بت شکن
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد افلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • سيرت
    • اند او پند
    • د اسلافو تاریخ
    • د تاریخ درسونه
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد افلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • سيرت
    • اند او پند
    • د اسلافو تاریخ
    • د تاریخ درسونه
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه
No Result
View All Result
بت شکن
No Result
View All Result
Home سرمقالې

که جرئت لرئ، له سره تېر شئ!

حسن ابراهیم زی by حسن ابراهیم زی
جنوري 1, 2026
in سرمقالې
0 0
0
0
SHARES
2
VIEWS

په کوم وخت کې چې دا کرښې لیکل کېږي، رفح له خاورو سره خاورې شوې ده، نه پوهېږو، شاید چې تاسې به دا کرښې په داسې حال کې ولولئ چې غزه هم له منځه تللې وي (لا قدر الله). د غزې خلکو مخکې لا ویلي دي چې: «اوس د غزې خلک د ځمکې پر جغرافیه مه لټوئ، د غزې خلک جنت ته کډه شوي دي» او د غزې له خلکو څو تنو ددې خبرې تر څنګ ماته، تاته، د دې امت خلکو ته، علماوو او عوامو ته، ډاکټرانو، انجینرانو، خبریالانو، لیکوالانو، شاعرانو، پوځیانو او نورو ټولو ته یوه بله خبره هم وکړه او پر لیکوال او لوستونکي یې داسې عنوان چسپ کړ او لاړل: «اې د تاریخ بدترینه امته!»

اې د تاریخ بدترینه امته! لړزه واخلئ! وژاړئ! چیغې ووهئ! هر څه کول چې غواړئ، ویې کړئ. د غزې خلکو دا خبره وکړه او جنت ته کډه شول، خو د غزې د خلکو د مرستې نه کولو له کبله د آخرت سخت عذاب موږ ټولو ته رانژدې شوی دی. د غزې خلکو د الله تعالی په دربار کې د نتنیاهو او ټرمپ پر ضد نه، بلکې د حرم د مشرانو او شاهانو او د «لا اله الا الله» ویونکو پر ضد یوه ستره دعوه ثبت کړې ده. د غزې د دوو میلیونو خلکو ددې دعوې د تائید له پاره ځمکه، اسمان، اوبه او هوا ټول زموږ پر ضد د شاهدانو په توګه ولاړ دي.

که دا کرښې لیونتوب ښکاري، نو الله شاهد دی چې له همدې امله لیکل کېږي چې کاشکې موږ لیونیان شو. اورېدلي مې دي چې لیونيان له حساب کتابه خلاص وي. که موږ لیونیان نه یو او هوش و حواس مو پر ځای وي، نو بیا خو مو ګرفت ډېر سخت دی.

بې‌غیرته او بې همته ولیکل شي او که هغه الفاظ چې د غزې خلکو پرې ایښي دي: «اې د تاریخ بدترینه امته!». ایمان او غیرت، مینه او محبت، کینه او نفرت دا ټول داسې احساسات دي چې پټېدلی نشي. خو دا زموږ د ایمان کمال دی، زموږ د غیرت کمال دی، دروغجن عشق دی، غولونکې مینه ده، چې هېڅکله ښکاره کېږي نه او که ښکاره شي، نو یوازې د «پرېکون» او «لاریونونو» تر کچې وي، همدومره! که پرېکون او مظاهره هم نه کوو، نو بیا خو مو د ایمان هم خیر نه شته، یعني موږ د زوال تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي یو. یوه پیپسي، یو کوک، یو چپس بسنه نه کوي، نو دا ژړا او فریاد ټول بې اهمیته شیان دي نور هېڅ هم نه دي. خو رښتیا پوه شئ، اوس د کوک او پیپسي د پرېکون په وسیله خلاصون نه شته. اوس اعلان دا دی چې: «که جرئت لرئ، له سره تېر شئ!»

اوس لیونتوب پکار دی، له جذباتو څخه سرشاره کېدل او په عملي میدان کې… نه نه د عملي میدان به خدای خبر څومره تاویلونه وشي… د جهاد په میدان کې له سره تېرېدل په کار دي. د احساساتو شدت باید لا زیات شي.

