بت شکن
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد افلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • سيرت
    • اند او پند
    • د اسلافو تاریخ
    • د تاریخ درسونه
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد افلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • سيرت
    • اند او پند
    • د اسلافو تاریخ
    • د تاریخ درسونه
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه
No Result
View All Result
بت شکن
No Result
View All Result
Home طوفان الاقصی

د غزې د ولس له پاره د بېړنۍ مرستې عاجله غوښتنه

ابراهیم البنا by ابراهیم البنا
فبروري 2, 2026
in طوفان الاقصی
0 0
0
د غزې د ولس له پاره د بېړنۍ مرستې عاجله غوښتنه
0
SHARES
9
VIEWS

بسم الله الرحمن الرحیم

ټولې ستاینې د هغه الله له پاره دي چې فرمایلي یې دي:

يٰٓاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْٓا اِنْ تَنْصُرُوا اللّٰهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ اَقْدَامَكُمْ۝ (سورۃ محمد: ۷)

«اې مؤمنانو كه تاسې د الله (د دين) سره مرسته وکړئ، نو هغه به له تاسې سره مرسته وکړي او ستاسې قدمونه به كلك کړي.»

او درود او سلام دې د الله پر رسول ﷺ وي چې داسې یې فرمایلي دي:

ما من امرئٍ يخذُلُ مسلمًا في موطنٍ يُنتقَصُ فيه من عِرضِه ويُنتَهك فيه من حُرمتِه إلا خذَله اللهُ في موطنٍ يُحبُّ فيه نُصرتَه

«هیڅ داسې څوک نه شته چې یو مسلمان بې مرستې پرېږدي په داسې ځای کې چې هلته یې عزت سپک کېږي او حرمت یې تر پښو لاندې کېږي، خو الله تعالی به هغه پرېږدي په هغه ځای کې چې دی به د الله تعالی مرستې ته ډېر اړ وي.»

اما بعد:

هغه څه چې نن زموږ له وروڼو سره په غزه کې تېرېږي، د قتل او وینې بهېدل او هره ورځ د لوږې ډارونکی حالت، دا دومره زیات شوي دي چې نړۍ هره ورځ د ماشومانو، سپین ږیرو، ښځو او شیرخوارو ماشومانو په درځنونو او ځینې وختونه په سلګونو افرادو د قتل د خبر له اورېدو سره عادت شوې ده.

دا حالت یوه ښکاره خبرتیا ده، چې که اسلامي امت را ویښ نه شي، نو د الله قهر او عذاب به پر ټول امت را نازل شي، پرته له هغو کسانو چې الله تعالی پرې رحم وکړي. الله جل جلاله فرمایي:

وَاتَّقُوْا فِتْنَةً لَّا تُصِيْبَنَّ الَّذِيْنَ ظَلَمُوْا مِنْكُمْ خَاۗصَّةً ۚوَاعْلَمُوْٓا اَنَّ اللّٰهَ شَدِيْدُ الْعِقَابِ؀(سورة الأنفال:۲۵)

«او له هغي فتنې څخه ځان وژغورئ چي د هغې ناوړه اغيزه به په ځانګړې توګه یوازې پر هغو خلكو پورې محدوده پاته نه شي چې په تاسې کې چا ګناه کړې وي. او وپوهېږئ چي الله سخت سزا وركونكى دى».

پر هغه څه چې زموږ له وروڼو سره په غزه کې کېږي چوپ پاتې کېدل، د امت پر تندي د داغ کیښودل دي، رسوايي ده، تاریخ به هېڅکله دا هېر نه کړي. راتلونکي نسلونه به دا یادوي او وايي به، چې کاش موږ د هغوی په وخت کې وای، څو د دې شرموونکې چوپتیا کفاره مو اداء کړې وای او د عزت او غیرت بیرغ مو جګ کړی وای او خپل ټول توان مو سره را ټول کړی وای او د غزې د مظلومو وروڼو د مرستې په اړه مو خپل فرض اداء کړی وای.

