوی او د هپیانو د لارې یوه مهمه تېرېدونکې اډه وه. دلته پخوانی پاچا امان الله خان هغه لومړی بې دینه شخص و چې ښځې یې (په اوسنۍ معنی) «آزادې» کړې. ورسره د هغه مېرمن ملکه ثریا هم یوه بې دینه، ازاد خیاله او بې حجابه ښځه وه، چې په افغانستان کې یې د «ښځو د حقونو» لپاره ډېر کار وکړ. امان الله خان هڅه وکړه چې د افغانستان سیاست، کلتور او ټولنه پر لوېدیځه لاره روانه کړي. ښځې یې له کورونو څخه راویستلې او هر هغه ځای ته یې راوستلې چې نن پکې لوېدیځ کلتور د حیوان صفته نارینه وو د غوښتنو د پوره کولو لپاره ښځې کاروي. د پردې لرونکي افغان کلتور ښځې په تنګو پتلونونو، کمیسونونو، لنډو لمنو او حتی څو لمنو کې بازارونو، ادارو او پوهنتونونو ته راکښته کړل شوې. له هغې وروسته په افغانستان کې د روس تر برید او ماتې پورې همداسې حالات روان وو. د افغانستان اسلامي امارت ته په خپله لومړۍ دوره (۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ ز) کې هم له دغو خرابیو سره مخامخ کېدل ورپېښ وو، خو ډېر ژر د دغو خرابیو پر څرګندو بڼو باندې کنټرول ترلاسه شو. د خرابیو د زیات نه غوړېدو یو مهم لامل د نوې میډیا او مواصلاتي ټیکنالوژۍ نشتوالی و. په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې د اسلامي شریعت د معطل کولو او د خپل ژوند سټایل او د آزادۍ، برابرۍ او پرمختګ د فاسد سرمایه دارانه ډیموکراټیک نظام د پلي کولو لپاره امریکا پر افغانستان برید وکړ. بیا له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ زېږدیز کال پورې، تر شلو کلونو پورې نوی لوېدیځ جاهلي کلتور له افغاني کلتور سره په ګډولو قائم وساتل شو. په کابل، کندهار، مزار او هرات کې ښځې یو ځل بیا د محفلونو او بازارونو د زینت وسیله وګرځول شوې او د ښارونو په ځینو برخو کې د ګرځېدو پر مهال داسې ګمان کېده لکه چې دا افغانستان نه، بلکې اروپا وي. زما یوه ملګري ویل: «د شریعت حکم خو د ښځو پر وړاندې د نظر ټيت ساتلو دی، خو د ښځو بې حجابي او حتی فحاشي داسې کچې ته رسېدلې وه چې په ځینو سیمو کې که کومه ښځه بیخي مخې ته راغلې وای، نو لاندې د هغې پښو او پنډیو ته کتل د هغې مخ ته تر کتلو ډېره لویه فتنه وه». د ګډو (مخلوطو) پوهنتونونو او تعلیمي ادارو چاپېریال – او که چېرې د درس کوټه ګډه هم نه وه – د دغو تعلیمي ادارو عمومي فضا داسې جوړه کړل شوې وه چې په لویو پوهنتونونو کې به هلکان او نجونې جوړه جوړه ګرځېدل. د یوه دري ژبي پنجشېري افغان ټویټر کاروونکي په وینا، په پوهنتونونو کې نوبت داسې ځای ته رسېدلی و چې د شرعي علومو لوستونکي محصلین او محصلانې به د ورځې له خوا قرآن، حدیث، فقه او قضا لوستل او د شپې له خوا به یې بدکاري کوله4.
حتی د افغانستان په مسلمانه ټولنه کې د ښځو ذهنیت دومره بدل کړل شوی او فطرت یې داسې مسخ کړل شوی و چې د کابل پر سړکونو ځینو بې دینه ښځو د اسلامي امارت پر وړاندې په اعتراض کې حجاب ته اور واچاوه، سره له دې چې په هغه وخت کې د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت حجاب په لازمي توګه نه و نافذ کړی.
د طالبانو او د هغوی د مېرمنو کورنی ژوند
د افغانستان ټولنې ته خو امریکا د تجدد او عصري توب رنګ ورکړی و، خو د دې ځای په کورني کلتور کې عموما پر ښځو خورا ډېره سختي کېږي. د افغانستان په بانډو او کلیو کې د جهاد پر مهال لیکوال ته د داسې ګڼو مواردو پته ولګېده چې افغان نجونو او ښځو به د یوه عام افغان په پرتله له طالب یا مجاهد سره د واده کولو هیله ښودله. او د دې لامل د مجاهدینو یا طالبانو نېک اخلاق او خوشحاله طبعیت و. د افغانستان د کلیو ژوند خورا سخت وي. له څاګانو، چینو او کوچنیو ویالو څخه په بوشکو او لوښو کې اوبه راوړل، د غواوو او پسونو ساتنه، پر لرګیو یا د غواګانو پر پچو (سرو) باندې ډوډۍ او خواړه پخول، په پټیو کې کار کول، پرله پسې مېلمستیاوې، د کور بندوبست او حتی د اوسېدونکي کور ترمیم، د بامونو ترمیم کول، په ژمي کې له بامونو او د انګړ له صفو څخه د واورې پاکول او بیا د کورونو د تودولو لپاره د تاوخانې5 بلول، یعني د ګرمۍ او ژمي د موسمونو سختۍ هم ورسره وې. له دغو ټولو پرله پسې کارونو سره که مېړه ښه اخلاق هم ونه لري، نو ژوند په رښتینې توګه عذاب ګرځي.