دا کرښې يوازې جذباتیت نه دی. که موږ په خپلو سترګو د قيامت منظر ووینو چې شل لکه د غزې خلک زموږ پر ضد د محشر په ميدان کې ولاړ وي، زموږ او ستاسې او د محشر د شفاعت کوونکي ﷺ تر منځ حایل وي، د سختې تندې حالت وي، لمر د يوې نيزې په اندازه له سرونو څخه پورته وي، غوښې او هډوکي ويلي کېږي او د غزې خلک حضور ﷺ ته وايي چې همدا هغه ظالمان دي چې موږ وژل کېدو، زموږ د ماشومانو سرونه پرې کېدل او دوی موږ يوازې پرېښودو او که د قيامت په ورځ شافع ﷺ خپلې سترګې له موږ واړوي نو هغه به بل نوی قيامت وي، نو آيا هلته به دا خبرې يوازې احساساتي ښکاري؟

نن د امت او د امت د مشرتابه او رهبرۍ له پاره ډېر سخت امتحان دی. داسې امتحان چې په څو پېړیو کې کله نا کله متوجه کېږي. امتحان خورا سخت دی، خو په دې کې د بریاليو خلکو درجې هم ډېرې لوړې دي. د حق او باطل د جګړې اړوند حقايق او دلایل هم ډېر څرګند دي. نن چې څومره دا امور روښانه دي، په تېرو څو لسیزو کې دومره څرګند نه وو. جهاد د کومې ځانګړې سيمې د محدودې جګړې نوم نه دی، دا يو نړيوال کار دی، چې محاذونه يې کېدای شي سيمه ييز وي. نړيوال جهاد سيمه ييزو محاذونو ته ځواک ورکوي او سيمه ييز محاذونه نړيوال جهاد ته قوت ورکوي. نن که يو مجاهد هر څومره وغواړي، د غزې جبهې ته رسېدل ورته ناشوني دي. خو که دا مجاهد د غزې له جنګېدونکو مجاهدینو سره د هغوی جګړه، يعنې د قدس د آزادۍ جګړه مخته وړي، د طوفان الاقصی په معرکه کې ګډون غواړي، نو د اسرائيلو او امريکا ګټې په ټوله نړۍ کې خپرې دي. د دنيا هره سيمه له دې اړخه اسرائيل او امريکا ده.

په دې وخت کې په ټوله نړۍ کې جګړه يوازې يوه جګړه ده. لکه چې په يوه قطار کې ولاړ زید، بکر او عمر د مقابل لوري په قطار کې له ټام، ډيک او هيري سره جګړه کوي، نو که څه هم د هر يوه مخالف بېل ښکاري، خو په اصل کې دا يوه جګړه ده چې هر څوک يې جلا جلا پر مخ وړي. موږ د دغو کرښو له لارې غواړو ځينې مساواتو (equations) ته ورته مسائل ثابت کړو، چې د هغو پایلو پر بنسټ بیا پر ځینو عملي کارونو تمرکز وکړو. ومن الله التوفيق!

هر د شعور خاوند ښه پوهېږي چې اسرائيلو په غزه کې له تېر يو نيم کال راهيسې کوم تېری روان کړی دی، دا تېری له امريکا پرته ناشونی و. امريکا له سفارت او سياست څخه نيولې، تر اقتصادي او مالي محاذه پورې د اسرائيلو ملاتړ کړی دی. په رسنيو او مطبوعاتو کې خو يې ملاتړ د رڼا ورځې په څېر څرګند دی او پوځي مرسته يې هم ټولو ته څرګنده ده. په غزه کې چې کوم بمونه غورځول کېږي، هغه د امريکا د وسلو په کارخانو کې جوړ شوي دي. امريکايان د غزې په فضا کې شتون لري او د غزې په اوبو کې په مستقيم ډول د امريکا بحري بېړۍ او کښتۍ روانې دي. نو د اسرائيل بل نوم امريکا دی او د امريکا بل نوم اسرائيل دی.

په دې وخت کې که څوک د امريکا او اسرائيلو تر منځ توپير کوي، يا د امريکا او اسرائيلو د جګړې تر منځ تفريق کوي، نو موږ بايد داسې ساده لوحو ته سلام وکړو او خپله لاره ووهو. هر هغه څوک چې د غزې د ميليونونو بې کوره شويو، ټپيانو، شهيدانو او د سر بریده ماشومانو مړي ورته دا حقيقت نه شي بيانولای، نو هغه به تر قيامته دا موضوع درک نه کړي. نن چې څوک هم جهاد کول غواړي، هغه دې ښه وپوهېږي چې اسرائيل او امريکا د يوې سکې دوه مخونه دي.

