دلته څو صحنې دي له هغه لوی امتحان څخه چې د غزې خلک پرې تېرېږي.
په غزه کې یو برتانوی ډاکټر نک مینارډ چې هلته یې د ډاکټر په توګه کار کاوه وایي، چې زه او زما ټول همکاران د دې خبرې شاهدان یو چې تش په نامه “مرستندویه مرکزونو (GHF)” ته د مرستې اخیستلو له پاره تلونکي بې وسلې خلک د اسرائیلي پوځ له خوا په قصدي ډول په نښه کېږي او په دغو کسانو کې بیا په ځانګړي ډول ماشومان او ځوان هلکان هدف ګرځول کېږي. ددې خبرې د شاهدۍ بنیاد موږ ته د علاج له پاره د راتلونکو زخمیانو زخم، د زخمیانو د کورنیو د خلکو خبرې او زموږ د هغو ملګرو څرګندونې دي، چې په خپله د GHF مرکزونو ته تللي دي.
ډېری ټپیانو د ټوپک مرمۍ خوړلې وې او زخميان شوي وو، یا پرې د “کواډ کاپټر ډرون” په وسیله ډزې شوې وي او موږ ټولو ډاکټرانو دا احساس کړې ده، چې هره ورځ د راغلو ماشومانو ټپونه په یوه ډول وي، یعني یوه ورځ د ټولو په سر او غاړه کې مرمۍ لګېدلې وي، بله ورځ ټول په ګیډه کې له ټپونو سره راوړل کېږي او ددې په دا بله ورځ ټول د سینې له زخم سره راوړل کېږي او په همدې ورځ پسې بله ورځ ټول په خصیو (تخمونو) کې له زخم سره راوړل کېږي. یعني واضحه ده چې هغوی هره ورځ یو ځانګړی د بدن ځای د هدف له پاره ټاکي، نن په دې ځای، سبا په هغه ځای، لکه د دوی له پاره چې د ماشومانو پر بدن ډزې کول د یوې لوبې (ویډیویي ګیم) په څېر وي.
یوه ډېره زړه دردوونکې کیسه د امریکايي کارکوونکي انتھوني ایګولر له خولې ده، چې په همدغو امریکايي او اسرائیلي ملاتړ لرونکو “GHF مرکزونو” کې یې کار کاوه. هغه د خپل وجدان غږ ته لبیک ووایه او د یوه فلسطیني ماشوم په اړه یې کیسه وکړه چې د مرستې اخیستلو له پاره راغلی و خو ووژل شو. د همدې ماشوم مرګ د دې لامل شو چې ایګولر نور چوپ پاتې نشي. هغه وایي:
د می پر ۲۸مه د مرستې وېش په ځای کې یو وړوکی ماشوم، چې نوم یې عامر و، زما مخې ته راغی.
هغه لاس زما لور ته راوغځاوه. ما فکر وکړ چې نوره مرستې غواړي، زه شرمېدلی وم ځکه نور څه مې نه لرل چې وریې کړم. ورته مې وویل چې نور څه نه شته، خو بیا هم یې لاس را اوږد کړ. ما هغه ځان ته راوغوښت.
له هغه سره هېڅ بکس نه و، یوازې د غورځېدلو شیانو له منځه یې د وريجو یوه څیرې شوې کڅوړه راټوله کړې وه او د دال نیمه کڅوړه. دا یې ټول ملکیت و. هغه زما لاس ښکل کړ او ویې ویل مننه. ما د هغه په اوږه لاس کېښود او ورته مې وویل، ته انسان یې، تا هېڅ ګناه نه ده کړې، نړۍ ته ستا پروا ده. هغه خپل کمزوری سامان پر ځمکه کېښود، زما مخ یې په خپلو کمزورو لاسونو کې ونیوه او بیا یې زه ښکل کړم او په انګلیسي یې وویل مننه. ددې ماشوم پښې لوڅې وې. کالي یې د هغه پر بدن ډېر غټ وو، ځکه ډېر کمزوری و. هغه ته هېڅ د مرستې بکس نه وو ورکړل شوی، یوازې یوه څیرې شوې د وريجو کڅوړه او د یو څو دالونو کڅوړه ورته رسېدلې وه. خو بیا یې هم د همدې مننه کوله. دغه ماشوم دلته د راتګ له پاره په لوڅو پښو ۱۲ کیلومتره مزل کړی و. د مرستې په نوم یوازې د خوراک لږ پر ځمکه لویدلی سامان ورته رسېدلی و، بیا هم یې زموږ شکر ادا کاوه. بیا هغه خپل سامان را ټول کړ او د خلکو د رش په لور لاړ او په همدې وخت کې پر هغه د مرچو سپرې، اوښکې بهوونکی ګاز، ګرنټونه او مرمۍ وویشتل شوې. مرمۍ په هوا کې او د خلکو په پښو کې وویشتل شوې، عامر ووېرېدی او منډه یې کړه.
اسرائیلي پوځیانو پر خلکو د ماشینګڼو مرمۍ اورولې. بې وسلې فلسطیني وګړي تر مرمیو لاندې پر ځمکه لوېدل. له هغو ټپي کېدونکو خلکو سره عامر هم ټپي شو او ولوېد. عامر په لوڅو پښو ۱۲ کیلومتره د خوراک له پاره راغلی و، یوازې څو ټوټې خوراک یې وموند، زموږ شکر یې ادا کړ، خو وروسته ووژل شو.
باید په یاد ولرو، چې د انتھوني ایګولر شاهدي ډېره اوږده وه، چې هغه په کې په غزه کې د منظمې نسل وژنې د سترګو لیدلی حال بیان کړی دی. دا کیسه د هغه له بیان څخه یوازې یوه کوچنۍ برخه ده.
په غزه کې زموږ د ماشومانو په وینو لوبې کېږي، پر هغوی د نښه ویشتنې تمرین کېږي، هغوی د لوږې له امله وژل کېږي، خو موږ په خپلو کورونو کې د آرام نغارې وهو! نن که هغوی ازمویل کېږي، سبا موږ هم ازمویل کېږو، هغه وخت ډېر لرې نه دی!

