لومړۍ خبرې:
دغې مرحلې ته يو څه ډېر تياری په کار و. دا چې په ځان ته سر جګړه، سياست او په ټوله کې د يوه ستر خطرناک بهير اداره را تر غاړې وه، موږ هغومره تياری ونه کړای شو. په هر صورت؛ کله چې په يو مسؤوليت کې خبره تر مجبوريته رسيږي، نو د مسؤوليت غوښتنې به هم د همدې مجبوريت پر بنسټ پوره کيږي.
د دې لپاره چې د منفي ذهنيت ښکار نه شم، دا نه وايم، چې «موږ بايد بدل شو» بلکې وايم: موږ بايد پر خپل ظرفيت لوړونې تر دې هم ډېر کار وکړو، هره ورځ بايد نوي څه زده کړو. د ارتقاء حد معلوم نه دی، موږ بايد د نظام د مجبوريتونو لپاره هم هره شېبه په دې لټه کې شو، چې څه ډول لوړ شو. فرصت مو له لاسه وتلی نه دی، خو بې شکه چې پر موږ ناوخته دی، د وخت د ضياع، د فرصتونو د ضياع او د قوت د ضياع هېڅ فرصت نه لرو.
موږ اوس فعلاً حاکم نظام يو. پر ټول هېواد زموږ د واکمنۍ مطلق سيوری خپور دی. په دې مسلمانه خاوره کې اوسېدونکي ټول افغانان زموږ د نظام برخه دي. د دې مسلمانې خاورې د ټولو ګټو د خوندي کولو مسؤښښوليت لرو او د دې مسلمانې خاورې لپاره يې د ستراتيژيکو ګټو د انحصارولو ماموريت لرو، دا ګټې به د دې مسلمانې خاورې په انحصار کې وي. پر بل عبارت؛ عامه ګټې او ستراتيژيکې ګټې زموږ خدمت کې نه دي، بلکې موږ د خپلې مسلمانې خاورې د عامه او ستراتيژيکو ګټو د ساتنې خدمت کې يو. دا بايد زموږ د کار اصل وي او سياستونه مو بايد د دې اصل پر بنسټ خپل ليدلوري وټاکي!
کله چې زموږ مسلمانې خاورې ته داسې نظريې راغلې، چې د مسلمانې خاورې ګټې يې پر ځان څرخولې، ګټې له نظريو سره وبايلل شوې. د امان الله پاچا له وخته يې درحسابوئ، همدې رويې دا مسلمانه خاوره په لمبو کې وسوځوله، چې اور يې د کمونيستي نظريې د حاکميت پر مهال ډېر ژبغړاند شو او له بده مرغه د تېرو حاکمو نظريو په عکس العمل کې د اسلامي نظريې همدا ډول تطبيق د پرلهپسې ناکاميو ښکار شو. موږ که په دې کې سره رقابت لرلی، چې کومه نظريه په څومره کچه د دې مسلمانې خاورې ګټې خوندي کولی شي، ګټې او نظريې مو دواړه ساتلی، کرلی او زرغونولی شوې. موږ که څومره هم حاکم پاتې شو، مګر خپل فکر ونه ساتلی شو، ويې نه کرلی شو او زرغون يې نه کړی شو، موږ ناکام يو. لږ تر لږه موږ بايد د کمونست او سېکولر په څېر فکر نه کولی، ځکه؛ که هغه دا خاوره د ځان په ګټه څرخوله، خو دليل دا و، چې هغه کمونست او سېکولر و او دا خاوره مسلمانه ده. زه ولې د هغه په څېر فکر وکړم؟ زه بايد ځان، فکر او زيار ټول د دې مسلمانې خاورې له ګټو وڅرخوم.
څومره ښه فرصت دی، چې زموږ نظريه په خپل جوړښت او مقصد کې زموږ د مسلمانې خاورې او مسلمان ولس د لومړنيو حياتي اړتياو د پوره کولو، رفاه او پرمختګ يوازې نوم نه، بلکې ترکيز لري. موږ چې څومره د خپلې مسلمانې خاورې او مسلمان ولس ګټو ته ژمن يو، همغومره زموږ نظريه او مقاصد ورسره خوندي کيږي. دلته موخه پر جغرافيه انحصار نه دی، بلکې موخه خپل پېژند، فکر، کلتور او تاريخ ته د بقاء لار پيدا کول دي.
