بت شکن
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد افلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • سيرت
    • اند او پند
    • د اسلافو تاریخ
    • د تاریخ درسونه
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد افلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • سيرت
    • اند او پند
    • د اسلافو تاریخ
    • د تاریخ درسونه
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه
No Result
View All Result
بت شکن
No Result
View All Result
Home ليکنې او اندونه

غزه؛ چوپتیا په جرم کې ګډون دی!

عدنان حمیدان by عدنان حمیدان
جنوري 29, 2026
in ليکنې او اندونه
0 0
0
غزه؛ چوپتیا په جرم کې ګډون دی!
0
SHARES
1
VIEWS

په غزه کې نور سهار د بمونو په غږ سره نه پیلېږي، بلکې د لوږې له چوپ او بېړني فریاد سره پیلېږي.

مور چې راویښه شي، د خپلو ماشومانو له پاره شیدې نه لري. ماشومان د تشې خېټې د ډکولو له پاره په کثافات دانیو کې د خوراک ټوټې لټوي، وړاندې تر دې چې بیا بمونه راپرېوځي او کومې هیلې چې یې پاتې دي، هغه هم له منځه یوسي.

دا هېڅ مبالغه نه ده، بلکې یو تور او مستند حقیقت دی. غزه یوازې تر بمبار لاندې نه ده، په محاصره کې هم ده او اوس تر ټولو دردوونکې وسله لوږه ده. ځکه لوږه یوه چوپه وسله ده، نړۍ ورڅخه سترګې اړوي، لکه ورو ورو راتلونکی مرګ هېڅ معنی نه لري.

میاشتې کېږي چې د غزې خلک له دوه ګوني محاصرې سره مخ دي، له یوې خوا هره ورځ بمباري، له بلې خوا نړیواله بې‌پروايي. پولې تړل شوې دي. څوک چې د خوراک په لټه ووځي، ډزې پرې کېږي. د مرستو کاروانونه قصدا درول کېږي. ډوډۍ یوه کیسه ګرځېدلې ده، اوبه د هرې ورځې جګړه ده، درمل یوه نایابه معجزه ده.

دا چې څه روان دي، یوازې د “انساني ناورین” اصطلاح یې د بیان وس نه لري. اوس د لوږې له لارې د وژنې یوه قصدي پروسه روانه ده، چې د نړۍ په ټولو قانوني او اخلاقي تعریفونو کې د نسل‌کُشۍ (Genocide) تر کچې پورې رسېږي.

له غزې څخه پټې راایستل شوې ویډیوګانې ښيي چې ماشومان د ډوډۍ په لیکه کې له لوږې بې هوښه کېږي، کورنۍ واښه خوړلو ته اړې شوې دي، میندې یوه ډوډۍ په څلورو ماشومانو ویشي. دا بمونه نه دي چې هغوی وژني، بلکې دا د خوراک د کموالي له امله د بدنونو ورو ورو تباهي ده.

د غزې خلک ناممکن څه نه غواړي، یوازې د نړیوال وجدان یوه وړه برخه غواړي.

له لوږې څخه هم ډېر دردناک څه همدا چوپتیا ده.

د بریدونو په لومړیو ورځو کې لوېدیځو مشرانو لږ څه خبرې وکړې: د زغم غوښتنه، د نړیوالو قوانینو یادونه، د اندېښنې څرګندونه. خو اوس هماغه خبرې هم ورکې شوې، هېرې شوې او په خبري کانفرانسونو کې دفن شوې، نه کوم عمل وشو، نه کومه تګلاره بدله شوه.

پر ځای یې د اسرائیلو ملاتړ نور هم زیات شو. ځینو حکومتونو خو د غزې د تباهۍ په منځ کې د ملګرو ملتونو د فلسطین د مرستو ادارې (UNRWA) بودیجه هم ودروله.

ایا تا کله اورېدلي چې کوم حکومت په داسې وخت کې چې ماشومان له لوږې مري، د مرستو له یوې ادارې څخه بودیجه بېرته واخلي؟ دا کار وشو، او په ډېرې چوپتیا سره (پرته له کوم غبرګون څخه) وشو.

لکه څنګه چې نيلسن منډیلا ویلي وو:

له خلکو څخه انساني حقونه اخیستل د هغوی د انسانیت ننګونه ده.

نن غزې ته یوازې په بمونو نه، بلکې په لوږه هم سزا ورکول کېږي. دا یوه ټولیزه سزا ده چې د یوې داسې نړیوالې هوکړې پر اساس ممکنه شوې ده، چې دومره بزدل دي، چې په اړه یې هیڅ نشي ویل کېدای. تاسې به دا د رایو یو والی په حکومتي اعلامیو کې ونه وینئ، خو په هر تړل شوي سرحد، په هره خالي کاسه او په هر هغه ماشوم کې به یې ووینئ چې د تندې له شدت څخه ژاړي.

