د غزې جګړه داسې تله ده چې د ایمان او نفاق خېمې یې جلا کړې. نږدې اووه سوه ورځې کېږي، چې دا معرکه د ایمان او مادیت تر منځ روانه ده. اوس دلته د «الکفر ملة واحدۃ» فلسفه بیانول بېځایه ده، زموږ موضوع هغه ده چې په اړه یې مشهور قول دی: القدس د خلکو له څېرو پرده پورته کوي. په تاریخ کې دا لومړی ځل نه دی چې د منافقینو له څېرو څخه نقاب لرې کېږي. دا ډېر ځله شوي دي. خو یوازې نقاب پورته کول بسنه نه کوي، بلکې داسې سترګې پکار دي چې د ښایست او بدرنګۍ توپیر وکړي او داسې زړه پکار دی چې د ایمان او نفاق فرق وپېژني. که دا لید او زړه وي، نو بیا په دې نفاق خبرې کېدای شي چې نقاب یې لرې شوی. قدس د مسلمانانو بنسټیزه ایماني مسئله ده. څوک چې د قدس په اړه لږ هم شک وکړي چې دا د مسلمانانو مسئله ده که نه، نو د مسلمانانو یو وړوکی ماشوم هم د هغه پر ایمان شک کوي. هو! قدس زموږ په زړونو کې دومره ټینګ ځای لري! مسلمانان چې په هره ټوټه خاوره حتی د لږ وخت له پاره واکمن شوي وي، بېرته یې اخیستل پرې واجب دي، نو بیا د قدس په اړه خو پوښتنه نه کېږي. قدس د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسراء او معراج ځمکه ده، هماغه ځای دی چې تریو لک زیاتو پیغمبرانو امامت یې وکړ، د انبیاوو وطن، زموږ لومړۍ قبله، د حشر و نشر ځمکه، د فاروق اعظم رضی الله عنه امانت.
ددې قدس، د سلامتۍ ښار، د یروشلم وېشل او په نتیجه کې د صهیونیستي سازش له لارې د اقصی جومات نړېدل، دا ټول له اسلام سره ښکاره غداري او خیانت دی. دا خیانت له عثماني خلافت سره له فریب کولو پیل شو. هلته هم داسې کسان وو چې د آل رسول او «سید» ادعا یې کوله. وروسته هغوی د اردن د هاشمي سلطنت کورنۍ شوه. د وخت په تېرېدو د اسرائیلو شاوخوا ټول اسلامي هېوادونه له اسرائیلو سره د عادي اړیکو لور ته روان شول. ترکیه، مصر، سوډان، مراکش، امارات، عمان، کوېت، بحرین او نور…
قطر ته چې کله د نولسمې پېړۍ په آخر کې د بحرین په څېر د سعودي د تابع کېدو وېره پیدا شوه، د امریکا په مرسته یې خپله آزادي وغوښته او له همدې امله د امریکا پیري چې روح یې د اسرائیل په طوطي کې دی، پنجو ته یې ځان ور وغورځاوه، له اسرائیلو سره د پټې معاملې په ترڅ کې یې د امریکا «اتل» خوښي ترلاسه کړه او په بدل کې یې د امریکایي اډو له پاره خپله ځمکه وړاندې کړه. په سعودي عرب کې څو کاله مخکې داسې ډرامې نشر شوې، چې له اسرائیلو سره د کاروبار خبرې په کې کېدې. ابن سلمان نتنیاهو سعودي عرب ته دعوت کړ. د ابراهام اکارډز یا ابراهیمي تړون په لور یو بل ګام هم واخیستل شو. څو کاله وړاندې عرب اماراتو له خپل ځان سره بحرین او سوډان همدې غلامۍ ته راوستلي و. نو تقریبا دوه کاله مخکې ابن سلمان له همدې پلان سره اسرائیلو ته لاړ، چې دی هم د اړیکو عادي کېدلو، د قدس تقسیم، تش په نوم د دوو دولتونو حل منلو ته چمتو دی او هغه به یوازې نه راځي، بلکې د نجد په صحرا کې یې د یوه قوي اسلامي هیواد له یوه مهم شخصیت سره لیدلي دي او دا مهم اسلامي هیواد به هم ورسره د ابراهیمي تړون برخه ګرځي. دوه کاله مخکې د ابن سلمان له عاصم منیر سره ملاقات شوی و. دا کس هم د آل رسول دعوه کوي لکه شریف مکه حسین او عمل یې هم د پرون د مکې د شریف غوندې دی، دا ټول اقدامات همداسې پر مخ مثبت لوري ته روان وو، چې د اقصی محافظینو، قسامي مجاهدینو تاریخ سازه معرکه، طوفان الاقصی، د ۲۰۲۳ د اکتوبر اووم سهار د سهار په بابرکته وخت کې پیل کړ.