موږ د دې مسلمانې خاورې دفاع او حريت ته ژمن وو، خلکو ورکولو، موږ شته شوو. موږ په يوه مرحله کې خپل وجود ثابت کړ. کار يې وغوښت، قرباني يې وغوښته، ستړې يې وغوښته، نو نړۍ وپوهېده، چې موږ ورک نه يو، موږ شته يو. همداسې بله مرحله وه، تر دې يې ډېر ځانګړی کار وغوښت، چې خپل تاثير وښيو.
شپه او ورځ نا ارامه، درد، ټپ او شهادت وزغمل شو، چې دفاع پر بريد واوښته. زموږ يوې يوې خبرې، يوې يوې اعلاميې او يو يو دريځ خپل تاثير وښود. دا چې پر سلنيزې محاسبې مو حاکميت ثابتول غوښتل، کوم درد مو ونه ليد؟ څومره تيندکونه مو وخوړل؟ څومره وځورېدو؟ هر افغان يې حس کولی شي.
حاکميت پراخ شو، پر مخ لاړ، دا دی، حاکميت عام شو. هېڅ ننګونه نه شته. په کور دننه هېڅ فيزيکي خنډ نه شته. په کور دننه هېڅ سياسي او نظامي کږلېچ نه لرو، چې د نظام ګاډۍ مو د رغړېدو ګواښ سره مخ وي. بناءً؛ د استحکام اړتيا ده! هره مرحله کې دې ته اړتيا ليدل کيږي، چې په عموم کې يې په اړه رويې پرمختګ وکړي. د رويې پرمختګ تر هر څه لومړی د فهم پرمختګ ته اړتيا لري. که د مرحلې بدلون دې د لوړ شوي فهم پر بنسټ نه وي، تصادف ګڼل کيږي، چې بيا يې هم غنيمت کول، متفاوت فهم غواړي!
موږ د نظام د استحکام مرحلې ته وراوړو، خو فهم يې بايد ولرو. نظام څه ډول ټينګېدی شي؟ څه ډول همداسې ټينګ پاتې کېدې شي؟ موږ بايد په لومړي سر کې درک کړو، چې موږ اوس نه دننه، نه بهر چا سره پر جګړه بوخت يو. موږ ته يوازې د تېر نظام تاثيرات او ننګونې پاتې دي. ځان، خاوره او ولس به له دغو بدمرغو تاثيراتو څنګه ژغورو، دا مهمه ده. يوازې دا هم نه ده، چې بد مرغه تاثيرات پاتې دي، ډېر فرصتونه هم راپاتې دي، له دې به څه ډول استفاده کوو؟
په لومړي سر کې دوهم درک بايد دا وي، چې موږ اوس نظام يو، موږ طبعاً او ولس ذهناً ټول بدلون ته اماده يو، نو معقول، نرم او ټولګټی بدلون زموږ چاره اسانوي. موږ ته د استحکام او بقاء چانس راکوي. له موږ سره بايد ولس بدلون حس کړي. دلته د بدلون معنا مازې بدلون نه دی، بلکې مثبت او ښه بدلون مراد دی، چې ولس په کې خپل راتلونکی روښانه وويني او که په تش نس هم وي، خو چې په يو خوږه هيله د ارام خوب چانس ولري.
ښه، څه کول په کار دي؟ زه به د خپل ذهن خورجين راوڅنډم، خو هېڅوک دې هم، په دې اړه خپل نظر او مشوره نه سپموي. دا د ضرورت وخت دی، نظام ته لاس ورکول فرض دي.