د نړۍ په کچه علماء کرامو او مفتیانِ عظامو په تېرو څو مياشتو کې د جهاد د فرض عين کېدو فتواوې ورکړې کړي دي، چې له دې جملې څخه يوه فتوا تازه د پاکستان د ټولو فکري مکاتبو د علماوو اعلاميه ده، کومه چې له اسلام ‌اباده د «فلسطين او د مسلمه امت مسؤوليت» تر عنوان لاندې خپره شوه. دا فتوا په خپل بنسټ کې ډېره عالي فتوا ده او همدغه فتوا هم د امت مسلمه پر غاړه د جهاد في سبيل الله د فرض عين کېدو څرګندونه کوي. د همدې اعلاميې په رڼا کې، د دې ادارې د کرښو له لارې موږ د امت مسلمه په ځانګړي ډول د پاکستان د فاضلو علماء کرامو او مفتیانِ عظامو حضور ته څو غوښتنې وړاندې کول غواړو.

بيان شوی چې په غزه کې کوم ظلم او وحشت روان دی، له دې وروسته نور د خالي خبرو او ژبنیو شعارونو له لارې د الله په دربار کې ځان خلاصول ناشونی دی. په دې اعلاميه کې ويل شوي چې پر اسلامي حکومتونو او د هغوی پر پوځونو اوس جهاد فرض عين شوی دی.

[مجله هذا د خپرېدو او چاپ له پاره تياره وه چې په همدې وخت کې د پيلګام پېښه رامنځته شوه، د هندوستان او پاکستان تر منځ جګړه ييز تاوتريخوالی زيات شو او بيا هندوستان د می میاشتې د شپږمې او اوومې نېټې تر منځ د شپې په اوږدو کې د ” سندور عملیات” په نوم پر پاکستان د هوايي بريدونو په بڼه يوه حمله وکړه. د دې بريد په پايله کې جوماتونه او ولسي وګړي شهيدان شول. پاکستاني پوځ د ” سندور عملیات” په ځواب کې ” بنيان مرصوص عملیات” پيل کړل. اسلامي هېواد مملکت خداداد پاکستان د «لا إله إلا الله» په نوم رامنځته شوی دی. که هند پر پاکستان بريد وکړ، نو د هغه سبب د بګوا هند له همدې «لا إله إلا الله» سره دښمني ده. د همدې «لا إله إلا الله» له پاره د پاکستان دفاع د اسلام مجاهدين خپل ايماني فرض ګڼي. مجاهدينو او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د اسلام پيروانو د همدې «لا إله إلا الله» په نسبت د بګوا هند پر ضد غبرګون وښود او تر وسه يې د هغه عملي مخالفت وکړ. پاکستاني پوځ د ” بنيان مرصوص عملیات” په ترڅ کې د بګوا هند ګڼ شمېر جنګي الوتکې او پوځي اډې ويجاړې کړې. ځينو ته دا هيله پيدا شوه چې ښايي همدا پاکستاني پوځ هغه پوځ وي چې د غزوۀ هند جګړه به پر مخ وړي او د هند واکمنان به په ځنځيرونو تړلي را کش کوي. بنيان مرصوص روان و، خو د امريکا د ولسمشر ټرمپ په يوه ټيلفوني زنګ دا پرېکړه وشوه چې “غزوۀ هند” وځنډول او لغوه کړل شي.

پر امريکا، اسرائيل، هند يا د همدې د کفر د مشرانو د غلامانو پر ضد جهاد کول کومه احساساتي خبره نه ده. جګړو ته دننه کېدل احساساتي کېدل نه دي، بلکې د ايمان او عقيدې ترڅنګ جګړو ته ورتلل ژور تحليل، پلان او پوځي ستراتيژۍ ته اړتيا لري. خو د مسلمانانو په جګړه کې له ايمانه تر ستراتيژۍ پورې هېڅکله هم هیڅ ټرمپ املاء نه شي کولای. د دې اداریې په راتلونکو کرښو کې هغه ياد شوي “مساوات” (equations) وړاندې کېږي او دا مساوات به د پاکستان او هندوستان اوسنۍ جګړې او د پاکستان په شمول د نورو اسلامي پوځونو حقيقت هم څرګند کړي.

