په عمومي ډول امتِ محمدیه هېڅ زمانه کې هم د اتلانو او مېړنو له شتون څخه خالي نه دی پاتې شوی. خو نولسمه او شلمه پېړۍ، په ځانګړي ډول د خلافت له سقوط وروسته، چې پر امت باندې کوم ټولیز جمود او سستي راغلې وه او د امت خاص او عام داسې ښکارېدل لکه د “له دنیا څخه مسلمان ورک شو” نوحه چې لولي، د شلمې پېړۍ له پای او د یوویشتمې له پیل سره سم د تاریخ پاڼه د داسې ستورو په ځلیدا روښانه شوه چې ځلا یې سترګې خیره کوي، او د عزم او همت خاوندانو ته نه یوازې مشعلِ راه ده، بلکې هر یوه ته د خپل ځان د ازمېښت یوه پرلهپسې او دوامداره بلنه هم ده. له شیخ عبدالله عزام او شیخ احمد یاسین څخه، چې امت ته یې د عمل لار وښوده، نیولې تر اسامه بن لادن او ملا محمد عمر پورې، چې امت یې د عروج پر لور روان کړ او د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره یې د مال او دولت، واک او اختیار، او د ژوند په هره شیبه کې د قربانۍ جرئت ور وباښه. که د الظواهري فکر او نظر وي، چې له ختیځه تر لوېدیځه یې څومره قاسم الریمي، عطیة الله اللیبي او احمد فاروق راولاړ کړل او که د اسماعیل هنیه ژور او پوخ سیاست وي … په ټوله کې دا لړۍ اوږده ده. په دې لړۍ کې هر نوم د دې وړ دی چې پرې کتابونه ولیکل شي. هغوی په څه شان ژوند وکړ، او کله چې د دې ازموینې له ډګر څخه د تلو وخت راغی، نو په څه ډول مقتل ته لاړل … که هغه د سنوار عصا وي چې په وروستۍ شېبه کې هم په دفاعي توګه لوړه پاتې کېږي او د پرلهپسې جهاد کیسه په همدې وروستي عمل کې رانغاړل کېږي؛ او که د کوم ګمنام ټپي مجاهد وروستی سجده وي د خپل رب حضور ته، چې په هغه کې له اطاعت او محبت ډک روح خپله ونډه ادا کوي او د خپل محبوب رب غېږې ته ورننوزي. د امت دغو زامنو ثابته کړه چې د دې امت د میندو غېږې نن هم شنې دي؛ په غېږو کې یې نن هم طارق او قاسم روزل کېږي، او د زوال او انحطاط په دې پېر کې هم دا امت د ایمان، یقین او ښه امید له بېسارې شتمنۍ څخه تش لاس نه دی.
له ادیبانو سره الفاظ پای ته ورسېدل، شاعرانو ته اشعار ور کم شول. د دغو اتلانو د کیسو په لیکلو لیکلو کې رنګ هم ملتیا پرېښوده، خو دا کیسې پای ته ونه رسېدې. هر دور او هرې سیمه د رب د کلمې د لوړولو لپاره خپل خپل لعل او ګوهر وړاندې کول. له همدغو بېسارو ګوهرو څخه یو هم د ابو عبیده نوم دی. هغه نقاب پوش چې یوازې امت مسلمه نه، بلکې د نړۍ هر عادل او باعزته انسان یې په مینه کې ګیر شو. پر نړۍ واکمنو ځواکونو هغه ترهګر باله، خو همدغه ځواکونه چې خپل ټول امکانات، خپل تبلیغات او د حقیقت د خپرولو پر وړاندې لګول شوي بندیزونه ناکام ویني، بېوسه یوازې غاښونه چيچي؛ ځکه ویني چې د دوی له ټولو هڅو سره سره، هغه څوک چې دوی یې “ترهګر” بولي، د نړۍ د انصافخوښو خلکو په نظر د عزت، شرافت او د باطل پر وړاندې د مقاومت نښه بلل کېږي. دا نقاب پوش اتل څوک و چې د نړۍ ډېری خلک یې له اصلي نومه هم خبر نه دي؟ هغه د څه لپاره ودرېد؟ څه یې ویل؟ د کوم هدف لپاره یې مبارزه کوله؟ نه یې د وسایلو کمښت ته پام کاوه، نه د یخ او ګرمي سختیو ته، نه یې خپل لوږه ځپلی بدن په نظر کې نیوه او نه د دښمن شمېر او ځواک هغه اړ کړ چې له خپل دریځه واوړي … هغه څوک و چې کله به یې خبرې کولې، نړۍ به چوپه خوله ورته غوږ نیوه؟ هغه څوک و چې د ده د یوې شېبې لیدلو لپاره به خلک ساعتونه منتظر پاتې کېدل، حال دا چې د دې نقاب پوش اصلي څېره هېڅ چا هم نه وه ليدلې.