د واقعيتونو منل:
موږ ته په عين اليقين ثابته شوه، چې نړۍ په عسکري لحاظ زموږ هېواد کې ماته شوه او موږ تل کوښښ کوو، چې څوک دا ستره سوبه له نظره غورځوي، پام يې ور واړوو. دا مهمه هم ده او زموږ د تاريخي ارزښتونو د لړۍ تر ټولو مهمه کړۍ ده، مګر دا هم بايد هېره نه کړو، چې پوځي صورت، د دې جګړې يو اړخ و. دا جګړه بل اړخ هم لري، چې د مرمۍ غږ نه لري، خو درد يې د مرمۍ تر ټپ زيات دی.
دا لومړی ځل نه دی، چې موږ جګړه ګټو. موږ تکرار جګړې وګټلې او موږ د مسلمانانو په توګه يوازې جګړې ګټلې نه دي، موږ انتخابات هم وګټل، موږ جرګې هم وګټلې، مګر موږ نظام قايم نه کړی شو. دا د غور خبره ده. موږ د مسلمانانو په توګه په خپل هېواد کې د روسانو پر ضد جګړه وګټله، موږ د مسلمانانو په توګه په مصر کې انتخابات وګټل، موږ په تونس کې پارلماني انتخابات وګټل، موږ له تاجکستان سره جرګه وکړه او په نظام ور ګډ شوو، خو نظام څه شو؟ همدا لامل دی، چې په عموم کې د «سياسي اسلام» د ماتې نغاره هم وهل کيږي.
يوه ستونزه، چې موږ يې د اسلامي حرکت په ډول په کور دننه نه لرو، د مخالف نظامي ځواک هغه ده. موږ دا ستونزه نه لرو. په نورو اسلامي هېوادونو کې دا ستونزه هم لومړي سر کې ور اضافه ده او ډېر کرت اسلامي حرکتونه تر هر څه له مخه د مخالف نظامي ځواک له امله له ماتې سره مخ کيږي. دا د ماتې «يو» لامل دی. د اسلامي نظام د نه قايمېدو ډېر لاملونه نور هم دي، چې موږ بايد ورته د نظام په توګه متوجه شو. په مخالف نظامي ځواک پسې دوهمه ستونزه، دا وي، چې اسلامي حرکتونه په کور دننه پر ملي محورونو د پرګنو په راټولولو کې تغافل کوي. موږ په کور دننه داسې نور محورونه هم لرو، چې د خپلې مسلمانې خاورې ټولې پرګنې پر خپل نظام راټولې کړو او دا د ستونزو لرې کولو دوهم ستر ګام دی. موږ بايد په کور دننه په ملي کچه هېڅ ستونزه ونه لرو او که يې ولرو، داسې ستونزه بايد نه وي، چې د حراب دليل وګڼل شي.
موږ په فکري بُعد کې په کور دننه له خپل حرکت وراخوا داسې نور اړخونه هم لرو، چې موږ ته خوشبين وو او دي. موږ سره يې سم غم ګاللی، موږ سره يې خوشحالي شريکه لمانځلې او دوی حتماً بشري، علمي او کاري قوت لري. د هېواد د هر اړخيزې ښېرازۍ لپاره يې فکر کړی، کار يې کړی، تر يو بريده رسېدلي دي، مخکې تللي دي، زموږ د ټولنې يو واقعيت دی او موږ بايد واقعيت ومنو.
د واقعيت منلو معنا دا هېڅکله نه ده، چې موږ دې ټول واقعيتونه ومنو، بلکې بهرنی اشغال مو که د يو واقعيت په توګه وننګاوه، داخلي موافق واقعيت نه بايد د يو فرصت په توګه استفاده وکړو او ټول هغه اړخونه چې پر مشترکاتو د راټولېدو جوګه دي، ځان کې ذوب کړو. هر واقعيت خپل تعامل غواړي، دغه سمت نيول غواړي.
تر ټولو ستر واقعيت دا دی، چې موږ له خپل تاريخ او تمدن شکېدلي خلک نه يو. نه بايد نورو ته له خپل تاريخ او تمدنه د شکېدلو خلکو په نظر وګورو. له خپل، جمع ټولو شريکو جريانونو سره د عام اسلامي تصور او د اسلامي شريعت د مقاصدو پر بنسټ تعامل په کار دی. که زموږ نظام په مقاصدي بعد کې د نظام د مستحکم کولو لپاره له موافقو واقعيتونو استفاده ونه کړي، ستره اشتباه به وي.