اللَّهُمَّ أَرِنَا الْحَقَّ حَقًّا وَارْزُقْنَا اتِّبَاعَهُ، وَأَرِنَا الْبَاطِلَ بَاطِلًا وَارْزُقْنَا اجْتِنَابَهُ، آمین!

د اسلامي هېوادونو واکمنان او د هغوی پوځونه چې په سر کې يې د پاکستان، مصر، سعودي عرب، ترکيې، عربي اماراتو، اردن او نورو هېوادونو پوځونه دي په ښکاره د امريکا د بلاک برخه دي. دغه پوځونه په ښکاره او د وياړ په توګه د امريکا او ناټو مخکښ متحدين، د ناټو اتحاديان او له ناټو څخه بهر ځانګړي اتحاديان دي. د دوی له ډلې ډېری هېوادونه، لکه ترکيې، عربي اماراتو او مصر د اسرائيلو شتون منلی دی، له هغوی سره د سفارتي، اقتصادي او پوځي، آن د سياحت تر کچې نژدې اړيکې لري. نو آيا له هغو کسانو چې له منځني ختيځ څخه د هند تر نیمې لویې وچې پورې د امريکا او اسرائيلو ښکاره متحدين دي، موږ دا غوښتنه کولی شو، چې هغوی دې د امريکا او اسرائيلو پر ضد جهاد وکړي؟

په اسلام اباد کې د دې تحريض علی الجهاد او د جهاد له اعلان وروسته، په اسلام اباد او راولپنډۍ کې هغه حاکم او فیلډ مارشل چې د جهاد غوښتنه ورڅخه کېږي، د هغه ځواب د هغه د عمل له لارې زموږ مخې ته دی، هغه له امريکايي پلاوي سره ويني او خپل ځان د هغوی خدمتګار معرفي کوي. همدغه سپه سالار بايد د بنيان مرصوص عمليات تر هغه وخته جاري ساتلي وای ترڅو لږ تر لږه یې د الأقرب فالأقرب اصولو پر اساس کشمیر آزاد کړی وای، خو همدغه سپه سالار د ټرمپ د يوه ټيلفوني زنګ په خاطر سقوط وکړ. مومن ساده نه دی او نه دوه ځله له يو غار څخه چيچل کېږي. د جهاد د فرض عين کېدو بيان دوه نیمې لسیزې وړاندې هم شوی و، کله چې امريکا له څلور درځنه متحدينو سره پر افغانستان بريد وکړ، نو هغه وخت هم ځینې خلک پر دې پوستونو باندې وو او هغه همدغه پوځونه وو، چې د افغانستان پر اسلامي حکومت یې دشا له طرفه د خنجر ګوزار وکړ. همدغه پوځ د مملکت خداداد پاکستان فضا د ۵۷ زره ټام ‌هاک او ډیزي کټر بمونو د استعمال له پاره کارولې وه، چې کندھار او غزنی پرې بمبار کړي. په همدې اسلام اباد کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر په لوڅ ډول تر چکلاله هوایي اډې رسول شوی و او بیا د امريکا سي-۱۳۰ الوتکه کې ګوانتانامو ته لېږل شوی و. د پرویز مشرف کتاب “In the Line of Fire” شاهدي ورکوي چې هغه له ۶۰۰ څخه زيات مجاهدين په پیسو پر امريکا خرڅ کړل. څوک د عافيه صديقي زخمي روح نه پېژني؟ بېشکه، په غزه کې چې کومه تباهي د صلیب او صهيون د اولادونو په لاس روانه ده، ډېره جدي ده، خو د ۲۰۰۷ کال په جولای کې په لال مسجد او جامعه حفصه کې چې سلګونه طالبات په فاسفورس وسوځول شول، همدغه «د غزې» منظر موږ په اسلام اباد کې ولید. د لال مسجد له Operation Silence «د چوپتیا عملیاتو» وروسته بش د همدې پوځ ستاینه وکړه. همدغه پوځ دی چې له تېرو اتو لسيزو راهیسې د کشمیر جهاد ورباندې فرض عين وو، خو همدغه پوځ او جنرالانو يې د کشمیر جهاد پرېښود. د ډرون بريدونو له پاره یې د جېکب اباد، سبی او شمسي هوایي ډګرونه امريکايانو ته وسپارل، په ګوادر بندر کې د امريکایي ټانکونو او هاموي موټرو نښې ثبت شوې. اسامه بن لادن هم د همدې پوځ کياني او پاشا خرڅ کړ. له وزیرستانه تر سوات پورې د خپلو قبيلو پر وړاندې یې د اور او اوسپنې باران وکړ او د بلوچستان زخم زموږ مخې ته دی. واضحه دې وي چې دا ليکوال د “لا اله الا الله محمد رسول الله” په نوم د مملکت خداداد د يوې شېبې له پاره هم مخالف نه وو؛ حاشا وکلا! موږ خو يوازې د دغو یونیفورم لرونکو او بې یونیفورمه واکمنانو او پوځونو د اعمالو خورا وړوکی انځور وړاندې کوو. آيا همدغه پوځ دی، آيا همدغه حکمرانان دي چې موږ ورڅخه د جهاد تمه لرو؟