او موږ په دې وخت کې له خپلو مصري وروڼو څخه په عمومي ډول او د سینا له قبائلو څخه په خصوصي توګه عاجله غوښتنه کوو، چې:

ای د مصر خلکو! د خپلو هغو وروڼو په لور ګام پورته کړئ چې د لوږې او تندې له امله په غزه کې مري. د دې دروغجنو دیوالونو او خیالي پولو هاخوا، چې ستاسې او د هغوی ترمنځ جوړې شوي دي. د الله په خاطر راته ووایاست! تاسې څنګه آرام کولای شئ، په داسې حال کې چې وروڼه مو په ډېر بد حال کې ژوند کوي؟ څنګه امکان لري، چې تاسې په آرامي سره ګوله خولې ته پورته کړئ، په داسې حال کې چې ستاسې په څنګ کې په غزه کې اوسېدونکي سپینږیري او ماشومان له لوږې مري؟ او څنګه امکان لري، چې ستاسې ګاونډیان له تندې روح له لاسه ورکوي، خو ستاسې تر منځ رود نیل بهېږي؟ آیا په تاسې کې د غیرت خاوندان ټول مړه شوي دي؟

شاعر وایي:

دخلت على المروءة وهي تبكي

فقلت على ما تنتحب الفتاة

فقالت كيف لا أبكي وأهلي

جميعاً دون خلق الله ماتوا

«زه پر مېړانه باندې راغلم په داسې حال کې چې ژړل یې.

ما ترې وپوښتل: ولې ژاړې؟

هغې وویل: څنګه ژړا ونه کړم؟ زما ټول خپلوان

له ټولو خلکو څخه مخکې مړه شول!»

دغه خیالي پولې او دروازې ماتې کړئ! د الله له پاره، خپلو مظلومو وروڼو ته ور ورسېږئ: هغوی ته خواړه، اوبه او درمل ورسوئ. ځکه ستاسې پر غاړه د هغوی د مرستې مسئولیت د نورو خلکو په نسبت ډېر زیات دی. خبردار! هسې نه کوم داسې صهیوني مو له مرستې څخه منع کړي، چې ستاسې په ژبه خبرې کوي، ستاسې په څېر جامې اغوندي او ستاسې په هیواد کې اوسېږي. په یاد ولرئ! اصل معیار عمل صالح دی، نه قومیت او نه ژبه. په یوه حدیث کې راځي، چې یوه ښځه په دې خاطر جهنم ته لاړه چې یوه پیشو یې بندي کړې وه، نه یې خپله خواړه ورکړل او نه یې له ځمکې څخه څه خوړلو ته پرېښوده. نو فکر وکړئ! نن پر مصر د مسلط سیسي ظالم نظام یوازې یوه پیشو نه ده بنده کړې، بلکې بشپړه غزه او د هغې اوسېدونکي یې ایسار کړي دي!

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

ما آمن بي مَن بات شبعانًا وجاره جائعٌ إلى جنبه وهو يعلم به».

«هغه چا پر ما ایمان نه دی راوړی چې خپله ډوډۍ په ډک نس وخوري او د هغه ګاونډی وږي وي او دی ورباندې خبر وي.»

نن هغه خلک چې له اروپا څخه په “قافلة الصمود” کې برخه اخلي او مسلمانان نه دي، آیا هغوی د غزې د ماشومانو او ښځو په حق کې له تاسې څخه ډېر غیرتمند، همدرد او غم خوار دي؟!

که تاسې خنډونه لرې نه کړل، تر سرحدونو مو عبور ونکړ او خپل وروڼه مو د یهودو له ظلم او لوږې ونه ژغورل، نو بیا په تاسې کې هېڅ خیر نه شته!