که خدای مه کړه زموږ ظرفيت دومره ټيټې کچې ته راشي، چې په داسې سختو شرايطو کې هم د نظام په توګه په ليدلورو کې تقسيم او پراګنده قوتونه راټول نه کړی شو، دا به د اسلامي تاريخ يو ډېر نادر او ننګوونکی باب وي. بناءً، نه په ګټلو کې يوازې يو او نه بايللو کې. که مو نظام مستحکم شو، له موږ سره به زموږ ټول هغه امت ګټلې وي، چې د اسلامي نظام غوښتنه کوي او د بهرنيو د اشغال ضد فکر لري. که مو وبايلله، همدا ډول به يې ټول امت راسره بايلي او بيا به څوک د کوم ارزښت خبره راپورته نه کړی شي.
زموږ هېواد کې چې زموږ د نظام کومه خوشبيني شته، دا خوشبيني له هېواده بهر پالونکي لري. که مو خپل خوشبين خلک وپالل، د نړۍ د مسلمانو ولسونو تر منځ مو محبوبيت سترې کچې ته ځي او د
﴿هُوَ الَّذِي أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِ وَبِالْمُؤْمِنِينَ﴾ (سورة الانفال:۶۲)
(الله) هماغه ذات دی چې ته یې په خپل مدد او مؤمنانو سره مضبوط کړی یې.
پوره مصداق ته به ورننوځو. څومره چې د خوشبينۍ انعکاس خپريږي، هغومره د ملاتړ دايره پراخيږي او پروردګار په اسلامي امت کې داسې معجزانه ښېګڼې ايښي، چې د دولتونو له ناکامه مو هم ژغورلی شي.
موږ که د جګړې ميدانونو کې وو، نو ډېرې لپې اسمان ته پورته وې، ډېرې سترګې هسک ته رڼې وې، ډېرې ژبې په دعاء وې، ډېرې هيلې له موږ سره وې..بالاخره زموږ جهاد که موږ خپله تنګې دايرې ته ننباسو، زموږ کمزوري به وي، که نه د ﴿فَشَرِّدْ بِهِمْ مَنْ خَلْفَهُمْ﴾ پر معکوس مفهوم موږ ستر امت تر شا درلود او له هر تړاو پورته يې يوازې د مسلمانۍ په تړاو راسره پاللې، زموږ لپاره يې ژړلي او زموږ لپاره خاندي. موږ څنګه کولی شو، چې ان د هغوی اخلاقي حق هم ونه پالو؟ بناءً له هر څه لومړی بايد د حنفي مېتود په انتخاب شريعت محوره دريځ غوره کړو او سليقوي وېشونو ته په کې کوز نه شو.
له هر هغه قوته بايد استفاده وکړو، چې په کور دننه يې لرو او پرېنږدو، چې قوتونه مهمل پاتې شي يا يې دښمن په کمال هوښيارتيا د ځان په ګټه وڅرخوي.
د ولس قاطع اکثريت اسلامي نظام غواړي
دا هغه فکر دی، چې موږ ته زموږ د نظام استحکام اسانه کوي. اوس نو زموږ ظرفيت پورې اړه لري چې څه ډول خپل ولس راسره په نظام کې شريکوو او پر مخ ځو. که ساده محاسبه وکړو او نتيجه يې واخلو: د نړۍ کوم بل ولس که پينځه څلوېښت کاله د پرديو او خپلو ګډو وډو نظامونو تر سيوري لاندې پاتې شي، بيا به هم د قربانۍ دومره حوصله ولري؟ ساده نتيجه يې دا ده، چې بل ولس دا حوصله نه لري او زموږ ولس خامخا اسلام غواړي او په اوږد نفَس يې لپاره قربانۍ ته هم تيار دی.