دا زموږ خپل پوځیان وروڼه دي چې د امریکا د خوشحالۍ له پاره یې موږ وپلورلو، دا مملکت خداداد یې خرڅ کړی دی، «لا اله الا الله» یې وپلورله، له بنګال څخه تر نیلم پورې یې لوڼې وپلورلې. بیا که د دوی له منځه څوک د حق وینا کوونکی پیدا شو، نو د هغه حال یې د چیف آف جنرل سټاف جنرل شاهد عزیز او د کور کمانډر کراچۍ جنرل مظفر حسین عثماني په څېر وکړ، خپلو سکه وروڼو یې د الله تعالی پر ځای د امریکا د کلمې په لوستلو سره هغه دوه مجاهد جنرالان شهیدان کړل.

کله چې کولن پاول پروېز مشرف ته ټیلیفون وکړ او د دې ګواښ یې وکړ چې که زموږ خبره ونه منې نو تا به د ډبرو د زمانې په حال کې واچوو (که څه هم ځینې سرچینې وايي دا ګواښ هېڅکله شوی نه و، مشرف مخکې له مخکې د دې کار له پاره چمتو و)، نو پروېز مشرف له خپلو جنرالانو او عسکرو سره په دې جګړه کې ورټوپ وهل. د جنرل کیاني هغه خبرې چې د افسرانو مخې ته یې کړې، پر دې شاهدي ورکوي (که څه هم هغه وخت یوازې د میجر جنرل په رتبه کې و، چې دومره د لویو پرېکړو د تصمیم واک نه لري). بیا نو پر افغانستان بمونه و اورېدل او هر څه یې وران کړل.

نن موږ د غرناطې ابو عبدالله ته، د بنګال میر جعفر ته او د دکن میر صادق ته وایو چې پر تاسې د غزې د خلکو د مرستې له پاره جهاد فرض عین دی! زموږ په خبرو مه خپه کېږئ! تاسې خو د دې امت حکیمان یاست، تاسې د انبیاوو وارثان یاست، همدا وجه ده چې موږ دا کیسه ستاسې مخې ته د شکایت په بڼه وړاندې کوو. دا کیسه خو زموږ شخصي نه ده، دا خو د تاریخ د یحیی خانیانو، نیازیانو، مشرفیانو او کیانیانو کیسه ده؛ هغوی چې د غرناطې د خلکو ایمان یې وپلوره، د اهل دین او اهل ایمان د ژوند او عزت سودا یې وکړه، خپل سراج الدوله یې شهید کړ او خپل ټیپو سلطان یې خرڅ کړ.

شریفِ مکه حسین چې عثماني خلافت ټوټه ټوټه کړ، شیخ الہند مولانا محمود الحسن رحمه الله یې اسیر کړ او خرڅ یې کړ، نن یې نسل پر اردن حاکم دی. د هماغه کړوسی شاہ عبدالله دویم له خپلې مېرمنې سره د اسرائیلو د وژل شویو یهودي صهیونیانو پر غم اوښکې تویوي. دا په مصر کې ناست سیسي، چې د غزې خلکو ته د وچې ډوډۍ ټوټه هم نه پرېږدي. دا ابن سلمان دی چې له اسرائیلو سره یې د اړیکو اعلان کړی، د ټرمپ د وروستي سفر پر مهال د دواړو لاسونو پر سینې په نیولو او په تضرع د ټرمپ مننه کوي. دا د اماراتو ابن زاید دی چې د غزې د جګړې ټپي یهودي عسکرو ته یې په دوبۍ کې د شرابو او فحاشۍ ترتیب برابر کړی دی، د خپل هېواد پر څلورو غیرتي ازبک ځوانانو یې د یو یهودي رِبّي د وژلو په تور د اعدام حکم کړی، د عربو لوڼې یې د ټرمپ مخې ته بې حجابه نڅولې دي. د قطر تمیم هغه څوک چې امریکایانو ته د څلور سوه میلیونو ډالرو الوتکه ډالۍ کوي، خو د غزې له پاره یې څه کړي؟ یوازې څو سکې او د ممپلۍ څو ډبې؟ موږ له دوی څخه هیله ولرو چې جهاد وکړي؟

