بت شکن
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد افلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • سيرت
    • اند او پند
    • د اسلافو تاریخ
    • د تاریخ درسونه
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد افلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • سيرت
    • اند او پند
    • د اسلافو تاریخ
    • د تاریخ درسونه
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه
No Result
View All Result
بت شکن
No Result
View All Result
Home طوفان الاقصی

ابو عبیده: زما استوګنځی اسمان شو!

قاضي ابو احمد by قاضي ابو احمد
فبروري 2, 2026
in طوفان الاقصی
0 0
0
ابو عبیده: زما استوګنځی اسمان شو!
0
SHARES
7
VIEWS

ابو عبیده هغه نوم دی چې له اخیستو سره سم یې د صبر، ثبات، استقلال، احساساتو، عزم او همت ټکي ذهن ته راځي؛ نه یوازې د هغه د شخصيت لپاره، بلکې د هغه د ملت او تحریک لپاره هم، چې د ده ویاندیز رول هغه د نړۍ د مؤمنانو او د جهاد د پلویانو د جذبو او احساساتو ترجمان ګرځولی و. هغه الله تعالی ته ستون شوی دی، هغه ځای ته چې هر ژوندی موجود باید ورشي؛ خو الله هغه په داسې ستنېدو ونازاوه، چې هغه مرګ نه، بلکې د تلپاتې ژوند زېری دی. په دې نړۍ کې هر څوک چې وخت یې پوره شي، ستنېږي؛ خو ځینې کسان داسې په شان او وقار ځي چې د دوی تګ د دوی د اخلاص، مینې، نه ستړې کېدونکې هڅې او د لارې د حقانیت شاهدي ګرځي.
موږ هغه په اصل کې د یو شخص یا څېرې په توګه نه پېژنو، بلکې د یوې داسې شخص د غږ په توګه پېژنو چې فولادي عزم ترې څاڅي، چې په تر ټولو سختو حالاتو کې هم د صبر او حکمت لمن نه پرېږدي. د هغه بیانونه تشې ویناوې او ګواښونه نه وو، بلکې د ولولې، عزم او استقامت پر بنسټ ولاړ وو، چې خپل هدف، د فلسطین ازادي له اسلامي تاریخ سره تړي، هغه چې د صلاح‌الدین ایوبي له مبارزې څخه الهام اخلي، د لومړۍ قبلې ازادي خپل فرض ګڼي او د هغه تحریک پر خیالي تصورونو نه، بلکې د اسلامي تاریخ پر ټینګو ستنو ولاړ دی. څوک نه پوهېږي چې امت د غزې خلک څومره مایوس کړي؟ خو له یوې خوا د ابو عبیده بیانونه امت ته خپله نیمګړتیا ور په یادوي او له بلې خوا د هغه عزم دا څرګندوي چې دوی د امت مرستې ته محتاج نه دي، بلکې امت د دوی مرستې ته محتاج دی تر څو د الله په وړاندې عذر وړاندې کړي. د غزې خلک د انسانیت او اسلامي ورورولۍ له مخې د نړۍ له مسلمانانو مرسته، ملاتړ او نصرت غواړي؛ خو که دا مرسته ونه شي هم، د هر ډول ازموینو لاندې د دوی حوصله نه ده ماته شوې. نن چې دا کرښې لیکل کېږي، د لیکوال د ګوتو سرونه له یخنۍ کنګل شوي احساسېږي، سره له دې چې د یوه کور په یوه کوټه کې ناست دی. نو تصور وکړئ چې نژدې تر پرانستي اسمان لاندې، د نایلوني زړو او نریو خېمو کې، د باران، باد او یخنۍ تر منځ شپه او ورځ تېرول څه معنا لري؛ نه د خوړو کافي مواد شته او نه د ګرمۍ اسانتیا. خېمې چې د دوی یوازینۍ پناه ده، له اوبو ډکې دي، کالي او کمپلې لمدې دي او پر دې سربېره، له دوو کلونو زیات د بمبارۍ، نیونو، ناروغیو، شهادتونو او د نامعلوم راتلونکي له وېرونکو پېښو سره مخ دي. د غزې د خلکو دا استقامت داسې دی لکه پر اعصابو او څېره یو درنه څپیړه. فلسطیني ملت د دې یرغل تر سیوري لاندې په خپلو کړنو دا ثابته کړې چې هغوی هماغه عزم او همت لري چې ابو عبیده یې په خپلو ویناوو کې بیانوي او دا توفیق د الله رب العزت پر ذات او صفاتو له ټینګ ایمان پرته نه ترلاسه کېږي.
د جولای په میاشت کې د ابو عبیده وروستي تفصیلي بیان د مؤمنانو بدنونه ولړزول او هغوی یې د الله په وړاندې د حساب له وېرې رپول. د هغه خبرې د نیزو په څېر د مؤمنانو زړونو ته ننوتلې. بیا د هغه شهادت داسې و لکه امت چې ګونګ شي. تلونکي لاړل، خپل وروستی د وینې څاڅکی یې قرباني کړ، خو امت پر هماغه ځای ولاړ پاتې دی، بې حرکته.