هغه نقاب پوش چې هېڅکله یې د خپل ځان شهرت نه غوښت، چې تل د یوه رمزي نوم تر شا پټ پاتې شو، تر دې چې د یوې ډلې، یوې مفکورې او یوې مبارزې نښه وګرځېد. نن د هغه د مینهوالو یوه لویه برخه نړۍ د هغه له اصلي پېژندګلوۍ سره اشنا کوي. د ویلو لپاره ډېر څه شته او د بیان لپاره یې د شخصیت زرګونه اړخونه دي. د زدهکړې لپاره یې زړورتیا او مېړانه، استقامت، فصاحت او بلاغت، او نه لړزېدونکی ایمان… دا ټول درسونه د نړۍ مخې ته د یوه پرانستې کتاب په څېر پراته دي، څو هر څوک چې په ځان کې وړتیا ویني، له دې د ایمان او ثبات له چینې څخه ګټه واخلي. خو زموږ موضوع نن د همدې نقاب پوش خپل ذات نه دی، بلکې هغه بل پټ نقاب پوش دی چې د هغه تر شا ولاړ و؛ هغه چې د صبر او استقامت له لارې یې حذیفه سمیر الکحلوت ته دا توان او حوصله ورکړه چې د ابو عبیده درنې او ستړې کوونکې دندې پر مخ یوسي. هغه چې نازکو اوږو یې د هغه بار په پورته کولو کې مرسته وکړه، چې یوازې د ابو عبیده نه و، بلکې ټوله امت یې وړ ګڼل کېده. هغه چې د نیمې شپې دعاګانو یې ربع پېړۍ د هغه ساتنه وکړه، هغه چې ورسره یې تر مرګه د ملتیا ژمنه وکړه (معک حتی الموت)، او بیا یې د نازک صنف کېدو باوجود په مېړانه دا ژمنه رښتیا کړه.
اُمِّ ابراهیم اسراء غسان جبر، د غسان جبر (ابو همام) لور وه، چې د مخیم الجبالیا یوه پېژندل شوې څېره بلل کېده. غسان جبر خپلې دواړې لوڼې، لطیفه او اسراء، د قسام له مجاهدینو سره واده کړې وې. لطیفې له راعد اللدوي (ابو الفهد) سره واده کړی و، چې د لومړۍ انتفاضې پر مهال په مخیم الجبالیا کې د قسام له مهمو قومندانانو څخه و. په ۲۰۲۳ کال کې لطیفه له خپل مېړه او د کورنۍ له ۱۷ نورو غړو سره یو ځای په شهادت سر فرازه شوه. د اسراء واده له حذیفه سمیر الکحلوت سره شوی و، هغه مهال چې نوموړی د قسام د ویاند په توګه ټاکل شوی و او لا ډېر وخت نه و تېر شوی. اسراء د غزې له اسلامي پوهنتون څخه د رسنیو او ژورنالېزم زده کړې کړې وې. د همدې څانګې یوې بلې اړوندې، یسری اکلوک، وايي: “هغه له ما یو کال مشره وه او موږ به ډېر وخت په ګډو کورسونو او ټولګیو کې سره یو ځای کېدو. خو نه یوازې زه، بلکې زموږ له ډېرو ملګرو زدهکوونکو هم دا خبره پټه وه چې د اسراء مېړه څوک دی. د اسراء له شهادت وروسته موږ ته دا څرګنده شوه چې هماغه ښکلې او چوپه نجلۍ د هغه نقاب پوش مجاهد مېرمن وه. زما په اند، د هر نقاب تر شا یوه ښځه وي، چې هغه راز او هغه ژمنه ساتي. او د حذیفه تر شا اسراء جبر ولاړه وه…”
د قسام مجاهدینو ته چې ځینې خلک طعنې ورکوي او وایي هغوی په تونلونو کې پټېږي او خپل ځانونه ژغوري، ډېری وخت دا خبره هېروي چې د دغو مجاهدینو کورنۍ هم د غزې د عامو خلکو په څېر وږې، تږې او له هر ډول خونديتابه بېبرخې وې او له خپلو خلکو سره یو ځای یې په خېمو کې ژوند کاوه. اسراء که څه هم د شیخ ابو عبیده مېرمن وه، خو د نورو مشرانو د کورنیو په څېر هغې هم د دې اوږدې او سخته جګړې ټوله موده له خپلو ماشومانو سره په خېمو کې تېره کړه. بلکې د خپل مېړه او د هغه د ملګرو سره د اړیکو د پرې کېدو له امله، د هغې حالت د عامو خلکو په پرتله هم ډېر سخت و. ډېرې شپې داسې تېرېدې چې د دوی ماشومانو ته د رزق په توګه د الله د کلام له آیتونو پرته بل څه نه وو. د خوراک د نشتوالي په هغه پړاو کې، اسراء به خپلو ماشومانو ته د الهي آیتونو له لارې د صبر سپارښتنه کوله. که څوک وغواړي د دې صحنې تصور وکړي، تصور کول یې هم سخت برېښي: څلور واړه کوچني ماشومان … ابراهیم، منة الله، یمان او وړوکې لیان او د هغوی یوازینۍ مور، چې د ازموینې دا ورځې په صبر او استقامت تېروي. په داسې سخته ابتلا کې چې د ژمي پر مهال د یخنۍ د مخنیوي لپاره مناسب کالي نه وي، د باران او بمبارۍ څخه د ژغورنې لپاره د خېمې له نري ټوکر پرته بل چت نه وي او د اوبو او خوراک ترلاسه کول د نارینهوو لپاره هم له سترې ستونزې کم نه وي، په داسې حال کې دا یوازینۍ ښځه د الله د کلام په مټ ځان او خپل ماشومان سمبالوي. په داسې وخت کې چې د هغې مېړه له ظالم او اشغالګر یهودي پوځ سره په جګړه بوخت وي دا ښځه نه یوازې دا چې د خپل رب په مرسته ژوند تېروي، بلکې دا څومره ښه ژوند دی، څه له شعادته ډکه زندګي ده، داسې ژوند یوازې د نیک بخته خلکو په نصیب کېږي.