نن اړتیا ده چې د حسین ابن علي رضی الله عنه سنت ژوندی شي، د عبدالله ابن زبیر رضی الله عنه سنت ژوندی شي، د زین العابدین رحمه الله سنت ژوندی شي او د زین العابدین رحمه الله د ملاتړ کونکي امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله سنت عملي شي. دا سپېڅلي شخصیتونه د فاسقانو او فاجرانو پر ضد د جهاد بیرغ پورته کوونکي وو. دغه څو اموي او عباسي بادشاهانو د روم د قیصر، د ایران د کسری او د خیبر د مرحب ملاتړ نه و کړی، خو نن زموږ دا واکمنان د زمانې د قیصر ټرمپ ملګري دي، د وخت مرحب نتنیاهو جزیرة العرب ته رابولي، ورسره معاملې کوي، د دوی عمل د عبدالله ابن ابی سلول له منافقته هم بدتر دی؛ ابن سلول خپل نفاق پټاوه، دوی خو له یهودو او نصاراوو سره خپله مینه په ښکاره اعلانوي.

ګرانو لوستونکو! زموږ په دې بې‌پروايۍ موږ معذور وګڼئ! دا کرښې چې لیکل کېږي، په همدې وخت د مکې مکرمې په ګاونډ جده کې یوه امریکايي فاحشه جېنیفر لوپز داسې رقص وړاندې کوي چې عریاني او بې‌حیایي هم ترې شرمېږي… دا څنګه قیامت دی چې موږ دا لیکو او تاسې یې لولئ او ژوندی یو؟ دا د جزیرة العرب خاوره ده، د رسول الله ﷺ وطن دی، همدلته د هغه روضه مبارکه ده، همدلته جبرئیل امین وحی راوړه، دا هغه خاوره ده چې قدسیانو په خپل وینو سره خړوبه کړې وه، د حرمینو خاوره ده او دلته څنګ ته په غزه کې د مسلمانانو لوڼې وژل کېږي او موږ هم… موږ هم څومره ساده یو، چې له همدې فحشا راوړونکو څخه د جهاد هیله لرو؟ موږ وایو: پر تاسې جهاد فرض عین دی!

په الله قسم! جهاد د دغو خائنانو، فاسقانو، فاجرانو، د یهودو د ملاتړو، د صلیب د ساتونکو، د الله د شریعت پر ځای د «حکم بغیر ما انزل الله» نافذوونکو پر ضد فرض عین دی! همدا دي چې له اسلام‌ آباد څخه تر ریاض او قاهرې پورې یې مجاهدین زنداني کړي دي. همدوی دي چې د محمد مصطفی نبي الملاحم ﷺ غلامان غزې ته نه پرېږدي. د دوی د جاسوسۍ له کبله د غزوه هند سپاهیان چې کله له ایل او سي څخه تېرېږي، د پیر پنجال پر غرونو کې د شهادت جام څښي!

که د دغو واکمنانو پر ضد بغاوت کول د خوارجو طریقه او ترهګري بلل کېږي، نو په الله قسم! موږ خو خوښ یو چې د قیامت په ورځ د ابن سلول د روحاني اولاد په مذهب کې پاتې نه شو، بلکې د هغو خوارجو په ډله کې واوسو چې د دغو منافقانو پر ضد یې خروج کړی وو. موږ خوښ یو چې ترهګر وبلل شو، خو د هغو یونیفورم لرونکو جنرالانو او په عربي جامو ملبسو عرب بادشاهانو تر څنګ د قیامت په ورځ ونه درېږو چې د غزې د سر پرېکړو ماشومانو قاتلان دي.