هغه کسان چې له ابو عبیده سره مینه کوي او یوازې په ژبه یې ملاتړ کوي، باید خپل ګریوان ته وګوري، د ابو عبیده شخصیت د دوی ژوند څومره بدل کړی؟ د هغه ولولو د دوی یخ احساسات څومره ګرم کړي؟ او د هغه دوامداره عمل د دوی منجمدې ارادې څومره په عمل بدلې کړې؟ هغه ګریوان چې د قیامت په ورځ به د ابو عبیده او د غزې خلکو په لاس کې وي او دوی به د الله په وړاندې فریاد وکړي، موږ دوی راوبلل، دوی د مرستې توان درلود، ایا د خپل وس مطابق یې مرسته وکړه؟ زموږ ماشومان د دوی په وړاندې وژل کېدل، زموږ ځوانان د دوی په وړاندې بندیان شول او سخت شکنجه شول، زموږ کورونه ونړېدل، زرګونه جنازې راپورته شوې، موږ له لوږې او تندې سره مخ وو، درملنې ته مو لاس نه رسېده، خو دوی غوږ هم ونه ګراوه. یوازې یې په ټولنیزو شبکو کې زموږ پیغام ولیدی او د ګوتو په خفیف حرکت سره یې شریک کړ او ګومان یې وکړ چې فرض یې ادا شو. نو اې الله! نن له دوی څخه زموږ بدل واخله، نن زموږ حق موږ ته راوسپاره!
او ځینې بدمرغه کسان داسې هم وو چې ځانونه مسلمانان بولي خو د ابو عبیده او د هغه د تحریک مخالفت یې وکړ. ملنډې یې ووهلې او ویې ویل: مخ پټول کوم سنت دی؟ که زړورتیا لرئ، ښکاره مخ میدان ته راوځئ. دوی نه پوهېږي چې د مخ پټول بزدلي نه ده، بلکې د پېژندنې پټول د الله او د رسول الله ﷺ د لارښوونو له مخې د ځان ساتنې لپاره دي، تر څو دښمن ته ځان اسانه نواله وړاندې نه شي. همدارنګه د مخ پټ ساتل دا څرګندوي چې ویونکی له خپل ذاته لوړ له خپل هدف سره عشق کوي.
هغه غواړي خپل هدف روښانه کړي، نه دا چې خپله څېره مشهوره کړي، او پروا نه لري چې مینه وال یې د هغه له هویت څخه هم ناخبره وي.
د دې مقالې موخه دا نه ده چې ابو عبیده ته ستاینلیک وړاندې شي؛ ځکه هغه ته نه په ژوند کې د ستاینې اړتیا وه او نه به یې وروسته وي. (ان شاء الله) د هغه ریښتینی قدردان الله دی. بلکې موخه دا ده چې د هغه هدف لپاره چې خلکو خپلې وینې تویې کړې، موږ هم راپورته شو. هر څوک چې هر ځای دی، همالته لږ تر لږه خپل مسؤولیت ادا کړي. تر هغه وخته چې عملي جهاد ته لار نه موندل کېږي (او دا لار د غوښتونکو لپاره ستونزمنه نه ده)، لږ تر لږه ځان له اسلامي تاریخ سره وتړئ، د اسلامي تاریخ درسونه زده کړئ او تکرار یې کړئ تر څو زړورتیا او همت درکړي. دا پوهه په نورو کې خپره کړئ، په خپلو ماشومانو او خپلوانو کې پر اسلامي هویت ویاړ پیدا کړئ، او هغوی ته د فاني دنیا پر ځای د تلپاتې نعمتونو هیله ورزده کړئ. دا بنسټیزه خښته ده چې زړونه بدلوي او کله چې زړونه بدل شي، عمل هم بدلېږي.
څو مسرۍ دې ابوعبیده ته ډالۍ وي:
میں نے اسلاف کی ہر نشانی کے مٹنے کے اس دور میں
اجنبیت کے پرچم کو اونچا کیا
میں نے حق و صداقت کے روشن دیے
خون دل سے بھرے
میرے کردار کا
میرے اخلاص کا
ایک اک نقش پا
صدقہ جاریہ
«ما په هغه زمانه کې چې د اسلافو نښې له منځه تللې
د پردیتوب بیرغ پورته کړ
ما د حق او رښتیا څراغونه
د زړه له وینې ډک کړل
زما کردار
زما اخلاص
هره یوه نښه د قدم
تل پاتې صدقه ده»

Previous Post

نبوي سیرت او پندونه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recent Posts

  • ابو عبیده: زما استوګنځی اسمان شو!
  • نبوي سیرت او پندونه
  • د بت شکن مجله
  • د غزې طوفان
  • مجله

Recent Comments

No comments to show.

© 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • سرمقالې
  • قد افلح من تزکی
  • زما تګلاره
  • افغانستان او امت
  • طوفان الاقصی
  • نور موضوعات
    • اند او پند
    • سیرت او تاریخ
  • د بت شکن په اړه
  • اړيکه

© 2026 | د نشر حقوق د هر مسلمان لپاره خوندي دي.