د ملګرو ملتونو ادارې وایي:

د خوړو بحران د تباهۍ تر کچې رسېدلی دی.

د غزې له ۹۰ سلنه ډېر ماشومان د خوراک له کمښت سره مخ دي.

د لوږې او اوبو د نشتون له امله د شیرخوارو ماشومانو مړینه د هرې ورځې خبره ګرځېدلې.

خو بیا هم نړۍ چوپه ده!

تر دې هم بده دا ده چې ځینې حکومتونه د اسرائیلو اقدامات د “ځان دفاع” بولي، لکه لوږه چې د وسلې په توګه کارول روا وي.

خو مسؤولیت یوازې د لوېدیځ نه دی!

مصر هم باید د خپل کردار ځواب ووایي. د رفح بندر، هغه یوازینۍ لاره چې د اسرائیلو تر کنټرول لاندې نه ده، له میاشتو راهیسې تړلې ده. قاهره چې کله دننه مرستې لېږي، یا ناروغان بهر غواړي، اجازه یې له تل ابیب څخه غواړي. تر کله به موږ دا د بې طرفۍ پلمې کوو؟

دا خو په جرم کې ګډون دی!

او هغه عربي حکومتونه چې له اسرائیلو سره یې اړیکې جوړې کړې دي، په اړه به یې څه ووایو؟ ځینې یې خاموش دي او ځینې یې بیا تر دې هم دوه قدمه وړاندې لاړل او په داسې حال کې چې غزه له لوږي څخه مري، دوی له اسرائیلو سره اړیکې نورې هم قوي کړې. لوېدیځ خو لږ تر لږه له فلسطین سره د ورورولۍ دعوه نه کوي، خو دا حکومتونه یې کوي، بیا هم د خپلو فلسطیني وروڼو درد ته هیڅ درمل نه تیاروي.

لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو پخواني عمومي منشي کوفي عنان ویلي وو:

«کله چې خوراک وسله شي، انسانیت پخپله تباه کېږي».

غزه له دې تباهۍ سره مخ ده او نړیوال نظام یې همدې تباهۍ ته پرېږدي.

خو له دې ټولو سره، غزه لا هم ثابت قدمه ده. خلک یې لوږه په مقاومت بدلوي، هغوی مقابله کوي، وروسته له هغه چې هر څه ورڅخه اخیستل شوي دي، په غزه کې عزت په آرام کې نه دی، عزت په بقا کې دی.

راځئ په ایمانداري سره فکر وکړو: اسرائیل دا هر څه یوازې نه شي کولای. هغه په همدې چوپتیا تکیه کوي، د قهر د محدودو څرګندونو او د دیپلوماتیکو پردو تر شا ځان پټوي او دا هغه څه دي چې د نړیوالو له خوا ورته ورکول کېږي، هغه څوک چې د انساني حقونو مدعیان دي خو په خپله خوښه یې انتخاب کوي، چې کوم قربانیان مهم دي او کوم نه.

نو، د غزې ترڅنګ په حقیقت کې څوک ولاړ دي؟

نه کوم حکومت، نه کومه اداره، بلکې عام خلک! لاریون کونکي، عادي وګړي، هغه څوک چې لا هم وجدان لري او سترګې نه اړوي.

غزې ته د چا د رحم اړتیا نه نه شته، عدالت غواړي. د نسل‌کُشۍ د ختمېدو غوښتنه کوي او د هغو کسانو د محاسبې غوښتنه کوي چې دا یې ممکنه کړې.

اوس پوښتنه دا نه ده پاتې چې: څه روان دي؟

موږ ښه پوهېږو.

پوښتنه دا ده چې: عمل به څوک کوي؟

او کله چې تاریخ ولیکل شي، نو څوک به د خپلې چوپتیا له امله وپېژندل شي.

ځکه چې چوپتیا، د دې لوږې پر وړاندې، بې‌طرفي نه ده!

دا په جرم کې ګډون دی!؟

Previous Post

له افغان سره زما مینه د ایمان له پاره ده!

Next Post

د غزې د ولس له پاره د بېړنۍ مرستې عاجله غوښتنه

Next Post
د غزې د ولس له پاره د بېړنۍ مرستې عاجله غوښتنه

د غزې د ولس له پاره د بېړنۍ مرستې عاجله غوښتنه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recent Posts

  • ابو عبیده: زما استوګنځی اسمان شو!
  • نبوي سیرت او پندونه
  • د بت شکن مجله
  • د غزې طوفان
  • مجله

Recent Comments

No comments to show.

© 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد افلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • اند او پند
    • سیرت او تاریخ
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه

© 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.