ښه، که دا ټول تکفیریت او د خوارجو طریقه بلل کېږي، نو موږ ته خو همدوی د شریعت اولوالامر! ښکاري. ایا شریعت د خوارجو له پاره هم ځینې حقوق نه دي ټاکلي؟ شریعت خو د څاروي د ذبح کولو له پاره هم د تېزې چاړې امر کوي څو بې‌ځایه په عذاب نه شي. خو زموږ دا اولوالامر کیاني، باجوه، عاصم منیر، د دوی په امر د اسلام مجاهدین د بندونو او بیریجونو په دروازو او سترو ګراریو کې غورځول کېږي، په ډرل ماشینونو سره یې څیرې کوي، په اوسپنیزو اوتوګانو یې سوځوي. دا خو مجاهدین دي، نارینه دي، دوی پرېږده، ددوی پاکې میندې په زندانونو کې اچول شوې دي او بې حرمتي یې شوې ده. د مجاهدینو د مېرمنو عزتونه په زندانونو کې تار تار شول. یوازې په ټولنیزو رسنیو کې د جهاد پلویانې څومره عفیفې خویندې آی ايس آی ونیولې، د هغوی نقابونه یې څېرلي، له برقعو یې ایستلې. سمه ده، دا خوارج دي، خو ایا د شریعت له مخې خوارج هم لږ حقوق نه لري؟ دوی ته چې چا خوارج ویلي دي، هغه دې ووایي، لږ تر لږه هغه حقوق خو ورکړئ، چې د ملګرو ملتونو په منشور کې دي، چې د عفوې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار اداره یې غږ پورته کوي. ایا آمنه مسعود جنجوعه هم خارجي ده؟ سمي دین بلوچ چې له کومو بلوڅانو سره تړاو لري، د هغوی پر فکر ډېرې خبرې کېدای شي، خو هغه هم د یو چا لور ده. په عام بازار کې د هغې له سره ټکری غورځول انسانیت او غیرت دی؟ د چا له لاسه چې د خپل قوم د شرقي پاکستان د لوڼو عزت خوندي نه وي، څوک چې په بلوچستان کې چادري ترې اخلي، څوک چې په اسلام ‌آباد ډي چوک کې د ورک شوو کسانو له میندو او خویندو حجابونه اخلي، همدا دي چې د غزې مرستې ته به ور ووځي؟

هغه حکومت چې د غزې په ملاتړ د مظاهرې اجازه نه ورکوي، د غزې په ملاتړ مظاهره کونکي تر خپلو موټرو لاندې کوي او شهیدانوي یې، پر هغوی نه بلکې د هغوی پرضد جهاد فرض دی!

دا دی هغه مساوات، هغه equation چې په پیل کې یادونه شوې وه.

کله چې په کور کې اور ولګېږي، نو سړی یې مړ کوي. که غله کوم کورته ورننوځي، نو سړي ته چې چاړه، چاقو، لرګی، تبر او هر څه چې په لاس ورشي، کاروي یې او هغه غله وژني. دا د انسان طبیعي طرز العمل دی. له چرګې څخه چې چیچیان اخلې، نو هغه په خپله مښوکه او پنجو سره تر مرګه جګړې ته تیارېږي. دا د فطرت قانون دی! او همدا د شریعت حکم دی!

نن د امت مسلمه له پاره دوې خبرې یاد ساتل اړین دي، یو، امریکا او اسرائیل دواړه یو دي. دوهم له امریکایي متحدینو د جهاد هیله لرل داسې ده لکه د فرعون پر وړاندې له قارونه د مرستې هیله.

موږ د امت مخې ته د شهید اسلام، د مجاهدینو سپه ‌سالار ابو خالد محمد الضیف تقبله الله پیغام وړاندې کوو:

«اې په اردن، لبنان، مصر، الجزایر، مراکش، پاکستان، اندونیزیا، مالیزیا او ټولې اسلامي نړۍ کې زموږ خلکو!

نن له خپلو کورونو راووځئ او د فلسطین پر لور حرکت وکړئ! سبا نه، همدا نن! سرحدونه، حکومتونه او بندیزونه دې تاسې له جهاد او د مسجد اقصی له آزادۍ څخه محروم کړي!

انْفِرُوا خِفَافًا وَثِقَالًا وَجَاهِدُوا بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ

«که سپک یاست که درانه ووځئ او د الله تعالی په لار کې په خپلو مالونو او په خپلو سرونو سره جهاد وکړئ، دا ستاسې له پاره ډېره ښه ده که تاسې پوهېږئ».