موږ د فلسطین له مظلومې ځمکې سره نژدې په اردن، شام او لبنان کې پر خپلو خلکو باندې همدا غږ کوو، چې د خپلو خلکو د مرستې له پاره را پورته شي، ځکه ستاسې او د مصر د خلکو پر غاړه دا فرض تر نورو ډېر دی، پر تاسې لازمه ده، چې هرڅه قربان کړئ، که هر څومره قیمت یې هم وي، حتی که په دې لار کې ستاسې وینې او ژوند هم قربان شي. که د لوږې له امله د هغو وږو بدنونو هډوکي راوتلي وي او له تندې په دې سخته ګرمۍ کې بې‌سده کېږي، خو ستاسې ضمیرونه نه شي را ويښولای، نو آخر کله به تاسې را ویښيږئ؟

موږ ددې بیان په پای کې مالدارو او اهل ثروت خلکو ته هم یادونه کوو، چې د قیامت د ورځې له سخت او ډارونکي وعید څخه خبردار اوسئ، داسې عذاب چې د شدت تصور ته یې هم انسان دې ته آماده کوي چې کاش په دنیا کې مفلس او نادار وای. نو خبردار! په خپل مال کې د الله تعالی له حق څخه مه غافله کېږئ، ستاسې پر غاړه دغه فرض اداء کړئ، د مال په لګولو کې تلوار وکړئ، مخکې تر دې چې دغه مال مو پر تندي باندې داغ شي! دا مال به یا د خپل مالک له پاره د نجات وسیله وي، له دوزخ څخه د ساتنې او په جنت کې د لوړو درجو سبب او دا به هغه خوشبخت انسان وي، چې د رحمان رب رضا به مومي، یا به همدا مال د هغه له پاره د رب جبار د غضب او د جهنم د عذاب سبب ګرځي او څومره بد بخته دی، ددې تاواني سودا کونکی تاجر، چې ځان د هلاکت مستحق وګرځوي.

الله تعالی فرمایي:

وَالَّذِيْنَ يَكْنِزُوْنَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلَا يُنْفِقُوْنَهَا فِيْ سَبِيْلِ اللّٰهِ ۙ فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ اَلِيْمٍ؀ يَّوْمَ يُحْمٰي عَلَيْهَا فِيْ نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوٰي بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنُوْبُهُمْ وَظُهُوْرُهُمْ ۭ هٰذَا مَا كَنَزْتُمْ لِاَنْفُسِكُمْ فَذُوْقُوْا مَا كُنْتُمْ تَكْنِزُوْنَ؀ (سورۃ التوبة: ۳۴، ۳۵)

«او هغه خلك چې سره او سپين زر خزانه كوي او د خداى په لاره کې یې نه لګوي؛ نو دوی ته د دردناکه عذاب زيرى ورکړه. يوه ورځ به راشي چې په همدې سرو سپينو زرو به د دوزخ اور ګرم کړای شي او بيا به په هغو سره ددې خلكو تندي، اړخونه او شاګاني داغ کړی شي. دا هغه خزانه ده چې تاسې د خپلو ځانونو له پاره غونډه کړې وه. واخلئ، اوس د خپلې زيرمه کړې شتمنۍ خوند وڅكئ.»

اې الله! زموږ د غزې کمزورو او مظلومو وروڼو مرسته او نصرت وکړه.

اې الله! له دوی څخه دا تور مصیبت لرې کړه او دا بلا ورڅخه لرې کړه.

اې الله! دوی ته په خپل فضل بې‌نیازه کړه.ا

ې الله! په لوږه کې ته ورته خوراک ورکړه، او د وېرې پر ځای امن ورکړه.

اې د عظمت او عزت څښتنه او د بزرګۍ او کرم والا ربه!

وآخر دعوانا أن الحمد لله رب العالمین

Previous Post

غزه؛ چوپتیا په جرم کې ګډون دی!

Next Post

زما سلګیو له هېڅ هېواده یو ازاد انسان نه راووست!

Next Post
زما سلګیو له هېڅ هېواده یو ازاد انسان نه راووست!

زما سلګیو له هېڅ هېواده یو ازاد انسان نه راووست!

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recent Posts

  • ابو عبیده: زما استوګنځی اسمان شو!
  • نبوي سیرت او پندونه
  • د بت شکن مجله
  • د غزې طوفان
  • مجله

Recent Comments

No comments to show.

© 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد افلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • اند او پند
    • سیرت او تاریخ
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه

© 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.