طوفان الاقصی چې د کفر، په ځانګړې توګه صهیون څومره پلانونه او ګټې له خاورو سره سره خاورې کړل، هغه یې وکړل، له هوا څخه په پراشوټونو کې را تاو شول، د صهیون د زامنو او لوڼو په زړونو کې چې یې د حق کوم رعب واچاوه، هغه یې واچاوه، یوه ستره کارنامه یې دا هم وکړه، چې د ابراهیمي تړون چې څومره پلانونه وو، ټول یې د کلونو کلونو له پاره شاته وغورځول. د ابراهیمي تړون بدبویي چې کله په فضا کې د نامراده یهودو له لاشونو سره پورته شوه، نو د عربو او عجمو د منافقینو چیغې د اورېدو وړ وې. د اسرائیلو ملاتړې امریکا که څومره هم قوي شي، دومره زړه نه لري، چې د اړیکو عادي کولو له دې څو اقداماتو څخه مخکې پر قدس مکمله قبضه وکړي او لوی اسرائیل جوړ کړي. له قرطبې تر مرشد آباد او سرنګاپټم پورې کفارو ته د داسې منافق کرداره خلکو اړتیا وي، چې د مسلمانانو صفونه له داخل څخه سوري کړي. بل اړخ ته دجال او د هغه پیروان ژر تر ژره قدس نیولو ته لیواله دي. جګړه یوازې په غزه او قدس کې نه، بلکې له فلپینه تر فلسطینه، له ترکستانه تر صحرا روانه ده.
په همدې حالت کې عاصم منیر په امریکا کې د ټرمپ مېز ته د ډوډۍ له پاره کښیني. څه خبرې وشوې؟ اصلي احوال خو د میز پر سر خوراک کونکو امریکایانو او د هغوی د لومړۍ کرښې متحدینو ته معلوم دي، خو له ډوډۍ وروسته رامنځته شوې پېښې ښيي چې هلته څه پرېکړه شوې وه. د خواجه آصف او رانا ثناء الله خبرې دا ښيي چې عاصم منیر (چې روحاني نیکونو جنرالانو یې کشمیر پلورلی و) د قدس په سودا، ابراهیمي تړون کې برخه اخیستلو ته تیار شوی دی. له دې وروسته تقریبا هېڅ مهم اسلامي هېواد نه دی پاتې چې په خفیه یا ښکاره ډول د ابراهیمي تړون برخه نه وي.
دا هم واضحه ده چې امریکا او اسرائیل یو د بل هم معنی نوم او طاقت دی. په غزه کې د زرګونه ټنه بمونه غورځوونکې امریکا د لومړۍ کرښې اتحادي کېدل د یوې ساده معادلې له مخې د اسرائیلو د لومړۍ کرښې اتحادي کېدل دي، خو په ښکاره له اسرائیلو سره تعامل دا د خیانت ښکاره کچه ده. د امریکا د پټ حاکم نظام له خدمت څخه د پاکستاني اسټبلشمینټ نمک خواره ځینې خلک پر تلویزون را څرګند شي، چې د فلسطین قضیه د مسلمانانو مسئله نه ده، دا کومه ساده خبره نه ده. دا غلامان دي، چې د خپل بادار د حکم مطابق د پټو پالیسیانو له پاره ماحول جوړوي.
په پاکستان کې داسې جنرالان تېر شوي لکه پرویز مشرف چې د «Need to know basis» په نوم یې د ګوادر بندر، شمسي او جیکب آباد هوایي میدانونه امریکایانو ته ورکړي وو او هیڅوک خبر هم نشول1. عاصم منیر تر هغه هم زیات مکار دی. هغه سودا چې د ټرمپ په مېز یې وکړه، د هغې خو یوه څېره هغه ده چې د خواجه آصف او رانا ثناءالله پر ژبه او ټرمپ ته د نوبل جائزې د تجویز په صورت کې ښکاره شوه او هغه معامله چې د پردې تر شا وشوه، د قدس شریف سودا وه، د رسول الله ﷺ د معراج د ځای سودا وه. دا هغه سودا وه، چې په نتیجه کې یې «پیسې راکړه» او «زما خدمتونه وګوره» او بیا له دې وروسته په وزیرستان کې د مسلمانانو پر وړاندې نوي عملیات که نن نه وي نو سبا یا بل سبا به پیلېږي. د هند په لویه وچه کې د مهدي علیه الرضوان د لښکر د منظم کېدو پر وړاندې به کار کېږي او دا به یقیني کېږي، چې هیڅ پاکستانی کلمه ویونکی به د قدس د نصرت او هجرت و جهاد خبرې خو پرېږده، پر خواله رسنیو به هم څه نه لیکي.د (Orwellian) پولیس سټېټ کې به د پیکا قانون او د خلکو د څارنې له لوري به ځوانان پورته کېږي. د عفیفو خویندو په کورنو کې به ور لوېږي، خو د دعوت او جهاد دا کاروان نه درېږي، د ازل پر لوحه همداسې لیکل شوي دي.