بناءً موږ به ددې ولس په اړه مناسب فکر او رويه خپلوو. موږ بايد دې ته متوجه يو، چې موږ څوک نه مسلمانوو، ځکه چې دا خلک له پخوا مسلمانان دي او ښه مسلمانان دي، بلکې مسلماني وريادوو، خپل تاريخ او تمدن ورته مخې ته ږدو، بيا يې دې ته تياروو، چې خپل اصل ته ور وګرځي. دا کار په عهد نبوي کې شوی او ګټه يې کړې، اوس يې هم کوي.
دلته يوه خبره مهمه ده، چې د اسلامي نظام په غوښتنه کې موږ سره په کور دننه نا لوستی ولس هېڅ ډول مخالفت او حتی اختلاف نه لري، بلکې که په کور دننه زموږ مخالف او موږ سره اختلاف لرونکی وي، سل سلنه لوستي هغه دي او فکر مو وي، چې لوستی او پوه توپير لري!
دغسې يو حالت کې بايد نظام ډېر هوښيار چلن وکړي او د هوښيار چلن بنسټ دا دی، چې يو ځل به ټول خلک د خپل نظام پر ماهيت، ځانګړتياوو، ګټو او تاثيراتو پوهوو. که مو دا کار ښه وکړ، ټول ولس به راسره د مسووليت احساس کوي او د نظام بار به راسره پر اوږو اخلي.
کله چې په ملت دولت سيستم حاکم شوی، دا سوال زېږېدلی، چې اسلامي نظام راځي، نو څه ډول به وي؟ همدغه سوال اوس هم سوال پاتې دی، چې بايد لومړی په راڼه تعبير او بيا په متمدن تعامل ځواب شي!
موږ بايد دا مجبوريت حس کړو، چې پر دې ولس له پېړيو راهيسې کوښښ شوی، چې له اسلامه لرې وساتل شي. پوځي يرغلونه پرې وشول، فکري او کلتوري هغه پرې وشول. د يرغلونو بڼې ورته بدلې شوې، يرغلونو ته مفاهيم بدل شول، نوي مفاهيم ورته ايجاد شول، چې اوسنی له شلو تر څلوېښت کلنو قشر ددې يرغلونو سيده هدف و او ترې متاثر شوی. دا قشر د همدې يرغلونو په توپان کې دې عمر ته رسېدلی. ده چې څه زده کړي، څه يې خپل کړي، څه ډول فکر کوي، څه ډول حس لري، دا پرې چا په زور نه دي کړي، بلکې ده ته په تهيه شوي چاپېريال کې يې دا لوستي، اورېدلي، ليدلي او دده فکر ور اړول شوی.
دا څه چې موږ ورته وايو، دا يې نه مکتب کې لوستي، نه يې اورېدلي او نه يې ليدلي. دا يې نه پوهنتون کې لوستي، نه يې اورېدلي، نه يې ليدلي. ښه، موږ اوس کوښښ وکړو، چې زموږ د سرک چيک پواينټ به د ده فکر بدل کړي، د ده رويه به بدله کړي، د ده حس به بدل کړي، د ده فهم به بدل کړي؛ دا سطحي فکر دی، بلکې هېڅ فکر نه دی، سادهګي ده.
دا چې څه ډول د علم، عرفان، ادب، کلتور، عصريت، نوښت، بدلون او پرمختګ په نوم محاصره و او ده ته ځان ازاد معلومېد. ده سره ظلم کېدۀ، دۀ ته انصاف برېښېد. دی په تياره کې ساتل کېدۀ، خو مصنوعي رڼا يې سترګې نيولې وې، دی له خپل تاريخ او تمدنه وشکول شو، مګر دۀ ځان د خپل تاريخ او کلتور ترجمان ګاڼه.
اوس که موږ د سرک پر سر ورته د ازادۍ حس ورکوو، دی ځان مقيد ګڼي. که انصاف کوو، ظلم ورته بريښي، که يې رڼا ته راکاږو، تيارې ورمعلوميږي!! پر دغه ټکي فکر او ترکيز په کار دی.