بیا ما د خپلو محرمو ښځو له لارې د طالبانو د کورنیو له ځینو ښځو څخه وپوښتل، نو هغوی د کور او کورنۍ د نورو نارینه وو په پرتله د خپلو دغو نارینه وو (چې مجاهدین یا طالبان وو) د عالي او غورو اخلاقو شاهدي ورکړه. پخپله ما هم له هغو مجاهدینو سره چې مستقیمه معامله درلوده، هغوی مې له خپلو مېرمنو او د کور له ښځو سره د ښه چلند کونکي وموندل.
په افغاني ټولنه کې په ډېرو ځایونو کې د «لوڼو» زېږېدل لا هم یو ننګ او پېغور ګڼل کېږي او هغه ښځې چې یوازې لوڼې زېږوي، سپک ورته کتل کېږي؛ ځکه افغانستان په بنسټیزه توګه یوه قبایلي ټولنه ده او په قبایلي ټولنه کې د ځواک او قدرت نښه وروڼه، زامن او ورېرونه وي. په دې توګه، د عامو افغانانو په پرتله طالبان له خپلو لوڼو سره مینه لروونکي او د هغوی پر زېږېدو خوشالېدونکي وي. بلکې د زابل ولایت په خاک افغان کې ما پخپله ولیدل چې هلته به د حاجي داود په نوم د یوه طالب مجاهد ځوانې لوڼې هم د سهار تر ناوخته ویده وې. په افغاني ټولنه کې عموما د سهار له لمانځه وروسته څوک نه ویده کېږي او د ښځو لپاره خو د وېدېدو پوښتنه هم نه پیدا کېږي، ځکه له هغوی د کور ډېر کارونه سرته رسول غواړي. خو د حاجي داود صاحب لوڼې به تر ناوخته وېدېدې، کله چې مو وپوښتل، نو د حاجي داود مېرمنې وویل چې دا پر خپل پلار ډېرې ګرانې او نازولې دي، پلار ورته وایي چې سهار په ارامۍ سره پاڅېږئ. دغه راز، لکه څنګه چې په نورو ګڼو ټولنو کې د کومې ښځې چې اولاد نه کېږي نو عزت یې نه کېږي، په افغاني ټولنه کې هم دا چاره شتون لري. البته ما پخپله ولیدل چې طالبان له خپلو دغسې مېرمنو سره په عزت چلند کوي (چې دا د هغوی حق دی، ځکه د هغوی دا نیمګړتیا د هغوی له خپله لاسه نه ده، بلکې د الله د پوره حکمت له مخې د تخلیق مطابق ده).
په ښارونو کې د جاهلي کلتور د اغېزو له امله په افغانستان کې هم ښځو ته د ځیر ځیر کتلو، څارلو یعني د بدنظرۍ ناروغي شتون لري. خو د افغاني عرف، دودونو او دیندارۍ له امله د افغانستان په کلیوالو سیمو کې (چې شاید د جغرافیې له اړخه د افغانستان نوي سلنه او د نفوس له اړخه دوه پر دریمه برخه وي) د بل چا ښځې ته د خورا درناوي په سترګه کتل کېږي، بلکې داسې ویل پکار دي چې بیخي ورته کتل کېږي نه. دلته د دغې خبرې یادول هم مناسب دي چې د افغانستان ډېری مېرمنې له کوره د وتلو پر مهال په چادري/ چادور یا لویې چادرۍ سره خپل ځان پټوي، یا د عربي سټایل هغه حجاب او برقع اغوندي چې په نیمه برصغیر کې هم عام رواج لري، پرته له هغو «یو» سلنه ښځو څخه چې لوېدیځو افکارو او فرهنګ دومره بې حیا کړې وې چې بې حجابه او حتی په ځینو فحشو جامو کې بهر د وتلو جرات کوي.
په خپل کورني ژوند کې د طالبانو ښه والی، د هغوی د دیندارۍ له برکته دی. د چا دین چې څومره ښه وي، هغه به هغومره د عالي اخلاقو خاوند وي. له ښځو سره د ښو اخلاقو او چلند پر موضوع باندې د علماوو او صوفیاوو په سلګونو کتابونه شتون لري چې پکې د قرآن او حدیث احکام بیان شوي دي! رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل مبارک ژوند په هر مهم پړاو کې له ښځو سره د نېکو اخلاقو او په ورورګلوۍ د چلند کولو حکم، تلقین او نصیحت کړی دی.
(ادامه لري، ان شاء الله)
❊❊❊❊