نورِ خدا ہے کفر کی حرکت پہ خندہ زن
پھونکوں سے یہ چراغ بجھایا نہ جائے گا
چراغی را که ایزد بر فروزد
کسی کش تف زند ریشش بسوزد
پوره سل کاله کېږي چې د مسلمانو حکمرانانو د غدر و خیانت، چل او فریب له داستانونو څخه او د دوی له نفاق څخه خو په هره لمحه کې نقاب له مخې څخه لیرې کېږي. له لیکونکي او لوستونکي سره پوښتنه یوازې دا پاتې ده، چې موږ او تاسې په دې جګړه کې چېرته ولاړ یو؟
د غزې له نصرت څخه په لار کې خنډ شويو خائنانو د لیرې کولو چیغه ده، یوه لوري ته د غزې مظلومان دي، بل لور ته د وخت تر ټولو ستر خائنان، عاصم منیر، ابن سلمان، ابن زاید، تمیم، شاه عبدالله، اردوغان، سیسي او د هغوی ډله. څوارلس پېړۍ مخکې په کربلا کې د رسول صلی الله علیه وسلم د کورنۍ له لوږې او تندې سره د وژنې پېښه وه، نن په غزه کې د امت وژنه روانه ده.
په جګړه کې لومړیتوب ډېر مهم دی. تر ټولو لوی دښمن اسرائیل او امریکا دي، هغوی ته چې چېرته هم وشي، باید ضربه ورکړل شي. بیا چې چېرته هم خائنان د غزې د نصرت مخه نیسي، باید د حسین بن علي او عبدالله بن زبیر په څېر یې پر ضد ودریږو. نن هم هماغه غږ دی، هماغه جګړه ده، هماغه د بلا دښته ده. تاریخ پرانېستل شوی، زموږ عمل ته سترګې پر لار دی. هسې هم د اخروي کامیابیو او ناکامیو د پرانستي کتاب د تاریخ پاڼې زموږ وستاسې په تمه دي. یو لور ته د شریف مکه حسین بن علي سنت دی، له خلافت او تحریک ریشمي رومال سره چل دی، فریب دی، خیانت دی، له طاغوت سره دوستي او ولاء ده او بل طرف ته د داسې خائنانو پر وړاندې د حسین ابن علي سنت دی او موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمسي پر سنت عمل کولو والا یو. که څه هم قافله لوټ شي، اولادونه ووژل شي، ښځې بې پردې شي، خو د رسول د شریعت ساتنه کوو.
ہم راہ روِ دشتِ بلا روزِ ازل سے
اور قافلہ سالار حسینؓ ابنِ علیؓ ہے!
«موږ لارویان یو له ازله د بلا د دښتې
او حسین مو سر لاری د لښکر دی!»
اللھم اهدنا فيمن هديت وعافنا فيمن عافيت وتولنا فيمن توليت وبارك لنا فيما أعطيت وقنا شر ما قضيت إنك تقضي ولا يقضی عليك وإنه لا يذل من واليت ولا يعز من عاديت تبارکت ربنا وتعاليت!
اللھم وفقنا لما تحب وترضى وخذ من دمائنا حتى ترضى .اللھم اهدنا لما اختلف فيه من الحق بإذنك. اللھم زدنا ولا تنقصنا وأکرمنا ولا تھنّا وأعطنا ولا تحرمنا وآثرنا ولا تؤثر علینا وارضنا وارض عنا. اللھم إنّا نسئلك الثّبات في الأمر ونسئلك عزیمۃ الرشد ونسئلك شكر نعمتك وحسن عبادتك. اللھم انصر من نصر دین محمد صلی اللّٰہ علیہ وسلم واجعلنا منھم واخذل من خذل دین محمد صلی اللّٰہ علیہ وسلم ولا تجعلنا منھم، آمین یا ربّ العالمین!
1 بحواله شهید مجاهد فی سبیل الله جنرال شاهد عزیز رحمه الله رحمة واسعة (یہ خاموشی کہاں تک؟)