زما خپله مشوره دا ده، چې موږ بايد د نظام ټولې ننګونې پر فرصتونو بدلې کړو او د يوې معقولې او منطقي دعوتي ستراتيژۍ پر بنسټ پر مخ لاړ شو. ډېر لنډ وخت کې به وګورو، چې موافق، مخالف او متفاوت به زموږ په څېر فکر او رويه کوي، خو لومړی به خپل فکر او خپلې رويې ته ارتقاء ورکوو، خپل ظرفيت به لوړوو، بله لار نه لرو.
موږ نظام يو. مکتب، مدرسه، مسجد، پوهنتون، رسنۍ او د معقول بدلون ټول وسايل را سره دي. فکر ته اړتيا ده، له شته وسايلو، امکاناتو او قوتونو استفاده په کار ده. د نظام په حيث جامع او مقاصدي چلن په کار دی. موږ که د دې کار لپاره پينځه کلنه معقوله ستراتيژي ولرو، پينځه کاله وروسته به دا هر څه بدل وي. موږ به ننګېدلي نه يو، بلکې له خپلو فرصتونو به په شوق ګټه اخلو، پر مخ به ځو او خپل مسووليت به اداء کوو.
موږ وينو، چې نړۍ مو په بشر حقونو او د نجونو په زدهکړو او کار ننګوي، خو دا ننګونه فرصت ته اوړي. د غرب د دې غوښتنې په اړه زموږ حس دا دی، چې غرب د حق او علم غم نه لري، بلکې له دې وسايلو د فيمينزم لپاره کار اخلي او زموږ کورنۍ نړول غواړي. له تېرو سلو کلونو چې اسلامي نړۍ خپل نظام نه لري، وجود يې کورنۍ ساتلی. که کورنۍ ونړېده، نو د «اسلامي امت» په نوم به څه وانه ورې. د «اسلامي ورورولۍ» بوی به هم را نه شي. درځئ، دوی يې چې د کومې موخې لپاره غواړي، هغه موخه نه ظاهرولی شي او نه يې مستقيما غوښتلی شي، موږ ته فرصت دی، چې د نړۍ نر او ښځې خپل اسلامي حقوق وپېژني، د نړۍ نر او ښځې پر خپل رسالت فکر وکړي او کار ورته وکړي. درځئ، په هر کور کې د علم، فکر او اسلامي هويت ډيوې بلې کړو. پر ښوونې او روزنې او پر لوړو زدهکړو پانګونه وکړو، تقويه يې کړو، ځانګړې يې کړو او بېلګه يې کړو!
له دې کوره، چې بيا ماشوم راوځي، د دين، ايمان، علم من حيث العلم، عفت، حياء، جهاد، امت، اخوت، اطاعت، بيعت، خپلواکۍ، صبر، ثبات، ارزښتپالنې او … خبرې به ورته يوازې دا نه چې نا اشنا نه بريښي، بلکې کله کله به د معلم، استاد، حاکم او مشر پام ور اړوي، چې مور مې ويل دا فکر مسلمانانو سره نه ښايي!
دلته به بيا د اسلامي نظام هغه اصل هم په ټوله معنا پلی شي، چې ټول رعيت بايد د امير المؤمنين مبايعين وي. په اسلامي نظام کې هغه شکلي اپوزېسيون هم متصور نه دی، بلکې د نظام تر سيوري لاندې هر وګړی به د امير بيعت لري. نظام او رعيت به سره پېيلي او اغږلي وي. د ولس د قناعت قيضه به د نظام لاس کې وي. د نظام هر ګام به د خپل ځان د ګټې، رفاه او پرمختګ لپاره ګڼي. د نظام مدافعين به وي او هره دسيسه به په نطفه کې خنثا وي. نظام به په سړه سينه خپل کار، مسووليت او دندې ته متوجه وي.
که کار معکوس و، موږ به هغو کارونو کې مصروف يو، چې زموږ نه دي. خپل اصل کارونه به راڅخه پاتې وي. د انسان تربيه له کوره، مکتبه، تر پوهنتونه او د دعوتي وسايلو په فعالولو په تراکمي ډول ممکنه ده. د سرک سر، چيک پواينټونو او د يوې شېبې کار نه دی.
درځئ، ننګونې فرصت وګڼو او پر خپل محور يې وڅرخوو!
❊❊❊❊