ویل کېږي چې اسراء د دې لپاره چې خپلو ماشومانو ته د قرآن تعلیم ورکړي، پخپله یې قرآن کریم حفظ کړ. او د جګړې د دوو کلونو په موده کې، د هغې لور منّة الله هم له تړون څخه لږ وړاندې د قرآن کریم حفظ بشپړ کړ. د شهادت په وخت اسراء د سورت البقرې په تلاوت بوخته وه. الله الله! دا څنګه کیمیاګر انسانان وو چې هره ازموینه یې په نعمت بدله کړه؟ هغوی چې پر ځان راغلې سختۍ او کړاوونه یې د جنت د لاسته راوړلو په غوره فرصت واړول. هغوی چې خپله لوږه او تنده یې د الله په آیتونو ماته کړه. هغوی چې خپل وېرې او هیلې یې ټولې خپل رب ته وسپارلې، او هغه هم هغوی یوه شېبه یوازې پرېنښودل. که فکر پرې وشي، نو دا خلک له فطرته پورته ښکاري … د نه منلو وړ عزم او همت لرونکي، د نه ماتېدونکي ایمان خاوندان… خو هغوی انسانان وو، زموږ او ستاسې په څېر، د غوښې او وینې انسانان. اسراء ته له کومه ځایه د اسرائیلو یو وېشل شوی اعلان په لاس ورغی، چې پکې د ابو عبیده په اړه د معلوماتو رسوونکي لپاره د لوی انعام ژمنه شوې وه. هغې له هماغه اعلان څخه د ابو عبیده انځور وشکاوه او د خپل ۱۲ مربع فوټه پناهځای پر دېوال یې وځړاوه، ځکه چې هغه یوه انسانه وه؛ د خپل خاوند سره مینه لرونکې، هغه ته وفاداره او د هغه د نشتوالي په مهال یې د هغه اولادونه د هغه د غوښتنې مطابق روزل.
د ۲۰۲۵م کال د دوبي په موسم کې، لیان، یمان او منّة الله له خپلو والدینو سره یو ځای دې نړۍ ته د الوداع ویلو په حال کې د جنت پر لور روان شول؛ خو ابراهیم … چې د هغه نوم د هغه د مور او پلار دواړو کنیت و … د ټولو جدایي ورباندې راغله. دا ماشوم چې د اور او اوسپنې تر باران لاندې وزېږېد او لوی شو، چې د مور او پلار له اړخه یې ټولې کورنۍ داسې زحمت کشه کسان لرل چې د خپل دین په نوم یې بې شمېره قربانۍ ورکړې وې؛ هغه چې د اسراء په غېږ کې وروزل شو، چې هره شپه یې خپله مور بې وقفې د خپل رب په حضور کې په سجده لیدله او د خپلو اولادونو او مېړه لپاره یې ډېرې دعاګانې او زارۍ کولې … که نن اسرائیل د ابراهیم په څېر ماشومانو څخه وېره لري، نو د وېریدو حق لري. ځکه دا هغه ماشومان دي چې په هر دور کې د ابو عبیده بن الجراح لاره او سنت ژوندی کوي؛ چې د دې امت د عزت او غیرت امانتداران دي. همدا هغه ماشومان دي چې د نننیو فرعونانو تختونه به نسکور کړي او د خپلو پلرونو خوبونو ته به ژوندی تعبیر ورکړي.
ځکه د دې امت د میندو غېږې نن هم سلګونه ابراهیم او ابو عبیده روزي.