نن هماغه ورځ ده (چې جهاد ته ووځو). له چا سره چې ټوپک دی، هغه دې ټوپک واخلي، ځکه اوس یې وخت دی. له چا سره چې ټوپک نه شته، هغه دې خنجر، چاړه او تبر واخلي ودې وځي، یا دې په خپل لاس جوړ کړی بم واخلي، یا خپل ټرک، بلدوزر یا موټر … ځکه نن ورځ ده چې د جهاد له پاره ووځو)!

تاریخ خپل روښانه، لوړ او عزتمن مخونه پرانستي دي، نو څوک دی چې د سعادت په دې پاڼو کې خپل نوم، د خپل کور نوم او د خپل کلي نوم ولیکي؟

اې د امت زامنو! اې د نړۍ آزادو خلکو!… هغه حکومتونه چې له غاصبو اسرائیلو سره یې د مرستې او ملاتړ اړیکې پرېنښودې، د اسرائیلو جرمونه یې پټ کړل او پخپله هم شریک شول، د هغوی مخه ونیسئ!

نن ورځ د لوی انقلاب ورځ ده. د نړۍ پر مخ د وروستي قابض، نسلي تعصب لرونکي رژیم د ختمولو ورځ همدا ده!

اوس خو اوبه له سرونو څخه هم تېرې شوې دي، د پلونو لاندې هم بهېدلې دي. د الله په لار کې د جهاد د نفیر عام ورکونکی محمد الضیف شهید شو، د هغه نفیر ته دې لبیک وویل شي! د امت مجاهدینو بچیانو!

سبا نه، نن ووځئ! د امریکا فرعون په وړاندې، د اسراییل نمرود په وړاندې د «لا اله الا الله» کلمه ووایاست!

اے چاند ستارو، مہ پارو!__کچھ کر ڈالو!

اُمت کی تجوری خالی ہے

دل ،جگر ،جواہر بھر ڈالو

سوچوں سے بجھی ہے آگ کبھی؟

گر جرأ ت ہو تو سر ڈالو!

«اې سپوږمیو، ستورو او ګلمخو!

د امت خزانه تشه ده

زړه، ځان او جواهر ټول په کې واچوئ!

په فکرونو کله اور وژل شوی دی؟

که جرئت لرئ، په کې سر واچوئ!»

اللھم اهدنا فيمن هديت وعافنا فيمن عافيت وتولنا فيمن توليت وبارك لنا فيما أعطيت وقنا شر ما قضيت إنك تقضي ولا يقضی عليك وإنه لا يذل من واليت ولا يعز من عاديت تبارکت ربنا وتعاليت!

اللھم وفقنا لما تحب وترضى وخذ من دمائنا حتى ترضى .اللھم اهدنا لما اختلف فيه من الحق بإذنك. اللھم زدنا ولا تنقصنا وأکرمنا ولا تھنّا وأعطنا ولا تحرمنا وآثرنا ولا تؤثر علینا وارضنا وارض عنا. اللھم إنّا نسئلك الثّبات في الأمر ونسئلك عزیمۃ الرشد ونسئلك شكر نعمتك وحسن عبادتك. اللھم انصر من نصر دین محمد صلی اللّٰہ علیہ وسلم واجعلنا منھم واخذل من خذل دین محمد صلی اللّٰہ علیہ وسلم ولا تجعلنا منھم، آمین یا ربّ العالمین!

ــــ

لکه نن چې ټرمپ د شهباز شریف له لارې عاصم منیر ته د تجارتي بندیزونو د لګولو اخطار ورکړ.

Next Post

د لارې د وفا دعوه هر څوک کوي، د عشق او وفادارۍ غرور د هر چا دی!

Next Post
غزه؛ چوپتیا په جرم کې ګډون دی!

د لارې د وفا دعوه هر څوک کوي، د عشق او وفادارۍ غرور د هر چا دی!

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recent Posts

  • ابو عبیده: زما استوګنځی اسمان شو!
  • نبوي سیرت او پندونه
  • د بت شکن مجله
  • د غزې طوفان
  • مجله

Recent Comments

No comments to show.

© 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد افلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • اند او پند
    • سیرت او تاریخ
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه

© 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.